ټولنه

نن او پرون؛ د اشیاوو حسرت

هرکله ویل کېږي چې افغانستان ډېر اوږد تاریخ لري. ددغه تاریخ په هکله کیسې او روایات ډېر دي. معمولا تاریخي روایات هم له یوه نظره د نیوکې وړ دي، چې له تمایل سره لیکل کېږي.

لرغونپوهان هم ارزونې د شته توکو او لاس ته راغلو اسبابو پر مخ ترسره کوي او پایلې يې عمومي کوي. تر هغې رادېخوا دې نژدې لسیزو کې چې د خپل عمر او د پلار او مور د عمر او تجربو په آیینه کې ګورم، د پخوا په هکله څو ډوله فکرونه راته پیدا کېږي. له دغو فکرونو څخه یو هم له پخوا نه د زړو توکو او شیانو ساتل دي، چې په دغه لیکنه کې یو څه غواړم ورته اشارې ولرم.
کېدی شي د نړۍ نورې ټولنې هم داسې وي، چې ځینې شیان تر ډېره وخته ساتي، کاروي يې، ځای په ځای کوي او په یادګار يې بدلوي. افغانستان هم همداسې دی، چې ځینې اشیاء له کالیو او وړو لوښو را نیولې تر سترو او مهمو ارزښتمنو څیزونو پورې. په دغه لړ کې ځینې څه شته چې د ساتلو ارزښت لري او ځینې هېڅکله په هغې انرژۍ نه ارزي، چې پرې لګېږي. کېدای شي د دغه کار لپاره د کورنۍ خاص غړي لکه میندې، مېرمنې، مشران، خویندې، پلرونه او یا اولادونه دا فکر او ذهن ولري، چې د خپل کور شیان ښه وساتي او د دغه ښه ساتلو مهارت بدل شي، په دې چې ناښه شیان هم ورسره تر یو وخته پورې عمر وکړي او بیا دا چې هر کله پرې زیاته انرژي ولګېږي. دا هم بېلې څېړنې غواړي چې عوامل څه دي او کوم شیان دي، چې د ساتلو ارزښت يې شته؟ دغه ارزښت څه دی؟ معیارونه يې کوم دي؟ په دې هکله د خلکو استدلال څه دی؟ او نتایج او پایلې يې څه کېږي؟ د خلکو تمې له دغه کاره څه دي؟
مونږ او تاسو به ټولو کېدی شي داسې انسانان لیدلي وي او یا هم پخپله به له همدغو یاستو، چې د خپل د ژوند او کورني چاپېریال لوښي او وسایل کاروو، ساتو او تر زړتوبه ورسره وفاداري لرو. یو داسې موټر چې څلوېښت کاله يې له خپل خاوند سره تېر کړي دي! داسې کالي چې له دېرش ځلونو ډېر منځل شوي او اغوستل شوي دي! داسې سطلونه چې زنګ وهلي او خراب کړي يې دي! داسې پیالې چې ژۍ يې ماتې دي او دومره زړې او له حاله وتې توشکې او قالینې، چې نور نو په پلاستیک او تار اووښتې دي! داسې رنګونه او بیکونه، چې کلونه وړاندې کارول کېدل… دغه لوښي په تېره بیا هغه ځای کې تر ډېر وخته پاتې کېږي، چې هلته د مېلمنو او نورو خلکو اړیکې او نظر نه رسېږي. په پخلنځي کې او په هغو کوټو کې، چې یوازې د کورنۍ غړي هلته آزاد دي او نور څوک نه ورځي، هلته د زړو شیانو د ساتلو ځایونه دي. خلک د عرف له مخې لږ تر لږه خپلو مېلمنو ته داسې څیزونه چمتو کوي، چې له خپلو زړو او بېکاره‌و سره يې توپیر ولري.
