موږ څوک یو؟

موږ څوک یو؟

تاریخچه:

انسان مجله په کال ۲۰۱۳ کې د انسان په نوم د فلسفې، ارواپوهنې، او ټولنپوهنې په برخه کې د خپرونو لپاره د یوې ځانګړې مجلې په شکل کې تاسیس شوه. د یادې چارې په پنځم کال انسان مجله د یو رسنیز بنسټ په توګه مطرح شوه، او ملټي‌مېډیا او غونډې د دې چارې مهمې برخې شوې.

نوی پیل:

انسان مجله د ۲۰۱۹ کال په پیل کې د رسنیو، څېړنو او ښوونې او روزنې په برخه کې تر ځانګړي تمرکز ورسېده. انسان په یوه داسې بنسټ واوښت چې عملاً یې د رسنیو په برخه کې فعالیت درلود، ګڼ څېړنیز کارونه پیل شول، د ایجوکېشن په برخه عملي کار وشو، او د انسان ټاکس په نوم یو ځانګړی د بحثونو پلاټفارم تاسیس کړ چې موخه یې د بشري ښېګڼو لپاره ډیالوګ و.

اوس څوک یو؟

«انسان» اوس د پراخ بنسټه انسټیټوټ په بڼه تعریف شوی دی. انسان مجله د دې بنسټ یو له نشراتي ارګانونو څخه دی. تحقیقات، غونډې، د متخصصینو پراخ حضور، پالیسي، تحلیلونه، ځانګړي پروګرامونه، فورمونه، کتابونه، او د نشراتو هر اړخیز ډول د دې بنسټ برخې دي. انسان ټاکس یو ځانګړی پروګرام دی چې د خبرو لپاره جوړ شوی. انسان مجله به د تېر په څېر ادامه پیدا کوي. او د نشراتو او غونډو نورې بڼې به هم په خپل وخت او خپل ځای کې تعریفیږي او مخته تګ به کوي.

زموږ متخصصین:

«انسان» په دې لټه کې دی چې د افغانستان دننه د ګڼو برخو ډېری متخصصین او پوهان سره را ټول کړي، او د څېړنو، پالیسيو، تحلیلونو او نظریاتو په برخه کې اغېزناکه ونډه واخلي.

پورته لاړ شئ