ټولنه

له عقله محروم!

۱٫عقل څه ته وایی؟
د انسان پیدایښت او عقل یو له بله سره تړلی ګڼل کېږی. انسان د عقل په استعمال د الله د نورو مخلوقاتو څخه په توپیر ژوند تېروی، دا پدې مانا، چې همدغه عقل انسان ته له نورو مخلوقاتو توپیر ورکوی، د انسانی اخلاقو چوکاټ د عقل په پایه ولاړ ګڼل کېږی. اوس پوښتنه دا ده، چې اخر عقل څه ته وایی؟
عقل عربی کلمه ده، چې د تړلو، مهارولو او ساتلو په مانا استعمالېږی. عقل له عقال څخه اخیستل شوې، عقال هغه پړی ته وایی، چې د اوښ د مهارولو یا له پښو څخه د تړلو لپاره استعمالېږی. عقل په پښتو ژبه کې د پوهې او هوښ په مانا استعمالېږی.  عقل په اصطلاحی مانا د انسان هغه اروایی قوه ده، چې د انسان کړه وړه تر کنټرول او ارادې لاندې راولی. عقل په قرآن کې هم د پوهې او هوښ په مانا استعمال شوی دی. په فلسفه کې عقل د حقیقتونو د پیدا کولو قوې ته ویل کېږی. عقل د خبرې کوونکی نفس (ناطق نفس) د ساتونکی او هغه ته د شرف او ښایست ورکونکې قوې په توګه پېژندل کېږی. د عقل د وېش په اړه مختلفو علماو او فیلسوفانو نظریې وړاندی کړې دی، خو د دیکارت له نظره عقل په دوه ډوله دی: نظریاتی او عملی عقل.
نظری عقل د مسایلو، شیانو او کړو وړو د ادراک او پوهېدا دنده پر غاړه لری او د هغوی په اړه د قضاوت دنده ترسره کوی. عملی عقل هغه قوه ده، چې د انسان کړه وړه کنترولوی او هغه د انسان تر ارادې لاندې راولی، پدې مانا چې عملی عقل، انسان د یو عمل په کولو یا نه کولو تنبېه کوی.  په اسلام کې تر هر بل دین زیات د عقل او تفکر د قوې د استعمال او له هغه څخه د کار په اخیستنې ډېر تاکید او امر شوی دی. د عقل کلمه په قران کې ۴۹ ځلې راغلې ده. په قران کې د مومن او مسلمان لپاره عقل د ژوند اساس او د ارزښتناکې ځانګړنې په توګه یاد شوی دی، حال دا چې کفار او مشرکین له دې نعمت څخه محروم دی.
عقل د قران، سنت او اجماع تر څنګ د اجتهاد څلور ګونو  مراجعو څخه یوه مرجع ګڼل کېږی. د عقل پر بنسټ قیاس ترسره کېږی. په قران کې عقل د حق او باطل ترمنځ د توپیر د قوې په توګه یادېږی، کفار او مشرکین دا قوه نلری، نو ځکه هغوی ته د عقل د نه لرونکو(جاهلو) په توګه اشاره شوې ده. بالاخره  داسې ویلی شو، چې عقل دپوهې په ذریعه په حقیقت باندې دپوهېدلوکوښښ دی او د حواسو په ذریعه، چې کومه پوهه ترلاسه کېږی، دهغې په رڼاکې حقیقت ته رسېدل بلل کېږی.
د عطالله حیران لیکنه (مینه او عقل) کې د عقل په اړه داسې یادونه شوې. حضرت امام غزالی (رح) د عقل په اړه داسې وایی: عقل هغه نوم دى، چې د اشتراک په غرض پرڅلورو معناګانواطلاق کېږی.
(اول): عقل هغه صفت دى، چې انسان یې په لرلو سره د نورو حیواناتو څخه بېلېږی .
(دویم): عقل عبارت له هغو معلوماتو څخه دى، چې په ممیز(رسېدلی) وړوکی کې پیدا کېږی .
(درېیم): عقل عبارت له هغو علومو څخه دى ، چې له تجربې څخه حاصلېږی.
(څلورم): عقل عبارت له هغې قوې څخه دى، چې د کار په عواقبو پوه شی او هغه شهوتونه چې د لذتو د ژر تېرېدو موجب ګرځی له منځه وباسی. عقل په لاندې ډولونو هم وېشل شوی دی:
‌أ.طبیعی عقل
‌ب.بدیعی عقل
‌ج.تجربوی عقل
‌د.پوخ عقل
حضرت امام غزالی (رح) وایی: طبیعی عقل د ژوند د پایښت لپاره مهم دى، لکه چې عادی انسان د طبیعی عقل په واسطه دا کار نه کوی، چې له یوې واسطې پرته ځان له یو لوړ ځایه را پرېباسی.
بدیهی عقل هغه دى، چې ذهناً اسانه وی، مثلاً ددې عقل څښتن په دې پوهېږی، چې د (دوو) عدد تر (یوه) عدده لوی دی.
تجربوی یا اکتسابی عقل هغه دى، چې د تجربې څخه انسان ته حاصلېږی مثلا: وړوکى دویم ځلی اور ته لاس نه اچوی، ځکه چې اور ته د لاس اچولو له کبله په لومړی ځلی سوځېدلی دی، نو د همدې تجربې په اساس اوس ځان ترې لرې ساتی‎. پوخ عقل هغه دى، چې موقتی ظاهری شیان د پوخ عقل څښتن نشی خطا ایستلاى او پر نفس او خواهشاتو غالب وی. په دې کې شک نه شته او له دې نه سترګې هم نه پټېږی، چې عقل د انسانی ژوند لپاره ډېرې رڼاګانې او اسانتیاوې برابرې کړې دی، لکه ساینسی کشفیات، د تمدن پرمختګ، سیاست، په ټولنه کې نظم، د انسان د سوکاله ژوند لپاره نوې نوې هر ډول لارې چارې او همداسې نور. … دا هر څه موږ د عقل پر مټ کړی، تر څو مو ژوند په منظمه توګه پر مخ لاړ شی او د ژوند هره اړتیا مو پوره شی.
په پایله کې همدومره وایم که وغواړو د یو پیاوړی او ګټور انسان په توګه ژوند تر سره کړو، باید د عقل له پیاوړې قوې څخه د ژوند په هره برخه کې کار واخلو ترڅو نه یوازې اخلاقی معراجونو ته ورسېږو، بلکې د دارینو ګټې مو هم په نصیب شی.

۱٫عقل او اخلاق
اخلاقی میعارونه او تضمینونه له کومه ځایه پیدا کېږی؟  پدې اړه کېدای شی مختلف نظریات موجود وی، خو یوه مسله چې په ټولو پوهانو کې شریکه او د ټولو په خوښه ده، هغه دا چې عقل موږ ته د کارونو د کولو او نه کولو پوهه را کوی. د بېلګې په ډول عقل موږ دې ته هڅوی، چې باید ځینې ځانګړی قوانین یا د ژوند د تېرولو تګلارې پخپل ورځنی ژوند کې خپلې کړو، کنه موږ نشو کولای بریالی ژوند وکړو، د مثال په توګه د کسبی عقل یا تجربوی عقل له مخې موږ پوهېږو چې ښوونځی ته تګ، د پوهنتون زده کړې او بالاخره لوړې زده کړې زموږ د بریالی او هوسا ژوند لپاره لاره برابرولی شی. یا کله چې موټر چلوو د سرې اشارې په لیدو باید موټر ودرو او د شنې اشارې انتظار وباسو، ځکه دا کار موږ له ترافیکی حادثې څخه ژغورلی شی. خو په مذهبی ټولنه کې الهی احکام د ژوند د تېرولو هغه اساسی تګلاره یا لید لوری ټاکی، پدې مانا چې په اسلامی ټولنه کې قران او سنت موږ ته د اخلاقی میعارونو د خپلولو حکم کوی او همدا دوه مرجعې موږ ته د ورځنی ژوند د تېرولو حدود ټاکی، چې موږ یې باید د بریالی ژوند د ترسره کولو لپاره خپل کړو.
د اخلاقی معیارونو د ټاکلو لپاره مسلمانان یو منل شوی اصل لری، هغه دا چې هر هغه کار چې الله او د هغه رسول یې د کولو حکم کړی وی، هغه عملی کوی او له هر هغه عمل څخه، چې الله او د هغه رسول منعه کړى له هغه ځان ساتی، خو بیا هم د هغه د نفې او عملی کولو کار په عملی توګه د عقل د استعمال په اساس ترسره کېږی.
