د جنګ اختصاصي پاڼه ټولنه

جګړه؛ د انسان د وحشت یادګار

کانوې هندرسن په خپل کتاب کې وايي: (( یوه سرچینه ادعاکوي  چې له  ۳۵۰۰ ق م نه د  ۲۰ پېړۍ تر وروستیو پورې ۱۴۵۰۰ جګړې شوي، چې درې نیم میلیارده انسانان پکې له منځه تللي او یوازې د بشري تاریخ ۳۰۰ کاله په سوله کې تېر شوي دي.)) دا په دې مانا چې وحشت تر انسانیت پر انسانانو څو زره کاله زیاته پاچاهي کړې ده.

اړینه ده چې جګړه په سم ډول وپیژنو. خو د جګړې پېژندل په تېره په فلسفي سترګیو ځیرل ډیر ځیرتیا او ویښتیا غواړي. که سم ورته ځیر نه شو نو جګړه  ښه پېژندل کېدای نه شي او د جګړې ریښه او تور مخې څېره همداسې توره پاتې کېږي.

جګړه څه ته وايي او څنګه یې تعریفولای شو؟ ایا د انسان د روان او جګړې تر منځ کوم تړاو  شته دی؟ تر کومه بریده د جګړو  د کیدو مسوولیت د انسانانو په غاړه دی؟ ایا په نړۍ کې د پرله پسې جګړو ریښه د انسان په طبیعت کې ده او که اقتصادي او کلتوري ارزښتونه هم پکې ونډه لري؟  ایا په ټوله نړۍ کې د ټولو انسانانو ترمنځ د بشپړې سولې امکان شته دی؟

ایا کله چې زمری په هوسۍ پسې په ځنګله کې منډې وهي او هوسۍ ترې تښتي دې ته جګړه ویلای شو؟کله چې هوسۍ ستړې شي او د زمري په منګولو کې ښکیل شي او زمري سره د ځان ژغورنې لپاره هله ګوله کوي، ایا دا جګړه ده؟ که دځواکمن او بې ځواکه ترمنځ یې جګړه  وبولو څوک په حقه او څوک په ناحقه دي؟ که زمری په ناحقه وبولو، کمبخت له ولوږې مري او که په حقه یې وبولو نو ایا د هوسۍ کمبختې د ژوند سوال ندی؟ کوم عمل ښه دی او کوم بد؟

ایا د ښځې او مېړه ترمنځ د څو دقیقو ناندرۍ او بیا وروسته خوشحالي هم جګړه ده؟ د حکومت په خلاف د یو شمېر خلکو تبلیغات جګړه ده؟

تورګل په هټۍ کې ناست دی، سورګل ترې یو څه په زور اخلي، تورګل ورته هیڅ هم نشي ویلای خو ښه ورته په غوصه دی او عمل کې هیڅ هم نشي ویلای ،ایا دا جګړه ده؟

ایا د هیګل او مارکس منطق (دیالیکتیکس) ته جدلیات ویل پکار دي او که نه؟ ایا  دیالیکتکس هم یو ډول پټه جګړه ده چې په کایناتو کې روانه ده او هر څه یې شته کړي  او نه شته کړي دي؟

ایا څوک حق لري چې چا ته ووایي چې جګړه وکړه؟ ایا جګړه مقدسه کیدای شي؟ ایا یو سیاسي یا دیني رهبر حق لري چې په یوه نامه یا بل نامه چا ته د جنګ کولو حق ورکړي؟ یو چا ته چا حق ورکړی چې په جګړه کې ګډون وکړي؟ ولې جګړه رامنځته کیږي؟ ایا جګړه د یو چا حق دی؟ که یې “حق”  دی نو ولې یې” ناحق” نه دی؟ او که دی نو د کمزوري حق دی او که د قوي؟ جګړه کې چا ته، چا حق ورکړی چې د مقابل لوري وژل او ځورول ځانته خپل حق وګڼي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د جګړې فلسفې او ځینو نورو پوهو ورته بېلا بېل ځوابونه ويلي خو لا هم ډېر څه بې ځوابه پاتې دي او ځوابونه غواړي!

دلته  ټولو ځوابونو ته نه ورځو. زه جګړه هغه کشمکش  ته وایم چې د دوو یا تر دوو ډیرو لوریو ترمنځ  د نیواک او بریا لپاره وي او انسان پکې وژل کیږي. دا کشمکش (که د هیوادونو یا انسانانو) ترمنځ وي کوم توپیر نلري خو د انسانانو وژل پکې اساسي ټکی دی. نورې کلمې لکه لانجه، کشمکش، نښته، اخ وډب،… دلته نه څېړو.

۱. جنګ او جګړه

د “جنګ” کلمه د نننۍ ورځې په استعمال په پهلوۍ ژبه کې هم شته ده. ژبپوهان پر دې باوري دي چې د”جنګ”  کلمه له هندیورو[۱] کلمې Ghengh څخه راوتلې ده او د(( حرکت او مخته تللو)) مانا ورکوي. له دې کلمې څخه نورې کلمې، لکه جرمني کلمه  gang( د تللو، دهغو خلکو یا ډلې سفر ته وايي چې یوځای حرکت کوي) راوتلې ده. همدغسې د انګریزۍ gang ( ډله، دجنایتکار وډله…) او gangster ( جنګېره، بدماش )  هم له زړې جرمنۍ څخه انګریزۍ ته ورغلې دي.

“جګړه” څه ته وایي؟ “جنګ” څه ته وایي؟ ایا په پښتو کې “جنګ” او “جګړه” دواړه هممانیزې کلمې دي؟ که “جنګ” د پارس  لخوا ورته راغلې او” جګړه” د هندوستان لخوا؟ او که “جګړه” د پښتو سوچه او” جنګ” یې پور ویی دی او که سرچپه رښتیا ده؟

ايا انګریزۍ او نورو اروپايي معاصرو ژبو کې war  او دې ته نژدې کلمې د پښتو له  “ویر “، “ورانول”، او د پارسۍ له  “ ویران کردن “ سره کوم تړاو لري؟

۲. د جګړې لاملونه Causes

د جګړې لاملونه هغه علتونه دي چې په پایله کې یې جګړه رامنځته کیږي.

۲. ۱  نه جوړجاړی یا یو بل نه منل  او جګړه

کله نا کله د دوو لوریو ترمنځ د نه جوړجاړي disagreement له امله جګړه را منځته کیږي. یو لوری پر خپل دریځ ولاړ وي او بل لوری پر بل دریځ. یو بل نه زغمي او منلو ته یې تیار نه وي. یو فکر کوي چې دی  پر سمه دی  او بل فکر کوي چې هغه پر سمه روان دی.

مونږ اوسمهال د طالبانو افراطي دریځ او په مقابل کې یې د ځینو افغانو چارواکو او امریکا سخت،  دریځونه د (نه جوړجاړي) بېلګې ګڼلای شو.

ناسم پوهاوی Miscommunication هم د جګړې سبب ګرځي. د ناسم پوهاوي په نتیجه کې جوړجاړی نه رامځته کیږي او خبره تر جګړې غځیږي. د ناسم پوهاوي لاملونه: د دوو لوریو ترمنځ لېری والی، کلتوري او عقیدوي توپیرونه او همداشان د دوه لوریو ترمنځ د ارتباط ناسمه وسیله  ګڼل کیږي.

۲. ۲ د امنیت لپاره جګړه

ابراهم مازلو امنیت safety د انساني اړتیاو د پنځه پوړیزې هرم  تر لومړۍ پوړۍ (بیالوژیکي اړتیاو وروسته)  په دویمه پوړۍ کې رواستلی دی چې بیلا بیل ډولونه يې ښوول کیږي. ځاني امنیت، مالي امنیت یې ښه مثالونه دي.  دا چې امنیت د انسان ، حیوان او هر باشعور اړتیا ده نو ښايي چې د حیوان  د حیوانیدو او د انسان له انسانیدو سره سم یې د ساتنې لپاره هم هلې ځلې  پیل شوې وي.

د امنیت لپاره جګړه ډیره پخوانۍ ده خو له کرنیز انقلاب نه وروسته منظمه بڼه خپلوي. کله چې انسان د سر ګردانۍ او کډوالۍ  ژوندپرېښود او مېشت شو، کرکیله یې پیل کړه، جونګړې یې جوړې کړې، کورونه یې جوړ کړل نو یو شمېر نور ټبرونه چې تر دغه مهاله میشت شوي نه وو، هغوی به پرې بریدونه کول او د میشته خلکو غلې دانې، څاروي او نوره شتمني به یې لوټله. میشته انسانانو به یې مقابله کوله او د ژوند تر اخري سلګۍ به ورسره جنګیدل او یا به هم وحشي یرغلګرو نیول او غلامانول. تاریخ شاهد دی چې د ډیرو وحشي قبیلو له لاسه ډېر تمدنونه له منځه تللي دي.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې احتمال  لري  دزاړه ډبرپېر[۲] او منځني ډبرپېر[۳] ټولنې مساوات پالې[۴] وې او امکان لري چې ډېر کم او یابه یې بیخي په خپلو منځو کې منظم تاوتریخوالي ته لاس نه اچاوه. [۵]

که څه هم زاړه ‌‌ډبر پېر کې انساني ډلو په خپلو منځو کې ‌‌ډېر لږ جنګ کاوه خو په نوي ډبر پېر کې د جګړې لوی لامل (شتمني درلودل) را منځته شول.[۶]

که ځمکه به ښه وه او ښه حاصل به یې کاوه نو بل چا به یې د نیولو کوښښ کاوه. کله چې به د خوراکي توکو پاتې برخه په کندوانو کې ساتل شوې وه  نو هغو خلکو چې پر غرو- رغو به ګرځیدل او څه به یې نه درلودل او د خوړو لټه به یې کوله، نو پر متمدنو خلکو به یې بریدونه کول او غلې دانې به یې ور څخه په جګړه اخېستلې.

همدا او ځینې نورې وجې وې چې تر کلیو دیوالونه چاپېر شول او د فصلونو د ساتنې او د لوټ د مخنیوي لپاره کروندګرو وسلو ته لاس کړ. وروسته دغسې وړو جنګي کلیوالي او ټبرنيو ډلو پرمختګ وکړ او په منظمو جنګي ډلو واوښتل او لوی لوی پوځونه ترې را منځته شول چې منظمه تنخوا یا د هغه مهال په حساب ټاکلې غله به ورکول کیده. په ډبر پېر کې انسان لکه د نورو چارو په شان د جګړې لپاره له ډبرو استفاده کوله. یو شمېر پوهان دا خبره مني چې په همدغه ډول ورو-ورو هېوادونه هم رامنځته شول.

ښایي چې د امنیت لپاره جګړې دوې مهمې بڼې :۱- دفاعي بڼه او  ۲-  تهاجمي بڼه درلودلې وي.

د چین لوی دیوال د یرغلګرو قومونو نه د دفاع همدغسې د کابل د رتبیل شاه او زنبیل شاه دیوالونه د دفاعي امنیتي تدابیرو نتیجه کې را منځته شوي دي.

همدغسې پر افغانستان ، عراق، لیبیا د امریکا او ملګرو لخوا یې د خپلو هیوادونو دفاع لپاره تهاجمي بریدونه ګڼل کیدای شي، که څه هم اصل کې یې اقتصادي او سیاسي ریښې هم شته وي.

۲. ۳  د شتمنۍ لپاره جګړه

د مازلو د اړتیاو په هرم  کې شتمني مهم  ځای لري. شتمني درلودل انساني اړتيا ده او د اوسمهالي انسان لپاره  تکيه هم ده. پوهان دا خبره مني،چې په زاړه ډبر پېر کې انسان له طبیعي پراخو شتمنیو استفاده کوله نو له همدې امله په  دې پېر کې دجګړې تصور نه معلومېږي. ځکه خلکو کوچياني ژوند در لود.دخلکو شمېر لږ و. دوی نه زیات سامان  درلود او نه زیات خوراکي توکي، نو همدا لامل و چې نورو ټبرونو ته د جنګ اړتيا نه پېښېده .

تر کومه بریده چې د خوړو د غونډولو او ښکار کولو اړتیا وه دا هر څه پریمانه ول. په ځنګلونو کې داسې بوټي او ونې شته وې، چې میوې او تخمونه ترې په اسانۍ تر لاسه کیدای شول. همدغسې د ښکار هیڅ کمی نه و. همدا وجه وه چې د خلکو ترمنځ جګړې هم نه رامنځته کیدې.

که څه هم په زاړه ډبرپېر کې خو ټولنې په خپل منځ کې نه جنګیدې خو هغه ډبرین وسایل چې انسان جوړکړي وو، به د حیواناتو د ښکار او وژلو لپاره کاریدل او د انسان په طبیعت کې وینه تویول شامل شوي وو.

د پخوانیو امپراتوریو وګړیو زیاتره جګړې د شتمنۍ لپاره کولې. د جنګ پرېکړه به پاچا او د هغه وزیرانو او مشاورانو کوله.

په امریکايي (دي ورلډ بوک انسایکلو پیډیا)کې یو ځای راغلي چې امپراتورانو به جګړی د دې لپاره نه کولې چې خلک له هېواده وباسي بلکې د چونګي (ټیکس) د غونډولو په خاطر يې کولې.

دا خبره په ټولو مواردو کې رښتیا کیدای نه شي، ځکه  کله چې بني اسرایيل له مصر څخه ووتل او د یوروشلیم (بیت المقدس) په طرف روان شول نو جګړه یې د یورو شلیم د نیولو لپاره وه، نه له ځايي خلکو نه د چونګي اخېستو او بیا د هغوی هلته پرېښودو لپاره. دوی چې کله له مصر نه یوروشلیم ته راځي، ټول ځايي وګړي پسې اخلي. د تورات په خروج کتاب کې یو ځای راځي: ((… خبردار اوسئ، هغه هیواد ته چې تاسو ځئ، ګورﺉ چې له هغو سره کوم تړون ونکړﺉ…د هغوی ستنې ټوټه، ټوټه کړﺉ… تاسو باید د بل خدای عبادت ونکړﺉ…))[۷]

خو دا خبره چې امپراتورانو به له نیولو هیوادونو څخه خلک نه شړل د روم امپراتورۍ او اسلامي امپراتورۍ په اړه صدق کوي. روميانو به د ټیکس په نامه له ځایي خلکو پیسې ټولولې. خو مسلمانانو د خراج… په نامه د اسلام له نه منونکو پیسې اخېستې. او پر مسلمانانو باندې د ټیکس شکلونه ( عشر، زکات، سرسایه…) او نور وو.

په هر حال  د شتمنۍ لپاره جګړه له فرد نه شروع شوې او هان تر امپراتورۍپورې يې بڼو وده موندلې ده.

کله چې ستر سکندر خپل پوځ د شرق په لور رهي کړ نو د نیولو هیوادونو د خلکو دومره پروا نه وه او یوازې د خپلو شتمنیو د ساتلو پروا یې کوله. دوی ته دې توپیر نه درلود چې کوم واکمن یې ټیکس ټولوي. جګړې به عموما د پاچاهانو او د هغوی د پوځیانو لخوا کیدلې.[۸]

د اروپا په منځنیو پېړیو کې زیاتره جګړې د شتمنۍ لپاره شوې دي. یو شتمن به کوښښ کاوه چې د بل شتمن شتمني ونیسي. په دې جګړو کې به د شتمن خپلو پوځیانو او یا یې ملګرو جګړې کولې. ځینې وختونه  به یو واکمن یوه ټاکلې سیمه پريښووه او ټاکلی باج به یې ترې اخېست.[۹]

 ۲. ۴ د ځمکې لپاره جګړه

ځمکه هم یو ډول طبیعي شتمني ده. هغه وخت چې د شتمنۍ تصور نه و او انسان پر کرکیله نه پوهېد نو د ځمکې پر سر جګړه هم نه وه. هغه وخت چې انسان پر یو ځای  مېشت نه و، کله  به پر یو ځای او کله به پر بل ځای مېشتېد. په دغه وخت کې به  لکه د نورو حیواناتو په شان په خوراک پسې سرګردان ګرځید. په طبیعت کې ټوکیدونکي خوراکي  توکي به یې خوړل او د دې جوګه نه و چې طبیعت ولکه کړي او بدلون پکې راولي. په دې پسې انسان د ښکار لړۍ پیل کړه او حیوانات به یې نیول او ښکار کول.

په هر صورت په دغه  وخت کې انسان سره د ځمکې ارزښت نه و خو کله چې انسان  کرکیله پیل کړه، ځمکه یې وڅیرله او د کرکیلې خوند یې ولید نو ورو-ورو یې د ځمکو درلودو غوښتنه په زیاتیدو شوه.

پخوانیو انسانانو د ځمکو د نیولو لپاره ډیرې جګړې کړې دي. کله چې به د یوې قبیلې وګړي ډیر شول نو د نورو ځمکو د نیولو لپاره به یې جګړې کولې. که موږ پښتنې ټولنې ته وګورو نو یو خوا یو ټبر پروت دی او بله خوا د بل ټبر ځمکه ده. له هیواد سره مینه ښايي چې له ځمکې سره د انسان د کلک تړاو له امله ډېره  وروسته رامنځته شوې وي. پر وطن سر ورکول هم ښايي چې په ریښه کې پر ځمکه سر ورکولو سره تړاو ولري.

لوی افغانستان کې اوس هم د یو چا-بل چا لخوا د ځمکو د لاندې کولو او پر سر یې د جګړو لړۍ د پخوانیو انسانانو په شان دوام لري. په لویه پکتیا کې اوس هم خلک پر غرو-رغو جګړې کوي، ځکه په یاده سیمه کې اوس هم د پخوا زمانې اقتصادي حالات حاکم دي.

د لرغوني هندوستان پخواني وګړي تور پوستي دراوړيان ګڼل کیږي، خو وروسته آریایانو پرې یرغل وکړ، د هغوی ځمکې یې لاندې کړې، هغوی یې وشړل او حاصل خیزه ځمکې یې ترې ونیولې. شړل شوي خلک د آریایانو د تاخت و تاز له امله لېرې سیمو ته ولاړل او که څوک نه ولاړل نو  آریایانو خپل غلامان وګرځول .

همدا شان کله چې مالدارۍ وده ومونه ده نو کوچیان به د خپلو څارویو لپاره د شنو وښیاڼو په لټه وو او هر چېرې  چې به یې وښیاڼې او مالچرونه  وموندل د هغو د ترلاسه کولو لپاره به یې جګړې کولې. په منځنۍ اسيا کې چې به کله د کوچيانو خوراک خلاص شو نو پر نورو ګاونډيو به یې یرغلونه کول. ګاونډیانو به یې په مقابل کې جګړې کولې او ځینې وخت به یې خپلې سیمې پریښووې او تر ځانه پر کمزورو ټبرونو به یې ترپلل او د هغوی ځمکې به یې لاندې کولې.

کله چې امریکا لویې وچې ته اروپايي کاشفان ولاړل، هلته سرو هندوانو یا بومي وګړو غوښتل چې ازاد وګرځي؛کبان ونيسي، څړځایونو او ځنګلونو… کې وګرځي خو اروپايي مهاجرانو غوښتل ځمکې یې ونيسي، پاکې یې کړي او ويې کري چې له همدې امله به د دواړو لوريو تر منځ زياتې جګړې کيدلې.

۲. ۵  د قدرت لپاره جګړه

په طبیعي ډول ځواک یا قدرت دی چې ځواکمن یې پر کمزوري مهم کړی دی. هر انسان په شعوري او لاشعوري ډول د ځواکمنیدو هڅه و هاندکوي.

د خلکو د ډارولو او په عملي ډګر کې د ځواک ښوونې لپاره انسانان وژل شوي دي. مغولي بابر د قدرت ښوونې لپاره په لوی افغانستان کې د انسانانو له سرونو منارونه جوړ کړل چې خلک يې د یو قدرت په ډول ومني. په سیاسي ډګر کې دقدرت ترلاسه کولو لپاره د انګلستان او فرانسې او نورو هیوادونو ترمنځ جګړې مهمې بیلګې دي.

زمونږ په وطن کې دا اوس هم د قدرت ښوونې لپاره یو شمیر ټوپکمار پر بې وسه انسانانو ظلمونه کوي او په دغه ډول یې تر خپل نفوذ لاندې راولي.

د قدرت لاسته راوړل په تاریخ کې د جګړې یو ستر لامل بلل کیږي.

۲. ۶  دین او جګړه

د یو دین لاروی، که څه هم تر ډیره به غیر منطقي وي خو د بل دین پر لاروي به ځان لوړ ګڼي او کوښښ به کوي چې دغه انګېرلی لوړاوی په یو ډول نه یو ډول پرې وتپي. همدغسې دیو دین پیروان کوښښ کوي چې د بل دین پیروان د ځان په شان کړي او خپله عقیده پرې ومني. د تعصب او نه زغم په نتیجه کې دینوال اړ شوي چې وسلې ته لاس کړي او خپله عقیده پر خلکوپه زور ومني. هر دینوال بې له دې چې تحقیق وکړي خپله لار د نورو تر لارو پوره او کره ګڼلې، چې دې کار د تاریخ په اوږدو کې بیلابیلو جګړو ته لار خلاصه کړې او د دین په نامه په میلونو انسانان وژل شوي دي. دیني جګړې په دوه ډوله ګڼلای شو: د دین په داخل کې مذهبي جګړه او له دینه د باندې د دین له دین سره، لکه د مسلمانانو او عیسایانو جګړه، یا دعیسایانو او یهودیانو جګړه.

علي عباس جلالپوري په خپل کتاب ((روایات تمدن)) کې لیکي:

((د اسراییلو د یادونې وړ کار دا و چې معاصر قومونه یې له جنسي بې لارۍ  وژغورل، پر عفت او عصمت یې ټینګار وکړ او د فحاشۍ مخنیوی یې وکړ. ددوی د میراث منفي اړخ دا دی چې دوی وچ تعصب او دیني لیونتوب ته کش ورکړ او خلکو د دین په نامه بې دریغه دیو بل وینه  تویول پیل کړل، په دې مانا چې دوی ته د دین په چوکاټ کې د بې رحمانه چورچپاول، وینې بهولو او تویولو دیني جواز په لاس ورغی. د ساینس او روشن فکرۍ د خپریدو سربېره نن هم دغه سلبي روایتونه د مختلفو دینونو د پیروانو په زړونو کې د یوبل په خلاف د نفرت اور بل کړی ، چې د انسانیت نصب العین  يې مجروح کړی دی.))[۱۰]

د جلالپوري او ځینو نورو په استناد جګړې ته په لومړي ځل د دین په چوکاټ کې د تقدس درجه د اسراییلو لخوا ورکړل شوې، چې وروسته نورو دینونو ته هم دا تصور په بېلا بېلو بڼو لیږدېدلی  او د دین په نامه وژنه یو ښه کار ګڼل شوی دی.

 ۲. ۷ د سیاسي باورونو لپاره جګړه

لکه څنګه چې د عقیدې یا باور لپاره جګړه د پخواني انسان د نه زغم ښوونه کوي. کله چې یو څوک خپله عقیده او باور که د سیاسي مکتب په شکل وي، یا د دین په شان  تر نورو غوره وګڼي او زغم تر پښو لاندې کړي نو دغسې جګړې رامنځته کیږي. د سیاسي باورونو لپاره د جګړې ښه نمونه په روسیه کې د ۱۹۱۷ م سوسیالستي انقلاب او زمونږ په هیواد کې د افراطي سوسیالستي مبارزې په نامه داخلي جګړه رامنځته کیدل دي.

همداشان د هټلر لخوا بیلا بېلې جګړې د سیاسي اهدافو لپاره شوې دي. په دغسې جګړو کې پروپاګند او تبلیغات د خلکو د مغزونو د ولکه کولو لپاره اساسي رول لري. د سیاسي اهدافو لپاره پکې وژل او نیول روا ګڼل کیږي او د متفاوت انسان زغم پکې نه وي.

۲. ۸  د ازداۍ لپاره یا د ظلم پر وړاندې جګړه

طبیعي ازادي چې د انسان اړتیا ده، د حصول  لپاره هم  د تاریخ په اوږدو کې جګړې شوې دي. کله چې له  یو وګړي یا  ټولنې ازادي ترټل شوې په مقابل کې یې عکس العمل رامنځته شوی او جګړه پیل شوې ده.  د نړۍ په تاریخ کې ډېرې داسې پېښې شته چې پکې مظلوم ولسونه او غلامان راپاڅيدلي او  تر ځان لوړو ځواکونو سره یې جګړې کړې دي.

همداشان کله چې ظالمو او فاسدو حکومتونو او مشرانو  د خلکو  اړتیاو او غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې نو خلکو ورسره جګړې کړې دي او نظامونه یې ړنګ کړي دي.

۳. د جګړې لاملونه او دلیلونه

لومړی باید روښانه شي چې د جګړې لامل او د جګړې دلیل څه توپیر لري. لامل ته انګریزۍ کې cause او په عربۍ کې علت یا سبب  او دلیل ته reason ویل کیږي. د جګړې لامل د جګړې جرړه وي او د جګړې دلیل د جګړې بانه وي، چې جګړه مار لوري په ځانته د جګړې جواز ترلاسه کوي.

کله چې یوڅوک یا هیواد دیو چا پر وړاندې جګړه کوي نو یو دلیل وړاندې کوي، ځکه د جګړه مار لوري د اتحاد لپاره یو دلیل ته اړتیا وي. خو زیاتره مهال د جګړې لامل د جګړې له دلیل سره، سر نه خوري. د جګړې لامل یو څیز وي او دلیل یې بل. د ساري په ډول د مسلمانانو او عیسایانو تر منځ د صلیبي جګړو لاملونه اقتصادي منل شوي خو دلایل یې مذهبي ښوول شوي دي.

بل مثال یې د امریکا د ۱۸۱۲م د ازادۍ جګړه وه چې لامل یې یو و خو دليل یې خلکو ته بل ښوول شوی و.

همدا شان په افغانستان کې د شوروي اتحاد او مجاهدینو ترمنځ دجګړې لامل د دوو نړیوالو قطبونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي کشمکش و خو دلیل یې مذهبي او دیني وښوول شو، چې په نتیجه کې د افغانستان مسلمان ولس پاڅید او د روسيې د مقابل لوري په پټو او ښکاره مرستو یې  شورویان مات کړل.

 همداشان په افغانستان کې د امریکا او ملګرو لخوا یې د طالبانو له منځه وړ دلیل و خو بیخ کې یې اقتصادي او سیاسي مسایل نغښتي دي.

د جګړې لاملونه ښایي ډیر ځان غوښتونکي، ظالمانه او غیر انساني وي خو دلایل یې تل معتبر او شریف ښوول کیږي. په جګړه کې دواړه لوري تل خپل دلایل داسې وړاندې کوي چې خلک پرې باور وکړي. ښه مثال یې د طالبانو دی، چې دین وړاندې- وړاندې کوي او امریکا ډیموکراسي مخته-مخته کوي، حال دا چې دواړه  لوري خپلو دلایلو ته ژمن نه دي.

۴. ښځه، سړی، ماشوم او جګړه

سړي تر ښځې په جګړه کې زیاته ونډه اخېستې  خو داسې نه ده چې ښځې هډو جګړه نه ده کړې. ښځې هم د تاریخ په اوږدو کې په جګړو کې د نارینه ترڅنګ  ونډه درلودلې خو تر نارینه لږه.

یو شمېر پوهان دا مني چې له کرنیز اوښتون  وړاندې د ښځو او سړو په چارو کې ډير توپير نه و. تر دغه وخته پورې ښځو او سړو یو شان خوراکي توکي ټولول. خو کله چې په منظم ډول مېشت شول نو د ښځو او سړو کارونه د چاپیرچل د اړتياو له مخې بېل شول. ښځې په کرکیله کې ونډه اخېسته او څاروي یې پالل. د فصل ساتنه یې کوله، غله دانه یې اوړه وله او ډوډۍ یې پخوله. دا اوس چې زمونږ په ټولنه کې میرمنې ډوډۍ پخوي او میچنې ګرځوي او سړي ورته نېغ-نېغ ګرځي دا د هماغې زمانې میراث دی.

همدا شان له کرنیز اوښتون نه وروسته به ښځو څاروي پالل او ساتل. زمونږ په کلیو او بانډو کې اوس هم میرمنې څارویو ته واښه اچوي، غواوې لوشي، شوملې او مستې کوي چې دا چارې هم د کرنیز اوښتون وروسته زمانې د ښځواو سړو ترمنځ د کارونو د وېش بل مثال  ښوولای شو.

همدا شان له کرنيز انقلاب سره سم چې میرمنې پر یو ځای مېشتې شوې نو تر سړي ډیر وخت په لاس ورغی او د نورو کورنیو چارو تر څنګ یې ځان ته هم پوره پام واوښت. ډول او سینګار ته ډیر وخت په لاس ورغی او د ځان لپاره یې د رنګارنګ کالیو (زیوراتو) جوړول پیل کړل. زمونږ په ټولنه او ځینو نورو دودیزو ټولنو کې چې سړي چندان سینګار نه کوي او میرمنې ډیر سینګار کوي. نو د میرمنو سینګار هم د کرنیز اوښتون او د انسان پر یو ځای مېشتېدو میراث دی او د سړي سینګار نه کول د هغه د جګړې لپاره د چمتووالي او کرکیله کې د سختو بوختیاو له امله رامنځته شوي، برېښي.

کرنیزو ټولنو کې ماشومان وزګار نه وو کله چې به ماشومان د ګرځیدو شول نو له مور و پلار سره پټیو ته تلل. د لو په وخت کی به یې ورپسې وږي ټولول. له فصلونو به یې مرغۍ شړلې او له واښه خورو څارویو به یې ځیني بوټي ساتل او کله چې به لوی شول نو د کرکیلې ښه تجربه به یې ترلاسه کړې وه.

ښايي کوچنیانو (په اوسنۍ اصطلاح اتلس کلنو ځوانانو) به هم پخوا وختونو کې په جګړو کې د مور وپلار تر څنګ پراخه ونډه درلودلې وي.

په عقیدوي او ځینې مهال په سیاسي لحاظ  ماشومان او تنکي ځوانان د جګړې ښکار ګرځیدلي او ژوند ته يې زیات تاوان اوښتی دی او جګړې ته هڅول شوي او ټیل وهل شوي دي. لکه څنګه چې امنیت یوه انساني اړتیا ده نو په جګړه کې ماشومان چې تر هر چا ډیر امنیت ته اړتیا لري، خپل امنیت له لاسه ورکوي او د بېلا بېلو رواني او فزیکي ناروغیو ښکار ګرځي.

۵. فردي او ټولیزه جګړه  individual and social war

په لومړي وار به جګړه د فرد او فرد ترمنځ رامنځته شوې وي، چې د فردي حفاظت لپاره یې دکورنۍ اړتیا رامنځته کړه. بیا به د کورنۍ او کورنۍ ترمنځ، بیا به د پلار او پلار ترمنځ، بیا به د ټبر او ټبر ترمنځ او بیا به د سیمې او سیمې ( هیواد او هیواد) تر منځ رامنځته شوې وي.  زمونږ په ټولنه کې هم چې کله تن په تن (وګړي په وګړي) جګړه رامنځته شي، که وغځیږي نو کورنۍ په کورنۍ، ورپسې پلار په پلار او هان ټبر په ټبر جګړه ترې جوړېږي.

 لکه څنګه چې پخوانیو انسانانو د کوم ځانګړي دین پیروي نه کوله نو په همدې اساس د دین او او دین ترمنځ منظمه جګړه ښايي ډیره وروسته رامنځته شوې وي.

د ابراهیمي دینونو (یهودیت، عیسایت، اسلام ) روایتونه هم وايي چې جګړه په لومړي ځل د فرد لخوا پیل شوې.

تورات کې د هابل او قابل د جګړې په اړه راغلي (( او قابل خپل ورور هابل ته یو څه وویل او کله چې دواړه په کرونه ده کې ول نو داسې چل وشو چې قابل پر هابل حمله وکړه او هغه یې وواژه.))[۱۱]

د تورات د متلونو په برخه کې هم یو څو متلونه د فردي جګړې په اړه د پام وړ دي:

((عداوت جګړه پیداکوي، خو محبت ټولې خطاوې پټوي.))[۱۲]

((له تکبره یوازې جګړه پیداکیږي، خو له مشوره کوونکي سره حکمت وي.))[۱۳]

((دښته کې اوسیدل له جنګېره او چړچړۍ ښځې سره تر اوسیدو بهتر دي.))[۱۴]

د هیوادونو او دینونو جګړې د ټولیزې جګړې ښې بېلګې دي.

۶. د جګړې وسایل

انسان په لومړیو کې په ورځني ژوندکې هغه ډبرې چې په طبیعي ډول تېرې او نوکداره وې،کارولې . له سوچ وروسته یې ډبرې د خپلې خوښې مطابق جوړې کړې چې په جګړه کې یې لا ښه نتیجه ورکړه.

د ډبرينو اوزارو په جوړښت کې هغه وخت  پاموړې پرمختیا رامنځته شوه چې انسان د سبزیو له خوراک نه د ښکار په طرف ولاړ. انسان به د ښکار لپاره طبیعي کاڼي ماتول، سولول او تېره کول. دې وسایلو د انسان مټ ته نور قوت هم ورکړ. په دغو وسایلو انسان ماتول، پرې کول، او ټوټه کول هم پيل کړل.

پوهانو ته  چې د زاړه ډبرپېر کوم وسایل په لاس ورغلي هغه شل لکه ق.م نه تر لس لکه ق.م کلونو پورې پخواني دي.[۱۵]

له ډبرینو وسلو نه تر اوسه انسان ډیر لوی پړاو وهلی او د انسان وژنې او جګړې لپاره یې اتومي او درنې وسلې رامنځته کړې دي.

 ۷ . جګړه کې د اسیرانو سزاوې

د جګړې پر مهال به په پخوا وختونو کې یو لوري بل لوري ته بېلا بېلې سختې سزاوې ورکولې. د جګړې پر مهال نیول شوي سړي به یې د سختو کارونو لپاره غلامانول او مېرمنې به یې مینځې (وینزې) ګرځولې.

بابليانو به د خپلو دښمنو لاسونه او پښې پرې کول او اور ته به یې غورځول. [۱۶]

۸. پایله:

له دومره اوږدو خبرو دې نتیجې ته رسیږو چې انسان هر کله هم د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره جګړې ته لاس اچولی دی. پخواني وحشي انسان ته خو د اړتیاو د پوره کولو لپاره یوازې هم دا لاره معلومه وه . د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره ورته د عقلي مثبتو لارو څرک نه و لګیدلی. اوس هم یو شمېر کسان هان یو شمېر روشنفکران فکرکوي چې بې جګړې انساني ژوند نه کېږي او جګړه د انسان طبیعت کې نغښتې ده.

زه ورته  وایم چې دوی دې اوس هم د انسان د وحشیتوب پر اړخ  ډېر ټینګار نه کوي، په انسان کې اوس هم انساني وړتیاوې  ورځ په ورځ په قوي کېدو دي، که څه هم یو شمېر خلک د انسان په وحشي اړخ  استدلال کوي چې انسان طبیعتا جګړه مار دی، خو په ټولیز او قاطع ډول داسې نه ده ځکه کله چې د انسان  اړتیاوې په متناسب ډول پوره شي او ذات یې تحقق ومومي نو پرحیواني اړخ  پوره لاسبری پیدا کوي. مونږ وینو چې د نننۍ زمانې انسان په ځانګړي ډول د متمدنې نړۍ انسان د پخوانۍ نړۍ له انسانانو سره جوت مثبت توپیر لري. همدغسې د فیوډالي ټولنو انسانان د ښاري ټولنو له انسانانو سره پوره توپیر لري. که د ځینو ټولنو پر انسانانو د انساني اړخ پر ځای حیواني او وحشي اړخ غالب وي  نو دا د دې مانا نه ورکوي چې انسان طبیعتآ جګړه مار دی. که په انسان کې وحشي اړخ ډېر قوي وای نو بیا ولې د نورو حیواناتو غوندې حیوان پاتې نشو چې اوسنۍ بڼې ته یې ارتقا وکړه، له دې ښکاري چې په انسان کې داسې وړتیا شته چې نور یې هم د انسانېدو خوا ته رهي کولای شي. البته د انسان له وحشي غرایزو هم سترګې نه شي پټېدای خو هغه بیا په انساني غرایزو کنټرولیدای شي.

که د انسان په تېره د هرې سیمې د انسان طبیعي اړتیاوې په منظم ډول وڅېړل شي او د اړتیاو د پوره کولو لپاره يې حاکمه طبقه منظمې سرښتې ونیسي نو ښايي چې تر ډېره بریده د فردي جګړو مخه ونیول شي.

خو اوسمهال ټولیزې جګړې تر فردي جګړو ډیرې خطرناکې دي. په دې برخه کې باید د ملګرو ملتونو اداره کې شته ستونزې هوارې شي او یاده  اداره د ټولې نړۍ هیوادونو ته د مور په شان وګرځي او د خرابکارۍ په وخت کې پر حیواني  لار روان هیوادونه تر جدي څار لاندې راولي. همداشان د ملګرو ملتونو اداره باید دا وس او باور خپل کړي چې په ټوله نړۍ کې شته ستونزې په انساني اساساتو ولاړې منځګړتیا حل کړي چې له  ټولو هیوادونو سره د بې انصافۍ مخه ونیول شي او  هیڅوک اړ نه شي چې په ټولیز ډول د جګړې میدان ته  ودانګي.

 همدغسې که یو معقول هیواد چې فعاله ډپلوماسي ولري، ښه سیمه ییز او نړیوالې اړېکې تامین کړای شي او خپلې اړتیاوې او غوښتنې له دې لارې پوره کړای شي نو بیا هم جګړې ته اړتیا نه پېښیږي.

پایله کې باید هغو خلکو ته ووایو چې جګړه د ژوند لپاره حتمي او ضروري ګڼي او بې له جګړې ژوند ناشونی ګڼي. دوی ته وایو چې رښتیا هم  جګړې د تاریخ په اوږدو کې ډېر نوښتونه رامنځته کړي، پڅ انساني ژوندکې يې تحرک راوستلی، خو په هغه وخت کې انسان  حیواني غریزو تر ډیره په ولکه کې نیولی و او اوس چې انسان تر یوه بریده ځان له دغو حیواني غریزو ازاد کړی او لا یې هم ازادوي اوس نو د جګړې شکل باید بدل شي. د جګړې ځای باید عدل، د انساني اړتیاو پیژندل او متناسب پوره کول، انسان دوستي، فعاله هوښیاري ( په ډپلوماسۍ کې) او نور له تشدد ازاد ارزښتونه ونیسي.

 بیا هم جګړه باید خپل شکل بدل کړي او ځای یې انساني هوښیاري ونیسي چې  د انسان د وینې څښلو پر ځای د انسان خدمت وکړي او بلاخره د انسان ذات تحقق ومومي، هغه څه چې انسان ورته په طبیعي ډول اړتیا لري  پوره شي او په خوښۍ سره هم  خپله ژوند وکړي او بل هم ژوند ته پریږدي.

(پای)

۹. اخځونه

  1. علي عباس جلالپوري، روایات تمدن قدیم ،
  2. علي عباس جلالپوري،روح عصر،
  3. علي عباس جلالپوري، روایات فلسفه،
  4. تورات،
  5. ډاکتر مبارک علي، پتهر کا زمانه
  6. سبط حسن، ماضی کی مزار
  7. World Book Encyclopedia, 1960, Volume W
  8. http://www.bbc.co.uk/schools/gcsebitesize/history/mwh/ir1/underlyingcausesrev1.shtml ( August 2014)
  9. http://the10mostknown.com/top-10-common-causes-of-wars/ ( August 2014)
  10. http://en.wikipedia.org/ (August 2014)
  11. http://en.wikipedia.org/wiki/Maslow%27s_hierarchy_of_needs (August 2014)

۱۰. لمنليكونه

[۱]  هندواروپايي

[۲] Lower Paleolithic

[۳] Middle Paleolithic

[۴] egalitarian

[۵] http://en.wikipedia.org/wiki/Paleolithic ( August 2014)

[۶] ډاکتر مبارک علي، پتهرکا زمانه

[۷] روایات تمدن، جلالپوري

[۸] دي ورلډ بوک اف انسایکلو پیډیا، war

[۹]  دي ورلډ بوک اف انسایکلوپیډیا، war

[۱۰] روایات تمدن، د اسرایل لیکنې وروسته پاراګراف

 اتم ایت، پیدایښت کتاب، تورات[۱۱]

[۱۲]نهم باب، دولسم متل

[۱۳] دیارلسم باب، لسم متل

[۱۴] شلم باب، ۱۹ متل

[۱۵]ډاکتر مبارک علي، ډبرپېر، ۳۸ مخ

[۱۶]روايات تمدن مخ ۳۹

یادښت: دا مقاله د انسان‌مجلې په درېیمه ګڼه چاپ او نشر شوې ده.

ستاسو نظر