ټولنه

د شکنجې ټولنپوهنه

د شکنجې ټولنپوهنه
(دټولنپوهنې له نظره د شکنجې عوامل او پایلې)

په دې پسې مه ګرځئ ، چې جرم څنګه پېښیږی، پر دې فکر وکړئ، چې جرم ولې پیښیږی!

شکنجه دبشریت دټولنیز ژوند یوه لرغونې توره لکه ده. څومره چې دتاریخ حافظه کار کوی، ګورو چې یو انسان بل انسان شکنجه کړی دی او دخپل دغه عمل لپاره یې دګنهکارانو دمجازاتو، دحقایقو درابرسېره کولو، کسات اخیستلو یا پردوښمن دخوا سړولو دلایل راوړی دی. دلرغونو انسانانو  دهستوګنې په خورا زړو مغارو کې داسې انځورونه لیدل شوی دی، چې دانسان په لاس دبل انسان دشکنجې نښې ښیی، یوشمېر لرغونپوهان په دې باور دی، چې حتی دتاریخ په ځینودوروکې انسانانو دځینو عقایدو پربنسټ خپل قربانیان شکنجه کول او فکر یې کاوه چې دخپل معبود په لاره کې دبل انسان شکنجه قربانی ګڼل کیږی.
لرغونی هنرونه اوراپاتې شوی سرودنه یا ادبی لیکنې ښیی، چې انسانانو له شکنجې سره عجیب روحی تړاو درلوده، دشکنجو کیسې، کرکې او یا ورته دلایل موندل په دغو اثارو کې ګورو.
په لرغونی بابل کې د اوروک پاچا ګېلګمیش به دخپلو خلکو ترمنځ دودونو پرمهال هره ناوې په لومړۍ شپه خپلې ماڼۍ ته بووله او شپه به یې ورسره تېروله، دایوازې دهوس او جنسی غریزې خبره نه وه، بلکې ګېلګمېش خپله برترۍ او زور پر خلکو په جبرمانه، چې دشکنجې له دلایلو څخه یو دا هم ګڼل کیږی. په هندی او چینایی زړو روایاتو کې دشکنجې ډیرې کیسې لیدلای شئ او دمصر دلومړنیو فرعونانو دربارونه هم له شکنجې تش نه وو.
شکنجه په تېره بیا دسیاسی مخالفینو، اسیرو سرتیرو، مریانو، مینځو، زندانیانو او بېوزله مجرمینو لپاره دمجازاتو، کسات یا خواسړولو لپاره عادی عمل ګڼل کېده. په زاړه یونان او روم کې دمریانو دشکنجو ورځنیو پېښو د سپارتاګوس پاڅون راوخوځاوه او دټرای له ژوندی پاتې شویو ښځو څخه د یونانیانو دکسات اخیستنې لپاره ترسره شوې شکنجې مشهورې دی.
زموږ دتاریخ په اوږدو کې هم ګڼې پېښې لیدل شوی، چې دشکنجو دتورو روایتونو کیسې له ځانه سره لری. دبیهقی په تاریخ کې لولو، چې غزنوی دربار څنګه هوښیار او مدبر وزیر حسنک ترشکنجو وروسته وواژه او کله چې چنګېزی لښکرې راننوتې نو دپراخو وژنو ترڅنګ یې د شکنجوګڼ ډولونه پر دې ولس وازمویل،نادرافشار خپل ننګیالی دوښمن سیدال خان ناصری پر اورورینو سیخونو وداغه او سترګې یې پرې راوویستلې.  په راوروسته پېړیو کې دقدرت او کسات لپاره ان خپلوانو او کورنۍ غړیو یودبل سترګې راوویستې، او په سیاچالونو کې یې واچول. دامیرعبدالرحمن ددورې په اړه دنامتو لیکوال محمود طرزی یادښتونه ښیی، چې څنګه یې دخپل تربور غازی محمدایوب خان پلویان او هربل هغه څوک چې دده مطلقه واک ته یې زیان پېښولای شو ترشکنجولاندې راوستل.