کوم نظرونه چې په دې هکله د خلکو منځ کې شته، هغه ټول د زړو او نویو شیانو د ملاتړ له اړخه بېل ځواکونه لري. کېدی شي له ځوانانو او ماشومانو سره هېڅ کله دا فکر پیدا نه شي، چې دا څرنګه دي. خپل خواړه، چای او کالي او هرنور څه کاروي او ورته يې دومره پام نه شي، چې دسترخوان مو څومره زوړ شوی یا دا چې ماشومان يې په ژړا سره نوي وغواړي. او کېدای شي دا فکرونه هم وي، چې میندې او د کورنۍ مشران په دغه مصلحت ښه پوهېږي. دوی چې کوم څیزونه ښه وګڼل، ښه دي او د ساتلو، کوم يې چې رد کړل او ويې غورځول، د غورځولو دي. په پیل کې به د دغو خبرو دوام له اشیاو سره د خپل چلند په برخه کې وړاندې کړم.
له اشیاو سره څرنګه چلند کوو؟
ځینې پوهان په دې باور دي، چې د هېڅ شي سره نه شو اوسېدی، مګر دا چې هغه د پاتې کېدو او اقناع استعداد ولري. فلسفي معنا يې دا ده، چې کله مونږ یوې پاڼې ته ګورو چې شنه ښکاري، یوازې دا مونږ نه یو چې پاڼه راته شنه ښکاري، دا د پاڼې او نبات د ښوونتیا استعداد هم دی، چې ځان په دغه رنګ ښکاره کوي. یوازې مونږ نه یو چې د خپلو کوټو او کورونو دېوالونه ګورو او ځایونه يې راته ښکاري او په دېواله نه ورځو، بلکې دا د هغه دېواله استعداد هم دی، چې خپل وجود څرګندوي او ښيي چې زه دلته یم، داسې مه راځه! له دغه فورموله غواړم داسې استفاده هم وکړم، چې مونږ له اشیاو سره یو ډول تړون لرو، دا تړون دوه یا څو اړخیز دی. د دغه تړون په نتیجه کې ده، چې قضاوتونه، پوهاوی او پرېکړې کېږي. دغه تړون په مستقیمه توګه زمونږ په نړۍلید باندې اغېز لري او په دغسې حالاتو کې مونږ نړۍ ته په خاص نظر ګورو.
دا چې ځینې شیان راته مقدس او سپېڅلي ښکاري، ځینې راته منفور او د ډار ښکاري. ځینې نور شیان راته داسې ښکاري چې باید خپل تړون ورسره په خاص نسبت او انډول وڅېړم، په دغه صورت کې زمونږ نړۍلید بدل شوی. کېدی شي ووایو، زمونږ خلک له اشیاو سره د باورونو له مخې هم چلند کوي، چې ځینې شیان ورته مقدس ښکاري. خاصې تیږې، لوټې، لرګي، هډوکي، تورې، ټوپکونه، جای نمازونه، کالي، تخمونه، نښې، دانې او یا هم نور څه. دا هم له امکانه لرې نه ده، چې ځینې خلک د ارزښت له مخې ځینې شیان ساتي او ورسره خپل تعامل او تړون ته رقم وربښي. لکه د قیمتي شیانو ساتل، جواهر، ارزښتمنې وسپنې، ګوتې، لیکنې، شکلونه، نقشونه او د لاس نښې.
له بلې خوا بیا دا هم یو نظر دی، چې ځینې شیان ضروري دي او لازم دي، چې وساتل شي. دا لزوم عرفي لزوم دي او د قانون او عرف او رواج له مخې باید وساتل شي. د شهیدانو کالي، د مینې لیکونه، د مسافرانو نښانې، د پلرونو را پاتې میراثي څیزونه، لکه صندقونه، ټوپکونه، قلمونه، چپرکټ، څوکۍ، د کوټې لوښي او ضرورتونه او داسې نور.
دا لیدلوري دي، چې مونږ قانع کوي په دې هکله استدلال وکړو او د خپلو ساتل شویو شیانو او له خپل دغه کاره دفاع وکړو. لاندې په هڅه وکړم ترڅو هغه مهم لاملونه په ګوته کړم چې د زړو څیزونو د ساتلو دلایل ښيي.

ولې زاړه ساتو؟ 

۱: فقر: زما په باور عرف او رواجونه تر ټولو مهم لامل کېدی شي اما د ځینو قوي دلایلو له مخې فقر تر ټولو مخکنی لامل دی. هغه باورونه چې (امکان) یا (نقد ارزښتونه) ګڼل کېږي او یا له اعتباري لاملونو شمېرل کېږي، پر همدوی ټینګار کوي. فقر یو هغه ستر عامل دی چې د ځینو نظرورکوونکو لخوا حتی د تغییر او بدلون ظرفیت ګڼل شوی، یا هغه پوتانشیل، چې ورسره کولی شو په حرکت او مثبتې خوا راشو. له بلې خوا ځینې نظریات دا دي، چې فقر انسان وژني، بې حرکته کوي يې او له هرڅه يې غورځوي. مارکسيسټي افکار په همدې دي، چې ټوله نړۍ کې بدلون او ښېګڼې د فقراو د لاس ګټه ده او همېشه ولږه ده، چې انسان مړښت خواته رابیايي. دا اجبار او جبر او مجبوریت دی، چې ملتونه خوځوي او د کار او زحمت او تلاش په خوا يې بیايي. دا نظریات معمولاً د فقر او نشتمنۍ پر هغې خوا تمرکز لري، چې مثبتې پایلې لري. دا چې فقر کولی شي انسان وژنې ته هم ورسوي، کفر او مرګ ته يې بوځي، ګناه او هر ډول سرغړونې ته يې چمتو کړي، له دغه پورتنۍ نظریې څخه پر څنګ راغلې بله نظریه ده.
په اسلامي نظریاتو کې اقتصادي اغېز ښه څېړل شوی او منځنی حالت يې یعنې اقتصادي عدالت مطرح شوی دی. دا چې په جرم پوهنه کې هم فقر د جرمونو د مخنیوي لامل ګرځي او هم د جرم د منځ ته راتلو، همدغه دیني نظریه ورسره تقویه کېږي او ښه تفسیر ورکوي.
زمونږ په هیواد کې زه فکر کوم د رواج او عرف سره ګډه شوې چینه د فقر لامل هم رانغاړي. دلته فقر عادتونه جوړ کړي او عادتونو بېرته فقر تقویه کړی. مونږ ځینې کسان داسې لرو، چې شتمن دي، ولې د عرف له مخې څه نه لري، فقیرانه ژوند کوي او هېڅ ډول د وتلي او مجلل او پراخ ژوند تمایل نه لري. له هغې خوا داسې کسان هم لرو، چې هېڅ څه نه لري او نشتمن دي، خو د عرف او رواج له مخې داسې ښايي او داسې ژوند کوي، چې هر څه لري او محتاج نه دی. په هر حال دغه دوه حالتونه سره ګډ شوي او دې ته رسېږي، چې عرف او فقر دواړه سره په ګډه یو ستر او اغېزمن لامل جوړوي. اما بیا هم د هیوادوالو عامه تجربې کېدی شي فقر تر عرف او رواجه وړاندې تاييد کړي.
هغه میندې چې د خپلو ماشومانو لپاره کالي او جرابې په شلو او دېرشو ځلو مینځي او بیايې پر تناوونو خوروي او وچوي، هغوی کېدی شي د خپلو کورنیو د فقري حالت له مخې دغه تصمیم ته راغلې وي. هغوي چې خپل لوښي او ظروف په لس او پنځلس وارې جوړولو او ترمیم ته وړي، خو نه يې نوي کوي؛ کېدی شي د فقر له وجې او د مالي نشتون له وجې دغه کار کوي.
په هر حال! وروسته يې پر اغېزو هم خبرې کوم چې کومې اغېزې درلودلی شي او په رواني اړخ کې کومې ستونزې منځ ته راوړي، چې تر ټولو ستره سیاسي او ټولنیزه پایله يې محافظه کاره روحیه ده چې ملت کې منځ ته راځي.

۲: ذهنیت: د هربړت‌مېډ له نظره ذهنیت یو اجتماعي حالت دی، چې د تجربو او تکرار په نتیجه کې منځ ته راځي. هر څومره چې ډېر اجتماعي واوسو، نو همغومره مو ذهنیت پراخ دی.
له بلې خوا د یو کس ذهنیت د هغه د چاپېریال او شاوخوا کې شته وګړو له اجتماعي وضعیت څخه رنګ او شکل اخلي. دا چې د شیانو په ساتلو کې مونږ کوم ډول ذهنیت موندلی، د کورني او ټولنیز چاپېریال تر اغېزو لاندې د بیان وړ دی. کوم ډول سبک او دستور مو د ژوند په بهیر کې د پاملرنې وړ دی، دغه سبک او دغه پاملرنه زمونږ د ذهنیت د حویلۍ دېوالونه را جوړوي. کله چې یو شی زیات هم تکرارېږي، په ذهن کې د مېډ په وینا زیات ځای مومي او بیا يې د رنګ، شکل، موډ، مشابهت او څرنګوالي لرې کول زښت ګران کار وي.
ذهنیت د هر هغه شي له تماس او تکرار سره شکل مومي، چې ورسره اړیکې لري. دا اړیکې چې هر څومره دوام ومومي، همغومره شکل واضح او غوڅ وي. ذهن تر دې چې ورسره تماس و نیول شي، خالي او صاف وي. یا د مېډ په وینا بې شکله وي او یا هم وړوکی او غیرایجادي حالت ولري. په ذهن کې دا خبره هم کېږي، چې د زړو او نویو تفکیک ډېر نه کېږي، بلکې هغه ذهني عادتونه چې کارپال او فعالیت محوره وي، هغوی یوازې د کار د ترسره کېدو اندېښنه او سودا لري، نه د وسایلو او د هغوي د نوي کولو. «کلال يې په کودي کې خوري!» هغه یو متل دی، چې همدغه شان افکار ښيي. هغوي ته نور زاړه او تکراري شیان اصلاً مطرح نه وي، یوازې خپل کار پرې کوي او خپلې ستونزې هواروي نور مهم نه دي چې څه څرنګه باید وشي او د زړو او نویو سره اړیکې څرنګه برابرې شي.
په هر حال، مونږ په دغه برخه کې ذهنیت موندلی، چې یو څیز له لاسه ورنه کړو. دا چې هغه څیز هر څه وي د سهار او بېګا په تړاو کې مو ورسره اړیکې کلکېږي او درنېږي. کوم مفهوم چې په کلیوال فرهنګ کې دغه پدیده رسولی شي او ښوودلی يې شي، هغه د عادت لفظ دی. عادت یو هغه مفهوم دی، چې په غیرښاري او یا هم زاړه فرهنګ کې د ډېرو کارونو د تکرار لامل ګڼل کېږي او د اشیاو ساتل هم که د ذهنیت له مخې وي، هغوی د عادت استدلال پرې کوي. مونږ عادت کوو، چې خپل د ژوند د ورځو او شپو توکي او اسباب همېشه تکرار له ځانه سره ولرو او ويې ساتو؛ میندې او د کورنۍ غړي د خپلو شیانو سره همداسې ذهنیت پیدا کوي. ځینې مثالونه يې د خاصو کالیو درلودل، اغوستل او د ځینو کارونو تکرارول دي، چې ترې د اشیاو سره د دوام اعتبار ترلاسه کېدلی شي. میندې په خپلو ورځنیو کارونو کې ځینې کارونه زیات تکراروي، د دغه تکرار لپاره به لاملونه هم ولري، مثلا د خوړو چمتو کول، د کالیو مینځل او د اشیاو هره ورځ منظم کول او راټولول. دغه په عادت بدلېدلی شي او عادت پخپله د یو شي د ساتلو مهارت او پرې استدلال کول سړي ته ورکوي.

۳: عرف او رواج: رواجونه د ټولنو نالیدلي، خو اغېزمن او قوي فشارونه دي. د دغو فشارونو زیات بار د ټولنې د وګړو پر اوږو وي. په تېره بیا د هغو کسانو پر اوږو، چې نورو ته او خپلو زړو ارزښتونو ته ژمن وي. ننګ او غیرت ورسره تړلي وي. ننګ کوي او د دغه ننګ او د ټولنې د روان بهیر او عمومي عرف له چوکاټه د وتلو توان و نه لري.
عرفونه خلک د خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره هڅوي او د بدلون او تغییر لپاره چاته جرئت نه پرېږدي. رواجونه دا ځواک لري، چې خلک د یوه بدلون او سرغړاوي پروړاندې یوغږي کړي او ويې پاروي. هغه کسان چې بدلون منځ ته راوړي، هغوی معمولاً د عرف او رواج په وړاندې درېږي. ځینو سترو شخصیتونو د سترولۍ او لويۍ یو لامل همدغه خطر و، چې ځان يې له رواجونو سره مقابل کاوه. اوس رواجونه څنګه کولی شي د اشیاو او زړو توکو د ساتلو لپاره لامل وګرځي؟
پام به مو شوی وي، چې سیالي او شریکي یو داسې ټولنیز او د ګډ فرهنګ مفهوم دی، چې په افغاني کلتور او چوکاټ کې مطرح دی. مونږ ډېر کارونه د دې لپاره نه کوو، چې ارزښت لري یا مونږ ته مستقیمه ګټه لري؛ بلکې په دې خاطر يې کوو، چې نور خلک و نه وايي دوی د رواج پر خلاف عمل وکړ. د نورو خلکو له خولو نه ځان وساتو او د هغوی ژبې وتړو. لګښتونه کوو او مصرفونه کوو، په دې خاطر چې نور خلک مونږ ته څه ونه وايي. کېدی شي خلک هېڅ حق هم ونه لري یوازې خبرې وکړه او یوازې کېدی شي یوه خبره وکړي، اما مونږ یې زغم نه لرو او ټولنه په دې ترتیب مونږ باندې خپلې خبرې مني او ځان بقا ته رسوي.
د پلار د نښو ساتل، د زړو کلاګانو ساتنه، د پلرني میراث او ارزښتونو پالنه له یوه اړخه د زړو شیانو د ساتلو په فرهنګ کې شاملېږي. ځینې داسې هم شوي، چې زامن یې د ځانونو لپاره کارونه لري او خپل ژوند کوي، اما په کلي کې يې د پلرني کور جوړونه، ساتنه او پالنه نه هېرېږي. هلته ورځي په جومات کې لګښت کوي، خلکو سره ځان شریک بولي، ځینو رواجونو کې ګډون کوي، مېلمستیاوې کوي او پلرنۍ نښې ساتي.
یو چا ویل چې د پلار موټر مې هره میاشت یو ځل پاک مینځم او بېرته يې راولم او په ګراچ کې يې دروم او ترپال پرې راکاږم. ځینو نورو هغه لیکونه چې د پلار او مشر ورور ملګرو يې په ځوانۍ کې له عرب هیوادونو ورته رالېږه، هغه يې شاوخوا نولس کلونه ساتلي وو. ځینو نورو په سختو او بدو شرایطو کې خپلې ځمکې ساتلې دي، نه يې خواړه او جامې ښې دي او نه يې د ژوند لارې چارې؛ یوازې په دې خاطر د خپل پلار نه را پاتې میراثي ځمکې نه خرڅوي، چې خلک ونه وايي (د پلار هډوکي يې وپلورل!) همداسې د زړو کالیو، مختلفو نورو اشیاو ساتل د رواج له مخې کېږي.

۴: عاطفه: له ذهنیت او رواج وروسته د یو شي تکرارېدل مونږ ته عاطفه او مینه هم راکوي. یو چا ته يې د غریبۍ د وخت کالي او څپلۍ ګرانې وي، یو چا ته يې د ښوونځي د دورې کتابچې او کتابونه له مینې ډکې ښکاري، چا ته هم پخواني شیان د دې لپاره د مینې وړ ښکاري، چې پاک او مقدس دي. دغه پاکوالی او سپېڅلی نظر چې هر کله منځ ته راغلی وي، نور بیا د اشیاو د ساتلو مهارت او فرض ورسره اصلي پانګه وي. نور نو بیا دا مسأله د ډېرو لپاره نه مطرح کېږي، چې دا شی زوړ دی او ولې باید وساتل شي؟
کوم شي سره دې چې مینه پیدا شوه، بیا نور نو د هغه په هکله هر ډول دریځ درلودلو ته چمتو يې؛ حتی لازم استدلال هم ورسره کولی شې. مینه داسې قدرت لري، چې کولی شي د انسان د ذهن د بېلابېلو برخو په فعالولو سره استدلال تولید کړي، منطق ته جهت ورکړي او عاطفي اړیکې پراخې او ځواکمنې کړي.
