ټولنه

فرد او ټولنه

له اخلاقو نه یواځې د ټولنیز نظم مانا اخىستل سم نه دی، ځکه چې ټولنه د تمدن او ارتقا لپاره اخلاقی فضیلت ته هم اړتیا لری. مطلب دا چې له اخلاقو د فضیلت مانا ډېره معقوله ده.
که په ټولنه کې پر مادی او اخروی ګټو سربېره له یوې نېکۍ نه څوک خوند وانخلی او خوږ احساس ورنه کړی، هغه ټولنه په ښو اخلاقو هم مدنی کېداى نه شی، ځکه اخلاق د تمدن په موخه نه کاروی.
زموږ د ټولنې اخلاق همداسې رواجی دی، چې خوند ترې نه اخیستل کېږی.
زه مې مشر ورور ته لالا وایم او تر ما دوه کشران ما ته نوم اخلی، خو نه ما کله انګېرلې، چې ګنې زه مشر ورور ته په (لالا) ویلو سره تر نورو ډېر احترام لرم او نه کشرانو حس کړې، چې ګنې ما ته په نوم اخىستو سپکاوى کوی.
فکر وکړئ، موږ نومونه یواځې د رواج په توګه کاروو. ډېر خلک شته چې پلار ته پلار جان او اغا جان وایی، خو په سپکاوی یې پوټى ډیل نه دی، داسې خلک هم پېژنم، چې مور ته نوم اخلی، خو له سره پرې تېر دی، دا ځکه چې موږ کله پر دې رشتو او له نومونو سره یې پر تړاو فکر نه دى کړى.
دا ځکه چې ټولنیزو اخلاقو خلک دومره زندۍ کړئ، چې فکر ته یې نه پرېږدی.
تر اوسه زموږ په ټولنه کې ښځې خپل مړونه په خپل نامه نه شی رابللى. د (اى، هغه، هابل، د وړو پلار او…) پردی نومونه ورته اخلی . کومه ښځه چې مېړه په خپل نوم رابولی او له ښاره کلی ته راشی، پر کلیوالو بده لګی، چې دا وګوره خپل مېړه ته نوم اخلی. کومه ښځه چې مېړه ته نوم اخلی، هغه په کور کې واکمنه ښځه وی او ښکاری چې د کورنۍ نور غړی ورته د برابرۍ نظر کوی. زموږ په ټولنه کې ښځه ځکه مېړه ته نوم نه شی اخىستى، چې د سړو له لاسه د سړو پر وړاندې د کمترۍ احساس کوی او دا هم د ټولنې د جابرو رواجی اخلاقو برکت دى، چې ښځه یې د سړی زرخریده غلامه کړې او د واک ګردې لارې یې ورتړلې دی:
د جینکو خواره قسمته
لوګى بانه کړی، ژړا یار پسې کوینه
زموږ ټولنیز اخلاق دومره زورور او کلک زړی دی، چې د انسانانو، په تېره دښځو بنسټی حقونو، لکه د زده کړو، په خپله خوښه د واده، تر دې چې د خپلې خوښې د خوراک و څښاک مخه یې نیولې ده.
زموږ د ټولنې د کلک زړۍ او مشرواکۍ دا حال دى چې مشر کومه خبره وکړه، هغه د کاڼی کرښه ده او د بدلانه امکان یې نشته، ګنې تاریخ ثابته کړې، چې ډېرو مشرانو ډېرې ناسمې پرېکړې کړې او د ډېرو کشرانو خبرې سمې ختلې. دا ضرور نه ده، چې د پلار هره خبره دې سمه وی او د زوى ناسمه. ارواپوهنه راته وایی، چې د ځینو کسانو جسم لوى شی، خو ذهن یې همغسې وړوکى وی او ځینې کوچنیان او زلمی د ډېرو لویو مسایلو د حل وړتیا لری.
زموږ اخلاق موږ ته وایی، چې مشر، که ورور وی، که تره، که پلار، که ماما هره ناروا به منئ، ځکه چې هغوى تر تاسې مشران دی او درناوى یې پکار دى. مطلب موږ په چوپه خوله د ناسمې خبرې منلو ته اړ یو او دا مو د مشر د درنښت خبره ده، خو درنښت بېخی بېل شى دى. ته به د یوه چا درناوى کوې، خو له ډېرو خبرو سره به یې همغږى نه یې. درنښت دا نه دى، چې د یوه چا خبره بې چونه و چرا ومنه. درناوى یې کوه، خو ناسمه خبره یې مه منه، ځکه زموږ مشران زموږ د کشرانو ژوند هم په خپل لاس کې اخلی او دا د کشر پر ژوند ناوړه اغېز کوی. داسې ډېر سړی پېژنم، چې ښځه یې ورته کوله، نو مشرانو ترې پوښتنه نه ده کړې او ده هم په ټیټ سر د مشرانو د درنښت په نیابت منلې، خو اوس هغه مشران نشته، خو د دوى ژوند پر سکروټو دى.
دا دومره کلک زړی اخلاق مو ځکه پر ځان مسلط کړی، چې له موږ سره د ټولنې د شړېدو ویره ده.
پخوا چې اروپا د ټولنې د نظم د خوندیتوب لپاره دا ډول اخلاق پر افرادو تپل، نو پر ضد یې د نولسمۍ پېړۍ په وروستیو او شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایی کې د اګزیسټینشلیزم پلویان راپاڅېدل، چې د ټولنې پرخلاف یې د افرادو د خپلواکۍ غږ پورته کړ.
د اګزیسټینشلیسټانو په اند چې هغه کس ټولنې ته خىر نه شی رسولى، چې له ټولنیزه جبره ازاد نه وی. دوى ټولنیز ارزښتونه د انسان د فطری ازادۍ پر اوږو ژغ باله، چې پکار دی، اوږې ترې سپکې کړې، ګنې انسان به ورلاندې مړ شی.
د اګزیسټینشیلسټانو په وینا، چې  فرد څرنګه ژوند کوی او څرنګه له ژونده خوند اخلی، حق یې دى، ټولنیز جبر یې د مخنیوی حق نه لری.
خو که فرد ته دومره ډېره مخه ورکړو، نو ټولنه شړېږی. که د افرادو له یو بله رغېدلى، بیا به هم ښه واى، ټولنې ته به اړتىا نه واى. ټولنې د همدې افرادو له خپلمنځی تړاوه جوړېږی او دا تړاو چې ضرور دى، نو باید معقول وی، نه پر جبر ولاړ وی، نه پر فردی خپلسرۍ.
نو تر څو مو چې د فرد او ټولنې پر تړاو فکر نه وی کړى او معقول کړى مو نه وى، تر هغې به سرګردانه او پاتې خلک یو.

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر