Circle Image

ویژن ۲۰۴۷

افغانستان په ۱۷۴۷ کې د احمد شاه ابدالي له لوري تاسیس شو. په ۲۰۴۷ کې د دې بنسټ اېښودنې ۳۰۰ کاله پوره کېږي. د یو نېکمرغه افغانستان او سیمې لپاره لویې مفکورې، نظریې، نوښتونه، څو موخیز پروګرامونه کوم دي او څنګه پېژندل کېږي.


دوامداره ګډون

د ویژن ۲۰۴۷ د ټولو جزییاتو، پروګرامونو، طرحو او لیدلوریو لپاره د یاد پروګرام ځانګړې پاڼې ته ورشئ

نورې مهمې پانې

د افغانستان په نوم تاریخي جغرافیه په ۱۷۴۷ کې د یو ځوان پوځي احمدخان ابدالي له لوري تعریف شوه. د افغانستان د تاریخي موقعیت د تثبیت او له جګړو، تېریو او د سوداګرۍ او رفاه لپاره ورپسې هڅې د همدې ټاکل شوې جغرافیې د ساتنې په موخه کېدې.
په یوه مانا احمد شاه ابدالي د اوسني افغانستان د بنسټګر پلار حیثیت لري چې تر هغه وروسته پاچاهیو د هغه رامنځته شوې جغرافیه یا ساتلې، یا یې ترې دفاع کړې او یا هم د هغه د خپل تاریخي اصالت په توګه په تاریخي منابعو کې ساتلې ده.
اوس چې نژدې دوه سوه درې اویا کاله له دې تاسیس څخه اوړي، او په ۲۰۴۷ کې د دې بنسټ اېښودنې ۳۰۰ کاله پوره کېږي، موږ د څه ډول افغانستان مفکوره لرلی شو؟
دا شاید یوه ډېره لویه او کلي پوښتنه وي، مګر کله چې د افغانستان د یو ښاروند په توګه هغه مهال اهمیت پیدا کوي چې پر ځان د بسیا کېدو، د نیکو سیمه‌ییزو تعاملاتو د ایجاد، له خپلو سرچینو د ګټه اخیستلو، او د یو مسوول هېواد د رامنځته کولو لپاره د یو اوږدمهالي لیدلوري درلودل اصلي او بنسټیز شرط بلل کېدای شي.
افغانستان چې په تاریخي لحاظ د دوو لویو دریايي سرچینو ترمنځ تعریفېده په اوسني نړیوال نظم کې د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره یې ژورې او هر اړخیزې سوادګریزې، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې درلودې. تر نژدې سلو کالو وړاندې افغانستان د یو داسې دولت په توګه چې د منځنۍ آسیا د هغه مهال د بخارا امیر یې غوره کاوه د پخواني هندوستان په لویو فرهنګي او سیاسي جوړښتونو کې یې اغېزناکه ونډه لرله، د ټولې آسیا لپاره د یو څلور لارې او د ستر هندوستان لپاره د دروازې حیثیت پیدا کړی و.
«انسان» غواړي د ویژن ۲۰۴۷ په نوم د داسې یو څو موخیز مفکوره‌يي پروګرام بنسټ کېږدي چې په کې د آسیا پر وړاندې د افغانستان مفکوره توضیح کړای شي. افغانستان د یوې سترې، مرفع، پر ځان بسیا او باثباتې آسیا لپاره چې د تاوتریخوالي، جګړو، خصومتونو، تقابل او نیابتونو پر ځای پر تعامل، همکارۍ، ثبات، سولې او همغږۍ تمرکز وشي او کومې مفکورې چې تاریخي اصالت او تجربه هم ورسره وي، وړاندې کولای شي؟
د همدې توضیح په لړ کې اصلي موقف همدا دی چې د آسیا لپاره د افغانستان مفکوره څه ده او څه کېدای شي؟
د ویژن ۲۰۴۷ مفکوره چې د افغانانو د لیدلوریو، توانمندۍ، او بالفعل ظرفیت له مخې مانا پيدا کوي، دا غواړي چې د افغانستان دولت، خلک، سیستمونه، منابع، نړیوال او سیمه‌ییز همکاران، مفکورې، نظرونه، طرحې او پروګرامونه سره په ګډه د یو داسې افغانستان لپاره خبرې وکړي په کوم کې چې د آسیا زړه هېواد په یو داسې جغرافیه د بدلولو هڅه په کې نغښتي وي چې انساني نېکمرغي او دایمي سوله رامنځته کړای شي.
د ویژن ۲۰۴۷ مفکوره‌يي پروګرام د تطبیق څرنګوالی په څو مرحلو کې ډيزاین شوی دی چې د اړوندو ادارو سره تر همغږۍ او له خلکو سره د خبرو ترڅنګ یو شمېر برخې یې د «انسان» له لوري تسهلیږي او په ګڼو نورو برخو کې د نورو بنسټونو او ادارو له لوري د کار او فعالیت لپاره زمینه مساعدیږي. ویژن ۲۰۴۷ به درې اساسي برخې لري؛
1. بحثونه، ډیالوګونه، خبرې، غونډې او مباحثې
2. سترې نظریې
3. نظرونه

پورته لاړ شئ