د جنګ اختصاصي پاڼه ټولنه

عدم تشدد

لیک: ډاکتر احمدالله ارچیوال

ډېر خلک فکر کوي چې ولسي مبارزه د کمزورو خلکو وسله ده. یانې هغه خلک چې د زور له کارونې ویریږي هغوی ولسي مبارزې ته مخه کوي. نور خلک بیا ولسي مبارزین [i]پاسیفیستان (د خلکو  خاموشه کوونکي) ګڼي. او دوی ته له حکومت سره د یو ډول همکارانو په سترګه کتل کېږي چې له لانجو او اړو دوړ څخه ډډه کوي. ولې د دغه غالب فکر برخلاف ولسي مبارزه له لانجې مخ پټول نه بلکې د لانجې لپاره د يو معقول چلند له لارې، د پراخه ولسي ګډون په مټ حل لاره پیدا کول دي.

ولسي مبارزین پرته له دې چې زور وکاروي د مخالف د زور په وړاندې له تشدده د خالي لارو چارو په مټ مبارزه کوي. دا کړنه پخپل ځان قوي باور، او کلکې ارادې ته اړتیا لري. هر هغه شخص چې پرځان باور ونه لري په دغه فورمول کې ځای نه لري. د وسله والې مبارزې برعکس په دې مبارزه کې ټوله تکیه د ولس پر ملاتړ کوي. په خالي لاس ولس د مبارزې د پر مختګ لپاره تکېه کول د کمزورو خلکو کا ر نه دی. د ولسي مبارزې په اړه داسې فکر کېږي چې دغه ډول مبارزه يواځې په ولسواکه چاپیریال کې بریالي کېدو چانس لري. خو د ولسواکه مبارزو څېړنې ښیي چې ولسي مبارزې په ولسواکه، دیکتاتورې، شاهي یا استعماري او هر ډول چاپیریالونو کې موثرې دي.

په مصر، تونس، لیبیا د انګریزانو د استعمار لاندې هند، د پخوانی شوروي په بالتیک جمهوریتونو (لاتیا، لاتوانیا او استونیا) کې د ولسي مبارزو بریا، او په امریکا کې د تور پوستو له خوا د خپلو مدني حقونو د لاسته راوړلو تحریک پورتنۍ ادعا ردوي. پورتنیو بېلګو کې په مصر، تونس، لیبیا او شوروي اتحاد کې دیکتاتوري نظامونه وو، په داسې حال کې چې د هند د خلکو مبارزه د استعمار پرخلاف او په امریکا کې د تور پوستو مبارزه په ولسواکه چاپیریال کې د مبارزې بېلګه ده. له دې امله ویلی شو چې ولسي مبارزې په هر ډول چاپیریال کې بریالی کېږي. د ولسي مبارزې په اړه بله غلطه انګیرنه دا ده چې داغالبه مفکوره ده چې وسله واله مبارزه د ولسي مبارزې په پرتله زیاته موثره ده او ولسي مبارزې د کمزورو خلکو وسیله ده. که ولسي مبارزې او وسله والې مبارزې له تخنیکي پلوه وڅېړل شي، د وسله والې مبارزې په پرتله په ولسي مبارزه کې د ګډون کولو خنډونه کم دي. لومړی دا چې د وسله والې مبارزې په پرتله ولسي مبارزین د نظام د مختل کولو لپاره بېلابېل او متنوع کړنو ته لاسرسی لري.

دویم دا چې په ولسي مبارزې کې د هر عمر او جنس خلک ګډون کولای شي، په وسله واله مبارزه کې یوازې ځوانان او هر هغه خلک چې جګړه کولای شي او سخته تېرولی شي ګډون کولای شي. په هره اندازه چې د مبارزینو شمېر زیات وي په هماغه اندازه د ر‌‌ژیم د نړېدو او د رژیم د نخبه ګانو په وفادارو کې د تغیر رامنځته کېدو امکان زیات دی.

د ماریه سټین او ايریکا چېنوویټ موندنې ښیي چې په شلمې پېړۍ کې په سترو وسله والو مبارزو کې په هره مبارزه کې اوسطآ ۵۰۰۰۰ افرادو په داسې حال کې چې په عینې وخت کې په سترو ولسي مبارزو کې په هره مبارزه کې اوسطآ ۲۰۰۰۰۰ افرادو ګډون کړی.

له ۱۹۰۰ څخه تر ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د رامنځته شویو سترو ولسي او وسله والو مبارزو پرتله ښیي چې په دغو کلونو کې له تشدده خالي مبارزې  د دوی سره سم د روانو متشددو مبارزو په پرتله دوه ځلې زیاتې بریالۍ شوي دي. له دې ښکاري چې ولسي مبارزې د وسله والو مبارزو په پرتله زیاتې موثرې دي.

د ولسي مبارزو په اړه بله ناسمه انګېرنه، ددغه مبارزې په ځانګړو ایډیالوژیو او مفکورو سره تړل دي. ولسي مبارزې په حقیقت کې یوه وسیله ده او له هیڅ مفکورې، تړاو د کلتور او ایډیالوژۍ سره تړاو نه لري. له هر کلتور سره تړلي خلک کولای شي له دغه وسیلې څخه استفاده وکړي.

البته د یو کلتور تاکتیکونه شاید په بل کلتور او ټولنه کې موثر او عملي نه وي. که د ولسي مبارزو تاریخ ته وکتل شي په هر کلتور کې ولسي مبارزې رامنځته شوي. د مسلمانانو له خوا د ولسي مبارزې بیلګې د عربو پسرلی ( چې په منځني ختیځ کې یې په مصر، تونس او لیبیا کې واکمن له واکه ګوښه کړل)، د خدايي خدمتګارو تحریک، په فلسطین کې استفاده او نور وي.

د ولسي مبارزې په اړه بله ناسمه انګیرنه دا ده چې ډېر خلک فکر کوي چې دغه ډول مبارزې یوازې د سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره په کارول کېږي.

په وسله والو مبارزو کې ګډونوال اکثره وختونه اړ دي چې د روزنې له سختې مرحلې تیر او بیا په مبارزه کې ګډون وکړی. په داسې حال کې چې ولسي مبارزین هم باید په ولسي مبارزه کې له ګډون وړاندې د روزنې له مرحلې تېر شي، خو د ولسي مبارزینو روزنه د وسله والو مبارزینو د روزنې په پرتله ډېره اسانه ده. ولسي مبارزین کولای شي د مبارزې له سرته رسولو وروسته خپلو کارونو او ورځني ژوند ته ډېر په اسانۍ سره ورستانه شي، د دې برعکس وسله وال مبارزین په اسانۍ سره خپل عادي ژوند ته نه شي ستنېدلی. له دې امله د وسله والو مبارزو په پرتله په ولسي مبارزو کې د خلکو ګډون اسان دی چې لدغه امله زیات شمېر مبارزین کولای شي په ولسي مبارزو کې ګډون وکړي.

د ولسي مبارزې یو بل قوي اړخ دا دی چې د مخالف اړخ امنیتی ځواکونه له یو څه وخت وروسته د مبارزینو ځپلو ته دوام نه شي ورکولای اګر چې واکمن غواړي چې مبارزه وځپي خو امنیتي ځواکونه د انساني فطرت له امله د بې وسلې مبارزینو له ځپلو لاس اخلي، دا کار ډېری وختونه د دې لامل ګرځي چې امنیتی ځواکونه له مبارزینو سره ملګري کېږی او یا خپلی دندې پرېږدي. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د درز رامنځته کېدل د رژیم د واکمنۍ د پای ته رسېدو پیل ګرځي.

د دې برعکس وسله والې مبارزې د ځپلو لپاره نه یوازې دا چې د رژیم په لیکو کې همغږي موجوده وي، بلکې ولسونه هم له رژیمونو ددغه ډول مبارزو په ځپلو کې ملاتړ کوي دغه ډول مبارزې د ملت او دولت ترمنځ د درزونو د رامنځته کېدو پرځای د دوی ترمنځ یووالی رامنځته کوي.

واکمن تل له دې امله هڅه کوي چې مبارزې له وسله والو مبارزو بدلې کړي. دوی ددغه کار لپاره د ولسي مبارزینو لیکو ته دولتی جاسوسان ور داخلوي، دغه جاسوسان پارونکې کړنې تر سره کوي چې دغه کار د حکومت له خوا د زور کارول توجیه کوي حکومت هم ډېر وختونه زورکاروی چې مبارزین فزیکي ټکر ته اړ کړي او چې کله مبارزین فزیکي ټکر پیل کړي واکمنو ته د زور کارونې د توجیه کولو موقع په لاس ورځي. حکومتونه اړ دي چې د بې وسلې مبارزینو په وړاندې زورکارونه توجیه کړي ځکه چې د پر امنه بې وسلې مبارزینو په وړاندې د دوامدار زورکارونه د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د درزونو د رامنځته کېدو لامل ګرځی.

حقیقت دا دی چې ولسي مبارزه د یوې وسیلې په توګه د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موخو د لاسته راوړلو لپاره کارول کېدای شي. ولسي مبارزې د اختلاس د له منځه وړلو لپاره هم په کارولی شو. ولسي مبارزې د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو او د معقولو، مطلوبو او اړینو پرمختګونو د رواجولو لاره هم کېدای شي.

پوهان باوري دي چې ولسونه هغه وخت چې دوی په مبارزه کې د زیات شمېر خلکو د ګډون کولو تمه لري هغه وخت په مبارزه کې د ګډون کولو ته زیات میلان لري. په داسې حال کې چې وسله والو مبارزینو کړنې لکه بمونه الوځول، تښتونې کول، وژنې کول، کمین نیول او نور زیات ولسي توجه راجلبوي  د دغه  مبارزین تل پټ وي او د دوی واقعي شمېر له خلکو پټ وي، ولس د دوی له حقیقي شمېر څخه نا خبره وي. د دې برخلاف د ولسي مبارزینو ډیرې کړنې ښکاره وي او همدا ډول د دوی شمېره هم مالومه وي.

د دوی له شمېر څخه د خلکو خبرېدل په ولس رواني تاثیر لري، او نور خلک په مبارزه کې ګډون کولو ته هڅیږي.

له اخلاقي پلوه ډېر خلک له حکومت څخه د کوچنیو شکایتونو له امله شاید تاوتریخوالي ته مخه نه کړي. ولې دوی کولای شي ډیره په اسانۍ ان د یو وړوکي شکایت له امله د حکومت پر خلاف ولسي مبارزې ته مخه کړي.

تر ټولو مهمه دا ده چې اوسني عصر کې د هر خوځښت بریا تر ډیره بریده په نړیوال ملاتړ مشروطه ده، د بشر د حقونو نړیوال ملاتړي او نړیواله ټولنه له ولسي بې وسلې خوځښتونو ملاتړ کوي او د اړونده حکومتونو له خوا د دغه ډول خوځښتونو د ځپل کېدو په صورت کې خپل غږ پورته کوي.

يوه موضوع چې زيات پام ورته نه دی شوی او څيړونکو پرې زياتې څيړني ندي کړي هغه د جګړې  په مټ حل شویو  لانجو له حل وروسته د ټولنې حالات دی.

کومو ټولنو کې چې لانجې د جګړې له لارې حل شي د څيړنو له مخې هغوۍ ډير زيات امکان لري چې په  لس کاله کې بیرته کورنۍ جګړې ته وګړځي. د دې برعکس کومو ټولنو کې چې  د ولسې مبارزو له لاری لانجې حل شي، هلته د کورنيو جګړو د رامينځته کيدو امکان ډير کم وي.

سربېره پر دې، جګړه نه يواځې دا چې په ټولنه کې ښکاره او فزيکي زيربنا له مينځه وړي، بلکې غير محسوسه او معنوي زيربنا هم له مينځه وړي. دې خبرې ته په قرآن شريف کې د سليمان په قيصه کې اشاره شوې. کله چې بلقيس د خپلو جنرالانو پوښتنه کوي چې دوی سليمان (ع) سره جګړه وکړي او که نه خبرې جنرالان يې ورته په ډير غرور وايي چې دوی جګړې ته ترجيح ورکوي.

خو بلقيس په خورا زيرکتيا ورته جواب ورکوي چې : ان المللوک از دخلو قريه افسدوها وجعل اغزت اهلها اذله: کله چې بيګانه بادشاهان يوکلي ته په زور داخل شي، د سيمې عزت مند خلک ذليله کيږي.

که زموږ د ټولنې حالاتو ته وګورو دغه خبره پرې صدق کوي، موږ د تيرې ديرش کلنې جګړې په پايله کې نه يواځې دا چې ښکاره زيربنا مو له لاسه وړکړه ډير زيات کلتورې ارزښتونه مو هم له لاسه ورکړي.

[i] پاسیپیزم یو تا ریخي فکري مکتب دي چې جګړه د شخړو د حل د لاري په توګه ردوي. د دې مکتب پیروان وايي چې شخړي باید په پر امنه لارو اواري شي.

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې چاپ او خپره شوې ده.

ستاسو نظر