Circle Image

ثریا د ښځو فوروم

د ښځو له نظره د تېر تاریخ بیاځلي لوستنه او د راتلونکي لیدلوري جوړول


یادښت

ثریا د ښځو فوروم د ټولو مېرمنو لپاره یو عمومي او مشترک جوړښت دی. هڅه دا ده چې په داسې نظم بدل شي څو وکولای شي د افغان مېرمنو اړوند نوی معرفت او پوهه خلق کړي. په همدې موخه که اړیکه نیسئ، لاندې برېښنالیک وکاروئ او یا هم د یاد فوروم ځانګړې ویبپاڼې او پورتال ته ورشئ.

د افغانستان له تاریخ، ټولنې، فرهنګ، سیاست او ژوند څخه ښځینه روایت نشته. حداقل تېرې دوه لسیزې چې د ښځو په تړاو د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې ګډې هڅې د یوې داسې ټولنې د ریفورم لپاره چې هلته ښځې وکولای شي خپلو اساسي غوښتنو ته ورسیږي، لا هم د یو ښځینه روایت له رامنځته کولو بې‌برخې دي.
په تېرو شویو کارونو او فعالیتونو یوه اساسي نیوکه دا ده چې د ښځو له نظره د یو منسجم، پر مطالعاتو ولاړ او پر پایلو متکي نظم لپاره چې د ښځو له لوري وړاندې شوی وي، کوم ځانګړی او بنسټیز کار ترسره نه شو. لا هم د سولې په څېر په یوه ډېره حیاتي او انساني پروسه کې د ښځو پر ونډې او د هغوی پر سرنوشت خبرې او بحث له ابهام او وېرې ډک دی. تر اوسه دا ټول بهیرونه پروژه¬اي او د فردي روابطو او معاملاتو په اساس یو ډول تجارتي فعالیتونه دي چې حتی پخپله د ښځو لخوا په همدې توګه وړاندې وړل شوي.
په سیمه او نړۍ کې د ښځینه جوړښتونو او سازمانونو سره د افغانو مېرمنو اړیکې او متقابلې راکړې ورکړې لا هم منظمه او منل شوې بڼه نه‌لري، افراد دي چې په مستقله توګه د خپلو کړنو او فعالیتونو له مخې دا روابط ټینګوي او متقابل تعاملات رامنځته کوي. د شته ټولنې ښځینه اړوند ځینې جوړښتونه دومره ضعیف او بې¬بېلګې دي چې د دغو اړیکو لپاره منظم او ماناداره بېلګه نه شي کېدی ځکه چې د نړۍوالو اوسني معیارونه او لیدلوري په دې هکله په بشپړه توګه بدل شوي دي.
د افغان مېرمنو تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړونه چې وکولای شي د مستقل کار او اغېز جوګه شي، له اساسي او د ښځو له نظره د یو هر اړخیز فعالیت څرک نه لیدل کېږي. په څېړنو او پالیسي جوړونه کې د ښځو حضور، د سولې، امنیت او جګړې په اړه د ښځو مسلکي او تخنیکي نظریات، په قانون جوړونه کې د ښځو نظریات، په ټیکنالوژۍ، ساینس او ریاضیاتو کې د ښځو ونډه او دې ته ورته برخې د مېرمنو له محسوس او اغېزناک شتون څخه بې‌برخې دي.
د مېرمنو په اړه د تخصصي ارقامو او مالوماتو نشتون دا مناسبت رامنځته کړی دی چې داسې یو جوړښت موجود وي، څو په دې مسایلو خبرې وکړي. له عدالت ته تر لاسرسي نیولې تر اقتصادي ملاتړ پورې، ښوونه او روزنه، رهبري، د جګړې، سولې او پراختیا په اړه لرلید، او په پالیسي جوړونکو جوړښتونو کې د ښځو ونډه چې لا هم په نشت حساب ده.
د تمرکز برخې:
د ثریا د ښځو فوروم موخه دا ده څو په هغه ګواښونو پوه شو، افغان مېرمنې ورسره مخ دي. دا فوروم د افغان مېرمنو لپاره داسې یو فرصت دی چې خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ونډې وښيي او په همدې برخو کې خپل لرلید وړاندې کړي. او د دې ترڅنګ په هغه ګواښونو او فرصتونو وغږیږي او هغه وړاندیزونه مطرح کړي چې څنګه دا ګواښونه کمېدای، له فرصتونو ګټه اخیستل کېدای شي څو ټول د افغانستان د مساوي ښاروندانو په توګه ژوند وکړي
زموږ لرلید دا دی چې داسې افغانه مېرمنه وګورو چې پوره آګاهي ولري، په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه توګه پیاوړې وي او په ملي او نړیواله پراختیا کې مساوي برخه واخلي. او دې ته پام کوو چې په ټولنه کې د ښځو اړوند شته وضعیت د ښځو د پیاوړي کېدو او معقول او مطلوب بدلون په ګټه واوړي. د ثریا ښځو فوروم د سیمنارونو، مجلسونو، ورکشاپونو او خپرونو له لارې ټولو ګډونوالو ته دا فرصت ورکوي څو په لاندې ځانګړو برخو تمرکز وکړي؛
1. رهبري
2. ښوونه او روزنه
3. جنسیتي برابري او د ښځو حقونه
4. د تاوتریخوالي پای ته رسول
5. د سولې او جګړې په اړه د افغان مېرمنو لیدلوری
6. پالیسي او قانون جوړونه

پروګرامونه او نوښتونه:
ثریا د ښځو فوروم د ښځو پر وړاندې په ټولو ګواښونو او فرصتونو د تمرکز ترڅنګ هڅه کوي داسې یو ډیالوګ رامنځته کړي څو په هغه ټولنیزو عواملو خبرې وشي چې د ښځو پیاوړتیا ننګوي. افغانه ټولنه لا هم د داسې بنسټونو او جوړښتونو له نشتون څخه کړیږي چې وکولای شي له ورته سیمه‌ییزو او نړیوالو بنسټونو او جوړښتونو سره متقابلې او اغېزمنې اړیکې ولري. په افغانستان کې لا هم داسې ارقام، مواد او ډېټا نشته چې ترې په سمه مانا د ښځو په دقیق او هر اړخیز انځور وپوهیږې. موږ تر اوسه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاهدان یو. په عامه او خصوصي سکتور کې فعالې مېرمنې لا هم دومره پياوړې نه دي چې د افغاني ټولنې نرواکه جوړښت وننګوي. ثریا د ښځو فوروم موخه لري څو دا جریانونه، جوړښتونه او عوامل وڅېړي او د لارې داسې نقشه وباسي چې ټول کوچني او لوی پروګرامونه راونغاړي څو د ښځو د پياوړتیا ملي ستراتیژي چې څو بعدي حیثیت ولري رامنځته شي.
دا فوروم به د ښځو د آزادۍ او حقونو ته د لاسرسي په زمینه¬برابرولو کې د نارینه¬ؤ په ګډون ځینې بحثونه را جوړوي چې ورو ورو د افغان ټولنې د خلاصېدنې او د ښځو د موقعیت د بدلون لامل وګرځي.
ثریا د ښځو فوروم به یو داسې ویبپاڼه رامنځته کړي چې د یو آنلاین پورتال حیثیت به ولري، چېرې چې ټولې مېرمنې وکولای شي خپل نظریات ولیکي، خپاره کړي، د نورو مېرمنو له نظریاتو خبرې شي او ترڅنګ د انلاین سرچینو داسې یو جوړښت ورسره وي چې د ښځو روڼ انځور او فیمینستي پوهه رامنځته کړي.
کلنی مجلس:
ثریا د ښځو فوروم داسې یو څو ورځینۍ ملي او سیمه‌ییز مجلس جوړوي چې په کې به د ښځو پر وړاندې په ګواښونو، فرصتونو او ستونزو سربېره د راتلونکي لرلید په اړه هم خبرې کېږي. دا کنفرانس به هر کال د یوې ځانګړې اجنډا سره سم دایریږي او له ولایتونو څخه فعالې او متخصصې مېرمنې به د ښوونې او روزنې، رهبرۍ، روغتیا، پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه به دې مجلس ته راځي او خبرې به کوي.
په دې کنفرانس کې به د هغه دولتي پراختیایي پروګرامونو ارزونه هم کېږي چې د پراختیا د ملي ستراتېژۍ په اډانه کې تطبیق کېږي. د دې ترڅنګ به د دې کنفرانس ټول هغه وړاندیزونه او تخنیکي ارزونې د راتلونکو کاري ګروپونو لپاره تنظیمیږي او د ارتباطاتو او تبلیغاتو په مدیریت کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
په دې فوروم کې چې ګډونوال به یې رهبرانې، د ملي شورا غړې، څېړونکې، متشبثینې، هنرمندانې او نورې فعالې مېرمنې وي، د ژوند او کار له مختلفو او ګڼو اړخونو به خپل نظریات، وړاندیزونه او ارزونې د خصوصي او عامه سکتور په اړه شریکې کړي.
موږ هیله لرو چې دا پروګرام به وکولای شي د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو بنسټونو هغه ښځینه مشرانې وهڅوي چې ډېر وخت یې د ښځو د ملاتړ لپاره کار کړی او د ښځو د پیاوړتیا په موخه یې نړیوالې مرستې جلب کړي دي. هیله دا ده چې د دې مجلس یو شمېر برخې به د افغانستان په لویو ښارونو لکه کندهار، هرات، بلخ، خوست، ننګرهار، نورستان او بامیانو کې هم ترسره شي.
ځانګړې کړۍ:
ثریا د ښځو فوروم به په ګڼو برخو کې یو شمېر تخصصي او ځانګړي ګروپونه د خپلو همکارو بنسټونو په مرسته رامنځته کړي. دغه ګروپونه به له اړوند بنسټونو، ادارو، فعالینو او متخصصینو سره د کار او خبرو زمینه جوړه کړي. د دې ګروپونو د کار راپور به په یو ځانګړي ډول کې هر درې میاشتې یا هم د اړتیا وړ په بل مهال‌وېش کې خپریږي.
د روغتیا، ښوونې او روزنې، ټیکنالوژۍ، رهبرۍ، تشبث، پراختیا او اقتصاد ګروپونه به په متواتر ډول د پوهنتون له محصلینو سره په اړوند مطالعاتو کار او فعالیت کوي. له بله اړخه به دا ګروپونه د ښځو د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه په اړوند برخو کې د ټریننګونو او ورکشاپونو د جوړولو مسوولیت هم لري.
ملي ستراتېژیک بورډ:
ثریا د ښځو فوروم به له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ له لارې رامنځته کېږي. رسمي همکار بنسټونه به د ملي ستراتېژیک بورډ غړي وي. دا همکارۍ به د پالیسیو په جوړولو، د ګروپونو په رامنځته کولو او د فوروم د راتلونکي لرلید په ترسیم کې ونډه لري. مالي امکانات جلبول او مالي ملاتړ ترلاسه کول به د دې همکاریو په مرسته له راپورنو، څېړنو او مطالعاتو له نشر څخه ترلاسه کېږي. دا بورډ به د ښځو په استخدام او د فوروم د پایلو په نتیجه کې د حق غوښتنې په پروسو کې هم برخه اخلي. د دې ترڅنګ به یاد بورډ کاري پالیسۍ او د پروګرامونو دقیق نتایج هم وړاندې کوي. دا بورډ به مالي او بودیجوي سیاست هم ارزوي.
همکارۍ:
ثریا د ښځو فوروم به له نورو فعالو بنسټونو سره د فرهنګ، روغتیا، ښوونې او روزنې، پراختیا، ټیکنالوژۍ، اقتصاد، او تشبثت په برخه کې همکاري رامنځته کړي. دا فوروم به له نورو بنسټونو سره د همکارۍ او ګډ کار له مخې به په یو ملي مشترک جوړښت بدل شي. ثریا د ښځو فوروم به په یاده برخه کې په یوه ځانګړې پالیسۍ کار وکړي او له ټولو ورته بنسټونو به د ګډ کار لپاره غوښتنه وکړي او په مالي، بشري سرچینو، کاري همکاريو او نورو د توجه وړ برخو کې د مرستې لپاره به کوښښ وکړي.
غونډې او خپرونې:
ثریا د ښځو فوروم به د رسنۍ او خپرونو یوه ځانګړې څانګه ولري. دا به داسې یو کانال رامنځته کړي څو ارتباطات ټینګ کړي، غونډې جوړې کړي او په ولایتونو کې له ښځو سره په اړیکه کې و اوسي. د ارتباطاتو دا کانال به په ټولنیزو رسنیو، ویبپاڼې، ملټي مېډیا او چاپي بڼه خپل فعالیتونه کوي.
له دې مخې چې ثریا د ښځو فوورم وکولای شي په خپلواکه بڼه دا ټولې چارې ترسره کړي، یو ځانګړی ميډ‌یا سنټر به تاسیس کړي څو د ملټي مېډیا او چاپي نشراتو لپاره وکارول شي. همدا راز به ټول د ښځو اړوند مطالعات، څېړنې او پالیسۍ د همدې څانګې له لوري ترتیبیږي. د ښځو لپاره حق غوښتنه به هم د همدې څانګې دنده وي، تبلیغات، د غونډو مدیریت، ستراتېژیک ارتباطات او عامه اړیکې به هم د یادې څانګې له لوري پر مخ یوړل شي.

پورته لاړ شئ