ټولنه

رنسانس

ژباړن: عبدالودود بشریار

د نړۍ  په تاریخ کې له  میلاده  وروسته ۱۶ او۱۷ پېړۍ ډېرې مهمې ګڼل کېږی. دې پېړیو په لویدیز کې تهذیب  او تمدن ، علومو او فنونو ته  نوی ژوند ورکړ او ختیځ  یې تورې زمانې ته ټېله کړ- شوستری لیکی:
((۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ د اسیا لپاره  توره  زمانه یا دجهالت پېړۍ  دی. دسیاسی ځواک د تنزل ترڅنګ په اسیایی هېوادونوکې هره خوا  د اخلاقی او ټولنیز انحطاط دوره وه. هره خوا د  کورنۍجګړې، دکمترۍ احساس، انتشار او خلفشار، جهالت، بې سوادۍ، وهم پرستۍ او ړانده تقلید واکمنی وه. د علم او فضل ډیوې له مشرق نه مغرب ته کډه شوې وې.))
پرچین، هند، ایران او منځنی ختیز د پروهتانو، پنډتانو او فقهاو واکمنی راغلې وه. د دې خلکو په زړه پورې کار دا و، چې دتېرو (قدماو) پر کتابونو شرحې ولیکی اوله ویښته نه پوستکی وباسی. لومړی به  ددې کتابونو لنډیزونه لیکل کېدل، بیا به  د دغو لنډیزونو شرحې لیکل کېدې او طلباو ته به ښوول کېدې. په داسې حالاتوکې  د فکر اونظر د ودې پوښتنه هم نشوای  پیدا کېدای.
دعربۍ مشهور شاعر ابوالعلامعری وایی:
((د اسلافود چټیاتو  څومره سرمایه چې په کتابونو کې شته ټوله رڼا یې له منځه تللې ده.))
دعلم او فضل دعوه ګر له فکری اجتهاد نه بېګانه شوی ول – همدې شاعر ویلی:
((خلک د یو رښتینی امام په تمه دی،
چې د لښکر مشری یې وکړی،
دا یې خام خیال دی،
له عقل پرته هیڅ امام  نشته،
چې هر انسان ته سمه مشوره ورکړی،
او  لارښوونه یې وکړی.))
هرې خوا عقلی استدلال تور بدعت (سیه بدعت) ګڼل کېد. پردې سربېره پراخ یا سیت او جبریت چې د سیاسی او اخلاقی تنزل ښکاره نښې دی- په زړونوکې د تحقیق  او تجسس ولولې سړې کړې وې.
په منځنیو پېړیوکې د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ د صلیبی جګړو په  لړ کې جنګونه او وژنې روانې وې. داجګړې په ښکاره د دین په پلمه کېدې خوبنسټ کې یې اقتصادی او سوداګریز هدفونه نغښتی ول. لویدیزوالو له پیله د روم سمندرګی د غاړو له سیمو، عراق او ایران سره لېوالتیادرلوده، ځکه چین ته تللې(د وریښمولار) په دغو هېوادونو کې غځېدلې وه. د صلیبی جګړو د ناکامۍ داغ دلویدیزوالو پر زړونوخاپ جوړ کړی و، چې تورکانو  قسطنطنیه هم ونیوله  او د لېرې ختیز د وچې د سوداګرۍ له لارو څخه  یې هم محروم کړل.
په دغه زمانه کې قطب نما دود شوه،چې لویدیزوالو یې په مټ د لېرې ختیزهېوادونو ته درسېدو لپاره، دسمندری لار موندنې ته ملا وتړله. دقسطنطنیې له نیولو نه وړاندې هم د یونانی ژبې پوهانو د ارسطو، ډیماستهنیز، یوری پیډیز او نورو اثار اخېستی او ایټالیاته رسولی ول. په ۱۳۹۶زیږدی کې یو یونانی عالم کروسولوس، فلورنس پوهنتون ته راغی [دغلته] مېشت شو  او د یونانی ادب او ژبې په اړه یې لیکچرونه ورکړل، له دې سره د فلورنس دپوهنیزو سټو تر منځ د یونانۍ ژبې انګازې خپرې شوې. دغه مهال فلورنس ښار د کلاسیکو علومو او فنونو مرکز وګرځید.  ددغه ځای امیران او سرداران  ډېرپوهنپال ول اود عالمانواو ذوق خاوندانو په درناوی او هڅونه کې  ډېر مخکې ول. په دوی کې  د دمیچی کورنۍ دعلم وهنر ډیره ملاتړې وه. ډانټې، بوکاکیو او دلانی د فلورنس له خاورې څخه سر پورته کړی و. د دمیچی کورنۍ کې کوسیمولورنیزو، لسم پاپ لیود او اووم کلیمنټ پاپ د علومو او فنونو پالنه کې ستره ونډه واخېسته. کوسیمو په فلورنس کې د اپلاتون اکاډمی جوړه کړه چې پکې به  داپلاتون  فلسفه  ښوول کیده. [د تورکانو لخوا] دقسطنطنیې له نیولو وروسته، یونانی عالمان ډلې ډلې د ایټالیا ښارونو ته ولاړل. د۱۴ مې پېړۍ تر وروستیو پورې ایټالیا د ټولې اروپا د زده کوونکو مرجع ګرځیدلې وه. خلکو به د زده کړې په مینه کې سلګونه میله فاصله وهله او روم، فلورنس او پیډوا ته به تلل. همدغسې ورو- ورو د پوهنیز نوښت خوځښت ((تحریک تجدید علم)) پر لویدیزه خاوره خپور شو. په ایټالیا کې دا خوځښت د  ادبیاتو او ښکلی هنرونو دخپریدو تر بریده و خو په شمالی او لویدیزه اروپا کې یې پوهنیز (ساینټېفیک) اړخ وده ومونده. په جرمنی کې یې مخه ازادۍ، دفکر او نظر  څرګنداوی، ددین اصلاح  ته وواښته.
په دغه پېرکې کوپرنیکس،ګلیلیو، نیوټن، کیپلر، دسې لیس، ډیکارت او فرانسس بیکن دنوې فلسفې او ساینس بنسټ کېښود. ددوی په  څیړنو او منځته راوړنو سره په ستور پیژندنه، جغرافیه، فزیک ، منطق، مابعدالطبیعات او طب کې پخوانی سولیدلی نظریات ورغول شول، چې له دې سره درومی کلیسا د متکلمانه فکرونو او نظرونو منتر مات شو او دانسان له مغز او فکر نه  د اوهامو او خرافاتوپېړې پردې لېری شوې. کوپرنیکس ثابته کړه چې ځمکه یوه سیاره ده او دنورو سیارو غوندې د لمر پر شاوخوا چورلی. هغه  کتنې(مشاهدات) چې ګلیلیو په دوربین وکړې په هغود کوپرنیکس د نظریې تاییداو پخلی وشو- له دې سره ددین پیشوایان  له غصې تور واوښتل او پر ساینسپوهانو یې زیاتی او بې حده ظلم راوخېست. کله چې ګلیلیوپه دوربین دمشتری ستوری ولیدل او دا خبره یې د دین سرپرستانو ته وکړه،  نو پر دې هغوی  خپه شول او د ګلیلیو د خبرې  له منلو یې نټه (انکار) وکړه. ګلیلیو وویل:((راځﺉ! زه یې دوربین کې در وښیم.))
خو هغوی په دوربین کې  له کتو هم نټه  وکړه  او ویې ویل:  (( دا ناممکن دی، درواغ دی.))
له دې سره د کلیسا او ساینس تر منځ هغه اړی-ګړی او جګړه پیل شوه چې د کلیسا په ماته  پای ته ورسیده.  پر ګلیلیو د الحاد او او زندیق فتوې ورکړل شوې او د کلیساپه عدالت کې  محکمه شو. دا محکمه له دې امله تاریخی ارزښت لری، چې کله محکمې ګلیلیو خپلو پوهنیزو نظریاتو ته پر بیا کتو مجبور کړ، نو هغه تر شونډو لاندې ویل:(( خوځمکه تاویږی، ځمکه تاویږی.))
د نظر د ازادۍ مخنیوی (سدباب) د ددینی لارویانو د وس خبر نه وه. د[کلیسا] دحساب و کتاب زیاتې هلې ګولې هم انسانی مغز او فکر د متکلمانه نظریاتو په کلا کې بند ونشو ساتلای او ورو- ورو کلیسا ته هم دا تریخ  احساس وشو،  چې  د ساینس د سوبمن ګام (فاتحانه اقدام) سیالی (مقابله) که ناشونې (محال) نده  نو سخته  خو هرومرو ده. همدا و چې دجګړې نوې نوې لارې رامخته شوې. د ساری په ډول کله چې به کوم ساینسپوه  نوې پوهنیزه موندنه (انکشاف) وکړه، نو دین والو به سم له لاسه د خپلو مقدسوکتابونو پاڼې واړولې او د ځینو داسې فقرو تر موندنې وروسته به یې د تاویل په توګه ویل:
((وګورﺉ! دا موندنه  څه نوې  نده، بلکې دا اصول خو له پیړیو راهیسې زمونږ په مقدسو کتابونو کې شته دی.))
د دې پوښتنې جرات له چا سره  و چې ویلی یې وای: که ددې ټولو موندنو او منځته راوړنو اصول ستاسوپه دینی کتابونوکې شته وای، نو دساینسپوهانوله څېړنو او استازولۍ (ترجمانۍ)  وړاندې ولې نه رابرسېره کیدل  او تر ننه پورې ولې کوم دین وال (اهل مذهب) د[دغو اصولو په اساس]  کومه ساینسی موندنه نده کړې. د مذهب والو دغه څیړندود اوس هم پاتې او دوام لری.  دوی د ارتقا او اضافیت په شان اوسمهالونظریواصول او مبادی هم په خپلو کتابونو کې لټولی او  اېستلی دی.
فرانسیس بیکن دارسطو پرقیاسی منطق کره کتنه ولیکله او داستقرا اهمیت یې روښان کړ. استقرا د سوچه پوهنیزې څیړنې (خاص ساینټیفیک تحقیق) استازولی کوی او د قیاس پر تله کتنه (مشاهده) ډېره مهمه ګڼی. هابس او دیکارت د ساینس له نوو موندنو څخه اغېزمن شول او  په رڼا کې یې نوې فلسفه چمتوکړه.
په ادبی نړۍ کې پیټرراک  او بوکاکیو  د بشردوستۍ روایات راژوندی کړل. د پیټرارک [سم]پېژندل داسې دی لکه د رنسانس روح پیژندل. مور او پلار دی د قانون د زده کړې لپاره پوهنتون ته لیږلی و، خو د قانون دزده کړې پرځای یې د پخوانیو مشاهیرو: ورجل، سیسرو، سینکا او نورو کتابونه ولوستل، چې په دې سره یې له کلاسیک ادب او شعر سره لیوالتیا ډېریدله. اخر داسې وخت را ورسید چې ټولو مینه والو ته یې وویل چې د ده لپاره دې لاتینی او یونانی اثار وګوری، غونډ کړی او وپېری. درینان وینا ده چې پیټرارک لومړنی نوی انسان  دی. هغه د پوهنو د بیازیږیدو (احیاالعلوم) د پلارانوپلار(ابوالآباء)او لومړنی بشر دوست  ګڼل کېږی. شپږم انوسینټ پاپ پر پیټرارک د جادوګر تور لګولی و. ځکه  هغه  د ورجل مطالعه کوله. پیټرارک به د یونانی او لاتینی اثارو په اړه ویل: ((دوی بې ګنا بندیان ول چې وحشیانو په  پېړیو زیندۍ کړی او زولنې وراچولې وې.))
په دغه  زمانه کې د روم د کلیسا اخلاقی حالت د ویلو نه دی. هره خوا په کلیسا او خانقاو کې د فسق او فجور واکمنی وه. لیکی  د( اروپا د اخلاقو تاریخ) کې د دین ټېکه دارانو د عیش او عشرت ډېر شرموونکی حالات لیکلی دی. ددغې زمانې  د لیکوالو او لارښوونکوپه لیکنو او ویناو کې د کلیسا د غنم رنګه اوربشو خرڅولواو دوکاندارۍ ښې بېلګې وړاندې شوې دی. سادنارولا، د ممبر پر سر وویل:((دروم لپاره زر، لس زره، څوارلس زره فاحشې هم لږې  دی،ځکه په روم کې هره ښځه او سړی په فاحش بدل شوی دی.))
مشهور انځورګر اوسنګ تراش میکال انجلو له  سادنارولا څخه  اغېزمن و.  یوه ورځ د هغه نندارتون ته دوه کشیشان (پادریان) ورغلل او دهغه په انځورونو کې یې عیبونه لټول. یوه  وویل : ((تاسو د ولیانو مخونه  یو څه ډېر سره ښوولی دی.)) میکایل انجلو ځواب ورکړ: ((سمه ده، خو د قیامت په ورځ ستاسو په شان بدکارو سره ، په دریدو به، ایا د دوی څېری له شرمه سرې وانه وړی.))
بوکاکیو هم په خپلو کیسو کې په کشیشانو  ډېرې ملنډې وهلې دی.
میکال انجلو اول  سنګ تراش و او بیا انځورګر شو. د هنر کره کتونکو نوموړی د نړۍ لوی هنرمن ګڼلی دی. پر ده سربېره رفایل، ططمیان، ویلاسکات، کلاډلورین، داونچی او نورو د انځورګرۍ ځلاند دودونه رامنځته کړل.  ددوانچی شخصیت په عجیب ډول هر اړخیزحیثیت درلود. هغه دیو لوی انځورګر تر څنګ لوی ریاضی دان، مهندس، معمار، شاعر، سنګ تراش، سندرغاړی او مؤجد  هم و. هغه د تارپیډو، ټانک اوټوپک نمونې (موډلې) جوړې کړې وې  او د کیمیا او نجوم مخالفت یې کړی و.  هغه د نوح (ع) له طوفان نه انکار وکړ او و یې ویل چې سدوم او ګموره خدایی عذاب  ړنګ کړی نه ول ، بلکې د طبیعی اسبابو له امله تباه شوی ول. هغه د پخوا زمانې د حیواناتو دبدنی پاتې شونو د څېړنو پایله کې وویل چې، کروړونه کلونه کیږی چې ځمکه  رامنځته شوې ده. په دې کشیشان ډېر ازرده شول . د نوموړی په ذات کې د رنسانس  خوځښت  په خپل ټول جامعیت سره راڅرګند شوی و.
د ادب په نړۍ کې ایراسمس، مور، مانتین او شیکسپیر د بیان په سبکونو (اسالیب) کې رنګارنګی او په موضوع کې پراختیا پیداکړه.د ایراسمس یواځینی کار علم و فضل و.  د نوموړی  د هلکوالۍ یوه ټوکه مشهوره ده. یو ځل یې د لاتین ژبې استاد ته یو لیک ولیکه. ښاغلی استاد یې کم لوستی و- نو په ځواب کې یې ورته ولیکل:
((زماګرانه!  که نور په لاتین  لیک لیکې نو شرحه یې هم ورسره رالیږه، چې  پوهېدل یې اسان شی.))  دنوموړی لیکنه د(حماقت تعریف کې) اوس هم په دلچسپۍ  لوستل کېږی.
مور هم په خپله ایټوپیاکې د اپلاتون په شان د یو خیالی اشتمالی ټولنې خوب لیدلی دی- یو ځای لیکی: ((واکمنانو سازش کړی، چې مشترک دولت په نامه باندې ځانو ته شیان برابر کړی.))
د مور ځینی وړاندیزونه په زړه پورې دی. د ساری په ډول وایی چې د نوموړی په خیالی دولت کې (( له واده نه وړاندې د ځلمی او ناوې لپاره اړینه ده چې یو بل لوڅ لغړ ووینی.))
مانتین د لنډو لیکنو دلیکوالۍ لارښود  ګڼل کېږی. د نوموړی په مقالو کې کله، کله د کلبیت رنګ راغلی دی خو پکې دذهنی پراختیا(وسعت قلب) او نفسانی بصیرت نا اشنا نمونې هم موندل کېږی.
شیکسپیر په ډرامه لیکوالۍ کې هغه مقام لری، چې په علم او فضل کې یې ایراسمس او او ښکلو هنرونو کې یې داونچی لری.  نوموړی د انسانی سیرت او کردار استادانه څیړنه کړې  او د انسانی طبیعت هغه ګوټونه یې رسوا  کړی چې د ډېرو لږو شاعرانو او ادیبانو نظر ور رسیدای شی. دی د یونانی مشاهیرو: اسکیلس او سوفوکلیز له فلسفیانه نظری لوړتیا او آفاقیت څخه  محروم دی، خو په نفسیاتی بصیرت کې تر هغو وړاندې دی.
