ټولنه

نړۍ ری انسټالېشن غواړی

د یوې نوې نړۍ اړتیا تر سترګو کېږی، نوی جهان چېرته دی؟ ځلانده سباوون چېرته دی؟ موږ ویلی شو چې په دې کې یو هم نه ترسترګو کیږی، دا به د مقلدینو له برکته په وجود کې نه راځی، بلکې دا به د مصلحینو له لوری ودانیږی، هغه باغیان چې یوه واضحه تګلاره به ولری او نوی نوی فکرونه به ولری، هغه خلک چې په مېړانه سره به په یوکړکېچنه لار روان شی، په داسې صورت کې چې له دواړو لوریو به پرې د غشیو باران وی.

لویی فشر

د روان بربریت، وحشت او جنګونو په ترڅ کې د نړۍ هر پُرامنه وګړی سره دا پوښتنه پیدا شوې ده، چې اخر د نړۍ د سوله یز ساتلو لپاره به څه ښه وی، ایا په نړۍ کې دسوله یز بمونو چاودیدلو امکان شته دی، که تل به اټم بمونه چاودیږی؟ د نړۍ اوه میلیارده دوه سوه میلیونه نفوس له تشویش او حیرانتیا سره مخ دی، چې د نړیوالو ټین وار انډسټری فابریکې په څه بوختې دی، ولې د نړۍ خونکارانو او ورانکارانو ته د نړۍ ۹۰سلنه وسله لېږدوی، د اروپا ۱.۱ ټریلیون ډالره دفاعی بودیجه د څه لپاره ده، ایا کولای شی، چې د نړۍ امنیت ټینګ کړی، خلکو ته به  ورځنیز وسایل ورکړای شی، سوله راوستلای شی، دلته به انډول ویش رامنځته کړای شی، خلکو ته به د استعداد، اصل قدر مطابق د زیار بدیل ورکړای شی!!!
دا چې، ولې د نړۍ غوایانو جګړه د ځان لپاره تر اکسیجن هم اړینه ګرځولاې ده، د مادی ګټو او د ځانی  اطمینان لاس ته راوړلو یوه هڅه ده.
د جنګ په ترڅ کې د غربی زبېښاک لخوا د کابل، بابل، شام، مصر، یمن، سیکیانګ، پېښور، برمه، فیلیپین، سوریې، لیبیا، بلوڅو او کُردانو د زامنو جسدونه ټوټې ټوټې کیږی، هره ورځ ژړاګانې، بمونه، نیستی، بېسوادی، جهل، غفلت او تېرۍ د دوی په کور شپه او ورځ د نا بللو مېلمنو په څېر کوزیږی. د دوی فردی، جمالیاتی، ذهنی او کاری استعدادونه له منځه وړی، تر پښولاندې کیږی، ایا دا څه دی؟ ایا دا زموږ د را ویښولو لپاره یوه لویه چیغه نه ده؟ که چیرې مونږ دا فکر وکړو، چې د زبېښاک لخوا جوړې شوې ادارې، لکه  نړیواله ټولنه، نړیوال بانک، اسیایی بانک، عرب لیګ، ای-او-سی به زمونږ مشکلات را کم کړی؟، که دوی به له جنګ څخه لاس واخلی، نو دا یوه علمی، فکری، فلسفی تېروتنه ده.
هاورډ سلیسم د جنګ په اړه یوه پیښه بیانوی، چې ډېره په زړه پورې ده:
نوموړی لیکی[۱] یو ورځ کلیمن شو، د ورسایی پریکړې د خبرو اترو په جریان کې لایډ جارج او وډروولسن (د  لیګ اف نیشن نړیوالی ټولنې بنسټ ایښودونکی او د امریکی جمهور ریس ۱۹۲۰ء) څخه وپوښتل، “ما اوریدلی دی، تاسو د دوامداره سولې غوښتونکی یئ او د دې د ساتلو لپاره هم لېواله یاستئ”، دواړو سیاست پوهانو سرونه وخوځول-
کلیمن شو وویل، “خو تاسو باید د تل پاتې سولې ډېر لوی قیمت ورکړئ”.دوی په حیرانتیا سره وپوښتل: هغه څه؟
“هغه دا چې باید تاسو زبېښاکی برخې پرېږدئ. انګلیس باید هند پریږدی، او امریکه باید فیلیپین، پورټوریکو او میکسکو پرېږدی او همداسې موږ باید شمالی افریقې ته په مخه ښه ووایو”. د دې تر څنګ موږ باید ټولې تجارتی لارې او خپلې تر واک لاندې سیمې هم پرطږدو. ایا تاسو د تل پاتې سولې دا قیمت ورکولای شئ؟ دواړو وویل:
“له تل پاتې سولې څخه زموږ هیڅ کله دا مطلب نه دی”
کلیمن شو وویل: “نو بیا تاسو د تل پاتې سولې خبره نه کوئ، بلکې د تل پاتې جنګ خبره کوئ”.
د روم د زرو کالو امپراتوری دړې وړط کېدل، په رنسانس کې د ایراسمس، مانتین او شیکسپیر ادب، په هنر کې د ورجل، پیټرواک، په سیاست کې د نېکولو میکیاولی او راجر بېکن او په ساینس کې د ګلیلیو، کوپرنیکس، نیوټن او اینشټاین سترې کړنې هغه څه دی، چې اروپا یې له اسمان څخه خلاصه هم کړه او ملګرې یې هم کړه، (له اسمان څخه د خلاصولو مانا له کلیسا څخه خلاصون، او د اسمان سره د ملګرتیا مانا عصری خلایی تیکنالوژۍ سره اشنایی) خو د یادونې وړ خبره ده، چې د ابن رُشدیت، جابر بن حیان او د ځینو بابلی خلفاوو له برکته نن اروپا دې ځای ته رسېدلې ده.
د رومی امپراتورۍ له ماتې وروسته ډېرو سخت دریزه عیسویانو او د کلیسا پادریانو د یونانی علمی پانګونې د سوځولو امر ورکړای و، دوی کتابتونونه وسوځول، دا خو بابلیان او عباسیان وو، چې یونانی کلاسیکه پانګونه یې راغونډه کړه، بیا یې تازه کړه، او تدریس یې کړه. چې له دې برکته د یونان دا غنی پانګونه د بغداد او بصرې په کوڅو کې چې نن د غربی زبېښاک لخوا په اور بدل دی، تدریس کېدله، غنی کېدله او خوندې کېدله.
له دې خبرې هېڅوک، پرته له کوم ملا یا سخت دریزه، انکار نشی کولای، چې اروپا د خپلو ټولنیزو عناصرو د تکامل، تولیداتی عناصرو تکامل او عامه ذهنیتونو د تکامل په ډګر کې له هر بل هېواد او سیمې څخه په لومړی خط کې ده، دلته په سټیم سیل ټېکنالوژۍ، خلایی ټېکنالوژۍ، جنګی وسایلو او نورو بشری وسایلو او علومو کې تر ټولو زیاته وده شوې ده، شاید علت یې د ۱۸۴۸ء او ۱۸۹۵ء صنعتی انقلابونه پرمخ وړل، پرځای کول، بریالی کول او منل وی. د دې انقلابونو ځینې لویې ځانګړتیاوې لوی ټولنیز استاد ټیډ ګرانټ داسې بیانوی: په دغه صنعتی انقلاب کې سر راپورته کوونکو بدلونونو کې لاندنې خصوصیات تر ډېره حده پورې اړین او کیفیتی بلل کېدای شی[۲].
۱٫ د معاصر قوم او نوی ملی دولت تشکیل.
۲٫ کرهنیز انقلاب، د ځمکو ویش او په ښاری صنعت پسې د کلیوالو زیار کښانو هجرت.
۳٫ صنعتی انقلاب او د معاصر صنعت د تشکیل په خاطر بنسټیز جوړښت.
۴٫ د بورژوا (پانګوال) یا پارلمانی جمهوریت رامنځته کېدل، چې ټولو اوسېدونکو ته د رایې ورکولو حق (Universal Suffrage)ورکړلای شو.
دې پانګوال انقلاب چې کوم دولت رامنځته کړ، په هغه کې د داسې امکاناتو، اسانتیاوو، وېش او حکومتداری رامنځته کول، د وخت چیغه وه، ولې چې همدغه شیان وو، چې له کلیسا څخه د ځان خلاصولو عمده اساسات یې تشکیلول، ولې که چېرته دا بدلونونه نه وای رامنځته شوی، نو امکان و، چې دا به د سټالینزم، پیرس پیکټ، امان الله امیرشاهی او افغانی خلقی اوښتنونو په څېر پر شا تنبولی شوی وای. همدا علت و، چې دا کارونه د انقلاب د بشپړتیا په خاطر اړین وو، البته یوه خبره اړینه ده، چې بایدمطرح شی، په خپل وخت کې اسلامی او عیسوی حکومتونو د غلامانه نظام پر ضد ډېر په زړه پورې کارونه تر سره کړل، چې د دوی د نفې کولو باعث وګرځېدل. خو البته دا هم د وخت اړتیا وه، چې پر ځای شوې وه، ولې که دا کار دوی نه وای کړی، نو اړینه وه چې بل چا تر سره کړی وای.
که د اروپا ننی دور ته وګورو، اروپا په اقتصادی، اخلاقی، سیاسی او ټولنیزو چارو کې له یو لوی بحران سره مخ ده، دا چې څومره له فلسفې، ادبیاتو، اخلاقیاتو او تخلیقاتو څخه ورځ په ورځ لرې کېږی، یوې فلسفی او ډیالکتیکی شننې ته اړتیا لری، خو له اقتصاد سره تړلی مسله ده، له ۱۹۲۹ء او ۱۹۷۰ء اقتصادی بحرانونو وروسته ښاغلی ډنې روډریک د اوسنې ۲۰۰۸ء نړیوال اقتصادی بحران په اړه لیکی:[۳] “اوسنۍ اقتصادی کړکېچ کېدای شی، په اروپایی اقتصاد کې یو اوږدمهاله اقتصادی ناسموالۍ رامنځته کړی”. خو بیا د اوسنی اقتصاد د کړکېچ له منځه وړلو لپاره یو څو کمزوری وړاندیزونه کوی، چې دا اقتصادی کړکیچ به حل شی. نوموړی وړاندې لیکی[۴] زه درې وړاندیزونه لرم:
۱٫ باید پر خلکو باندې مالیه کمه کړای شی
۲٫ په داخل کې د خلکو غوښتنو ته د تولیداتو په زیاتولو سره مثبت ځواب وویل شی.
۳٫ یوه رښتینې ولسواکی رامنځته کړای شی.
یادګېرنه: په اروپا کې د ولسی مبارزې لپاره کېدونکی کیمتی تظاهرات به د درېیمې نړۍ په پرتله ډېر چټک او له کیفیته ډک وی، چې د تخریب پر ځای د تخلیق ځای نیولی شی.
له دویم نړیوال جنګ وروسته د بریتانیا د ستړی کېدلو، ځپلیدلو او ورخطایۍ څخه داسې ښکاریدل، لکه غربی هیوادونه به خپل دوامدار استحصال ته د پای ټکی کېږدی، خو داسې ونه شول! بلکې نوی ښکیلاک امریکې، د سوسیالیزم د خپرېدلو، واک کې زیاتوالی، په اسیا او افریقا کې د ډېرو قومونو د خپلواکۍ په ترڅ کې سر راپورته کړ، او خپله واکمنی او استعماری ځواک یې لکه د مارشل پلان، ټرومین ډاکټرین، سی-ای-اې، نظامی لاسلیکونو او اقتصادی مرستو په وسیله پر مخ یووړ، چې د امریکایی زبېښاک په ځواک کې یې بې شمېره زیاتوالی رامنځته کړ.
بل لوری ته د دې تاریخی او کیفیتی بدلونونو په ترڅ کې لوی هند د زبېښاک د یوې دسیسې له مخې په ۱۹۴۷ء زېږدیز کې د ګاندهی، نهرو، محمدعلی او هندی کمیونسټی ګوند ډی-پی-ای د پټ جوړ جاړی په پایله کې دوه برخې شو، تر څو وکولای شی، چې د ممکنه طبقاتی خوځښتونو چې د پاکستان، هند، بنګله دیش او افغانستان خلکو په کار اچولی وو، تر خاورو لاندې شی، همداسې وشول، خو ولې خلک له دې زده کړه کوی، تجربه اخلی، رهبری معلوموی او دې پخوانیو تېروتنو ته په کتلو سره لا پیاوړی کېږی، هوسا کېږی او د وخت د زبېښاک له کړنو او دوران څخه ویسا پیدا کوی، چې د دوی ظلمونه او استحصال دوی ته هیڅ ډول سوکالی نشی وربښلی.
له دې حالاتو څخه یو څه کاله مخکې د (Permanent Revolution) د نظریې وړاندې کوونکی لیون ټراتسټکی، چې د غربی پوهانو له لوری د ساډیسټ (Saddest) په نوم نومول کېږی، د نړۍ په کارګرانو غږ وکړ:
“ټول دولتی سرحدونه د تولیداتی وسایلو لپاره انرژی ده. د کارګرانو کار ددې سرحدونو له پیاوړتیا څخه مطلب د کیفیت پر ځای ساتل نه دی. بلکې د دې برعکس ددې سرحدونو په انقلابی توګه له منځه وړل دی، او د یو سوسیالسټ فیډریشن ډبره اېښودل دی”.
دا هغه چیغه ده، چې د غرب لپاره نه منونکې وه، که چیرې په اسیا کې یو سوسیالسټ او دوامداره کیفیتی انقلاب سر راپورته کړای وای، نو دې به د سټالینزم په پرتله غرب لا زیات له مشکل سره مخ کړی وای، ولې چې سټالېنسټ ځواکونو د غرب له پانګوال ځواکونو سره پټې معاملی پیل کړې وې، چې یوه دا معامله هم و، چې روسیه به د دوی په بازار هیڅ کار نلری، البته د دوی سره به په پرېمانه ډول په اقتصادی، نظامی، کلتوری معاملو کې راکړه ورکړه وکړی، چې دا به په خپله د پانګوال او سټالېنسټ نظریاتو ترمنځ د پانګوال نظام په چوکاټ کې په لوړه بېروکراټیکه کچه پټه معامله او د روسیې د کارګرانو په زیار او انقلاب ملنډې وهل و.
دې ډول کارونو سټالنیزم او پانګوال نظام دې موافقې ته هم را ورسول، چې په منځنې ختیځ کې د اسراییلږ په څیر خونړی هېواد هم رامنځته کړی. ورو ورو امریکا د دوی سرنوشت په لاس کې اخیستل پیل کړه، همدا ښکېلاک و، چې د بریتانیا او فرانسې له ماتې او کمزورتیا وروسته یې د سخت دریزۍ تګلاره خپله کړه او نړۍ یې په کړکېچ او فساد کې واچوله.
د نننۍ امریکا په اړه د امریکا خپله ورځ پاڼه وایی: د منځنۍ طبقې له معاشونو معاش ګرځولو امریکایی چارواکی نا ارامه کړی دی، ولې چې د دې په بدیل کې خلک را پورته کېږی او لاریونونه کوی. د نیویارک نومنده پال ډې ریان زیاته وی، چې دا ډول کارونه د یو ولاړ اقتصاد نښه ده. نوموړی په فاکس نیوز کې وایی: دا ډول کارونه به زمونږ نظام له خطر سره مخ کړی، بې ثباتی او ګډوډی به رامنځته کړی، بېکارۍ ته به هوا ورکړی او د طبقو ترمنځ به یوه طوفانی فضا رامنځته کړی، چې البته یو څو خلک به ترې ګټه پورته کړی، خو ولې اقتصاد به مو په ګوڼډو شی.
خو په رښتیا هم د پردې تر شا یو غټ خوځښت په مخفی توګه کار کوی، فکرونه په جوړېدو دی، چې لوی ټولنپوه مارکس ویلی و، همدا څرګندونې او ولسی پاڅونونه اخر د عامه پوهاوی باعث ګرځی، په خلکو کې پوهه عامه کېږی، سیاسی شعور ورځ تر بله زیاتیږی، خلک را ویښېږی او د خپلو حالاتو په اړه فکر کوی، چې اخر دا څه روان دی؟ نیویارک ورځ پاڼه بیا په خپله ګڼه کې لیکی: په امریکا کې روان بېړنۍ وضعیت د دې غیر مساویانه طبقو ترمنځ د ډغرې نښه ده. چې په دا کې منځنۍ طبقه تر فشار لاندې کېدونکې ده، (کوم هېواد کې چې منځنۍ طبقه تر فشار لاندې راشی، نو بیا هلته خوځښت او بدلون اړین شی) زیاتوی، د ورځې په تېرېدو غریب خلک په زیاتېدو دی، او دا کوښښ روان دی، چې یوازې له یو څو کسانو لوړه طبقه رامنځته شی. ورځ پاڼه لیکی: باید موږ پوه شو، چې په دې لاریونونو کې زیات شمیر غریبان او ځوانان ګډون لری. چې دوی د کار غوښتلو شعارونه له خولې وباسی.
په وروستی کال کې د ۲۵ کلنو بېکاره ځوانانو سلنه ۹.۶ وه. چې په دا کې د کشرانو سلنه ۲۱.۶ وه. د یادونې ده، چې په دا کې د هغه ځوانانو شمیر ندی ورکړه شوی، چې اوس مهال تش د برګر پیسې په ورکوټیو ورکوټیو کاروبارونو کې ترلاسه کوی، دوی تقریبا بېکاره ګڼلی شو. دا وضعیت د دې وړاندوینه کوی، چې خلک به راپورته کیږی، ولې چې دوی تنګ راغلی دی.
څنګه چې یادونه وشوه، له دویم نړیوال جنګ وروسته د کولمبس او جارج واشنګټن امریکا تر ډیره حده پورې د نړۍ د استعمار کولو تکتیکونه او تخنیکونه خپل کړل، خو له ۱۹۶۰ زیږدیز کال وروسته یې د نړۍ زیاتره پانګونه هضم کول پیل کړل، تر ډېره حده پورې دې کار په خپله امریکا کې داسې غټ غټ سنډاګان راپیدا کړل، چې فقط د دریوو کسانو شتمنی له ۴۰ سلنه نفوس څخه زیاتېدلې، په ټوله نړۍ کې امریکایی پانګوالو لخوا په  ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ۳.۲۵۹ ټریلیونونو (دری زره دوه سوه میلیارده) امریکایی ډالرو پانګونه تر سره شوې ده، همداسې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې په خپله په امریکا کې د خارجې پانګوالو لخوا د ۲.۳۹ ټریلیونونه (دوه زره دری سوه میلیارده) ډالرو پانګونه تر سره شوې ده. همدا علت دی، چې د امریکا زیاتره کاروبار په شخصی سکټور ولاړ دی او زیاتره سیاسی ټیټې او جګې هم د شخصی شرکتونو سره تړلی کار دی. نن د امریکا په ۳۱۰.۲ میلیونه نفوس کې ۱۳۹.۳ میلیونه خلک پر کار  بوخت دی. چې زیاتره یې په مسلکی او تخنیکی کارونو کې بوخت دی. په دا کې ۳۵.۵ سلنه خلک مسلکی، تخنیکی او لوړو دندو کې بوخت کارګر دی.
۲۴.۸ سلنه خلک  مامورین او دولتی دندې لری. ۲۲.۶ سلنه کارګر په شخصی فابریکو، ټرانسپورټ او لاسی صنعت کې مشغول دی. چې وروسته پاتی ۱۷ سلنه کارګر په نورو کارونو کې بوخت دی. د دې څخه دا مانا اخیستلای کېږی، که په امریکا کې ګرانی، بېکاری او ګډوډوی زیاتیږی، نو په راتلونکی کې د دوی غبرګون به د امریکا د چارواکو پر وړاندې ډېر جدی او سخت وی. چې دا کولای شی، یو ښه بدلون ته لاره هواره کړی. له بده مرغه دا ټول کارګران د پانګوال نظام د ۲۰۰۸ زیږدیز کال له اقتصادی بحران څخه ډېر سخت اغیزمن شوی دی، او اوس یې پکې ټولنیز شعور راپورته کړی دی، چې اول او اخر بېکاری ښه شی نه دی.
د یادونې ده، چې د بدلون په وخت کې به تر ټولو زیات ونډه د کلیفورنیا، ټیکساس، نیویارک او فلوریډا جوړیږی. که تاسو وګورئ نو دا هغه دولتونه دی، چې تر ټولو زیات کاروبار، فابریکې، صنعت او کارګره طبقه پکې موجوده ده، د کلیفورنیا کلنۍ بودیجه ۱.۹۳ ټریلیونه (نولس سوه میلیارده) امریکایی ډالره. د ټیکساس ۱.۱۵ ټریلیونه (یولس سوه میلیارده) امریکایی ډالره، نیویارک ۱.۱۱ ټریلیونه( یولس سوه میلیارده) همداسې د فلوریډا ۷۵۴ میلیارده ډالره جوړیږی.
خو بیا بل لورې ته تر ټولو ټیټ او ضعیفه دولتونو او اقتصاد د لاندنیو هیوادونو دی، چې دلته به خوځښتونه لږ سست، البته له نورو ولایتونو څخه به ډېر اغیزمن شی، ولې چې دا ولایتونه یا دولتونو د نورستان، غزنی، خوست، پکتیکا په څیر دی، د دې ولایتونو د چارواکو لخوا په بېلا بېلو تګلارو او سیاستونو ډول ډول استحصال کیږی، که دا ولایتونه لږ  ډېر د سیاسی ویښتیا وروسته وهڅولی شی، نو دا به د خپل استحصال، وروسته پاتې والی او ځپلیتوب له امله ډېر ژر ژر کیفیتی بدلونونه چې د امریکی په لوړو ولایتونو یا دولت کې به د پانګونې د تضاد، د ټولنیز چوکاټ د وراسته کېدو او زاړه کېدو له امله بدلون ته مخه کړی، ډېر ژر دا یاد شوی ځپل شوی ولایتونه له بغاوت سره مخ کړی.
لکه ساوت دا کوټه ۳۹.۹ میلیارده کلنۍ بودیجه جوړوی، ویومینګ ۳۸.۲ میلیارده امریکایی ډالره، مونټانه ۳۷.۲ میلیارده امریکایی ډالره، نارته دا کوټه ۳۳.۴ میلیارده امریکایی ډالره او ورمنټ دولت کلنۍ بودیجه ۲۶.۴ میلیارده امریکایی ډالر جوړوی، دوی همداسې دخپل اقتصاد په څېر زیار کښه، خو غریبه طبقه ډېره لری. دلته نا انډول اقتصادی، مدنی او فرهنګی روش ساتل شوی دی. همدا علت دی، چې د دوی غمونه، زخمونه او وروسته پاتې والی به دوی د نورو ولایتونو په پرتله سخت غبرګون ته اړ باسی.
برېتانیا:
د غرب له ډنګر اخلاقی، معیوب فکری او لغړ اقتصادی نظام څخه به ډېر لوی لوی اسیایی پروفیسران، پوهان او فلسفیان اغېزمن وی، خو که رښتیا وویل شی، نو غرب له پیل څخه په زګروی دی، بېچاره کورنۍ نظام له لاسه ورکړ، میرمن یې د بازار مال او حسن وګڼله، په لومړی نړیوال جنګ کې غربی هېوادونو وګړیو ته له یو بل سره د یو کیدو پوره پوره چانس په لاس ورکړ، چې په ترڅ کې یې جنسی عیاشی عام شوله او بیا په تېره د علی عباس جلالپورې په اند فرویډ صیب ځوانانو ته علمی جواز ورکړ، چې له جنسی خپلواکۍ پرته انسان په تیارو کې وی، هېڅ نه شی کولای او له تخلیق څخه لرې وی، نو دې مریضۍ هم غرب د فرویډ له نظریاتو وروسته لا معیوب او عیاشه کړ.
بریتانیا چې له دویم نړیوال جنګ وړاندې یې په امپراتورۍ کې د لمر سترګه نه ډوبېده، هر لوری ته به یې د استحصال او وهلو ټکولو ښکیلاکی ټولی تر سترګو کیدل، خو د امریکا دې ډګر تر را دانګلو وروسته برېتانیا په ګونډو شوله، البته بیا هم روایتی او د دوی د امپراطورۍ  زامن یې د غیر نظامی حضور په صورت کې وروسته پرېښودل، چې پاکستان یې ډېره ښه بیلګه ده، اوس یې هم پاکستانی جنرالان د روزنې او زده کړې په خاطر د برېتانیا ځانګړیو اکاډمیو ته ځی، چې په دا وروستیو کې برېتانیا د همداسې یوې اکاډمۍ وړاندیز افغانستان ته هم وکړ.
خو البته په اوسنی او معاصر دور کې د بریتانیا هغه معیار چې له دویم نړیوال جنګ څخه مخکې و، نه ښکاری. د وروستیو سیاسی، ګډوډیو او بې ثباتۍ، چې څرنګه پوره اروپا له خپل ځان سره په هوا کړې ده، همداسې دې بړبوکیو برېتانیا هم اغېزمنه کړې ده، څرنګه چې فرانسه د اوښتونونو مور ګڼل کېږی، همداسې برېتانیا هم په تاریخی شالید کې له دې شیانو محفوظه نه ده پاتې شوې، بلکې په دوامداره توګه له کیفیتی ټوپ سره یې سم ټوپ کړی دی. که دا د ۱۶۸۸ زیږدیز کال بدلون و، معلومه خبره ده، چې په دا پسې د شیکسپیر، ورجل او نورو فکری مبارزینو زور هم و، چې وروسته یې نورو بدلونونو ته لاره هواره کړه، او د وخت په تېریدو یې پوره اروپا په خپل کنټرول کې واخیسته. کلیسا او شاهی نظامونو چې له یو بل سره یې کلکه یارانه و، را وغورځول.
نن بریتانیا له ۲۰۰۸ زېردیږ کال اقتصادی بحران څخه همدومره اغېزمنه ده، چې څومره امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه او یا بل کوم غربی هېواد اغېزمن دی. دا بېله خبره ده، چې یو بل ته د قرضونو په ورکولو به د یو څه وخت لپاره قرار ومومی خو ولې دا به په راتلونکی کې له دې هم چټک غبرګون وښیی. د دې اقتصادی بحران له امله زرګونه ځوانان او پېغلې د لاریونونو په صورت کې په سړکونو را ووتل، د موجوده نظام پرضد یې شعارونه ورکول، دا نظام یې وغانده، چې د دوی د بېکارۍ، بېسوادۍ او بې ثباتۍ مسولیت په غاړه لری. د دې نظام ساتونکی او منونکی د اکسفورډ، کېمبرج او  هاروارډ پوهنتونونو پروفیسران ډېر په تشویش سره خبرداری ورکوی، چې اې خلکو دا بحران ودروئ، که داسې ونه  شی، نو بیا د یوې پېړۍ اوږد مهاله اقتصادی بحران ته ځانونه چمتو کړئ!
دوی لیکی، چې په موجوده نظام کې د خلکو د څیزونو اخیستلو غوښتنې زیاتې دی، خو ولې دوی سره د دې څیزونو د اخیستلو ځواک نشته دی، ولې چې د دوی سره کار نشته، کله چې دوی سره کار نه وی، نو د دوی سره پونډ یا ډالر نشته. که دوی سره دا شیان نه وی، نو بیا دا بېچاره باید په سټیمپ فوډ (Stamp Food) باندې ګزاره وکړی، ولې چې د دوی د نظام بنسټ ایښودونکی ادم سمیټ (Adam Smith)لیکی، چې تاسو ته معلومه ده، چې تر ټولو سپیڅلی شی څه ته وایی؟ هو د دې نوم دی، پیسه، چې دا به هېڅکله د کثافت دانۍ مخ ونه وینی!
نو معلومه شوله چې په موجوده نظام کې د مارکس فورموله د پانګوال نظام په اړه ناسمه نه وه:
جنس + پیسه + جنس + پیسه + پیسه
په دا وروستیو ورځو کې د لندن بانک، د امریکا فیډرل ریزرو بانک، د جاپان بانک او د سویس مرکزی بانکونو پرېکړه وکړه، چې باید ژر تر ژره د غربی اقتصادی بحران له منځه وړلو لپاره کار تر سره شی، که موږ دا ټول پر پښو نشو درولی،  نو باید لږ ډېر یې په پښو ودروو. همداسې دوی دا ېرېکړه هم وکړه، چې موجوده بحران ته د پای ټکی اېښودلو په خاطر باید دویمه نړۍ، عرب، چین، سویزرلینډ او جرمنی او همداسې نور مالداره هېوادونه هم چمتو و اوسېږی. خو د غرب د نورو هېوادونو په څېر د برېتانیا ځوانان هم د دوامداره بېکارۍ او بېسوادۍ ښکار کېدونکی دی، ولې چې یو لوری ته خو له ۲۰۰۸ زېږدیز کال وروسته له ۲۴ لکو څخه زیات کارګران بېکاره شول او بل لوری ته برېتانیا د قیمتی زده کړو پېژندل شوی هېواد ګڼل کېږی.

ماخذ
۱٫ روح عصر، علی عباس جلالپوری
۲٫ قامی وجود، قام، د دولت رامنځته کیدل او برصغیر، ټیډ ګرانټ او ایلن وډ
۳٫ اېکونومی واچ
۴٫ اېکونومی واچ

ستاسو نظر