دویم، په کومو ټولنو کې چې د اسلامی شریعت څخه بې خبری او یا هم انکار موجود دی، هلته د عقلی دلایلو په خپلولو یا د تجربوی یا اکتسابی عقل په استعمال سره انسانان د هغو کارونو څخه ځانونه ساتی، چې په انفرادی یا ټولنیز ډول د انسان لپاره تاوان لری. لکه د شرابو څښل یا د مخدره موادو استعمال. تاسو وګورئ نن په لوېدیځ کې حکومتونه تر ټولو زیات پام او کار په دې کوی، چې څنګه خلک د شرابو له څښلو او د مخدره موادو، سګرټو له استعمال څخه را وګرځوی، ځکه چې دوی یې په اکتسابی یا تجربوی توګه په انفرادی او ټولنیزو تاوانونو پوه شوی دی. نو لدې کبله ویلی شو، چې د اخلاقی میعارونو د پېژندنې او د هغوی د عملی کېدا لپاره د عقل قوه استعمالېږی، تر څو انسانان وکولای شی په ښه توګه د ژوند ورځنۍ چارې په مخ بوځی. د عقل د پوهې توان دومره هم پراخ نه دی، چې د کایناتو او د کایناتو د خالق په ټولو رازونو او ارزښتونو پوه شی. د همدې ناتوانۍ له امله یې د لارښوونې او لا ښه استعمال لپاره د کایناتو خالق د کتابو او صحیفو په بڼه لارښوونې را استولې دی. په دې اړه په  قران کې داسې یادونه شوې، چې یعلمکم ما لم تکونو تعلمون (بقره ۱۵۱) – الله تاسو ته هغه شیان در وپېژندل، چې تاسو نه پرې پوهېدئ. دا پدې دلالت کوی، چې یوازې د عقل په لرلو موږ انسانان د کایناتو په ټولو ځانګړنو د خپل ژوند د تېرولو په طرز او طریقو نشو پوهېدای، نو ځکه الهی لارښوونې ته اړ یو. په دې دلیل ویلی شو، چې عقل موږ ته د اخلاقی میعارونو د کولو او نه کولو په اړه پوهه یا لارښوونه کوی، خو دداسې میعارونو په ټاکلو او خپلولو کې راسره تر ډېره بریده پرته له الهی لارښوونې او هدایت مرسته نشی کولای، چې موږ یې پخپلو هوسا او بریالی ژوند خپل کړو. دا چې په قران کې د ډېرو مسایلو په اړه تفیصل او تفسیر نشته، نو ځکه د سنتو څخه ددې کار د ترسره کولو لپاره کار اخیستل کېږی او سنت د قران د شرحې په مانا منل شوی دی. د عایشې رضی الله عنها څخه چې کله د پیغمبر علیه السلام د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو د هغې ځواب همدا و، چې د پیغمبر علیه السلام اخلاق په قران عمل دی.
بالاخره ددې بحث څخه دا پایله تر لاسه کوو، چې عقل د اخلاقو د معیار د ټاکلو لپاره د یو عمل د ګټور والی، د اخلاقی احکامو او نصوصو شتون او د اعمالو حقیقتوالی ته اړتیا لری، تر څو انسان یې پخپلولو کړو وړو کې خپل کړی او پدې توګه بریالی ژوند وکړی.

۲٫اخلاقی فساد:
په افغانستان کې اداری فساد، اخلاقی فساد او ورته ټول نور ټولنیز، سیاسی، اقتصادی او کلتوری فسادونه په صعودی سیر روان د اوج نکتې ته رسېدلی دی. ددې لویو ناورینونو لاملونه ډېر دی، خو یو لامل یې هم زموږ په ټولنه کې په ټولیزه توګه د نوموړو بدو کړنو له بدو پایلو څخه نامعقوله تېښته ده. کله چې موږ له تعقل یا د عقل له استعمال څخه لاس پر سر شو، نو پدې وخت کې لنډ مهاله ګټه یا خوښی زموږ په مغزو او زړونو ولکه کوی او د داسې کړنو له بدو انزارو څخه موږ ړانده تېرېږو. د مثال په توګه هر اخلاقی فساد چې نن یې موږ مرتکب کېږو، د ساری ناروغۍ په څېر په ټولنه کې په تېزۍ خپرېدونکی دی، چې بالاخره زموږ تر کور او کورنۍ پورې ځان په منډه منډه را رسوی. نن که موږ په لارو کوڅو کې ښوونځی او پوهنتون ته تلوونکې نجلۍ (خپلې خویندې او لوڼې ) په عذابوو او د هغوی پر وړاندې خنډونه راولاړو، چې متاسفانه په کابل ښار او د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې د ایله ګردو ځوانانو ورځنۍ دنده ګرځېدلې ده، نو باید پدې پوه شو، چې یو څوک په همدې ناوړه ناروغۍ مبتلا زموږ سکه خور او لور ته ورته خنډونه او سپکې سپورې په زړه کې ساتی، ددې لپاره چې دداسې کړنو پر وړاندې مبارزه وشی او ټولنیز اخلاق را منځته شی، باید د تعقل څخه کار واخیستل شی او د خپلو کړنو د ناوړه انزارو یا پایلو ته باید جدی پام  وکړو.
