ټولنه

له عقله محروم!

عقل او ادارې فساد
که ادارې فساد ته په بده سترګه ګورو، نو بیا ولې د موټر چلولو په وخت کې د موټر چلولو ټول قانونې اسناد لکه د موټر چلولو لایسنس او جواز سیر له ځانه سره نه ساتو؟.  که موږ دا اسناد له ځانه سره ولرو کولای شو د ترافیکو له ناجایزه او ناقانونه غوښتنو څخه، چې د لایسنس په نه شتون کې یې له موږ څخه کوی، مخنیوی وکړو.
په دې توګه به مو له یوې خوا له ترافیکو څخه د رشوت غوښتلو پلمه مروړلې وی او له بلې خوا به مو له قانونی سزا څخه د خلاصون لپاره په لوی لاس خپل ځان رشوت ورکولو ته نه وی اړ کړی.
همدارنګه که دا هر څه له ځان سره لرو ولې د موټر چلولو پر مهال له قانونی تګلوری څخه سرغړونه وکړو؟.  په غلط لاس تګ یې یو مثال دی چې بالاخره په څلور لارې کې ولاړ ترافیک په لوی لاس دې ته هڅوو چې له موږ سره په یوه معامله کې کېوځی.
زموږ په ټولنه کې د ادارې فساد ډیرې داسې وړې او لویې بېلګې شته چې زموږ ناغېړی، ناپوهې، نامعقولیت او بلاخره نامعقوله بیوروکراسی یې سبب ګرځی.
حکومتونه دنده لری چې ولس ته په وخت او سم خدمات عرضه کړی، خو دا چې زموږ حکومتی بیوروکراسې ډېره زړه ده لویو او د نوی عصر پرمختللیو اداری اصلاحاتو ته اړتیا لری، تر څو یې هغه برخې پرې شې چې اوس یې شکل او  ډول ور بدرنګ کړی.  له بده مرغه دا کار نه دی په کې ترسره شوی. موږ لا هم د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره څه له پاسه لسو لاسلیکونو ته اړتیا لرو، موږ باید له ښوونځی څخه د فراغت د بری لیک د تر لاسه کولو لپاره له ولسوالۍ څخه تر کابله لارې ګودرې ووهو، دا هر څه په لوی لاس د بیوروکراسې په پلمه ادارې فساد ته لاره هواروی.
د ادارې فساد دویم لوری ولس دی. ولس له خپلو مسوولیتونو څخه بې خبره دی، په لوی لاس یې فاسد او په فساد کې ښکېل استازی ولایتې شورا، ولسې جرګې او بالاخره مشرانو جرګې ته ټاکلی دی. لوستی افغانان چې ډېری په لویو ښارونو کې ژوند کوی، اکثره یې د ناقانونه کړنو او له قانون څخه د بشپړ نه ملاتړ له امله په لوی لاس ځانونه په ادارې فساد کې ښکیلوی، چې د موټر چلولو پر مهال د قانونی اسنادو نه لرل یې ښه مثال دی.  په هر ډګر کې د خپلو کړنو د تر سره کولو لپاره د قانونی لارې پر ځای د فساد پر مټ د لنډې خو بدې لارې انتخابونه د فساد سبب ګرځی.
که پخپلو ورځنیو کارونو کې د هغو مسوولیتونو پر وړاندې چې موږ یې د ټولنې د سمونې او جوړونې لپاره لرو، مسوولانه برخورد وکړو، ماته ښکاری چې ډېرې ستونزې به مو حل شی او له فساد څخه به په اسانه او لږ وخت کې ځانونه او خپل ملت خلاص کړو.
د عقل غاښ
انسانانو د ژوند په لنډ او تنګ سفر کې ډېرې ښکلې تجربې او د ژوند کولو ښکلې او په زړه پورې  لارې اختراع کړې دی. ځینې دې ته مجبوره شوی چې د اوږدو مزلونو  د رانډولو لپاره په الوتنه فکر وکړی چې د همدې فکر په پایله کې یې الوتکې، چورکلې او نورې وسیلې اختراع کړې دی.
ځینو بیا غوښتل چې په تیاره کې کتاب ولولی او تیارې رڼا کړی، نو د برېښنا ایجاد یې وکړ، د همدې اړتیاوو پر بنسټ یې ډیر نوښتونه کړی دی، په حقیقت کې د همدې نوښتونو عمرونو ته په کتو یې د غاښونو د راختلو وخت او نومونه  هم ویشلی دی. تقریبا په ټولو ټولنو کې د انسان د ژامې وروستې دوه ښکتنې او دوه پورتنې غاښونو ته د عقل غاښونه وایې په انګلیسې کې ورته Wisdom Teeth ویل کېږی. علت یې روښانه دی، ځکه دا د عمر له شپاړس کلنۍ څخه تر څلوېښت کلنۍ پورې را خیژی او  په دې وخت کې د انسان عقل مخ په پخېدو وی. د ژوند په دې پړاو کې انسان په عقل او سوچ قدم پورته کوی او د وړو په څېر له کم عقلۍ څخه کار نه اخلی. د دې عمر انسانان د ځان د هوساینې سره سره د ټولنې د هوساینې او سوکالۍ لپاره هم فکر کوی. کوښښ کوی چې داسې کارونه ونه کړی چې د ماشوم او بې عقل ګومان پرې وشی. په ټولنه کې د داسې کسانو شتون د دې په مانا دی چې دا ټولنه نوره د کم عقلو کسانو له ولکې او واک څخه وتلې ده او ټولنه نور د معقول مشرتابه په مشرتوب خپل صعودی یا د پرمختګ یون طی کوی. خو کله چې موږ خپلې افغانې ټولنې ته ګورو، داسې بریښی چې زموږ په ټولنه کې د یادو شویو کسانو کمښت دی او یا دا چې لا تر اوسه مو د عقل غاښونه نه دی را ختلی.