د ځینو کسانو سره په دې برخه کې حتی استدلال هم نه کېږي، ځکه د هغوی په باور مینه هېڅ دلیل نه غواړي، چې ولې دا کار داسې باید وشي. ماته دا ګران دی! یو څه چې ستا خوښ وي او درته ګران وي، نور نو درته ارزښتمن دی او مینه ناک. ځینو داسې هم ویلي، چې مینه او عاطفه د انسانانو سترګې ړندوي، ماغزه يې له کاره غورځوي او بیا یوازې تکیه کولی شي، نه دا چې پرې پوهېدلی شي. ځکه خو ویلی شو زوړ، خیرن، بدرنګه، ناسم، ضعیف او وړوکی شی د عاطفې په ځواک سره ځوان، پاک، ښکلی، سم، قوي او ستر ښکاري. بیا نو هغه اشیاء که هرڅومره زاړه وي زاړه نه دي.
کله چې لیدلوری بدل شي ټول څه بدلېږي او عاطفه د انسان نظر بدلوي. نور بیا درته زاړه، د مينې له لارې بېکاره نه ښکاري.
نتایج او پایلې: پرمختللو ټولنو کې زاړه توکي راټولېږي او له سره په یو بل پروسس کې په نوي شي بدلېږي. دغه بدلون د یوې منظمې طرحې پر اساس او د خاصو موخو او خاصو توکو په هکله کېږي. دغه مهارتونه د هغو ټولنو فکرونه ځوان او بشپړ ساتي، چې زاړه شیان د تل لپاره نه کاروي. په اروايي اړخ کې به هم یوه بله لیکنه بل وخت سره ولرو، چې څرنګه زاړه شیان کولی شي د انسان رواني حالات ستومانه کړي او په کوم میکانیزم سره پر انسان اغېزې کوي.
قرنتین کول او محدودول هغه لازم مهارتونه دي، چې له استهلاک او له منځه تلو وړاندې د اشیاو سرنوشت ګڼل کېږي. باید وتړل شي او محدود کړی شي او بېرته د کارولو لپاره نه، بلکې د بدلولو او له سره بل څیز جوړولو په نیت لرې کړی شي.
لیلامي توکي د ضعیفو او بېرته پاتې ټولنو لپاره دي او تکراري مواد کارول ټول د هغو هېوادونو لپاره دي، چې فرهنګي، ذهني او اقتصادي ضعف لري. هېڅکله په نورو هېوادونو کې یو شی د دویم ځل لپاره د بیا کارولو په نیت نه خرڅېږي. یو ارزښتمن اساس دا دی، چې څو کلونه وروسته یو خاصه پاملرنه کېږي او د کورنۍ ټول څه بدلېږي. په دې سره د کورنۍ په فضا کې یو مهم بدلون راځي او تازه روحیه وړاندې کېږي.
یوه ننګونه او ستونزه دا ده، چې زمونږ په ټولنه کې يې خلک په اغېزو وروسته خبرېږي. د عمر د پای وختونه وي، چې یو مشر پلار نصیحت کوي چې زاړه شیان او ضعیف شیان په خپل ژوند کې مه ساتئ، لرې يې کړئ او خرڅ يې کړئ. دا هغه وخت وي، چې ځینې مشران مو په دې پوهېږي، چې مرګ ضروري سرنوشت دی، نو ولې مو لازم او کافي خوند له ژونده نه وي اخیستی.
تکرار، زاړه توکي او یوه تلپاتې معامله، انسان له راحت او خوند نه بې برخې کوي.

ستاسو نظر