ټولنه

د سولې تړونونه او بشری حقونه

ډاکتر نظام کټوازی

پېژندنه :
د تیری پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې، چې د سړې جګړې د پای موده وه  نړۍ وال د مهمو سیاسی او اقتصادی بدلونونو شاهدان و . د سړې جګړی اختلافونو او رقابتونو د دریمې نړۍ په وروسته پاتی هیوادونوکې قومی، مذهبی او سیاسی جګړوته ځای پریښود. په د هیوادونو کې اختلافونه او جګړو زور واخیست تر دې چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره په جدیګواښ بدل شول . ددې خطر د رفع کولو او جګړو د ختمولو لپاره چې له ډیرو ناخوالو او تیریو سره ملې وې ددی اړتیا ورځ تربلی زیاته احساس  کېده چې د ښکېلو خو اوو ترمنځ اختلافونه په سوله ییزه طریقه حل شی . که څه هم د جګړو او خشونت د راپیدا کېدو لپاره ګڼ شمیر لاملونه پیژندل شوی ، خو یو بنیادی لامل یی دا و چې په جګړو کې د  ښکېلو هیوادونو حکومتونه او رسمی موسساتو ددې ظرفیت پیدا نه کړ چې خلکو ته بنیادی اجتماعی خدمتونه ورسوی. ددغه  ناتوانی او د سیاسی ازادی د نشتوالی له امله د دی هیوادونو خلکو  په خشونت لاس پوری کړ او په دې ډو ل د مقاومت او استبداد کړۍ جاری وساتل شوه ( د نړیوال بانک د ۲۰۱۱ کال د نړی والی پرمختګ راپور WDR 2011) د نژدې د وولسیزو تجربو و ښودله چې د اختلافونو او جګړو د ختمولو لار دخشونت او ترور نه، بلکه د دې هدف لپاره  د سولې او مذاکراتو لار اغیزناکه او ګټوره ده . د همدې درک او ضرورت پربنیاد د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې ګڼ شمیر د سولې تړونونه په جګړو کې د ښکېلو خواوو له خوا لاسلیک شول چې ځینې یی بریالی وختل او دیوی پایداری سولې هیله مندییې را په یاده کړی ( جنوبی افریقا ۱۹۸۳،هرڅیګووینا- بوسنیا ۱۹۹۲ ، روندا ۱۹۹۴،سریلانکا)او ځینی نور (حتی زیات شمیر)داسې تړونونه ونه شو کولای چې خپلو ملکونوته سوله او ثبات بیاراولی . د دی ناکامی عمده لامل د حکومتونو هم هغه ناتوانی او بی ظرفیتی په ګوته شوې چې مخکې ورته اشاره وشوه .
د سولې په مذاکرو کې یوه لویه ستونزه دا وی چې د عدالت او سولې ترمنڅ کوم یو باید انتخاب شی. د جګړو د پای ته رسولو لپاره د فعالینو او د بشری حقونو د مدافعینو په منځ کې په دې ټکی اختلاف راپیدا کیږی. د جګړو پای ته رسولو فعالین په دې ټینګار کوی چې په فوری ډول اوربند رامنځ ته شی او په جګړه کې ښکیلې خواوې د مذاکرو میز ته راوبلل شی. دغه فعالین ډیر زور په پروسه باندې اچوی چې د خبرو او مذاکرو دروازې خلاصې شی، د ښکیلو خواوو ترمنځ د اعتماد یوه فضا پیدا شی او وروسته له دې وخت څخه د دایمی سولې لپاره استفاده وشی.
د بشری حقونو مدافعین د پروسې په ځای په نتیجه باندې ډیر زور اچوی. هغوی وایی چې دایمی او پخه سوله هلته رامنځ ته کیدای شی چې د جګړو په اصلی لاملونو باندې خبرې وشی او د هغوی د محوه کولو لپاره قانونی چوکاټ او میکانیزمونه تعیین شی. دوی فکر کوی چې په معمول ډول په بشری حقونو تیری او د افرادو له بنسټیزو ازادیو او حقونو څخه انکار کول د دې لامل ګرځیدلی چې خلک خشونت او تاوتریخوالی ته اړ شی. نو له دې امله د بشری حقونو د اعادې او تامین لپاره باید لار وسنجول شی که غواړو چې دایمی سوله رامنځ ته کړو.
