Circle Image

طرزي د څېړنیزو او رسنیزو سرچینو مرکز

کره او همېشنیو څېړنو او رسنیزو پرمختګونو ته د «انسان» تلپاتې ژمنه


یادښت

که د څېړنیزو او رسنیزو سرچینو له دې مرکز سره اړیکه نیسئ، مرسته کوئ، برخه اخلئ او غړیتوب ترلاسه کوئ، نو زموږ لاندې برېښنالیک ته پيغام ولېږئ او لطفاً په ډېر ښکاره ډول د یاد مرکز اړوند خپلې خبرې ولیکئ تر څو د نورو پیغامونو له منځه ستاسو دا پيغام وپېژنو:
partnerships@insan.af

نورې مهمې پانې

طرزی د سرچینو مرکز به د «انسان» د مهمو او فعالو برخو یوه وي چې اصلي محور به یې د اسنادو د ثبت، ساتنې، خوندیځ او د ملي او نړۍوالو اسنادو د ترلاسه کولو، وړاندې کولو او د څېړنې د زمینې د برابرولو چارې وي. په دې مرکز کې د څېړنو او نشراتو هغه آسانتیاوې چمتو کېږي چې له ځینو دقیقو نظري او مطالعاتي اړخونو مهم وي او د څېړونکیو د مجموعې او ځوان نسل د اړیکو يو فوق العاده محور به وي.
هغه څه چې دا د سرچینو مرکز بېخي ځانګړی کوي:
یو: د څېړنو او اسنادو د خوندیځېدو او کارونې پراخ مرکز درلودل؛
دویم: د بیان د آزادۍ تاریخ یو فکري سمبول او بنسټ په توګه څرګندېدل.
لومړی: د څېړنې اړوند چارې:
1. د څېړنو د میتودولوژۍ یو ځانګړی کتابتون درلودل؛
2. په انګلیسي او نورو نړۍوالو ژبو د ډیجیټل کتابونو د ترلاسه کېدو آسانتیاوې؛
3. د څېړن¬ښودنې په اړه به پراخې تجربې، مقالې، یادښتونه او اسناد را ټولوي او خوندي کوي؛ 4. د نړۍوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مراکزو هغه د خپراوي او کارونې – کارېدنې وړ ویډیوګانې، غږیز څېړن¬درسونه او ډیجیټل څېړنیز بحثونه راټول او د کارونې وړ ګرځول؛
دویم: یاد مرکز به د افغانستان رسنیو او د بیان د آزادۍ تاریخ ولري:
• دا تاریخ به د مالوماتي ډیسک په توګه مطرح وي؛
• د سراج الاخبار، شمس النهار، ارشاد النسوان... ټولو هغه¬مهالنیو اسنادو کاپی بڼې به موجودې وي؛
• د هرې برخې لپاره به آسانتیاوې، خوندیځ، المارۍ او ټکنالوژي ځانګړې کېږي؛
• یاد مرکز به د افغانستان د ژورنالیزم او رسنیو یو تصویري کتاب د داخلي کارونې لپاره ترتیبوي؛
• یاد مرکز به مرستې جلبوي او په دې توګه به خپلې چارې په څېړنیزو، روزنیزو او اسنادو د خوندي‌کولو او کارولو لپاره چمتو کوي؛
• یو ځانګړی او مختصر ټیم به په دغه مرکز کې مراجعینو ته لارښوونې او مالومات وړاندې کوي، د څېړنو ناستې به تنظیموي، درسي ساعتونه به جوړوي، اسناد او طباعتي چارې به پرمخ وړي، اسناد به مومي، راټولوي او پس له ترمیمه به یې ساتي؛
• ورسره د وېبسایټ له لارې، ټکنالوژیک سهولتونه او د مدارکو پر بناء د اوسني معرفت لپاره به کار کوي
فعالیتونه:
1. د څېړنو کوچني او لنډ‌مهالي لکچرونه، ټریننګونه او بحثونه جوړول؛
2. د «انسان» د عملیاتي، بشرپالونکي، روڼ¬آندي او سوله‌ییزې ونډې په تړاو داخلي څېړنیز او رسنیز بحثونه کول، او دا بحثونه به ځانګړی عملي او اکاډمیک بنسټ ولري؛
3. یاد مرکز به د روڼ‌اندو کوچنیو ډيالوګونو او مونولوګونو لپاره هم زمینه مساعدوي؛
4. په یوه خاصه زمینه کې به د ثریا د ښځو فورم د داستانونو او شاعرۍ کلب د دې مرکز څخه د شعر او داستان ویلو لپاره هم ګټه اخلي؛
5. یاد مرکز به د غړیتوب امکانات هم لري او غړي به یې په خاصو ډولونو خپل سهم اخلي او ادا کوي؛
6. یاد مرکز به د «انسان» د ملګرو ترمنځ د کتاب لوستنې لړۍ هم پیلوي او په یو ځانګړي نظم مطالعه کول به رواجوي.؛
7. د ټولې شته پالیسۍ، اصولو او قواعدو منځ ته راوړل او تطبیقول به یې د دغه مرکز څېره او اغېز تاریخي او ځانګړی کوي.

پورته لاړ شئ