د جنګ اختصاصي پاڼه

د جنګ  اخلاقي اړخ

دا یو ډېر پېچلی بحث دی، چې له پیلولو سره يې سړی له لسګونو پوښتنو سره مخ کېږي.  ایا موږ ویلی شو چې جنګ یوه اخلاقي پېښه ده؟ ایا له هغو کسانو او نظامونو  چې جګړه کې ښکېل دي دا تمه کولای شو چې په جګړه کې دې اخلاقي قواعد رعایت کړي؟ منصفانه یا اخلاقي جګړه څه معنا لري؟ دا او دې ته ورته پوښتنو په باره کې د اخلاقي حوزې فیلسوفانو او متفکرانو ډېر بحثونه مطرح کړي دي.

 یو بحث په کې داسې دی چې کله د جنګ ماهیت ذاتا غیر اخلاقي وي، نو بیا په کې د اخلاقي قواعدو د رعایت مساله راپورته کول هیڅ معنا نه لري، د دغه نظر او بحث پلویان په دې باور دي چې جنګ او جګړه دومره غیر اخلاقي شی دی چې د اخلاقو ټولې لارې تړي او هر ډول اخلاقي غوښتنې باندې په‌کې ملنډي وهل کېږي. خو بله خوا اراسموس (Desiderius Erasmus) [i]لومړنی متفکر ګڼل کېږي چې د جنګ د اخلاقو او د جنګ پر ضد يې لیکنې کړي دي. هغه وايي تر دې بل بد، ناوړه، کرکجن او لوی ناورین به چېرته وي چې یوه ډله انسانان د نورو انسانانو د تباه کولو لپاره لښکرې راوباسي،  د هغه په باور د انسانانو د دغه شان اعمالو بېلګې د تر ټولو وحشي حیواناتو منځ کې هم نه شو موندلی.

موږ افغانانو چې تر بل هر ملت ډېر جنګونه تجربه کړي، ښايي د اراسموس نظر راته په زړه پوری وي، ځکه موږ تر هر چا ښه پوهېږو  چې په جنګ کې ټول اخلاقي قواعد بیخي برعکس شي، یعنې هر هغه شی چې د سولې په وخت کې غیرمجاز او غیر اخلاقي ګڼل کېږي د جګړې په وخت کې بیا هغه ته جواز پیدا کېږي او سم بلل کېږي. بیا پسې دا متلونه هم وايو چې «په مینه او جنګ کې هر څه روا دي». یا هم «په جنګ کې حلوا نه ویشل کېږي.» همدا وجه ده چې ډېری فیلسوفان په دې نظر دي او وايي کله چې جنګ ذاتا بد شی وي، نو بیا په کې د اخلاقو موضوع را پورته کول هسي عبث او بي معنا خبره ده او د دې سوال ضرورت نه پیدا کېږي.

خو له دې هر څه سره موږ بیا هم د « ښه جنګ» اصطلاح اورو او تر ډېره پرې باور لرو، استدالال کېږي چې د « ښه جنګ» له لارې په راتلونکي کې د سترو وژنو او لویو انساني ناورینونو مخه نیول کېدای شي.

د  « ښه جنګ» په اړه د پاس استدلال له مخې ځيني د جنګ په اړه دا نظر نه مني چې ګني جنګ په مطلق ډول شر او بد څیز دی، نو د همدغه استدلال په مټ د جنګي شرایطو په داخل کې یو لړ بحثونو ته لار پرانیستل کېږي، ورسره دغه اخلاقي لیدلوري رامنځته کېږي چې په جګړه او جګړه ییزو حالاتو کې کومې کړنې روا او کومې ناروا دي. هغه متفکران چې د « ښه جنګ» خبره کوي په دې باور دي چې کله موږ په ذهني او عقلي توګه د آزادي بخښوونکي یا د دفاعي جنګ موجودیت ومانه، دویم پړاو کې بیا ددغسې جنګونو د اخلاقي قواعدو په اړه بحث مخې ته بېولی شو او ورسره جوخت  د منصفانه یا عادلانه جګړې مفهوم مخې ته راځي. خو دا خبره بیا هم په خپل ځای پاتې کېږي چې د اخلاقو په بحث کې هرې جګړې ته د ښه جنګ او اخلاقي جنګ نوم ورکړو او که نه؟ دا بیا هغه بحث او انتقاد دی چې د سولې پلویان، د جنګ ضد او د بشري حقونو ډلې يې په معاصرو ډیموکراټیکو نظامونو کې مطرح کوي.

د جنګ ضد ډلې بیا هم دلته په دوو کې اېساريږي، کله چې ترې وپوښتل شي که جنګ بد شی دی، نو ایا هغه دیکتاتور حکومتونه به څنګه کېږي او څه ډول چلند باید ورسره وشي چې هره ورځ خپل خلک او قومي اقلیتونه وژني؟ له همدې امله د « ښه جنګ» پلویان د جګړې اهداف او نتایج مخې ته درته کتار کړي او خپل جنګ درته توجیه کوي. د جنګ د ښه‌والي او بدوالي موضوع له دغسې پېچلتیا سره سره په دې ارزي چې بحث پرې وشي. کله چې جنګ په هر دلیل سم یا ناسم یا هم نه انکاریدونکي شی وګڼل شي، نو د اخلاقو او ټولنیزو علومو متفکران د همدغه شرایطو په منلو سره د هغه په قواعدو، نورمونو او قوانینو فکر کوي، چې د همدغه قواعدو په مټ جګړه کې د لا زیات ناورین د رامنځته کېدو مخه په کې ونیسي. له دغې اوږدې سریزې وروسته به د جګړې په اړه اخلاقي نظریاتو ته لږ تم شو.

د جګړې په اړه اخلاقي نظریات:

د جنګ ماهیت له تاوه ډک دی، د هغې په نتیجه کې چې بشري ټولنې ته کوم سیاسي، ټولنیز او فرهنګي زیانونه اوړي، د دغسې یوې ښکارندې په اړه د اخلاقو بحث ډېر زیات جنجالي شي، دغو جنجالي پوښتونو ته د ځواب په برخه کې له بېلابېلو لیدبڼو (Approaches) سره مخ کېږو.

خو په عمومي توګه د غربي متفکرانو په منځ کې د جنګ د اخلاقو او سولې په اړه درې مهم لیدلوري موجود دي. لکه د عادلانه جنګ نظریات ریالیستیک او سوله پاله نظریات یادولی شو.

د عادلانه جنګ نظريه:

د سولې او جنګ په اړه اخلاقي بحثونو کې دا نظریه تر ټولو ډېر پلویان لري چې اګوسټین(Augustin)، اکوئیناس(Aquinas) او مایکل والزر(Michael walzer) په کې د دغه لیدلوري له مهمو پلویانو څخه ګڼل کېږي.

که څه هم ډېرو د دغه نظريې بنسټ اېښودونکی اګوسټین یاد کړی دی، خو د دغه نظر جرړه د ارسطو نظریاتو ته رسیږي. خیر مخکې به نه ځو، خو د عادلانه جګړې په اړه اکثره سیاسي فکري مکتبونه دا خبره کوي چې جنګ په خپل نفس کې بیخي بد یا غیر اخلاقي شی نه دی. بلکې جنګ په خاصو شرایطو کې ښه، نیک او عادلانه عمل دی چې له اخلاقي پلوه د توجیه وړ دی. د دغې نظريې پلویان تل د دویمې نړيوالې جګړې مثال ورکوي  او وايي دغې جګړې کې چې د هټلر په ضد کوم بین المللي اتحاد جوړ شو او د هغه په ضد يې جګړه پیل کړه دا د عادلانه جګړې تر ټولو ښه بېلګه ده. د عادلانه جنګ په اړه ډېری نظریات نن سبا په بین المللي قوانینو او کنوانسیونونو کې تسجیل شوي دي. موږ دلته دغه کنوانسیونونه نه شو څيړلی، خو هغه مهمو ټکو باندې چې نن سبا د بین المللي قوانینو او بین المللي بشر غوښتونکو قوانینو منځپانګه جوړوي په تیوریکي توګه رڼا اچوو.

د عادلانه جنګ د نظریاتو پر اساس جنګ په خاصو شرایطو کې صحیح او اخلاقي چاره ده.  دلته اخلاقي شرایط په درې برخو او دریوو پړاونو کې بیان شوي دي. لکه : ۱-  د جنګ په پیلولو کې عدالت، ۲ –  د جنګ پر مهال عدالت ۳ ـ او د جنګ په پای ته رسولو او د سولې په ټينګښت کې عدالت.( Orend,2005:5) [ii]

۱—د جنګ په پیلولو کې عدالت (Just ad bellum)

د جنګ په پیلولو کې د عدالت رعایتول د هېوادونو سیاسي مشرانو پورې اړه پیدا کوي. ځکه همدا سیاسي مشران دي چې جنګ پیلوي او خپلو ځواکونو ته د مخکې تګ امر کوي. که د عادلانه جنګ اراده موجوده وي، نو باید په پیل سره يې شپږ شرطونه پوره کړای شي.

۱—عادلانه هدف: د جنګ په پیلولو کې مهم عنصر  هدف ګڼل کېږي چې باید عادلانه اوسي، دولتونه باید د جنګ د پیلولو لپاره قوي منطق او معقول دلایل ولري. په عادلانه هدف کې  د بهرني ځواک پر وړاندې له ځانه دفاع، پر یو هېواد د بل هېواد له خوا د برید مخنیوی او د  ظالمو حکومتونو او رژیمونو نه دهغه هېواد د اوسېدونکو د حقونو نه دفاع شامله ده. لنډه دا چې د والزر له نظره عادلانه هدف څخه مراد او تعبیر د تاوتریخوالي پر وړاندې مقاومت دی.

۲— ښه نیت: د جنګ په پیلولو کې د دولت نیت او قصد باید یوازې تر عادلانه هدفه پورې محدود وي. یوازې د عادلانه هدف لرل د جګړې د شروع کولو لپاره کافي نه ګڼل کېږي؛ بلکې د جنګ تر شا پټه انګیزه باید له اخلاقي پلوه سمه، ښه او د توجیه وړ وي. یعنې د برید تر شا باید د ځمکې لاندې کولو، د قدرت زیاتولو، د غچ اخېستلو، نژادي او مذهبي کرکې او نورې موخې پټې نه وي.

۳—قانوني حاکمیت او عمومي اعلان: یوازینی قانوني مرجع چې د جګړې د پیلولو صلاحیت لري هغه مشروع او قانوني دولت دی. هره جګړه هغه وخت مشروعیت پیدا کوي چې د یو مشروع او مسوول بنسټ له خوا په رسمي توګه اعلان شوې وي.

۴–  وروستۍ حل‌لاره: د جنګ پيلول په دې شرط عادلانه ګڼل کېدای شي چې د شخړې د حل ټولې سوله ییزې لارې چارې ناکامې شوې وي او خبرې اترې بن بست ته رسیدلې وي. که چېرې د تیري کوونکي دولت مخه د سوله‌ییزو لارو، خبرو اترو او بین المللي بندیزونو له لارې نیول کېدای شي، نو په دې صورت کې د جنګ پیلول مشروعیت له لاسه ورکوي.

۵— د بریالیتوب احتمال: دولتونه یوازې په هغه صورت کې جنګ پیلولی شي، چې دغه اقدام يې د احتمالاتو او اټکلونو پر اساس ټاکل شوي هدف ته د رسېدو چانس زیات کړای شي، یعنې هغه هدف چې دوی له مخکې ټاکلی هغه ته په کې ورسېږي.

۶—تناسب: هر هغه دولت چې جنګ پیلوي له جګړې وړاندې باید د هغې عمومي ګټې له ضررونو سره پرتله کړي، یوازې هغه وخت جنګ پیلولی شي چې ګټه يې تر زیانونو زیاته وي، په هغه صورت کې جګړه مشروع ګڼلی کېږي. [iii]

درېیم: له جنګ وروسته عدالت او سوله: هماغسې چې د جګړې پیل او دوام اخلاقي اصول لري، بندول او د سولې پروسې ته ننوتل هم یو لړ اصول لري، چې په جګړه کې ښکېل دولتونه او اشخاصو ته په کار ده چې هغه رعایت کړي. دا اصول په لاندې توګه دي:

۱—د سولې د اعلانولو بڼه: د سولې اعلان باید معقول او سنجول شوی وي چې په مناسبه او عمومي توګه باید اعلان شي.

۲—له حقونو نه دفاع:  د سولې پر سر هوکړه کې باید ټولو هغو کسانو ته پام وشي چې په جګړه کې يې زیان لیدلی دی.

۳—په سزاګانو کې تبعیض: د ماته خوړلو هيوادونو یا ډلو سیاسي مشران، سرتیري او عادي کسانو ترمنځ باید فرق وشي، عادي اوسیدونکو ته باید له جګړې وروسته سزا ورنه کړل شي، هغوی حق لري چې په امن کې ژوند وکړي.

۴— تیري کوونکو ته سزا ورکول:  که چېرې تیري کوونکی هېواد بین المللي حقوق تر پښو لاندې کړي وي، نو باید چې د هغو سیاسي رهبرانو او سرتیرو نقش ته په کتو عادلانه سزا ورکړل شي.

۵–  د خسارې جبران: د خساري جبران او تاوان باید په دې توګه وي چې زیانمنو کسانو ته حق ورسیږي او له دې سره د دې امکان موجود وي چې ماته خوړلی دولت خپل اساسي جوړښتونه بېرته ورغوي.

۶—اصلاحات او د هېواد بیا جوړونه: له جنګ وروسته، په کار دي چې په ماته خوړلو هېوادونو کې سیاسي او نظامي اصلاحات رامنځته شي، په جنګ کې ښکېل کسان بي وسلې شي ، نوي پوځ او پولیس په کې جوړ شي.[iv]

د ریالیستانو یا د ريښتينپالو نظریات:

د ریالیستانو له نظره  جنګ، عدالت او اخلاق سره هیڅ اړیکه نه لري. دولتونه د خپلو اقتصادي، مادي او پراختیايي موخو لپاره جګړه پيلوي، نو په داسې یو حالت کې اخلاقي ایډیالونه او ارمانونه په جګړه کې د ښکېل هېواد لپاره هیڅ معنا نه لري. له بلې خوا نړيوال شرایط داسې دي چې په ډېرو مواردو کې جنګ درباندې تپل کېږي، دولتونه ناچاره کېږي چې جنګ پیل کړي. په دغسې یو وخت کې د عادلانه اهدافو لرل بي معنا خبره ده. له همدې امله په جنګ کې د اخلاقي مفاهیمو ننویستل لویه تیروتنه ده، اصلا د جنګ او دغو مفاهیمو ترمنځ هیڅ راز اړیکه نشته.

خو بله خوا والزر د ریالیستانو د دغه نظر په ردولو سره وايي، د دولت ماهیت په هغه کې له شته افرادو جوړ دی، دا چې انسانان د اخلاقي اهدافو لرونکي دي، دولتونه چې له همدغه انسانانو جوړ شوي دي هغوی هم اخلاقي سوچ او فکر لري. له بلې خوا دولتونه هڅه کوي چې زیات قدرت ولري، نن سبا زیات قدرت په خلکو کې دی او دا دولتونه د خلکو له خوا جوړيږي، نو دلته موږ له اخلاقو او عدالت نه سترګې نه شو پټولی.

د سوله پالو نظریات:

د دغه نظر په اساس په جګړه کې د اخلاقي مسایلو مطرح کول امکان لري، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کيدای شي چې جنګ اخلاقي بڼه ولري، د دوی ځواب تل منفي دی. ځکه جنګ تل منفي او د اخلاقو ضد  شی دی. د دوی په باور  د سولې د راوستو لپاره تل سوله ییزې لارې موجودې وي.  پښتو متل دی چې که غر لوړ دی په سر يې لار شته. دوی وايي جنګ په هر ډول حالت کې یو ډېر بد انتخاب دی.

د سوله پالو په باور له مدني لارو او له دباندې نه د بین المللي ټولنې د فشارونو له امله کولای شو چې تیري کوونکي هېوادونه د جګړې ختمولو ته وهڅوو او یا ماته ورکړو.

خو والزر د سوله پالنې په رد کې بیا وايي، د دغې نظریې تر ټولو کمزوری ټکی دا دی چې دا یوه ډېره غیر واقعي او خوشبینانه خبره ده.  داسې دنیا چې سوله پال يې ترسیموي چې په هغې کې تاوتریخوالی او جګړه نه وي یو خوب او خیال ته پاتي کېږي چې رامنځته کول يې ناممکنه خبره ده. جګړه کله ناکله له اخلاقي پلوه  په یوې اړتیا بدله شي. کله چې د ملتونو حقونه تر پښو لاندې کېږي، دغه وخت کې د سوله غوښتنې هڅې او زارۍ نتیجه نه ورکوي او حتا  تیري کوونکي لا زړور کېږي چې خپل تیري ته دوام ورکړي، بس لکه په هټلري  المان کې چې پیښ شول. په دې توګه هغه جنګ چې د یو تیري د بندولو په شرط پيل شي، نه یوازې دا چې عادلانه دی بلکې صحیح او اخلاقي هم دی.

لمنلیکونه:

[i] –  اراسموس Desiderius Erasmus (۱۴۶۶ – ۱۵۳۶ میلادي کال)  هالنډی فیلسوف او ادیب دی چې د پنځلسمې پيړۍ د سترو علماوو په کتار کې حسابېږي. مشهور کتاب يې (Stultitiae Laus) یا د لیونتوب ستاینه نومېږي.

[ii] Oren, Brian,2005, War Ethics, standford university Enclopedia of philosophy. –

[iii] Walzer, M. and D.Milller, eds, 1995, pluralism,justice and equality. Oxford: Oxford University Press.

[iv]  Orend , 2005: 123- 140

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې چاپ شوې او خپره شوې ده.

ستاسو نظر