تر دې وروسته هم دبېلابېلوسیاسی، ایډیولوژیکو لاملونو پربنسټ د شکنجو بېشمېره کیسې راپېښې دی، چې ددې لیکنې په اوږدو کې به پرې خبرې وکړو، خو لومړی راځئ دیوه نړیوال تعریف پربنسټ شکنجه وپېژنو:
دملګروملتونو د۱۹۸۴ کال دشکنجې دمنعې دنړیوال کنوانسیون لومړۍ ماده شکنجه داسې راپېژنی:
هرهغه عمل چې  په لوی لاس پر یوه فرد جسمی یاروحی درد اورنځ راوستلای شی  شکنجه ګڼل کیږی، په تېره بیا چې دغه عمل د اطلاعاتو دترلاسه کولو، یا اعتراف اخیستنې لپاره وی یا هم دیوه داسې عمل په وړاندې دسزا لپاره ترسره شی،  چې یوشخص په خپله یا کوم بل چا ترسره کړی وی یا یې پرکولو تورن وی. هغه عمل هم شکنجه ګڼل کیږی، چې په وسیله یې  یو شخص یا کوم درېیم وګړی کوم عمل  ته مجبور کړای شی. دهرډول تبعیض پربنسټ ځورونه هم شکنجه ګڼل کیدای شی، په تېره بیا چې داسې ځورونه یا ددرد اورنځ ورپېښول، د یوه مقام  یا درسمی صلاحیت خاوند لوری له خوامخامخ یایې په هڅوونه، رضایت او منښت ترسره شی. دقانونی حکم یا ذاتی عمل څخه رامنځته شوی درد یارنځ شکنجه نه ګڼل کیږی.
په ۱۹۸۷ کال کې د شکنجې د منعې هوکړه لیک (UNCAT)  دهرډول ځورونې او غیرانسانی چارچلند دله منځه وړلو غږ پورته کړ او دنړۍ له هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې  له دې هوکړې سره ملګری شی. دغې معاهدې په تېره بیا ددولتی شکنجې په ټپه درول وغوښتل او دداسې اعمالو عاملینو ته یې دمجازاتو غوښتنه وکړه.
شکنجه دیوه انسان له خوا دبل انسان دځورونې لپاره ارادی عمل دی. په تېره بیا داسې کړنه ده چې دځانګړو غوښتنو پربنسټ ترسره کیږی.
په دې بحث کې  به پر دې ډیر نه تم کیږو چې په نړیواله سطحه له شکنجې سره حقوقی چلند څه ډول دی. راځئ دې ته ځیر شو، چې شکنجه ولې شته؟ ټولنیز، روانی او تاریخی سرچینې یې څه دی؟ او ولې لاهم مدنی نړۍ ورڅخه ځان نه شی ژغورلای؟

ولې شکنجه؟
دانسان لویه ځانګړنه عاطفه او زړه سوی دی. پوښتنه داده چې ولې همدغه عاطفی او مهربانه موجود دخپل همنوع په وهلو ډبولو لاس پورې کوی؟ هډوکی یې پروهلو ماتوی، پر اور یې سیځې، غوښې یې څیری، بریښنا ورکوی، نوکان او غاښونه یې باسی، ټپی بدن یې په مالګه کې ننباسی، یخې اوبه پرې اچوی، ساه یې بندوی، بېخوبی ورکوی، په تورو تیارو بدبویه کوټو کې یې اچوی، تېل داغ کوی یې، تر درنو ډبرو لاندې یې څملوی، تاوده لمر یا سړې هوا ته یې بربنډ تړی، جنسی تیری پرې کوی، بربنډوی یې، اهانت ورته کوی، تحقیروی یې، تر روانی فشارونو لاندې یې راولی او دیوه قربانی په څېر یې ترخپل بشپړ حاکمیت لاندې راوستل غواړی.