یو بل مثال، نن سبا په عامه توګه موږ افغانان یو په بل د بې باورۍ په ناروغۍ اخته یو، چې له مخې یې تل کوښښ کوو، هر مقابل وګړی ته د شک په سترګه وګورو. موږ نن سبا د شخصیت وژنې په یوه ډېره بده ناروغۍ اخته یو. موږ نن د یو چا شخصیت د عقیدې له مخې په ټولنه کې کنځو او په یو چا پورې تهمت، غیبت او دروغ تړو. دا پدې مانا نه ده، چې هغه تن زموږ له ورته انګېرونو او خبرو څخه نه خبرېږی، بلکې کېدای شی، هغه زموږ او ستاسو له شاوخوا ملګرو څخه، چې زموږ خبرې اوری له ځینو نورو ناوړه او غلیظو زیاتونو سره یوځای هغه مخاطب ته چې موږ یې په وړاندې دا خبرې کړې ورسوی. له داسې ویناو څخه کېدای شی دواړه بدې پایلې رامنځته شی. لومړی دا چې ملګری به له موږ او تاسو خپه شی او له دوستۍ او ملګرتیا به لاس واخلی او بل دا چې کېدای شی، هغوی هم په ورته کرکجنو خبرو او تهمتونو لاس پوری کړی، چې دا نه یوازې د شخصیتونو د ټیټوالی او سپکوالی سبب ګرځی، بلکې ددې تر څنګ د ملګرو ترمنځ د یو ناوړه دود په توګه د ټولنې د ځوانو شخصیتونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا د رامنځته کېدو سبب ګرځی، چې بالاخره د ټولنې د ستونزې د زیاتوالی سبب ګرځی.
نن افغانان په همداسی یو ګرداب کې را ګیر دی، چې یو له بله بې باوره دی، په شته شخصیتونو کې بې شخصیته دی او په لویه کچه یې افغانی ټولنه د شخصیتونو له تشې سره مخ کړې ده. د ورځنی ژوند په ترسره کولو کې د ژوند د تېرولو د عقلی لارو خپلول کولای شی، موږ د خپلې ټولنې د لویو لویو ستونزو څخه د ژغورلو لپاره وهڅوی او پدې توګه کولای شو چې د یو اخلاقی انقلاب په بناء کولو ټولنیز اصلاحات رامنځته کړو، چې نه یواځې زموږ د ملی یووالی سبب ګرځېدای شی، بلکې په نړۍ کې به زموږ د ملت د عزت او قدر سبب هم وګرځی. د افریقا لویه وچه په نننی پېر کې د نېلسن منډیا په نامه پېژندل کېږی. هر څوک چې د هندوستان نوم اخلی د ګاندهی نوم یې وار د مخه تر حواسو رسېږی، دا ځکه چې د افریقا او هندوستان ملتونو د بیداره ملتونو په توګه د خپلو شخصیتونو د پاللو او روزلو دنده ترسره کړې او نن یې دا  ستر ویاړونه په نصیب دی.
بیداره ملتونه په ژوند کې د عقل په استعمال سره بیداره ګڼل کېږی او پدې توګه دوی د خپلو شخصیتونو د لوړوالی او روزنې سره مرسته کوی، تر څو په انفرادی او ټولنیزه توګه د لویو او وړو ستونزو پر وړاندې معقول غبرګون خپل کړی او د اخلاقی فساد پر وړاندې ستره مبارزه ترسره کړی.

یاده لیکنه په لومړی ځل د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر