پنجشنبه د جوزا ۲۲مه د پارسي ژبې د ستر شاعر ابوالمعاني میرزا عبدالقادر بیدل دهلوي د زوکړې ورځ وه. هغه د هندي سبک نوموتی شاعر دی چې ۱۶۴۴ میلادي د هندوستان په پټنه ښار کې وزېږید او د ۱۷۲۰ د ډیسمبر په پنځمه په ډیلي کې ومړ.
«انسان» د هغه د زوکړې په زمینه کې د سیمه‌ییزو ادبیاتو په مفهوم او ونډې او د سیمې هېوادونو په مشترکې تجربې بحث کوي او دا فرضیه وړاندې کوي چې د افغانستان په شاوخوا تخلیق شوي ادبیات تر کومې کچې د هېوادونو ترمنځ د مشترکو تجربو په برخه کې ونډه لري؟
هندي سبک د افغانستان نه نیولې بیا د منځنۍ او غربي آسیا په ګډون د هندوستان د شعري معرفت یو غني او پیاوړی مکتب دی چې د پښتو په کلاسیک شعر کې یې ډېرې بارزې او پیاوړې بېلګې موندل کېږي.
له منځنۍ آسیا تر جنوب آسیا د عرفان او تصوف ګډه تجربه چې د هرات او بلخ د مشهورو متصوفینو او عارفانو څرګند حضور په کې مطرح دی څنګه پېژندل کېږي؟ مولانا پېژندنه چې اوس د یو ډیسپلین په توګه مطرح ده د نورو پېژندنو په څېر څنګه د دې سیمې او هېوادونو د ګډو تجربو ښودنه کوي؟
«انسان» د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو او ارتباطاتو په خاطر د یو پراخ بحث د پیل په موخه په همدې سیمه کې د ادبیاتو د ونډې په پار بحث او خبرې پیلوي