ولې همدا اشرف المخلوقات تردې بریده سخت زړی کیږی، چې غواړی دبل انسان په دردمنو سترګوکې دبیچاره ګۍ، خوارۍ، ذلت او زاریو اوښکې ووینی، دهغه په ځګیرویو، ساندو او چیغو کې دخپل زور ننداره وکړی او دهغه له هرې کریغې سره دی کړس کړس وخاندی او خوند ترې واخلی؟
آیا شکنجه کوونکی له خپل قربانی څخه کوم څه غواړی؟
لاتراوسه  شکنجې ته دلاس غځولو لاملونه داسې شمېرل شوی دی:
۱- داعتراف اخیستلو لپاره شکنجه: دا ترټولو معمول ډول دی. چې له پخوا څخه پر تورنو، شکمنو یا مخالفو وګړیو ددې لپاره درد او رنځ تپل کیږی، چې شکنجه کوونکی ته دهغه داړتیا وړ معلومات ورکړی او یا هم هغه کړنه ومنی چې ده ته پرې جزا ورکول قانونی بنسټ ومومی او ګواکې یو حقوقی بهیر بشپړ شی.

۲- کسات؛ ډیر ځله لیدل شوی دی چې شکنجه کوونکی له خپل قربانی څخه د هغې ځوریدنې یا زیان لیدنې کسات اخلی چې دی یادده خپلوان اوپلویان له قربانی یا دهغه له خپلوانو او پلویانو څخه ځوریدلی وی.  په جګړو کې داسیرانو، په کورنیودوښمنیوکې ښکېلوغلیمانو، دسیاسی مخالفینو یااقتصادی سیالانو، یاهم څارګرو او جاسوسانو ځورول او شکنجه کول دهمداسې کسات له امله عملی کیږی.

۳- ایډیولوژیک او عقیدوی لامل؛ ډیر ځله یو شخص ځانته حق ورکوی چې یو بل انسان ددې لپاره شکنجه کړی، چې هغه دده په څېر فکر نه کوی، یا یې عقیده او باور بل ډول دی. په منځنیو پېړیو کې دکلیسا کشیشانو په سلګونو زره اروپایان ددې لپاره له ډول ډول اوږدمهاله شکنجو لاندې راوستل چې ددوی له عقیدوی لارښوونو او احکامو څخه به یې سرغړونه کړې وه.
ایډیولوژیکې شکنجې اوس هم شته او له بده مرغه زموږ ټولنه یې لاهم قربانی ده.

۴- دحاکمیت دتمثیل لپاره شکنجه؛ زورواکی او دیکتاتور رژیمونه ددې لپاره دشکنجې سیاست ته مخه کوی، چې خلک په اصطلاح ( رعیت ) کړی.  دا شکنجه  دحاکمیت پښې په زجر او ډارولو ټینګوی او خلکو ته پیغام ورکوی، چې که دسرکار امراو غوښتنه ونه منی نو له رنګارنګ دردونو او رنځونو سره به مخامخ شی.

۵- ډاراچونه ( تروریسم ) ډیره ځله شکنجه دسیاسی غوښتنو، واکغوښتنې، یا حکومتونو دراپرځولو لپاره دیوې سیاسی وسیلې په توګه کارول کیږی او ددې لپاره چې دیوه حکومت او خلکو ترمنځ واټن ډیر کړی یا په بله ژبه حاکمیت کمزوری، بې پروا او ماتېدونکی وښیی خلک شکنجه کوی او په دې توګه له حکومت څخه باج اخلی.
۶- شکنجه دمجازاتو دیوې برخې په توګه؛ په ځینو حقوقی سیستمونو کې دعادی بند ترڅنګ شاقه اعمال او شکنجه دمجازاتو یوه برخه ګڼل کیږی، داپه دې مانا چې پریو محکوم باندې د هغه دمجازاتو دیوې برخې په توګه شکنجه  ترعدلی پریکړې وروسته هم س تحمیلیږی او په دې توګه شکنجه کوونکی فکر کوی، چې دغه مجرم باید دخپلو ناسمو اعمالو لپاره شکنجه وزغمی.
۷- روانی ناروغی ( سادیسم ): یوه برخه شکنجې ددې لپاره عملی کیږی، چې یو شخص یا ډله په روانی ناروغیو اخته وی او دبل انسان له ځورولو څخه خوند اخلی.  داسې هم لیدل شوی چې داناروغان دخپل فردی حاکمیت او ځواک دتمثیل لپاره نور انسانان ځوروی، یا یوازې دغریزی خوند لپاره داکارکوی او یا هم جنسی ستونزه لری. ډیرې کمې پیښې داسې هم لیدل شوی چې قربانی په خپله خوښه ځان شکنجې ته سپاری، البته دا ډله افراد هغه کسان دی، چې دمازوخیسم پرروانی ستونزه اخته وی.

۸- جرمی جنایی او دمافیایی ګټو لپاره شکنجه: انسان تښتونه ( اختطاف )، یرغمل نیونه، غلا جنایی پیښې هم دشکنجې لامل ګرځېدلی دی، ډیر ځله هغو ډلو چې دپیسواخیستلو یا بل کوم   هدف لپاره انسان تښتونه وکړی ، نو ددې لپاره چې خپل قربانی یا یې خپلوان تسلیمېدو ته اړ کړی، هغه شکنجه کوی  داسې شکنجې زموږ په هېواد کې همدااوس هم روانې دی.
جلادان یا شکنجه کوونکی دخپل فردی عادت له مخې هم دقربانی  په لټون پسې راوځی او په دوامداره توګه غواړی  تل قربانی ولری.
پورته ټول عوامل  په ټولنه کې  دانسانانو د اقتصادی، روانی، سیاسی، عقیدوی، ټولنیزو او تاریخی اړیکو زیږنده دی.
دنامتو اګزستنسیالیست  ( حضوری فیلسوف ) ژان پل سارتر په یوه ډرامه کې لولو چې کرکټر یې دې پایلې ته رسیږی:
انسان دانسان دوزخ دی.
بل ځای لولو: انسان دانسان لیوه دی.
داکوم مجبوریتونه دی، چې انسان غواړی دژوند صحنه دنورو لپاره په دوزخ بدله کړی؟
په لرغونو عبری روایاتو کې تل ددوزخ د دردوونکو شکنجو حضور وینو، دا یوازې له اوره ډکه یوه لویه کنده نه ده، چې انسانان په کې سوزی، دلته ترکنګلینو فصلونو پورې دګڼ ډول شکنجو کیسې وینو.  ځینې اسطوره پېژندونکی فکر کوی، چې ددوزخ تصورات تر ډیر بریده زموږ په ذهنونو او لاشعوری زیرمو کې شته، دشکنجې اراده له همدې لاشعوری ساحې څخه رازیږی، انسان پر کوم ایډیولوژیک بنسټ دې باور ته رسیږی، چې دهغه قربانی دهرډول ځورونې او دردولو سزاوار دی . دانسان کنجکاو ذهن کله کله دې ته تمایل ښیی چې دبل انسان ځورېدل وګوری، هغه صحنې او فلمونه چې دانسانانو شکنجه یا وژل او ځورول ښیی، که څه هم ټکان ورکوونکې وی، خو ګڼ خلک علاقه لری، چې ویې ګوری.  دا علاقه په روان کې دیوې اندازې سادیستی تمایل دشتون نښه ده.
په پورته ډولونو کې هېڅ ډول شکنجه دتوجیه وړ نه ده، بشری قوانین او  دانسانی حقونو موازین هېڅ یوې ته هم اجازه نه ورکوی، خو بیا هم وینو چې شکنجه دهربل جرم وجنایت په توګه شته. حتی په ډیرو هېوادونو کې  ددولتی سیاستونو یوه برخه ده. یو شمېر هېوادونو دشکنجې دمنعې نړیواله معاهده ځکه نه ده لاسلیک کړې چې دشکنجې پرسیاست باور لری، ان هغو هېوادونوچې دغه معاهده لاسلیک کړې هم ده په دولتی کچ  دشکنجې پر سیاست تورن دی. دعراق په ابوغریب ، دافغانستان په بګرام او دکیوبا په ګوانتانامو زندانونو کې دامریکایی مستنطقینو له خوا دشکنجې ورکولو پېښو دغه هېوادته لویې رسوایۍ رامنځته کړې.
دلومړی ډول شکنجې په اړه تل دوه اړخیز دلایل شاربل شوی دی. دا تل دپلټونکیو  لپاره یوه ناحل شوې معما وه چې په جرم تورن کسان  څنګه په خبرو راولی.  تقریباً  ټول مجرمین، جنایت کاران، سیاسی مخالفین، نیول شوی څارګر (جاسوسان )  او نورتورن خلک په هغه څه اعتراف نه کوی، چې  مستنطقین یې ترې غواړی.  ایا دا یوه پارادوکسی اړیکه ده؟  مستنطق  غواړی حقایق ومومی، خو هغه څوک چې پلټل کیږی، حاضر نه دی خبرې وکړی. استخبارات غواړی معلومات ترلاسه کړی، خو نیول شوی نه غواړی خوله پرانیزی. همدلته ده چې لاسونه پورته کیږی، منګولې موټی کیږی، ډنډې په هواکې شغا کوی ، بریښنامزی  اوربادوی او وسپنې پرغوښو خوله لګوی.  چیغې پورته کیږی او دقربانی او جلاد تقابل پیلیږی.
دلته نو عاطفه، زړه سوی  او انسانی ارزښتونه له اړتیاوو(ضرورتونو)  اومسئولیتونوسره مخامخ کیږی. جلاد هم نه پوهیږی، چې قربانی یې یوبیګناه وګړی دی که هماغه مجرم چې دی یې غواړی؟
په داسې ګونګ تقابل کې دواړه اړخه له جبر سره مخامخ دی، که دورانکارو مخه ونه نیول شی نو حاکمیتونه کمزوری او بې پرواګڼل کیږی او فکر کیږی، چې حاکمیت دعدالت په تاءمین کې پاتې راغلی دی. که په زور اوجبر دنظم او عدالت دراوستلو هڅه کوی، مستبد او ظالم معرفی کیږی. ټول هغه بحثونه چې دحقوقو، عدالت،اوسمې څارنې لپاره کیږی دهمدې اړتیا پربنسټ  دی. ددروغ سنجولو ماشین، دجرم پیژندنې سایکالوژیک میتودونه، دکرایمېنالوژی تکتیکونه ټول ددې لپاره رامنځته کیږی، چې ورو ورو دشکنجې اړتیا کمه شی او یومهال داسې وخت راشی، چې نورنو شکنجې ته اړتیا پېښه نه شی.
ددې لیکنې پرتندې مو یوه جمله ولوستله: ( په دې پسې مه ګرځئ ، چې جرم څنګه پېښیږی،پر دې فکر وکړئ، چې جرم ولې پیښیږی! ) په موډرنو ټولنو کې د جرم دموندنې اړتیا راکمیږی، دهغه پرځای دجرم دپېښېدو دزمینې دله منځه وړلو هڅه کیږی.
د پرمختللیو ټولنو یوه هڅه داده چې هلته دجرم او جنایت د پېښېدو میزان راټیټ شی. دپورتنی منطق پربنسټ یوازې ناکام حکومتونه شکنجې ته مخه کوی او دخپل حاکمیت د پیاوړتیاراز دجلادانو په ګوزارونو او دقربانیانو په چیغو کې لټوی.
ترشکنجې لاندې یوه حقوقی پروسه عادلانه پایله نه شی درلودلای، ځکه ډیر ځله قربانی له درداورنځ څخه دځان ژغورنې لپاره ټول هغه څه منی، چې مستنطق یې ترې غواړی،داپه دې مانا چې قربانی غواړی له درد ورنځه خلاص شی او هغه څه منی چې ښایی ترې خبر هم نه وی. له حقوقی پلوه هغه اعتراف چې په زور او شکنجه اخیستل شوی وی اعتبار نه لر ی.
په دې ځای کې ماته دنامتو جرمنی ټولنپوه ولفگانگ سوفسکی  خبره ریښتیابریښی؛ هغه وایی:
((دشکنجې مانا دهغې له هدف څخه، چې یو شکنجه کوونکی مسئول یا بنسټ یې راښیی،  نه شو راایستلای. شکنجه د پلټنې اوزار نه ده، هرڅوک چې شکنجه دخپل کار لپاره یواوزاری ضرورت ګڼی په حقیقت کې غواړی خپل تاوتریخوالی توجیه کړی. دشکنجې خونه دپلټنې او استنطاق ځای نه دی، بلکې د بشپړ زورزیاتی او ځورونې ډګردی. ))

دغه ټولنپوه فکر کوی، چې دحقیقت موندلو لپاره له شکنجې څخه ګټه اخیستل  د (حقیقت) ارزښت ته زیان رسول دی.  که یو څه د( حقیقت) په نامه  د ځورونې، درد او تاوتریخوالی له لارې وموندل شی، دخلکو پام به له داسې حقیقت څخه بد شی ځکه دترخو خاطرو تکرار له ارزښتونو څخه هم کرکه رامنځته کولای شی.
له روانی پلوه، جلاد دشکنجې پرمهال دخپل کار پر لاسته راوړنوفکر نه کوی، بلکې ډیر پر دې تمرکز کوی، چې خپلې عقدې پرانیزی.  په دې توګه وینو چې شکنجه داعتراف لپاره وسیله نه ده، بلکې پلټنه او اعتراف دشکنجې  لپاره بهانه او وسیله ده.
دشکنجې ډینامیزم د جلاد دکرکې او عقدې څومره والی دی، دابحث مهم دی، چې په جلاد کې دا ځواک څنګه پیاوړی کیدای شی؟  په اروپا کې دمنځنیو پېړیو مذهبی جلادانو فکر کاوه،چې دقربانی ( ګناهکار) په ډیرو ځورولو او زیات عذاب کې ددوی ثواب او اجر نغښتی دی، په اصطلاح هرڅومره به چې دوی ډېراوپه شدت سره  خپل قربانی درداوه او ځوراوه هماغومره به دوی ځان  ثوابونو ته نږدې کاوه. په حقیقت کې دا دمنځنیو پېړیو مسیحی ایډیولوژی وه چې په جلادانو کې یې دلاډیرې ځوروونې ځواک رامنځته کاوه. یا د دوهمې نړیوالې جګړې  پرمهال چې نازیانو دخپلو قربانیانو ځورولو ته  زور ورکړی وپه حقیقت کې دنازی انددود او باور زور و چې دجلادانوځواک یې زیاتاوه،ځکه دوی  فکر کاوه،چې خپلې سیاسی عقیدې ته دوفادارۍ لپاره باید خپل قربانیان وځپی.
پایله اخلو، چې که غواړئ دشکنجې د ناانسانی ښکارندې پولې راونغاړل شی او ترممکنه بریده راکمه شی نو هغه ایډیولوژیک، سیاسی، فکری او اقتصادی زمینې له منځه یوسئ، چې دشکنجې لپاره په جلادانو کې روانی ځواک پیاوړی کوی او روانی عقدې یې راپړسوی.  کله کله د شکنجې پرله پسې تکرار یو عادی وګړی هم په یوه سادیست جلاد بدلولای شی.
که څه هم یو جلاد چې دخپلې قربانۍ په وړاندې په یوه بېرحمه ماشین بدلیږی، ښایی دخپلو ماشومانو اوخپلوانو په وړاندې مهربانه او عاطفی موجود وی او پرهغو یې زړه هم وسیزی، مګر څه پېښیږی  چې دخپل سیاسی یا ایډیولوژیک مخالف په وړاندې په یوه قصاب بدلیږی؟
هم په ټولیزه کچه او هم په فردی محدوده کې شکنجه دبرترۍ او حاکمیت دتمثیل وسیله ګڼل کیږی.
ځپونکی حکومتونه دشکنجې دسیاست په مرسته غواړی هر ډول پروټست وځپی او دهرراز پاڅون یا مخالف تفکر جرړې وچې کړی ، همداراز جلاد کله چې دخپل قربانی له درد او سلګیو څخه خوند اخلی، ځان تر ټولو ځواکمن شخص ګڼی او دځانځانۍ یاایګوییزم غریزه یې مشبوع کیږی.
دا اصل موږ ته دا پایله په لاس راکوی، چې یوازې کمزوری اوډارن حاکمیتونه او ناروغ و سادیست شخصیتونه شکنجې ته لاس غځوی.
دسوفسکی یوه بله خبره : (( تاوتریخوالی او دشکنجې عامل دخپلې قربانۍ په له منځه وړلو ځان هم له منځه وړی. ))
دا په دې مانا چې  شکنجه دتداوم او استمرار سیاست نه شی  ګڼل کیدلای. تر ټولو سرکوبګر او ځپونکی نظامونه هم بالاخره د خپل زورزیاتی له امله راپرځیدلی دی او ترټولو خشن او قهار جلادان هم دخپل لیونتوب قربانی شوی دی.
شکنجه تصادفی اقدام نه دی، بلکې ډولونه او کار اخیستنه یې د پرله پسې تجربو اوتاریخی تکامل  محصول دی. ښایی دجلادانو څو نسلونو په دې فکر کړی وی، چې دځورونې او تعذیب مډرن وسایل څنګه جوړ کړی، چې دلاډیرې ځوروونې او درد لامل شی، دروانی فشارونو نوی اسباب څنګه رامنځته کړی او څنګه کولای شی دخپل قربانی په ماتولو او شخصیت وژنه برلاسی شی.  درد او خواشینی دلته ده چې دشکنجې دتخصصی کولو پرځای پر دې لږ فکر شوی دی، چې څنګه کیدلای شی د شکنجې اړتیا له منځه ولاړه شی او یا لږ ترلږه یوه ټولنه هغو انسانی معیارونو ته ورسول شی، چې په هغې کې شکنجه دحاکمیت دتمثیل وسیله نه وی.
ایادشکنجې دمتخصصانو دزیاتولو پرځای  دیوې انسانی ټولنې د رامنځته کولو کادرونه نه شی زیاتیدلای؟
ددیکتاتوریو ماته له همدې ځایه پیلیږی،چې پر شکنجې تکیه کوی. یو ښکاره حقیقت دادی چې پرشکنجه ولاړ حاکمیت نه پاتېدونکی دی. دا ضرور نه ده چې هره دیکتاتوری به خامخا خپل ځای دیموکراتیک اوعادل انسانی نظام ته پریږدی، خو دا بیخی حتمی ده چې دیکتاتوری به دخپلوزورزیاتیو له امله راپرځی. هره دیکتاتوری او پر شکنجو ولاړ نظام په  تاریخ کې دیوې تورې لکې په توګه خپل ځای پریښی دی.

دشکنجې ټولنیز عواقب:
دشکنجې تر سیوری لاندې ټولنه دمطلقې بیباورۍ په تیاره کې ژوند ته ورټېل وهل کیږی . هغه نظامونه چې پرشکنجې تکیه کوی له خپل ولس سره دجلاد او قربانی اړیکه جوړوی. ولس پر حاکمیت او حاکمیت پر ولس باور نه شی کړای.
دغه بېباوری عمودی او افقی دواړه اړخونه ( ابعاد) لری.  مانا هم اتباع یا ښاروندان پرحاکمیت بې اعتماده کوی او هم وګړی پر وګړی اوټولنیز جوړښتونه یو پربل.  دشکنجې نظامونه اختناق زیږوی او هیڅکله دخپل مشروعیت دعوی  نه شی کړای، بلکې خپل مشروعیت په زوره تحمیلوی.
لیدل شوی دی، چې دشکنجې په نظامونو کې جرایم او جنایتونه ډیریږی، سیاسی مخالفت لوړبرید ته رسیږی او سیاسی مشارکت له منځه ځی.  شکنجه ټولنه په نویو قطبونو ویشی؛ قومی، مذهبی، ژبنی، فکری او صنفی ویش او کرکه زیاتوی. لیدل شوی دی چې دشکنجې قربانیان دژوندی پاتېدو په صورت کې په خپله په عقده یی او ګواښمنو دوښمنانو بدل شوی دی او که وژل شوی وی نو پاتې شونو او خپلوانو یې دمخالفت جنډه پورته کړې ده. دافرادو شکنجه هېڅکله دهغو په مرګ پای ته نه ده رسېدلې، بلکې دیوه نوی ټولنیز یاډله ییز مخالفت دپیلېدا لامل ګرځېدلې ده.  په تېره بیا دافغانستان په څېر سیال ټولنه کې چې کسات اخیستل دغیرت یوه برخه ده او شکنجه تر ډېرې مودې وروسته هم نه شی هېریدلای. په هغو ټولنو کې چې قوانین کمزوری وی او حکومتی بنسټونه ونه شی کړای دشکنجې له هغو ډولونو  سره مبارزه وکړی، چې دافرادو یاډلو له خواترسره کیږی، دکسات اخیستلو ( یا دقربانیانو په ګومان دعدالت دپرځای کولو ) ابتکار دفرد یا ډلې لاس ته لویږی، قربانی فکر کوی،چې قانون دده دشکنجې پروړاندې دپوښتنې توان نه لری یا بې پروادی، ځکه خوپریکړه کوی، چې پخپله غچ واخلی. دشکنجې په وړاندې داسې نارسمی غبرګون ټولنیز ثبات له منځه وړی حتی ملی امنیت ګواښلای شی.  ددیارلس سوه پنځوسمې لسیزې په پای او دشپیتمې هغې په پیل کې دوخت دحاکمیت له خوا دهغه مهال داستخباراتو په شکنجه ځایونو یاهم په پلچرخی زندان کې شویو شکنجو یا یې روایتونو، نه یوازې خلک دحاکمیت اطاعت ته مجبور نه شول کړای، بلکې له هېواده تېښته اوپراخ مخالفت یې راوپاراوه، همداراز دمخالفینو په کرښواو کړیو کې هم شکنجو او ځورونو دیو ایډیولوژیک مقاومت پښې ولړزولې او نهضتونه یې بدنام کړل.
پر شکنجې ورکولوروږدی کېدل ناروغی ده دا ناروغی په فرد کې پر سادیسم اوړی او په سیاسی جوړښت کې په استبداد، اختناق اوبالاخره ماتې اوسقوط.
په ثبات ، عدالت، سیاسی مثبت فکروعمل، دیموکراسۍ او خپلواکۍ راوستلوکې ناکام دولتونه دشکنجې له وسیلې څخه کار اخلی. پرډیموکراسۍ باورمند حاکمیتونه  هیڅکله پرشکنجې تکیه نه کوی. هره هغه ټولنه یاسیاسی تفکر چې انسانمحوره اهداف لری شکنجې ته لاس نه غځوی. څنګه امکان لری، چې یوڅوک دې دوګړیو دانسانی ژوند دشرایطو دښه والی لپاره هڅه وکړی اوبیا دې دشکنجې له سیاست څخه ګټه پورته کړی.
تر رنسانس وروسته چې دبشری هڅو په منځی (  محراق) کې انسان راغی او انسانی هوسایینه مهمه وګڼل شوه او تر غرایزو او احساساتو ډیر عقل ته لومړیتوب ورکړل شو، دشکنجې دله منځه وړلو هڅې هم پیل شوې.
دسیاسی نظامونو داصلاح، دحقوقی سیستمونو دمډرن کولو او دفردی حقونو دتاءمین له بحثونو څخه  یوه موخه داهم وه چې پرانسان دانسان دزورزیاتی مخنیوی وشی.
دشکنجې په وړاندې دمبارزې اغیزمنې لارې چارې دادی، چې دیموکراتیک ارزښتونه پیاوړی شی او حقوقی بنسټونه مډرن شی داسې چې دجرم دمخنیوی لپاره هڅې ګړندۍ شی.
دمدنی ټولنو وده، پیاوړتیا او نظارتی ځواک هم دشکنجې په راکمولو کې مرسته کړای شی.
بشریت که هڅه وکړی هماغسې چې مرییتوب یې پای ته ورساوه شکنجه هم له خپل برخلیک څخه توږلای شی او هاغه عصر به بختور وی، چې له ( شکنجې ) څخه دیوې افسانوی او اساطیری کرغیړنې ښکارندې په توګه یوازې په روایاتو کې نښه او یاد پاتې وی، دهمداسې یوې بشپړې انسانی ټولنې درامنځته کولو په هیله.

ستاسو نظر