«انسان» د یو ناتړلي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي بنسټ په توګه اړتیا ویني چې متواترې مرستې جلب کړي او پراخ کارونه ترسره کړي.
په دې مرستو موږ کولای شو ډېر هغه کارونه چې لا هم ستونزمن برېښي، ولې خورا مهم دي، ترسره کړو.
د غوره څېړنو، مطالعاتو او پالیسي جوړونکو مفکورو لپاره د «انسان» ملاتړ وکړئ او د خپل ملاتړ لپاره لاندې برېښنالیک وکاروئ
Name: INSAN Magazine
A/C Number: 006901200590407
انسان مجله په ۲۰۱۳ کې تاسیس شوه، پوره اوه کاله وړاندې د سپټامبر په ۱۳مه. د دې مجلې اصلي زمینه انتقادي تفکر، بشرپالنه او د انساني ښېرازۍ په محور کې د نوي نسل لپاره د پوښتنو او بحثونو رامنځته کول وو. په ۲۰۲۰ کې انسان څېړنیزه موسسه د یو پراخ او هر اړخیز سیاست له مخې تاسیس شوه. دا نوی جوړښت چې په کې د ګڼو او ستراتېژیکو برخو درلودونکې ده د نژدې دېرشو کلونو غیر مدون لیدلوري په درلودو د نسل د یو بنسټ په توګه یې اساسات وپېژندل شول.
موږ په تېرو اوو کلونو کې د خیرخواهانه هلو ځلو او د رضاکارانه هڅو پر مټ ډېر داسې ناممکن کارونه وکړل چې باید په پراخو او بنسټیزو سرچینو ترسره شوي وائ. نژدې سل غونډې چې په کې تر پنځه زرو ډېرو وګړیو حضوري برخه درلوده. په سلګونو مقالې او لیکنې، کتابونه، څېړنې، روزنیز پروګرامونه او د عامه اړیکو یو هر اړخیز سیاست چې د افغانانو ترمنځ یې د پوهاوي، تأمل او بشپړتیا لپاره لاره خلاصوله د دې هڅو برخې وې.
«انسان» اوس یوازې د یو شمېر رسمي کارکوونکو او همکارانو له لوري نه، بلکې د یو ستر ټیم او بشپړ چوکاټ په توګه د مېلمنو غړیو، متخصصینو او برخهاخیستونکو وګړیو ځای دی چې راتلونکی او فکر یې ورسره تړلی دی.
د فکر او معرفت ملاتړد «انسان» د ملاتړ او په افغانستان کې د روشنفکرۍ، معرفت او فکري تنویر له هڅو څخه دایمي او پرته له تمې مرستې څنګه کولای شي د یوې ښېرازه ټولنې په تاسیس کې کمک وکړي؟ د څېړنو، اکاډیمکو کارونو او له «انسان» څخه بهر د فکر، معرفت او پوهاوي سیاست پلی کول، د دې دایمي مرستو اصلي غوښتونکی دی.
موږ له دغه ګام سره ښیو چې ټول مرستندویه اړخونه د انساني ودې، فکري او علمي پراختیا او د یو روښانه فکري چاپېریال د منځ ته راوړنکیو ډلو، بنسټونو او وګړیو سره مالي ژمنې او ونډې ولري. دا هڅه په افغانستان کې د هملوریو بنسټونو د پایښت او تقویه کېدو لپاره تر ټولو اړینه او د یوې ښې ټولنې د منځ ته راوړلو امکان برابروي. ددې مرستو د لګښت اصلي مرجع د «انسان» په ګډون هغه نور بنسټونه دي چې څېړنې کوي، معرفت تولیدوي او انساني ښېرازۍ په محور کې د پوهاوي سیاستونه پلي کوي.
روښانفکرانه، معرفتي او فرهنګي کارونه په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې له پراخو ننګونو او ستونزو سره مخ کېږي. دا یوازې «انسان» نه دی چې له دې ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی چې د بنسټیزو ژمنو او د غیرانتفاعي ارزښتونو له مخې نشي کولای د خپلواکو سیاستونو د پليکېدا په موخه مالي بسپنې او ملاتړ ترلاسه کړي.
ژمنې او ونډېبا کیفیته او معتبر مطالعات د نړۍ په هیڅ ځای کې وړیا نه تولیديږي. زموږ په ټولنه کې چې ټول امکانات په جګړه مصرفیږي د باکفیته او معتبرو مطالعاتو تولید او نشر نه یوازې دا چې وړیا ممکن نه دي بلکه له لګښتونو سره سره ستونزمن دي. بلخوا دا کار زموږ د ټولنیز پرمختګ لپاره یو حیاتي ضرورت دی چې په هر حال باید کار ورته وشي. که څه هم د با کیفیته او معتبرو معلوماتو د پلټلو، ټولولو او تحقیق زحمت د انسان انسټیټوټ په غاړه اخلي، خو د دې کار د مادي مصارفو د پوره کولو له پاره ستاسو هر اړخیزې مادي او مانوي همکارۍ ته اړتیا لري.
همدا اوس «انسان» او ورسره تړلې ټولې برخې چې هغه ارتباطي بنسټونه او څانګې دي، له جدي او بنسټیزو مالي ستونزو سره مخ دي. موږ له دې چې خوځند مالي او اقتصادي سیاست لرو او د هر پړاو په درک سره پرېکړې کوو او وضعیت څارو، یو شمېر دایمي او پرته له شرطه کمکونو ته اړتیا وینو. پرته له شکه، ټولنیزه او فرهنګي شتمنۍ په اوږدمهاله کې د همداسې بنسټونو شتون ګڼل کېږي.