د سولې هر تړون ځانته خپلې ځانګړتیاویلری. داسې کومه عام شموله نسخه نه شته  چې د سولې د هر تړون لپاره کار ورکړی او له مخې یی په جنګونو کې ښکېلی خواوی روغې جوړې ته ورسیږی. د هر ملک تاریخی سیاسی او اقتصادی شرایط بیل دی او له  همدې امله د خپلو ملی شرایطو او سیمه ییزو ملاحظو پر بنسټ د سولې موافقې لاسلیک کوی .
په معمول ډول د سولې موافقې د سولې د پروسی له څو مرحلو وروسته د لاسلیک پړاو ته رسیږی.
د سولې پروسه ټولې هغه هڅې او نوښتونه رانغاړی چې په ترڅ کې یی لوړپوړی سیاسی او نظامی چاروا کې ،خصوصأ هغه خواوې  چې په مخامخ جګړو کې شاملی وی دیو ډول جوړ جاړی لپاره سره راغونډ کړی په دې مرحله کې ښایی مخامخ خبرې وشی یا ونه شی . (Christine Bell 2006)
له دې تعریف څخه جوتیزی چې د سولې پروسه یو تغیر پذیره ماهیت لری له شرایطو سره سم بدلونونه منی، له پیچلو پړاوونو څخه تیریږی چې اکثرآّ له ابهام او ناڅرګندو هیلو او امیدونو سره مله وی، څیړونکو په عموم ډول د سولې د تړونونو لپاره درۍ مرحلې پیژندلی دی :
۱٫ د مخکنیو مذاکرو د پړاوتړون
۲٫ د بنسټیزو مسالو تړون
۳٫ د تطبیق د مرحلی تړون
تیرو تجربو ښودلی ده چې د مخکنیو مذاکرو پړاو همیشه له وقفو، شک او تردید او په شاکېدو او پرمختګ سره تړلی وی . ښکېلی  خواوی په خبرو کې یو باثباته او مشخص دریځ نلری هره خوا هڅه کوی چې د بلی خوا له منځ دریځو عناصر وسره کښینی د جنوبی افریقا ۱۹۸۳، دسریلانکا ۱۹۹۵ او د افغانستان د ۲۰۱۲ کال مذاکرې د همدې ډول  مذاکرو نمونې دی په دې پړاو کې مرکزی پوښتنې داوی چې څوک او د کوم موقف او اعتبار څښتنان له  هری ښکېلی خوا  څخه باید په خبرو کې برخه واخلی .
د کډوالو راستنیدل ، د بندیانو خوشی کول ، د مذاکره چیانو لپاره مصوؤنیت هم نوری داسېمسالې دی چې د پیش شرطونو په څیر په مذاکرو کېوړاندېکېږی په عموم ډول ښکیلې خواوې د راتلونکو خبرولپاره په یوه اجندا موافقه کوی او د بنیادی مسالو په باب هره خوا خپل دریځ اظهاروی . په حقیقت کې په دی مرحله کې د راتلونکو خبرو په باب خبری او مذاکرېوی .
د افغانستان د کشالې په اړه د ښکېلو افغانی خواوو په مستقیم ګډون د لومړی ځل لپاره ددی کال د دسمبر په ۲۴ په پاریس کې  د بین المللی منځګریتوب په مټه مخکېنی مذاکرې وشوې .له هغه پخوا هم د چاپان په کیوتو کې د ۲۰۱۲ په جون کې د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ خبرې شوې وې خو کومې پایلې ته چې د سولې هیله ورڅخه شوې وای، ونه رسیدې.د پاریس مذاکرې که څه هم له شکونو او تردیدونو سره ملی وی خو په عموم ډول د یوه مثبت بدلون او نوښت په څیر ارزول شوی دی . په خبرو کې د افغانستان د حکومت غوښتنه دا  وه چې په نورو خبرو کې باید د  طالبانو له خوا داسې کسان ګډون وکړی جې هویت او موقف یی څرګندویاو د پوره صلاحیت څښتنان وی .
دغه راز د بنسټیزو مسالو په اړه د اساسی قانون د تعدیل او د نوی موقت حکومت د جوړولو خبره هم یاده شوه چې د افغانستان د حکومت له خوا  په نیمګړی ډول ځوابشوه او یا یو مخیزه مسترده شوه . په دی ډول موږ ګورو چې د مخکېنو مذاکرو پړاو له ستونزو ، بندیزونو او په عین وخت کې له پرمختګونو او هیلو سره یو ځای وی . دغه حالت ددی مرحلی یو خصلت پیزندل شوی او که چیری په اوضاع کې یو موقتی شاته تګ او یا تردید رامنځتهشی ، د مایوسی او ناهیلی سبب باید ونه ګرزی .  دې مرحلې یو بل خصلت دا هم وی چې په جګړه کې ښیکېلی خواوی د بنسټیزو مسالو او تړون لپاره پیش شرطونهوړاندې کوی خو په عین حال کې جګړونه هم ادامه ورکوی او مذاکړې د خپلو نظامی بریا وو او ستراتیژی په سیوری کې پرمخ بیایی له همدې دریځ څخه د سولې دپروسی تغیر منونکې ماهیت په ډاګهکېږی .
په پاریس کې له مذاکرو څخه یوه ورځ وروسته یانی د دسمبر په ۲۵ د جورجان په ولایت کې یوه پولیس پنځه تنه نور پولیسان په ډزو وویشتل او مړه یی کړل. طالبانو ددی حادثې مسوولیت ومانه . ددسمبر ۲۶ د خوست په ښار کې د تعبییه شوی چاودیدونکې توکې په ذریعه یو تن سرتیری ووژل شو او ګڼ ملکې کسان ژوبل شول. د تبعیه شویو چاودیدونکو توکو په کارول او ځانمرګی بریدونه دوه هغه خطرناګ جنګی تاکتیکونه دی چې د حکومت مخالفو خواوو له ډیره راهیسی په کاراچولی. د خواشینی خبره ده ده چې دغه دواړه تاکتیکونه د بشر پالنی د بین الملی قانون او اسلامی او صولو مراعات نه کوی ځکه چې په نتیجه کې یی بی ګناهملکې کسان وژل کېږی ژوبلیزی او یا ددوی مال او جایدادونوته زیان رسیږی.
دغه راز د حکومت پلوه ځواکونو، په هوایی بمباریو او د شورشیانو د پلټنو تر عنوان لاندې عملیاتو کې ګڼ شمیر بې ګناه کسان نیول شوی، توهین شوی او په توقیف خانو کې ءاته دی بې له دې چې د قانونی چلند له مخې د هغوی د ګناه او جرم اثبات وشی. دا ټول موارد د وسله وال خشونت په چوکاټ کې په بشری حقونو د تیری مثالونه دی.
۲- د سولې په پروسه کې دویم پړاو د بنسټیزو مسالو په اړوند د تړون لاسلیک کول دی . په دی تړون کې د ډیرو اساسی مسالو د حل او بدلون لپاره په  یوه چوکاټ باندی موافقه کېږی چې په بنیادی ډول د بشری حقونو مسالې رانغاړی که څه هم ښایی په تړون کې د بشری حقونو نوم هم وانه اخیستل شی خو اساسیمسالې لکه د سیاسی او اداری ځواک په ویش او دهغه د کارولو په طریقه باندی هو کړه کول اساسیبشری حقونه مطرع کوی لکه د برابری او عدم تبعیض حق او پهسیاسی ، اقتصادی چارو کې د ټولو د استازو د ګډون حق ، په معمول ډول په دی تړون کې د کشالو د حل لپاره په سوله ییزه طریقه باندی ټینګار کیږی . دقضایی او امنیتی ځواکونو په ریفورم ، د نویو موسساتو په تشکېل چې د افرادو بنیادی حقونه وساتی موافقه کېږی.  ښکېلې خواوې دیوه فوری اوربند په باب او بشری حقونوته د احترام په میکانیزم باندېهم هوکړه کوی او د هغه د تطبیق لپاره یو زمانی چوکاټ ټاکی .
تجربو داښوولی ده چې دغه تړونونه ښایی عملی شی یاعملی نه شی . ګڼ شمیر لاملونه د هغو په تاخیر کې نقش درلودای شی لکه د ښکېلوخواوو په دریځ کې بدلون درهبرانو مړه کېدل یا ګوښه کېدل او نور.
۳- د تړون د تطبیق مرحله :
په دی تړون کې د بنسټیزو مسالو په باب د تړون جز یًیات او جوړښت عملیکیږی . په معمول  ډول ددی مرحلی د پیل کېدو لپاره ددی ضرورت پیدا کیږی چې ښکېلی خوا وی له سره نور مذاکرات پیل کړی . مهمه پوښتنه دا وی چې هره خوا ددی امکان سنجوی چې څنګه کولای شی خپلی هغه  غوښتنې اووړاندېزونه په عملی ډګر کې تر لاسه کړی چې په تړونونو کې پرې موافقه شوې وه .
د بشری حقونو رابطه د سولې له تړون سره :
د سولې هر تړون په بنیادی ډول یو حقوقی چوکاټ دی او دغه ټوله پروسه له بشری حقونو سره یوه طبیعی او نه بیلیدونکې رابطه ځکه ساتی چې هدف د جګړو ختمول او په سوله ییزه طریقه د اختلافونو محوه کول وی .
د سولې د تړون په هغه برخه کې چې د بنسټیزو مسالو لپاره چوکاټ ټاکېاساسیبشریحقونه او هغه میکانیزمونه بیانیږی چې په ذریعه یی نوموړی حقونه باید عملیشی . دغه راز په تړون کې د اساسی ریفورمونو خبری لکه په قضایی سیستم  د امنیتی قواوو په تشکېل او اساسی قانون کې بدلونونه ر ا منځ ته کیږی چې په  جنګ ځپلو ملکونو لکه افغانستان کې ډیرې حساسېملی مسالې رانغاړی،  په تفصیل سره پرې موافقه کیږی . د سولې د تړون او په هغه کې د بشری حقونو نقش په لنډ ډول له دوو مهمو اړخونو سره رابطه پیدا کوی .
له یوی خوا د جګړو په دوران کې په بشری حقونو تیری تقریبآ یو معمول ګرځیدلی او ټولی ښکېلی خواووی د هغو مسوولیت لری . په دی باب په تیرو مخونو کې لنډه یادونه وشونه په بشری حقونو تیری د افغانستان د جګړو یوه اساسیجنبهاو خصلت و چې د لسیزو په دوران کې یی سیسټماټک شکل اختیار کړی او له همدی وجې د جګړو په پراختیا ، شدت او نوعیت کې یی هم نقش درلودلای دې . له دی امله د بشری حقونو د ساتنی او تضمین مساله د یوی تل پاتی سولې او ثبات لپاره ډیر اهمیت پیدا کوی .
دویم اړخ یی له دی حقیقت سره تړاو لری چې د بشری حقونو په درک ، پراختیا او اهمیت کېد تیرو څو لسیزو په دوران کې د پام وړ پرمختګ او بدلون محوسس کیږی . د بشری حقونو بین المللی معیارونه  چې د بشری حقونو په بین المللی  تړونونو کې ذکر شوی او د ګڼ شمیر هیوادونو له خو ا پیژندل شوی اوس په ملی او بین المللی کچه په سیاسی او اقتصادی پروسوکې د تنظیم کوونکې عنصر په څیر ثابت شوی . دغه معیارونه هم په کور د ننه د حکومتونو او افرادو په منځ کې  د رابطی او د قانون د واکمنی په اړه او هم د ملکونو په منځ کې د  اړیکو د تنظیم او اداری په ډګر کې یو پیژندل شوی اصل دی .
له بلی خوا د بشری حقونو په مفهوم او درک کې یو اساسی بدلون ددی باعث ګرزیدلی چې بشری حقونه په مجرا ډول نه بلکه په باهمی ارتباط او څواړخیزی رابطېاو اغیزی په ډول مطرح او د تطبیق ډګر ته راوتلی دی په ۱۹۹۳ کې د بشری حقونو د جهانی غونډی مذاکرې چې په ویانا کې جوړه شویوی دی نتیجی ته ورسیده چې د بشری حقونو هغه اصلی روحیه او مفهوم چې د بشری حقونو په نړیوالې اعلامیېکېUniversal Declaration of Human Rights (UDHR 1948)په هغی ټینګار شوی ، بیا راژوندی کړې او د ملکونو د سیاسی،اقتصادی، کلتوری او اجتماعی ژوند په ټولو برخو کې خپل نقش را تازه کړی . له دی حادثې وروسته بشری حقونه د ساړه جنګ د دوران  په هغه ویش باندی چې سیاسی او مدنی حقونو ته یی د اقتصادی او اجتماعی حقونو په پرتله ارجحیت ورکاوه ، اوس باور نشته .  اوس  په دی ټینګار کیږی چې ټولنیز پرمختګ ،  ارامی او له جګړو او خشونت څخه د خلاصون ستراتیژی باید په دی بنیاد طرح  او تطبیق شی چې د  ټولو  حقونو په همزمان ډول ، د شرایطو او خاصی وضعی په پام کې نیولو سره  احترام وشی ، دهغو د  ساتنی لپاره میکانیزمونه او موسسات فعاله شی چې د شفافیت او ګډون په اوصولو ولاړ وی او د پرمختګ لپاره یې پروګرامونه طرح او تطبیق شی چې د عدم تبعیض او برابری اصل پکې مراعات وی . په افغانستان کې د سولې هر تړون باید د ملی قوانینو ، اړتیاوؤ او غوښتنو او بین المللی معیارونو پربنسټ لیږ تر لیږهدرۍ مهمی مسالې په پام کې وساتی:
لومړی مساله د افرادو له بشری بنسټیزو حقونو سره تړاو لری . د بشری حقونو د تامین لپاره ضروری خبره دا ده چې قضایی ، امنیتی ، سیاسی او اداری ژور ریفورمونه تطبیق شې . دغه ریفورمونه د هغو اساسی ستونزو د حل کولو سره سرو کار لری چې د جګړو او خشونت باعث ګرزیدلی لکه قومی او مذهبی تبعیضونه او بدبینی، په اداری چارو کې قوم پرستی او خویش پرستی، د اداری فساد ډیر شکلونه، منابعو ته په سیمه ییز ، قومی او ګروپی لحاظ نا برابر لاس رسی په سیاسی او اقتصادی پروسو او پریکړو کې مشخصو ګروپونو ته د ګډون له حق څخه انکار کول او نوری ګڼی ستونزی او د بشری حقونو د نقض قضیې . د بشری حقونو نقض په افغانستان کې هم د جګړو سبب ګرزیدلې او هم د دغو  جګړو او خشونت محصول ګنل کیږی .
په تړون کې د جګړې ښکېلې خوا وې ښایی د بنیادی قضایی او امنیتی چارو له ریفورمونو سره مخالفت ښکاره کړی ځکه د  سولې په تړونونو کې تر ټولو ستونزه منه خبره دا ده چې د راتلونکې موسساتو نوعیت ، ځواک او پراختیا به څومره وی چې دا فرادو د حقونو د ساتنی لپاره په تړون کې پری موافقه کیږی .
یوه اغیزمنه طریقه چې دد غو ریفورمونو تطبیق تضمین کړی دا ده چې له مدنی ټولنی سره سلا مشوری وشی او  هم د بین المللی معیارونو نقش ته پام وشی . هر څومره چې د سولې تړون پراخوسلا مشورو ته مراجعه وکړی او د خشونت او جګړی بنسټیز  لاملونو ته پام واړویشی هغو مره د تړون د بریالتوب چانس زیات وی .
(Christine Bell 2006)
د جایدادونو مساله :
د سولې تړون په معمول ډول د کډوالو د بیرته راستنیدلو مسا له یادوی . دغه مساله باید د بین المللی حقونو په بنیاد د کډوالو باعزته راستنیدل په نظر  کې ونیسی .
په دې باب یوه لویه مساله د دغو خلکو د جایدادونو د بیرته ورکولو او په حال کولو  خبره ده . د کډوالو جایدادونه ښایی د جنګ په دوران کې د نورو کسانو له خوا نیول شویاو غصب شویوی یادوی په زوره له هغو ځایونو څخه بی ځایه شویوی . د جایدادونو په سر ښایی  له   ځای په ځای شویو خلکو سره د دوی تصادم راشی . ددی لپاره چې دروغی جوړی تړون دوام پیدا کړی ،  ضروری ده چې تړون باید د جایدادونو د مسالې لپاره د حل لار ولټوی ، او ددوی حقونه بیرته په خپل حال کړی او که دا ممکنه نه وی ، راستنیدونکو  ته یی باید جیران ورکړیشی .بیرته په حال کول دا معنا لری چې کډوال باید بیرته خپلو پخوانیو ځایونو ته راوګرزی او د دوی جایداد بیرته ورته ورکړل شی  اوکه د جایداد بیرته ورکول ممکن نه وی دوی ته یی باید جبران ورکړل شی چې په دی کې د مادی اجناسو زیان هم شامل دی .
د پخوانیو جرمونو حساب ورکونه :
کله چې د سولې د تړون خبری کیږی ، خصوصآ په داسې ملکونو کې لکه افغانستان چې یوه اوږده داخلی جګره ښاته پریږدی ، نو ډیر سوالونه ذهن ته راځی لکه دا چې د جنګ په دوران کېپهبشری حقونو کومو کسانو تیری کړی؟ له بې ځایه شویو خلکو سره اویا د بشری حقونو د تیری له قربانیانو سره به څه کیږی ؟ د  بین المللی ټولنی نقش به ددغو کشالو په حل کولو کې څهشیوی ؟  او داسې نوری ډیری پوښتنی .  دغه ټولیپوښتنې او مسالې د بشری حقونو د مفهوم ، ژبی او سیسټم په چوکاټکې مطرحکیږی او له هغو اخلاقی موازینو سره تړلی ګڼلې کیږی چې د دی سیسټم له خوا ټاکل کیږی .ښایی ددغو ټولو مسالو مرکزی ټکې په دی کې خلاصه شی چې په داسې شرایطو کې موږ سولې او که عدالت ته ترجیع ورکوو .
همدا رنګه،  هره روغه جوړه د دې ټکې یادونه کوی چې ځواک په دیموکراتیک ډول وویشل شی او د هغی لپاره د بشری حقونو یو چوکاټ ټاکې لکه قانونی  محکمی،  د بشری حقونو کمیسیون ، د حقیقت موندنېکمیسیون او نور قضایی او غیر قضایی مکانیزمونه . د سولې په خبرو کې بله مهمه خبره د بین المللی بشری قوانینو نقش دی .
د سولې اوعدالت په منځ  کې د رابطی پوښتنه یوه مرکزی مساله ده چې د بین المللی قانون له خوا یاده شوی . او د ملګرو ملتونو په منشور کې ، د بشری حقونو په نړیواله اعلامیه کې یې هم ذکر شوی.هلته سوله د بشری حقونو له تعمیم  سره تړلی ګڼی خو په عملی ژوند کې بیا دغه رابطه له ستونزو سره مخ ده. په هر حال د سولې اوعدالت مساله د سولې د هرې موافقې په کولو کې اساسی نقش لری .
References:
Negotiating Justice? Human Rights and Peace Agreements .In: International Council on Human Rights Policy, 2006. www.ichrp.org
Peace Processes, Peace Agreements and Human Rights, Christine Bell, 2006
Universal Declaration of Human Rights, 1948
The 2011 World Development Report. www.Interntional-alert.org

یادښت: یاده مقاله د انسان مجلې په دویمه لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر