ټولنه

انساني ډېرښت؛ بل سرخوږی

ليکوال: سردار ولي پښتون زوی

ډيموګرافي هغه علم ته ويل کېږي چې نفوس مطالعه کوي، يعنې د انسانانو زېږېدنه، کډوالي، مړينه، لوږه، چاپېريال او داسې نور تر بحث لاندې نيسي.

داسې شواهد شته چې چين په لومړي ځل ۲۰۰ کاله تر مېلاد له مخه د شاوخوا انسانانو سرشمېرنه کړې ده.(۱)د بشر ډېرېده له میلاد څخه لس زره کاله مخکي هغه وخت پيل شوه چې د مځکې د سر وروستي يخي ويلي شول، ويل کېږي چې د ډبرې د انقلاب(نيوليټيک ريويلوېشن)(۲) په وخت کې په نړۍ کې ۱۰۰۰۰۰۰ وګړو ژوند کاوه، په دې وخت کې انسانانو تر ډېره خپل ژوند د ښکار او کرهڼي په مټ پر مخ بېوه. څنګه چې په تيرو څلوېښتو- پنځوسو کلنو کې کرهڼي او درملو ډېروالۍ پيدا کړ، په ډراماتيک ډول نفوس هم لوړ شو.

له معاصرو او منل شوو شمېرو څخه اټکل کېدای شي چې تر۱۸۰۴ع کال پورې په نړۍ کې يو بيليون انسانانو ژوند کاوه، په ۱۹۲۷ع کال کې دوه بيليونه شول چې له ۲۷څخه تر اوسه (۲۰۱۵ع) پورې پنځه بليونه( اربه ) انسانان نور پيدا شوي دي، يوازي په تيرو لسو کلونو کې يو میلیارد( رب = سل کروړه ) انسانان ډېر شوي دي، چي له دغې کچې سره سم به په ٢٠٢۵ع کال کې دغه شمېره ٨ میلیارد ته لوړه شي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ ع کال د اپریل د ۱۲ نېټې د سرشمېرنې له مخه د نړۍ نفوس ۷.۰۰۹ میلیارده تنو ته رسېدلی دی، د نړۍ ظرفیت د ۴ او ۱۴ میلیارده تنو لپاره اټکل شوی دی، د نړۍ د نفوس اوسنی ډېرښت ته په کتو سره ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ۲۰۴۰ او ۲۰۵۰ ع کلونو کی به د نړی د خلکو شمېره ۱۰،۵ میلیارډه تنه وي.

وروستی ماشوم چې د نړۍ نفوس يې اوه میلیاردو ته ورساوه د فلپائن په پلازمېنه (منېلا) کې په يوه غريبه کورنۍ کې پيدا شو، د دې ماشوم په اعلانولو کې موخه دا وه چې د نړۍ د وګړو دې ګواښ ته ورپام کړي.

په نولسمه پېړۍ کې یو برتانوي اقتصاد پوه (ټوماس رابرټ ملثوس)(۳) په خپل یو کتاب کې وليکل”…د نړۍ د نفوسو د کنټرول لپاره یوه لار شته او هغه د آفتونو، طبیعي پېښو، کاختیو او جګړو شته والۍ او دوام دی.” که څه هم تر ډېره پورې په دې خبره کليسا بد يووړل خو له دوو نړيوالو جګړو وروسته د ټوماس خبره د کاڼي کرښه شوه، ځکه چې يوازې يوې پېړۍ په ۳۵۰۰ کالو ثبت شوي بشري نېټليک(تاريخ) کې ريکارډ جوړ کړئ.

د دې اوښتونو ډېره برخه د ټيکنالوجۍ د تېز بدلون او ورځ په ورځ پرمختګ سره اړه لري. په شلمه پېړۍ کښې ټلوېزيون، کمپيوټر، انټرنيټ، نوي درمل، هستوي انرژي، هوايي تګ او داسې نور په زرګونو وسايل چې په زړه پورې ګټي لاس ته ځيني راغلې منځ ته راغلل، دا هم بايد ومنو چې ټکنالوجي چې څنګه ستونزې هواروي، خو ځينې ستونزې زېږوي هم، د روغتيا په اړه يې پرمختګ دا دی چې ډېری کوچنيان ژوندي پاتېږي، خلک ډېر ژوند کوي، په ټوله کې د دې پرمختګ کولو سره د انسان ژوند ښه شوی، مګر د هوا ککړتیا، کروي تودوخه (ګلوبل وارمينګ) د خوړو او اوبو د منابعو ډېره غوښتنه، لوږه، سوتغذیه همدارنګه د فوسيلي منابعو چټک کارېدنه او د اتموسفیر د کاربن ډای اکساید د کچې ډېروالۍ او نورې په سلګونو ستونزې، خو بيا هم د نوي ټکنالوجۍ په مټ اوس موږ کولای شو نوي کانونه راوباسو، په خپله ګټه يې تر اړتيا لرونکو پورې ور ورسوو او داسې نور.

په یوه سیمه کې د نفوس ډېرښت د بسټيزو منابعو په سر د سياليو کشمکش او د ژوندانه د کیفیت د ټیټوالي سبب کېږي، همدارنګه ٧ میلیارده کسانو ته کورونه، د څښلو اوبه، خوراک، روغتيا، زده کړه او د کار زمينه او داسې نورې اسانتياوې برابرول چې، په يقيني توګه يې د لږو پرمختللو او وروسته پاته هيوادونو تر ټولو لويه ستونزه بلکې چلينج يادولای شو، سمه ده چې په نړۍ کې د اووه میلیارده وګړو له پاره اسانتياوې سته، مګر په اسيا او افريقا کې چې (په کومو ځايونو کې چې په نفوسو کې ډېروالۍ راغلی) په همدې ځايونو کې د وسایلو کمبود دى، مګر اروپا، امريکا او نورو هغو ځايونو کې چې وسایل په کښې ډېر دي بيا د نفوسو کموالی راغلی دى، د بېلګې په توګه د امريکا نفوس د نړۍ د نفوسو ٥ عشاريه ١٧ سلنه برابروي، خو په نړۍ کې یې پر وسایلو باندې برخه ٣٤ عشاريه ٣٩ سلنه ده، د اروپا نفوس د نړۍ په کچه ٩ عشاريه ٦٢ سلنه دی، خو د نړۍ په وسایلو کی یې برخه ٢٩ عشاريه ١٩ ده، د اسيا نفوس د نړۍ په کچه ٥٢ عشاره ١٨ برابروي، خو د نړۍ په وسایلو کې يې برخه ٢٥ عشاره ٦١ ده، د افريقا وګړي د نړۍ په کچه ١٠ عشاريه ٦٦سلنه دي، خو په دولت کې يې برخه ٠ عشاره ٥٤ ده.

 د اسيا په لويه وچه کې چې په نفوسو کې ډېروالی راغلی د وسایلو کمى دى او په اروپا کې بيا چې په نفوسو کې کموالی راغلی دى په وسایلو کې ډېروالی راغلی دى.

د نړۍ په مخ کې نن ګواښ دا نه دی چې څه ډول د دغه نفوسو کچه راکمه کړي بلکې ګواښ او ستونزه د وسایلو په سم ډول د وېش ده، په نړۍ کې د ٧ میلیارده انسانانو لپاره وسایل خامخا شته، مګر د دغه وېش په منصفانه يا انډوليز ډول نه دى.

کله چې په نړۍ کښې د انسانانو پرله پسې ډېرېدنه دې حال ته ورسېده چې (د نفوس چاودنه) ورته وه ويل شوه، په لومړي ځل “ټامسن” په ۱۹۷۸ع کال کښې په يوه ليکنه کښې وليکل:

 “… د انسانانو ډېرښت به په راتلونکو ۲۵ کالو کښې دوه چنده شي، خو کرهڼه او کښت دومره پرمختګ نه کوي، که چېرې د انسانانو د ډېرېدو مخه ونه نيول شي نو نړۍ به له لوی ګواښ سره مخ شي ځکه چې انسانان به د مسکيني له امله له ډېرو سختو ناروغيو سره مخ شي بل خوا ته د لويو جګړو اندېښنه هم شته…”

د نړۍ پر راتلونکي ډول- ډول حيرانوونکي وړاندوينې کيږي، ځينې وايي چې د نړۍ د نفوس د ډېرښت د اټکل له مخی د نفوس شمېره به تر ۲۰۵۰ ع کاله پورې تر ۹ میلیارده تنو پورې ورسېږي، ځینې نور بیا دا وړاندوینه کوي چې دا شمېره به تر ۱۱ میلیارده تنو پورې لوړه شي، په ۱۹۵۰ع کال کې (والټر ګریلینګ)(۴)وړاندوینه کړې وه چې د نړۍ نفوس به په ۲۱ مه پیړۍ کې ۹ میلیارده تنو ته ورسېږي او وروسته به دا وَده ودرېږي، د نړۍ د نفوسو د ودې څرنګوالي ته په کتو سره دا څرګندېږي چې د نړۍ نفوس به په ۲۰۷۰ کال ودرېږي.

داسې وړاندوينې لا هم شته چې په ٢٠٣٠ع کې به خوړو او انرژۍ ته اړتیا پنځوس په سلو کې لوړه شي، دغه راز د اوبو غوښتنې به هم دېرش په سلو کې زياتې شي.

 د برتانيا حکومت د ساينسي چارو جګپوړي سلاکار (جان بډينګتون)(۵) ګواښنه کړې چې د نړۍ د وګړو زياتېدونکې شمېره به د داسې يو څه لامل شي چې تر ٢٠٣٠ ع کال پورې به په خوړو، انرژۍ، او اوبو کې د کموالي يو بشپړ توپان وبلل شي. نوموړی وايي: “که اوس د دغې ستونزې د غم خوړلو په اړه ګامونه پورته نه شي نو پایلې به يې ډېرې خطرناکې وي” د ده له انده چې په نړۍ کې د وګړو اوسنی زیاتوالی چې شپږ مليارده تنه دی، د دې ستونزې په رامنځته کولو کې مهم رول لري، او هره مياشت يوازې د انګلستان د نفوسو په کچه ډېرېږي.

زيانمن هيوادنه:

موږ وينو چې په نړ‎ۍ کښې هغه خلک چې په کوچنيو-کوچنیو جزيرو کښې ژوند کوي، له سختو کړاونو سره مخ دي. ځيني هيوادونه لکه هالينډ چې د يو څو کورنيو لپاره په اوبو کښې خپله هالينډيانو جوړ کړی، اړ دي چې د انسانانو د ډېرېدو مخنيوي وکړي او يا کوم بل هيواد ته ستانه شي. همداسې د افريقا او اسيا اولس وينو چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دې ترڅنګ يې د انسانانو لږوالي او يا هم اقتصادي ښه والي ته هيڅ پام نه کېږي، کېدونکې ده که چېري دا وږي اولس پرله پسې ډېر شي نو به پر نوره نړۍ مخ را واړوي، که چېرې نوره نړۍ د امريکايي او اروپا يرغلګرو تر تاړاکونه همداسې لاندې وي نو يوويشتمه پېړۍ به د نفوسو د شمېر د ډېرېدو له امله له کډوالۍ سره خامخا مخ کېږي، او فضا به اروپا ته د ميلیونونو وږو انسانانو کډوالتوب او نيونې ته برابره شي. ځکه چې نړۍ نوره پرله پسې د لوږې او منابعو له کمښت سره مخ کېږي، ويل کېږي چې هرکال ۸ میلیونه هکتاره ځنګلونه له منځه ځي، دا وخت يوازې د سويس خلک تر نورې نړۍ ښه ژوند لري (٪۸۱خلک يې له ښه ژوند څخه برخمن دي).

د «امريکن انټر پرايزر انسټيټیوټ» په يوه راپور کښې کاږي:

“…يوه يمنۍ ښځه لږ تر لږه اوه بچي زېږوي، که تر راتلونکي ۳ نسلونو پورې د کوچنيانو زېږولو لړۍ همداسې روانه وي، نو د هرې یمنۍ ښځې به په ۳ نسلونو کښې ۴۹ لمسيان، ۳۴۳کړوسيان او ۲۴۱۰ کوديان وي..” خو په وړاندې به د المان، هسپانيا، ايټالیا ډېرې ښځې يوازې يو بچی زېږوي چې په دې توګه به ۳ نسله وروسته د هرې اروپايي ښځې يوازې يو بچ يو لمسی او يو کړوسی وي.(۶)

د زيانمنو هېوادونو د شننې (تحليل) له پاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنيز کمېسيون (ايسکايپ)(۷) څلور خورا په زړه پورې نړيوال کانفرانسونه وکړل، لومړي په ۱۹۷۴ع دوهم په ۱۹۸۲ع درېيم په ۱۹۸۴ع څلورم په ۱۹۹۸ع کې چې د نفوس او غذا په اړه يې پر ټولو ټینګار وکړ، په دې غونډو کې اټکل وشو چې په نژدې وخت(۲۰۳۰/۲۰۲۵ع) کې به د چین پر ځای هندوستان د دنيا تر ټولو لوى نفوس لري. له شننې او تحلیل څخه جوته شوه چې په ځانګړې توګه به د درېیمې نړۍ د هیوادونو په اوسېدونکو کې ډېر چټک ډېرښت رامنځته شي. همدا ډول به په راتلونکو ۴۰ کلونو کې د نفوس د زیاتېدو تر ۹۷ زیاته سلنه په لږو پرمختیايي هیوادونو کې وي.د څېړونکو له محاسبې څخه په ډاګه شوې ده چې د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۵۰ع کې یوازینی پرمختللی هیواد وي چې د غټ ترینو نفوسو د لومړیو لسو هیوادو په ډله کې به شامل وي .

يوه نوې پوښتنه (سروې) ښيي چې په امريکا او اروپا کښې د نوو ماشومانو د زېږېدو سلنه (۱.۷) ده، خو په اسلامي نړۍ کښې بيا دا شمېره (۶.۷)ده، د نيوزويک د ۲۰۱۰ع کال په يوه ګڼه کې «د نشنل سينټر پار هيلت» له خولې ليکلي: “..په [۱۹۶۵ع] کال کې د امريکايانو د شنډتوب ناروغي (۱۴.۴) سلنه وه خو تر ۲۰۱۰ع پورې دا سلنه(۲۰.۴‏)ته پورته شوه.»

تر ټولو ډېر خوږمن هيوادونه چې له سختو سياسي او ټولنيزو ګواښونو سره مخ دي، چين، هند او جاپان دي، د هند د دولتی ارقامو پر بنسټ نیږدې نیمایي هندي ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، همدا اوس د چين په اولسي جرګه کښې پر دې خبره کشمکش دی چې هر چينايي مور او پلار بايد يو ماشوم ولري چې دې تګلارې ته يې “نه ورور نه خور” ( يو بچی/لور يا زوی ) نوم ورکړی. چين په دې اړه ځينې قدمونه هم اخستي وو چې د عبادت ځايونو، د سپورت محلونو، د خوړو ځايي مارکیټونو، مکتوبونو او د موټرو په تمځایونو کې يې د اولادنو پر لږوالي ټینګار کړی و.

په چين کښې همدا اوس (۲۱.۴)سلنه زاړه (عمر خوړلي) اوسېږي چې دا شمېره به په (۲۰۲۰ع)کال کښې(۲۴۸مليونه) ته ورسېږي، ځکه چې د کاله (۳، ۲)سلنه لوړېږي. ويل کېږي چې په (۲۰۳۰ع)کال کښې به دا شمېره دوني لوړه شي چې د زړو چينايي کورناستو (متقاعد/پنشنرز) شمېره به د امریکا تر ټوله سرشمېره (۳۱۸ملیونه) هم لوړه شي.

که چين په دې تګلاره (يو بچی) کښې بريالی شي نو د ۱۹۷۹ع څخه تر اوسه ( ۲۰۱۵ع )پورې به يې د ۴سوه مليونه[۴۰کروړه]ماشومانو د پيدا کېدو مخه نيولې وي. خو خپلواکې سرچينې دا خبره نه مني.

بل خوا د جاپان د خزانې وزیر (تارو اسوا) په دې اند دی چې زاړه جاپانيان يې پر هيواد لوی بار دی، دی وايي”…زاړه چې دارو درمل يې ټول پر دولت دي، بايد ټول مرګ ته ښه راغلی ووايي او دولت دې د دوی بدل (مصنوعي) ژوند پای ته ورسوي..”

د بي بي سي ۲۰۰۴ کال د راپور پر اساس چې په چین کې د ۲۰۰ میلیونه (۲۲.۸٪) وګړیو په شا او خوا کې په دې اړه فکر کوي چې له چاغښت سره مخامخ شوي دي او ۷۰میلیونه تنه (۷.۱٪) ډېر چاغ شوي دي. نوي ارقام دا ښیي چې د چین د حبوباتو تولید د ۱۹۹۰ع کلونو په منځ کې خپل لوړ حد ته رسېدلی، ځکه چې د چین په شمالي دښتو کې د مځکې لاندې اوبو څخه په کرهڼه کې ګټه مخکې لا واخیستل شوه.

نور هيوادونه چې په راتلونکي کې به له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان شي هم په اندېښنه کې دي، لکه د افریقا جنوب، منځنی ختیځ، د اسیا جنوب او جنوب ختيځ او ځينې نور، ځکه چې خلک يې ډېرو منابعو ته اړتیا لري خو تش لاس دي، د بېلګې په توګه د چاد په هیواد کې د وګړو شمیره له( ۶۲۷۹۹۲۱ )څخه په ۱۹۹۳ع کال کې ( ۱۰۳۲۹۲۰۸ )ته لوړه شو. ویتنام، کنګو، مکسیکو، نیجریه، مصر،  ایتوپیا د خپلو وګړو د چټکې ودې له ستونزې سره همدا اوس مخامخ دي، دا وضعیت د افریقا په شمال، مرکز او لوېديځ کې تر دې هم ناوړه دی، د سودان کډوالو د مصر او چاد منابع تر تاثیر لاندې راوستې، او په ټوله کې عربي پسرلي سيمه لا کړکېچ ته پسې کش کړه او منابع يې تر ګواښ لاندې کړې.(۸)

همدا اوس هر کال په ميليونو خلک د سياسي اخ و ډب، لوږې او نورو اړتياوو له امله خپل کورنه پرېږدي، کډوالي اوس يو نړيواله ستونزه ګرځېدلې او ټوله نړۍ ورڅخه کړېږي، د دې هيوادو ځينې خلک کار کوي، سرچينې لري، ماړه دي خو پرمختګ نه شي کولای، يوازينی لامل چې د دوی په مخ کې خنډ دی، ډېر وګړي دي.

د بې ځایه شوو خلکو ډېری بېرته ښارونو ته کډه کېږي، دوه سوه کاله مخکې په ټوله نړۍ کې ۳٪ وګړي په ښارونو کې مېشت وو، په شلمه پیړۍ کې دا سلنه ۴۷٪ ته لوړه شوه، په۱۹۵۰ع کال کې ۸۳ داسې ښارونه وو چې د هر یوه نفوس له یو میلیون تنه څخه لوړ وو،  خو په ۲۰۰۷ع کال کې د نړی ۴۶۸ داسې ښارونه وو چې د هر یوه نفوس له یو ميلیون څخه لوړ شوی و، د څېړونکو له انده که د ښارونو د نفوس ډېروالی په همدې ډول دوام ومومي نو د ښارونو نفوس به په هرو ۳۸ کلونو کې دوه چنده شي. د ملګرو ملتونو د څېړنو پر بنسټ د ښارونو د نفوس شمېره به له اوسني ۳.۲ میلیارده تنو څخه په ۲۰۳۰ ع کال کې ۵ میلیارده تنو ته ورسېږي.

په ۲۰۰۰ع کال کې د نړۍ ځینې ښارونه لکه توکیو، سېول، مکسیکوسیټی، بمبیي، ساو پاولو هر یو له لسو ملیونو څخه ډېر نفوس درلودونکی وو او توکیو یوازی د ۳۵ میلیونه وګړو درولودونکی ښار وو چې د کاناډا له ټول نفوس څخه (۳۴.۱ میلیون) ډېر وو.

افغانستان:

کله چې سړی د افغانستان تاريخ ګوري په تېره بيا معاصر تاريخ د نورې نړۍ په پرتله زموږ د سړيو ځواک ډېر لږ و، سيفي هروي په تاريخ نامه هرات کې د افغانانو درې کلاګانې يادې کړې، دی ليکي:

“د افغانستان تر ټولو غټه کلا د خاسک کلا ده، چې پکښې د پنځو زرو مړونو (نارينه) ذخيره سته”(۹).

کله چې احمدشابابا د افغانستان د جغرافيې د بنسټ ډبره کښېښووه(۱۷۵۱ع)، نو پر هر کام باندي يې هغه ته د جنګ د پاره شاهي پوځ ته د سړيو ورکولو شمېرې وټاکلې، په لومړي سر کې يې ۱۶ زره منظم پلي او سپاره سرتيري له درنو او سپکو توپخانو سره چمتو کړل. بيا وروسته پر دې منظمو عسکرو سربېره دېرش زره غیر منظم يعنې قومي لښکر په پايتخت، ولاياتو او سرحداتو کې هم چمتو کړل او د جګړې په وخت کې به د مخالفو قبيلو له خوا جلبي عسکر هم پر زياتېدل، د بيلګې په ډول د هيواد د لمرختيزي د يوې کوچنۍ سيمې «مروتوله قبيلې» څخه به دوه سوه سپاره بې تنخا او د يو لوی ولايت بلوچستان څخه به شپږ زره جمازه سوار (يعنی اوښان لرونکي) سپاره د احمد شاه بابا په اردو کې داخلېدل، څو چې وروسته-وروسته د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر څلوېښتو زرو تنو او بيا اتيا زرو او حتی د ځينو مورخينو په قول يو لک تنو ته ورسېد، چې اتيا زره يې نامنظم او څلوېښت زره يې منظم عسکر وه..

له پورته یادونو څخه اټکل کېدای شي چې پخوا مو د سړيو شمېره لږه وه، ځکه چې پخوا به سړيو يوازې جګړه کوله، نوره بوختيا يې لږ يا بيخي نه وه.

په افغانستان کې د ډيموګرافي له ارونو سره سم لومړۍ سر شمېرنه په ۱۹۷۴-۱۹۷۳ع کې د متحده ايالاتو د انکشافي مرستې په مټ د احصايې ادارې لخوا د يوه کال په اوږدو کې تر سره شوه، په دې سروې کې کوچيان نه دي شمېرل شوي، ځکه چې د مضاعفي شمېرني ستونزه وه، په دغه سروې کې د افغانستان نفوس ۱۴مليونه او کوچيان ۱، ۳ مليونه اټکل شول، وروسته بيا په ۱۹۷۴-۷۵ع د ملګرو ملتو د نفوسو د ادارې لخوا د څلورو کالو په ترڅ کې ټول اړين شيان لکه: اسناد، فورمې، پوښتنليکونه، ليسټونه، نخشې، سکېچ ميپونه او داسې نور برابر او پايله يې په لاندې ډول وه.

ټول نفوس: ۱۵۱۰۸۰۰۰

ښاري نفوس: ۲۱۳۴۰۰۰ ( ۳، ٪۱۴ )

کليوالي نفوس: ۱۱۵۲۵۰۰۰ (٪۷۶، ۲۶)

کوچيان: ۱۴۴۹۰۰۰ (٪۹، ۵۹) (۱۰)

له پورته شمېرو څخه په هر کلوميټر کې ۲۳تنه ژوند کوي، کابل تر ټولو ګڼ مېشت او نيمروز تر ټولو کم شمېر ولايتونه و. خو پرله پسې پېښو د افغانستان ښاري نفوس ۳۳-۳۰ سلنو ته پورته کړ، د اټکل له مخه اوس درې میلیونه اته سوه زره کسان په کابل ښار کې اوسېږي، د اولسوالیو په ګډون تقریباً څه ناڅه څلور ميلیونه ورته ویلای شو، دغه راز په ننګرهار ولایت کې شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره وګړي، په بلخ کې تر یو میلیون او دوه سوه زرو ډېر، په کندهار کې تر یو میلیون او سل زره ډېر او په هرات کې تر یو میلیون او اوه سوه زره ډېر وګړي ژوند کوي، د تاسف ځای دا دی چې ښارونه مو د ښارو په بڼه نه دي، تر اوسه مو يو ښار لا هم د فاضلابو د انتقال سیسټم نه لري.

د مركزي احصايې د ادارې د ۱۳۹۰ ل كال د ګزارش پر بنسټ، همدا اوس د هيواد په ۳۴ ولايتونو او ۳۶۴ اولسواليو كې د نفوسو شمېره د ۵ . ۲۶ مليونو تنو په شاوخوا كې اټکل کېږي، ( د ۴۰ کاله مخکې سرشمېرې ته په پام سره دوه برابره شوی دی)چې د دې شمېرې څخه ۶. ۱۳مليونه تنه يې نارينه او د۹.۱۲ مليونو تنو په شاوخوا كي يې ښځې دي.د دې وګړو ۲۵ میلیونه یې ساکن او پاته ۱ اعشاریه ۴۶ میلیونه یې کوچیان دي.

دا د هغو کور په کور او آزمایښتي سرشمېرنو پایله ده چې له تېرو څو کلونو مخکې د افغانستان په ۹۸ سلنه برخه کې تر سره شوې وه، په افغانستان کې د وګړو کره شمېره هغه څه دي چې له کلونو-کلونو راهیسې په پرله پسې او بشپړه توګه نه ده راوتلې، په افغانستان کې شمېرې تر ډېره د اټکل له مخه ښوول کېږي ځکه د افغانستان حالاتو ته په کتو د ټولو ولایتونو، اولسوالیو کلو او بانډو سرشمېرنه له امکانه وتلې خبره ښکاري، پر دغو خنډونو سربېره، ځینې دودیزې موضوع ګانې هم شته چې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د سرشمېرنې چارې ځنډنۍ کوي، په دغسې سیمو کې لږ کسان دې ته چمتو کېږي چې د خپلو کورنیو په اړه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه معلومات ورکړي، همدې یادي ستونزې ټولې لاس په لاس شوې چې په تيرو درو لسیزو کې یې د افغانستان د وګړو د یوې بشپړې احصایې مخه ډب کړه. کنې د قانون له مخه په هرو لسو کلونو کې باید د خلکو شمېره واخیستله شي، خو په افغانستان کې لومړنی او وروستی ځل هم هاغه۴۰ کاله مخکې چې احصایه اخیستل شوې وه ده او داسې ښکاري چې د دوهمې له پاره هم څو نورو کلونو ته اړتیا ده.

 په افغانستان كې د نفوسو كلنى زياتوالى په سلو كې ۳، ۲ دى چې د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د جمعيت د صندق په وينا به د ۲۰ راتلونكو كالو په ترڅ كې دوه برابره يعنې ۶۰ مليونو تنو ته ورسېږي، په افغاسنتان کې د يوې مور د زېږونونو كچه ۶ ماشومان دي چې دا په نړۍ كي تر ټولو لوړه كچه ده.

د سر شمېرنې د نړيوالې ادارې (پاپولېشن ريفرنس بيورو) (۱۱) له خوا خپور شوي لس ډېر انسانان لرونکي هيوادونه ۲۰۱۴ع.

چين            يو بيليون ۳۵ کروړ

هندوستان      يوبيليون ۲۶کروړ

امريکا          ۳۱ کروړ

انډونيشيا       ۲۴کروړ

برازيل          ۱۹کروړ

پاکستان        ۱۸کروړ

ناجيريا         ۱۷کروړ

بنګله ديش     ۱۵کروړ

روسيه          ۱۴کروړ

جاپان          ۱۲کروړ ‎

ـــــــــــــــــــ
په ۲۰۲۵ ع کې ډېر نفوس لرونکي لس هيوادونه:

هندوستان          يو بيليون ۶۹کروړ

چين                  يو بيليون ۳۱کروړ

امريکا               ۴۲کروړ

ناجيريا               ۴۰کروړ

پاکستان            ۳۱کروړ ۴۰لکه

انډونيشيا                        ۴۰ کروړ

بنګله ديش         ۲۲کروړ

برازيل               ۲۱کروړ

کانګو                ۱۹کروړ

ايتوپيا                ۱۶کروړ

هغه هيوادونه چې ډېر ماشومان زېږوي:

د ماشومانو د پيدايښت دغه څېړنه د ۱۰۰ په شمېره ده.

ناجيريا      ۵٪، ۵۰

ماليزيا       ۴٪، ۴۹

چاد        ۷٪، ۴۷

يوګندا       ۱٪، ۴۷

انګوليا       ۲٪، ۴۶

کانګو        ۵٪، ۴۵

سيرالين     ۶٪، ۴۴

هغه هيوادونه چې د ډ‌ېرو انسانانو له امله له لوږې سره مخ دي:

سوماليا       ۳۷٪

اريټريا        ۶۷٪

برونډا        ۶۳٪

هايتي         ۶۱٪

شمالي کوريا     ۴۹٪

منګوليا        ۴۹٪

لږ نفوس هم ستونزه ده:

 د ملګرو ملتو د جمعيت صندوق د سازمان د رييس مرستيال محمد يونس پاياب، په وينا؛ په هغه ډول چې د نفوسو ډېروالی هيوادونه له ستونزو سره مخ كوي، په همداسې ډول د نفوسو له كموالي څخه هم يو شمېر ستونزې پيدا كېږي: د هر هيواد ملي سرمايه د هغه هيواد نفوس دى او د پرمختګ په لور د تلو يو شمېر خنډونه د نفوسو كموالى دى، د هغه په وينا، تر ټولو لویه ستونزه چې د نفوسو له كموالي څخه رامنځته كېږي، د كاري ځواک كموالى دی:( د بېلګې په ډول كوم كسان چې د ځوانۍ په عمر بايد په كار پيل وكړي په دې خاطر چې په هغه هيواد كې د ماشومانو شمېره كمه وي چې په ځوانۍ كې زده كړي وكړي او وروسته بيا په كار پيل وكړي په همدې خاطر دا هيوادونه دې ته اړ كيږي چې خپل كاري ځواک له نورو هيوادونو څخه راوغواړي او كه دا هم ونشي كولاى نو له لويو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي).

پاياب زياتوي:” اوس هم په نړۍ كې داسې هيوادونه لكه كاناډا، روسيه او ايټاليا شته چې د نفوسو له كموالي څخه له يو شمېر ستونزو سره مخ دي نو دا هيوادونه دې ته اړ دي چې له يوې خوا د ټولنې هغه شمېره نفوس چې كمېږي بېرته پوره كړي او له بلې خوا خپله د ټولنې د راتلونكي پايښت تضمين وكړي”.

د نوموړي په اند، په ايران كې ډېرې كورنۍ يو ماشوم او يا هيڅ ماشوم نه لري، په همدې خاطر په دې هيواد كې د نفوسو زياتوالى يو فيصد دی، خو دا اندېښنه شته چې هغه شمېره نفوس چې له دې هيواد څخه كډواليږي او يا له منځه ځي هغه شمېره بېرته نه شي پوره كولای.

له اېران څخه وروسته روسیه هر کال د خپل نفوس د کموالي له ستونزې سره مخامخ ده، چې دا ستونزه هم د دې هیوادونو په اقتصادي ودې ناوړه اغېزې لرلای شي، نور هيوادنه د اروپا دي چې همدا اوس پکښې د پيدایښت په کچه کې ډېر کموالی راغلی چې له امله يې د بوډاګانو/زړو په شمېر کې ورځ تربلې ډېروالی راځي او د ځوانانو په شمېر کې يې ورځ په ورځ کموالی راځي، ښکاره ده چې پر حکومت زړو ته د کورناستي(تقاعد) او د هغو پر روغتيا د پیسې ورکولو سخت ډېر لګښت راځي او دغه هيوادونه اړ دي چې په خپله ټولنه کې د نوې وينې د داخلولو لپاره د اسيا له بېلابېلو هيوادونو څخه ځوانانو ته د قوميت اسناد ورکړي چې په دې هيوادونو کې د ژوند ترپايه پاته شي او په دغه هيوادونو کې د منفي تناسب پيدایښت راکم کړي.

په۱۹۵۰ع کال کښې د نړۍ په انسانانو کښې (۸.۸)تنه اروپايان وو، چي تر ۲۰۲۵ع کال پورې به دا سلنه دوو ته راورسېږي. تر ټولو جالبه دا ده چې لندن ښار چې شاوخوا (۸۱)لکه انسانان لري يوازې (۳۷)لکه يې سپين پوستي انګرېزان دي.

پایله:

د بشر د دې ګډې ستونزې د حل لار يوازې دا نه ده چې د ډېرو اولادونو د زېږونګ مخه دې ونيوله شي، بلكې كه چېرې اقتصادي بنسټونه پياوړي شي، ماشومانو ته د زده كړې، روغتيايي خدمتونو او نورو آسانتياوو زمينه برابره شي، نو همدا ماشومان به په راتلونكي كې د ټولنې په جوړښت او د هيواد په آبادي كې ونډه ولري، خو بيا هم په موږ کې اصلي ستونزه په كورنيو كې د اولادونو د زېږولو نامتوازنه كچه ده.

د ټولنيزو چارو پوهان په دې باور دي چې د وګړو ډېروالی په هغه صورت كې د يوه هيواد لپاره سرمايه ګڼل كيږي چې د نورو ټولنيزو خدمتونو كچه هم ورسره توازن ولري. په همدې ډول شته وګړي له كيفي اړخه مطلوب او فعاله وي.

تر څو چې زموږ په هيواد (افغانستان)کې په بنسټيزو اړتياوو لكه ښوونه او روزنه، روغتيايي خدمتونه، بېكاري، د ښاري ساحو زياتوالى، په نورو هيوادونو کې افغان کډوال، غذايي مصوونيت او د چاپيريال موضوع ګانو ته پاملرنه نه وي شوې، موږ ته ډېر وګړي زېږول د ګټې پر ځاي زيان دی.

اخځليکونه:

  1. انګرېزي ويکپيډيا
  2. (Neolithic revolution)
  3. Thomas Robert Malthus-1766-1834
  4. Walter Greiling))
  5. Jan Badengton))
  6. aei.org
  7. S.C.A.P(Economic and Social Commission For Asia and Pacific)
  8. په دې اړه په افغان-جرمن انلاين پاڼه کې د لا نورې شننې له پاره د ( عزت الله نوري )ليکنه وګورئ.
  9. تاريخنامه هرات ۷۲۱-۷۱۸هجری، ۱۱۹مخ
  10. د افغانستان کالنۍ(۱۹۷۵-۱۹۷۴ع )
  11. ((Population Reference Bureau

ستاسو نظر