د منځنۍ پېړۍ له ختمیدو سره د ودانیو د جوړښت ګاتیکی سبک هم له زوال سره مخ شو. د  ډونا برامانټ په شان معمارانو د پخوانی روم ودانیز سبکونه بیا راژوندی کړل او  دهغو په ډول یې د ایټالیا په ښارونو کې ودانۍ جوړې کړې. د وارسای ودانۍ  د کلاسیکی ودانیز سبک ډېرې ښکلې نمونی ګڼل کېږی.
په دغه  زمانه کې د لویدیز دکلاسیکې موسیقۍ بنسټوال سټریډی ویریس، یوازې دا نه چې وایلن وهنې ته پرمختیا وبښله، بلکې وایلن یې په داسې بڼه چمتو کړ، په کومه بڼه چې یې نن سبا مونږ وینو.
دکلیسا د اصلاح خوځښت چې د روم د کلیسا دپیړیو روحانی او ذهنی واکمنی یې پای ته ورسوله،درنسانس یوه څانګوړې ګڼل کېږې. دچاپ خانې له رامنځته کېدو سره پر مقدسوکتابونو او دهغو پرتدریس او زده کړه د دین ټیکه دارانو  اجاره پای ته ورسیده. د روم له کلیسا سره چې کوم کار چاپخانې وکړ، هغه کار باروتو د ځمکوالۍ(فیوډالۍ) له نظام سره وکړ. دلویدیز پاچاهانو د لوړې طبقې  او باروتو په مرسته ځمکوال ختم کړل.
ایټالوی احیاالعلوم خوځښت  [رنسانس] ته د[پوهنو] د بیا پیداکیدو (پیدایش نو) نوم ورکول کیږی، ځکه  زر کاله د وحشت او بربریت له دورې  وروسته  کلاسیک علوم او فنون بیا راژوندی شول او له زر کاله فکری غلامۍ وروسته لویدیزوالو ته د فکر او نظر ازادی  په نصیب شوه.  هغوی د روم د پاپ د روحانی واکمنۍ تر څنګ د متکلمانو ذهنی استبداد سره  مخه ښه وکړه . او سر یې پورته کړ، د اسمان پراختیا، دغرونو لوړتیا او دسمندرونو ژورتیا  ته یې په پوره ډاډ وکتل او تسخیر ته یې ملا وتړله . د یو تاریخ لیکوال په وینا:
((خلکو بیا وانګیرله چې ژوند لوی نعمت دی او همدا ژوندکول  د ډېرې خوشحالۍ باعث دی. دا د یونانی فلسفې د بیا ژوندی کیدو  نتیجه وه، چې  له ذهنونو څخه یې د پېړیو درهبانیت زولنې لېرې کړې. عیسایانو[؟] د روم او یونان پخوانی او زړه کښوونکی تهذیب  د فنا له ژورو څخه ویست او پر دغو کارنامو یې  وویاړل او دې ته یې د تهذیب د بیاژوندی کیدو نوم ورکړ. رنسانس د کوم سیاسی یا مذهبی خوځښت نوم ندی بلکې دیو ذهنی کیفیت نوم دی.))
د فکر او نظر د ازادۍ له ولولو نه په سرشار یدو سره کولمبس، واسکوډګاما،میجی لان او والټر ریلی د لېرې لېرې سیمو  په خطرناکو سمندری سفرونو ولاړل. د دې دورې د پرجوشه چغې (هماهمۍ) څرګندونه دژوند په هر څانګه کې په څرګند ډول محسوسیدای شی.  دغه د ژوند ولوله او د ژوند مینه (جوشش) د رنسانس روح دی. د نظر سردارانو په حجرو او خانقاو کې د ګوشه نشینۍ او  ژغورنې د دوعاو پر ځای خپل شاوخوا ژوند سره مینه پیدا کړه او د خپلو مسایلو او غوټو(عقدو) د پیژندلو او هوارولو هڅه یې پیل کړه. هغه نظرونه چې زر کاله  د ژغورنې او پرمختیا (فلاح  و بهبود) په لټون اسمان ته نیول شوی ول، بیا ځمکې ته راوګرځیدل او پر دې ځمکه  د ورک شوی [جنت] فردوس لټون پیل شو. (پای)

ستاسو نظر