ټولنه

عقل او جګړه

د انسان له خلقت سره یو ځای ځینې ځانګړنې د انسان په پیدایښت کې نغښتي ښکاري، د عقل، عقلانیت، تفکر، پوهې او ځیرکۍ قوت د انسان په پیدایښت کې نغښتي دی. د انسان او ګڼو نورو مخلوقاتو (لکه حیواناتو) توپیر د عقل د لرلو او نه لرلو سره اړیکه نیسي، انسان د عقل په توان د ګڼو نا ویلو په ویلو توانیدلی، دګڼو اختراعاتو او نوښتونو کوربه شوی دی. عقل دی چې محرومیت یې انسان ته بدبختې را بلي او انسان د ګڼو ناروغیو، بدمرغیو او ناکامیو جوګه کوي. د عقل او جګړي تر منځ اړیکه په همدې ټکې کې را مختصره کیږي، خو دا اختصار دومره اسانه هم نه دی، انسان د ټولنیز ژوند له خپلولو سره یوځای د جګړې د عواملو او پایلو په اړه د انساني روش یا روان د اړیکې په اړه بحثونه رامنځته کړل، کله چې انسان په انفرادي توګه ژوند کاوه، د جګړې لاملونه هم ډېر مغلق نه ښکاریدل، د ځانغوښتنې او شخصي ګټو د حریم په سر به عموما جګړې کیدلې، خو له کله چې انسان ټولنیز ژوند ته مخه کړې، د جګړې لاملونه یې هم مغلق شوي دي، ګڼ فکتورونه د انسانانو تر منځ او یا هم د ټولنو او دولتونو تر منځ د جګړي د لاملونو په توګه تر مطالعې او بحث لاندې نیول کیږي، د باروتو له پوډرو نیولې بیا تر پرمختللي ټیکنالوجۍ ټوله پانګه د جګړې په لاملونو کې را غونډه شوې ښکاري. دا او دې ته ورته نور دلایل به د دې بحث په اوږدو کې وشاربو. خو دا یوه خبره کره ده چې د جګړې او انسان اړیکه د انسان له پیدایښته تر بحث لاندې ده، د هابیل او قابیل جګړه او د جګړې په پای کې د هابیل مرګ د همدې بحث د لومړني څپرکي په توګه منل شوی دی.

عقل او د جګړې لاملونه:

د عقل وجود د هر چا سره جلا، جلا وي . عقل له زورور سره د طاقت د استعمال په برخه کې مرسته کوي او له کمزوري سره د خپلې لارې د پیدا کولو په برخه کې د امسا  دنده ترسره کوي.  عقل دی چې د طاقت او زور د استعمال او پر ځای استعمال له پاره د قوانینو، مقررو او طرحو د جوړولو حکم کوي او په دې توګه وحشي قدرت تر لګام لاندې راځي.

فرانکو فورناري د جګړې اصلي لامل د داخلي کیفیت یا غوسې د اظهار وسیله ګڼلې او په دې باور دی چې مونږ جګړه د خپلو مقدسو یا ارزښتانکو ځانګړنو یا شیانو د ساتلو له پاره ترسره کوو. د فورناري باور دا هم دی چې په عمومي توګه خلک په ډله ییزه توګه د جګړې غوښتونکي نه دي، بلکې خلک د خپلو مشرانو په واسطه کوم چې یو ډول د جګړې کولو په ناروغۍ اخته وي لکه د ناپلیون یا هیتلر په څیر جګړې ته هڅول کیږي، جګړه مار مشران عموما د بحران په وخت کې د خلکو د مشرۍ واګې په لاس کې اخلي او په دې توګه خلک د بحران په پایله کې جګړې ته سوق کوي د دې پر ځای چې کومه بله عقلي یا منتطقي د حل لاره ورته په ګوته کړي. په جګړه کې عموما مشران د ځان ساتنې په پار پټنځایونه برابروي، ځان ساتي او عام وګړي د عسکر او منصبدار تر نامه لاندې د مرګ کومې ته ورغورځوي.

جګړه یانې څه؟

جګړه اوږدمهاله شخړه ده چې د دولتونو ترمنځ یا هم د غیر دولتي لوریو ترمنځ رامنځته کېږي، جګړه د تشدد له سختو پېښو څخه جوړه ده چې ډله ییزې وژني، ورانۍ او عام تخریب په کې تر سترګو کېږي، اقتصادي ځوړ او رکود په کې رامنځته کېږي او د ګڼو ټولنیزو او سیاسي بحرانونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

په دا وروستیو کې د Polemology تر نامه لاندې د جګړې پېژندنې علم رامنځته شوی چې په ګڼو پوهنتوني علمي بحثونو کې تر مطالعې لاندې نیول کېږي.

زمونږ په ننني بحث کې د جګړې پر وړاندې د عقلانیت بحث دی. عقلانیت په ټولو الهي مذاهبو کې د یو ارزښت په توګه یاد شوی، خو جګړه بیا په الهي مذاهبو کې سخته غندل شوې ده، د جګړې تاوان تر ډېره بریده هغو ته متوجه ښودل شوی چې په جګړه کې ښکیل نه وي، خو د عقل نه شتون بیا فردي زیان  له ځان سره لري چې تر هر بل چا مخکې خپل فرد یا شخص ته متوجه کېږي. د بحث د اوږدولو له پاره دا لازمه ده چې جګړه تعریف کړو:  جګړه عبارت له یو قصدي عمل څخه ده چې په پراخه کچه په مسلحانه توګه ترسره کېږي، کومه چې عموما د دوه سیاسي جوړښتونو یا لوریو لخوا ترسره کیږي، کله چې جګړه مطالعه کیږي، د منطقي جګړې بحث هم ترسترګو کیږي چې د جکړې د پایلو د پوره یا کره حساب له مخې ترسره کېږي، په دې وروستیو کې د کپیتالیزم او جګړې تر منځ د نېغ په نېغه اړیکو بحث د همداسې مطالعاتو پایله ګڼل کېږي، څېړنې ښیي چې په دې حالت کې جګړې د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو د پاره ترسره کېږي.

د جګړې د ډولونو په اړه پراخ بحثونه شته خو یو بحث ډېر د پام وړ دی، هغه دا چې جګړه په دوه ډوله ویشي: نظامي جګړه او فکري جکړه. په نظامي جګړه کې ښکېلې خواوې کوښښ کوي د ځانګړې جغرافیې د اشغال له پاره لاس په کار شي، ولې په فکري جګړه کې د فکر اشغال تر غور او بحث لاندې دی.

جګړه هم لکه عقل پخپل وخت کې د فلسفې له مهمو بحثونو  څخه شمېرل کېده، د جګړې فلسفه د جګړې په اړه د ګڼو پوښتنو د ځوابولو کوښښ کړی ـ جنګ څه شی دی؟ د اروا او جګړې تر منځ اړیکه څه ده؟ تر کومه بریده د جګړې لامل خپله انسان دی؟ د فلسفي بحثونو په پایله کې دا په ګوته شوي چې جګړه عموما د نامساعد حالت او فرصت طلبي له امله رامنځته کېږي. فلسفي بحثونه په دې متل کې را غونډیږي چې کله منطق تمام شي، جګړه پیلیږي. دا دلالت کوي چې عقلانیت او منطق د جګړې د نه پېښېدو سبب کېږي.

د جګړې په اړه د مشهور هالنډي ارواپوه (Joost Meerloo) وینا ده چې جګړه عموما د زیاتې غوسې او ویرې په پایله کې رامنځته کېږي چې د پراخ تخریب او جنګ سبب ګرځي، د غور وړ لاسوند دی. نو ځکه کېدای شي جګړه کله، کله د دې سبب وګرځي چې انسان دې خپل رواني حالت په کې انځور کړي او له خپل داخلي کیفیت څخه د خلاصون له پاره یې د تېښتې سمه لار وګڼي.

د جګړې لاملونه:

د جګړي د لاملونو په اړه د مشهور کتاب ( Why Nations Go to War) څیړنې د پام وړ دي. د کتاب لیکونکی (John G. Stoessinger) د شلمې پېړۍ ګڼې جګړې مطالعه کړې او بلاخره یې د جګړو درې لاملونه په ګوته کړي دي: اقتصاد، قدرت او مذهب. خو د دې تر څنګ جان وایې چې د رهبریت (مشرتابه) ډول هم په جګړو کې ستر کردار لوبوي، عموما د جګړې پیل د جګړې د پای په اړه د ناسم برداشت له مخې رامنځته کېږي، جګړه پیلونکي د خپل مقابل لوري له توان او قدرت څخه ناخبره پاتې کېږي او هم د جګړې د پایلې (د وژنو د شمېر، د ټپیانو د تعداد او د اقتصادي کمزورتیا) په اړه د ناسم اټکل له مخې په جګړه کې کېوځي. (Stoessinger, 2010). د شلمې پېړۍ د ټولو جګړو پیلوونکو بایللي او پخپله جګړه پیلوونکي په کې تر هر بل لوري ډېر زیان لیدلی دی. پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل یې ښه مثال دی. سره له دې چې د ځاني او مالي تاوان له مخې په کې افغانان ډېر زیانمن شول خو د پخواني شوروي ستره امپراتوري له منځه لاړه او د کمونیزم د ایډیالوژۍ له ماتې سره مخ شوه  (Blainey, 1973). د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ میلیونه وګړو وژنه او د اروپا په تېره بیا د المان د ښارونو له یو مخې ړنګېدا یې بله بده پایله ګڼلی شو چې دا هر څه د جګړې د نتیجې په توګه د عقلانیت له مخې د نه منلو خبرې دي. له دې امله، د جګړې او تعقل یا عقلانیت تر منځ اړیکه په ناسمو اټکلونو پورې تړلې ده.

د حل لاره – عقلانیت

د دې تر څنګ ډربن (E.F.M. Durban) او جان بولبي ( John Bowlby) په دې باور دي چې انسان پیدا شوی قهرجن او له تشدده ډک دی، قهر او غوسه د عقل مخالف دي، غوسه د عقلانیت خلاف انسان ناسمو پریکړو ته هڅوي او په دې توګه همدا غیر نورمال رواني حالت د انسان د بې لارۍ سبب ګرځي. انسانان کوښښ کوي چې خپله غوسه د نورو په ماتولو او وژلو کې را څرګنده کړي، هغوی خپل همدا فطري حالت د مذهب، نژاد، توکم، او ایډیالوژیو د توپیر په برخه کې را څرګندوي او په همدې توپیري چلند کې د غوسې او جګړې په لوري حرکت کوي، دا چې د ګڼو ارواپوهانو له نظره د جګړې لاملونه د انسان له اروایي فطري جوړښت سره نښتې بلل کېږي، نو له دې امله مونږ ډېر کم داسې غوراوي لرو چې کولی شي له جګړې څخه پرې د تیښتې لار خپله کړو. تامس هابز  هم د پورته ذکر شویو ارواپوهانو په څېر پېړۍ د مخه  (۵ April 1588 – ۴ December 1679) د انسانانو عادي ژوند یا حالت ته   State of Nature یا طبیعي وضعیت ته په کتو داسې وړاندوینه کړې وه چې انسانان په عادي او فطري توګه جګړه خوښي او وحشي حیوانات دي چې تل د یو بل په وړاندې په جګړه کې کیوځي، خو د جګړې د پای د پاره د تامس هابز وړاندیز د قانون حاکمیت لا هم د جګړې د خاتمې له پاره په دولتونو کې تر ټولو ارزښتناک بحث ګڼل کېږي. دولتونه د قانونو په چوکاټ کې کوښښ کوي چې کور دننه او بهر د جګړو د پېښېدو مخنیوي وکړي چې همدا لار د یویشتمې پېړۍ د جګړو مخه ډب کولی شي، که په ریښتنې توګه ترې کار واخیستل شي.

اخځلیک:

  1. Geoffrey Blainey. The Causes of War (1973)
  2. Barzilai Gad, Wars, Internal Conflicts and Political Order: A Jewish Democracy in the Middle East (Albany: State University of New York Press, 1996).
  3. Chagnon, N. The Yanomamo, Holt, Rinehart & Winston,1983.
  4. Clausewitz, Carl Von (1976), On War (Princeton and New Jersey: Princeton University Press)
  5. Code villa, Angelo and Seabury, Paul, War: Ends and Means (Potomac Books, Revised second edition by Angelo Codevilla, 2006)
  6. Code villa, Angelo, No Victory, No Peace (Rowman and Littlefield, 2005)
  7. Fornari, Franco (1974). The Psychoanalysis of War. Alenka Pfeifer. Garden City, New York: Doubleday Anchor Press.
  8. Fry, Douglas P., 2005, The Human Potential for Peace: An Anthropological Challenge to Assumptions about War and Violence, Oxford University Press.
  9. Gat, Azar 2006 War in Human Civilization, Oxford University Press.
  10. James, Paul; Friedman, Jonathan (2006). Globalization and Violence, Vol. 3: Globalizing War and Intervention. London: Sage Publications.
  11. James, Paul; Sharma, RR (2006). Globalization and Violence, Vol. 4: Transnational Conflict. London: Sage Publications.

 

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې چاپ او خپره شوې ده.

ستاسو نظر