خلک د «انسان» په اړه څه وايي؟

انسان مجله او بیا وروسته انسان انسټیټوټ چې د یو غیر انتفاعي، غیر سیاسي، او ناتړلي بنسټ په توګه فعالیت لري، د ډېرو خلکو او متخصصینو له لوري پرې په متواتر ډول یادښتونه، تبصرې او نظرونه لیکل شوي دي. موږ دې نظرونو او تبصرو ته په درنه سترګه ګورو او د خپلو هڅو او فعالیتونو د اغېز لپاره یې مهم ګڼو

یادښت

زموږ پیغام د یوې داسې انساني ټولنې په اړه د هڅو، فکرونو او فعالیتونو انسجام دی چې نېکمرغي یې اصلي او بنسټیزه غوښتنه وي. موږ د افکارو تنوع او پر پایلو او څېړنو متکي بدلون ته ارزښت ورکوو او باور لرو چې یوه بسیا ټولنه، ښه خدمتونه او موثر بدلونونه د غوره فکرونو او پالیسیو له لارې مهیا کېدای شي. کثرت‌ګرايي، ولسواکي، زغم، بشري حقونه او د انسانانو ترمنځ په سوله، ثبات او ښېرازۍ کې ژوند کول باید په بنسټیزو غوښتنو بدل شي.

پورته لاړ شئ