د جګړې د مطالعاتو پروګرام
افغانستان له هغو هیوادونو دی چې په بېلابېله بڼه یې جګړه تجربه کړې

کورپاڼه
د جګړې د مطالعاتو د پروګرام په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې فایل ډانلوډ کړئ او یا هم ددې پروګرام له رسمي ویبسایت څخه لیدنه وکړئ
ډانلوډ رسمي ویبسایت

پېژندنه

افغانستان له هغو هیوادونو دی چې په بېلابېله بڼه یې جګړه تجربه کړې. جګړې په دې هیواد کې فرهنګ، تاریخ، سیاست، هویت او ټول¬ټال اقتصادي وضعیت تر زور لاندې نیولی. جوړې شوې پالیسۍ او سټراټیژیک لارښودونه تر ډېره د جګړه¬مهالي چاپېریال لپاره چمتو کېږي. د تطبیق، لاسته راوړنو او اجرائي کیفیت اغېزې د جګړې ګرد او رنګ لري. په جګړه¬ایز محیط کې ټولې چارې بنیادي اضطراب درلودلی شي، پرېکړې او تصامیم خپل څیزپوهنیز حالت څخه اوړي؛ بشري ژوند ګواښل کېږي او د رنځ او نارضایتۍ کچه لوړېږي.
په تېره یوه پېړۍ کې د ډول ډول پراخو پروګرامونو د نه تطبیقېدو ستونزه د جګړې له ذات سره ځانګړې اړیکې لري. دغه ټولنه یوه پېړۍ وخت تر بل هر وخته د نړۍ د وسلوجوړوونکیو شبکو د وسلو د آزمایلو ډګر ګرځېدلی. دلته اېډیولوژیو د ټوپک په خوله خبرې کړې دي؛ دلته د برداشتونو تر منځ واټنونو پرېکړې کړې دي؛ د جګړې له وجې اړخونو ځانونه لرې او نژدې احساس کړي دي. ورو ورو داسې فضا ته ټولنه رسېدلې چې د جګړې په هکله یې پوهه ورته ځواب نه ورکوي؛ ورسره څنګ کې د سولې خبرې کېږي او لا هم بمونه او ټوپکونه له جګړې¬والو سره دي.
خو، له کومه ځایه چې انسان د ټول ناپېژندل شوي جوړښت سره بیا هم د قانون او نظم پلوی موجود دی، معقوله او ممکنه ده چې په چاپېریال کې یې د لازمو بدلنونو په راوړلو سره د سوکالۍ او امنیت لوری دروند شي. افغان ټولنه د تاریخ او معاصرې نړۍ هغه کړېدلي وګړي دي چې د زغم او مبارزې بېلګې یې ساری نه لري.
وروستیو کلونو سختې پېښې له ځانه سره درلودلې دي. د دغو پېښو د هواري لپاره ځانګړي معرفت ته اړتیا لیدل کېږي. دا معرفت به خامخا د افغان انسان د ژوند او چاپېریاله، له اړیکو او راتلونکې، پېښو او غوښتنو را پورته کېږي. تر اوسه شته پوهه دا وسه نه لري چې دومره پراخ او زیږ جنګ را وپېژني.
د جګړې په وړاندې تدابیر او برنامې د یوې ژورې معرفتي خلأ له وجې ناکامې پاتې دي. لوري یوازې ځان مکلف بولي د جګړې د ضرورت لپاره خپل پر مجبوریت استدلال وکړي. هېڅ لوری نه چمتو کېږي پر خپلو فکرونو او بشري وضعیت غور وکړي، فکر وکړي او له سره یوې پراخې چارې ته چمتو شي. په دې جګړه کې پرته له هر ډول بل ارزښته بشر وژل کېږي او هېڅ لوری مسؤلیت نه مني.
انسان مجلې د بشري حقونو د منځ ته راتلو د اویایمې کلیزې په ورځ په افغانستان کې د جګړې د مطالعاتو پروګرام پیل کړ. دا د انسان مجلې د څېړنې او پالیسۍ د ډیپارټمنټ یو کاري لوری دی. د دې متن په دوام کې د دغه پروګرام له څرنګوالي سره اشنا کېږئ.