لیکوالان او ګډونوال

د هغو لیکوالانو او متخصصینو لپاره چې رسماً د «انسان» غړیتوب نه‌لري او لیکنې یې له دې ویبپاڼې خپریږي، یو ځانګړی فرصت لري. د «انسان» بلاګ چې هم‌مهاله په کې د نورو څېړونکو او متخصصینو لیکنې هم خپریږي، زموږ د ګډونوالو او لیکوالانو لپاره یو اختصاصي ځای دی.

یادښت

د «انسان» د څېړنیزې پراختیا څانګه دنده لري څو له «انسان» څخه د باندې او دننه د متخصصینو او څېړونکو د همغږۍ او نویو څېړنیزو او تخصصي فرصتونو په تشخیص او پياوړتیا کې ونډه واخلي. که له همدې څانګې سره غږیږئ نو لاندې برېښنالیک ته خپل پيغام پرېږدئ یا هم زموږ د اړیکو برخې ته ولاړ شئ.

زموږ 10 متخصیصنو تر منځ وپلټئ

خان ولي خان بشرمل

لیکوال او څېړونکی

ښاغلی بشرمل څېړونکی او لیکوال دی او د پراختیا، حکومتولی او سیاست په برخه کې د هغه اختصاصي نظریات او لیکنې دلته لوستلی شئ

الفت‌الله کریمي

د «انسان» د بلاګ ګډونوال

الفت‌الله کریمي

امین دریځ

لیکوال او څېړونکی

ښاغلي امین دریځ په اروپا کې اوسي او د تاریخ، سیاست، کلتور او ټولنیزو پالیسیو په برخه کې یې یو شمېر لیکنې د «انسان» له لوري لوستلی شئ.

فریدریک بارت

نارویژي انسانپوه

بارت مشهور نارویژي انټروپولوجیست دی چې د پښتنو په اړه یې څېړنې خاص اهمیت لري. د هغه د څېړنو یوه بېلګه په سوات کې د پښتنو په سیاسي مشرتوب ده

انسان

د مالوماتو او اړیکو برخه

له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د «انسان» له عامه اړیکو او ارتباطو په څانګه پورې اړیکه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ

communications@insan.af

سیف‌الدین سیحون

کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ استاد

ښاغلی سیحون د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې استاد دی. تاسو د «انسان» په بلاګ کې د ښاغلي سیحون لیکنې او څېړنې لوستلئ شئ.

خوشال خلیل

لیکوال او ژورنالیست

ښاغلی خوشال خلیل د بشري حقونو، تاریخ، ټولنې او فرهنګ د مشترکو مطالعاتو لیکوال او څېړونکی دی. د هغه لیکنې او یادښتونه د «انسان» په بلاګ کې خپریږي.

عبدالغفور لېوال

په ایران کې د افغانستان لوی سفیر

 ښاغلی لېوال د ادبیاتو او ټولنیزو علمي مسایلو مشر څېړونکی او لیکوال دی اوس مهال په ایران کې د افغانستان سفیر دی. د هغه لیکنې او مقالې د «انسان» په بلاګ کې خپریږي.

سلیم پاینده

لیکوال او څېړونکی

سلیم پاینده په هند کې د ډيپلوماسۍ او بهرنۍ پالیسۍ د ماسټري زده کړیال دی.

قسیم ځیر

لیکوال او څېړونکی

ښاغلی ځیر په سویډڼ کې اوسیږي او د ټولنپوهنه لولي

پورته لاړ شئ