زموږ ژوند لا هم د ماشومانو په څېر په وړو وړو ستونزو کې ښکیل ښکاری، اوس هم موږ د ځان د خوښۍ په لټه کې یو او بل له نظره غورځوو، ګاونډی نه پیژنو او د هغه له حقه ناخبره یو، لا هم د پوهې او علم په ګټه نه پوهېږو او ښوونځیو ته اور اچوو، لا هم د اختر خوشحالې په نویو کالیو او لمن ډکه میوه کې ګورو، د روژه ماتې اذان خوند راکوی خو د روژی له برکاتو او حسناتو نا خبره یو، لمونځ د خپل سیوری د ټیټدا، پورته کېدا لپاره کوو او د کلی مرغۍ په ونو کې نه پرېږدو.
له عقله نفرت
افغانان خوشبتخانه په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوی، دا پیړۍ د علم، پوهې او ټیکنالوژۍ پېر بلل کېږی.  دا هر څه په عقلی توانایۍ پورې تړلی ارزښتونه یا ځانګړنې دی. اوس پوښتنه دا ده چې دا خوشبختی چې موږ د علم او پوهې په پېړۍ کې ژوند کوو، زموږ په هیواد او ټولنه کې محسوسه ده  او که نه؟.
د دې لپاره چې په دې پوه شو چې موږ د روان پېر سره په کاروان کې څنګه او په کوم لوری مزل کوو، غواړم د خپلې ټولنې، خپل هېواد یو څو ریښتینی مثالونه وړاندې کړم.
مونږ د روانې پیړۍ له پیل سره سم یوې نړیوالې جګړې ته غېږه پرانیسته، داسې یوه جګړه چې نه یې موخې زموږ دی او نه یې هم د مزل لید لوری زموږ په واک او اختیار کې دی. د روانې پیړۍ په اوله لسیزه کې موږ د نړۍ په کچه تر ټولو د زیات ادارې فساد لرونکی هېواد په توګه وپیژندل شو، په بده حکومتواله کې هم د نړۍ په لومړې کتار هېوادونو کې راځو، د مور او ماشوم مړینه مو د نړۍ تر ټولو هېوادونو زیاته ده، د سواد او زده کړې د کچې له مخې موږ په نړۍ کې تر ټولو په ټیټو هېوادونو کې راځو، د کډوالۍ کچه او د زیاتو کډوالو لرونکیو هېوادونو په سر کې یو، بې کاری او غربت را کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات دی، د عمر اوسط مو د سیمې په کچې تر ټولو ټیټ دی، لاهم زموږ په هېواد کې د پولیو، چیچک، توبرکلوز، لشمانیا، ملاریا، سرخکان او ورته نورو ناروغیو، چې نړۍ یې مخه ډب کړی، له پراخ ساریتوب سره شتون لری. اوس پوښتنه دا ده چې ایا موږ نه غواړو له دې ستونزو څخه خلاص شو او د نړۍ د پرمختګ او پوهې په روان بهیر کې له سیالانو سره په سیالۍ سفر وکړو او که څه نور علتونه لری؟.
سالم او عاقل انسان دې پورته بدبختۍ د ځان لپاره په ورین تندی ومنی. اصلا عقل د داسې ستونزو د منلو سره یو ځای د حل په لارو فکر کوی، انسان دې ته مجبوروی چې باید د شته بدبختیو په وړاندې سالم فکر وکړی او ځان له دې بدبختیو څومره ژر چې کیږی خلاص کړی. نننۍ پرمختللی اروپا د شلمې پیړۍ په پیل کې د خپلمنځیو جګړو له امله د افغانستان له اوسنې حالت څخه په بدتر حالت کې وه.
په لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې کې په لسګونو میلیونه اروپایان ووژل شول، د ناروغیو، غربت او بدې حکومتوالۍ له امله د شلمې پیړۍ تر ټولو بدبخته ملتونه او هېوادونه پېژندل کېدل، خو دا چې مجبوریت د ایجاد او نوښت مور ګڼل کیږی، اروپایانو د شلمې پیړۍ په منځ کې د ګوتو په شمېر کلونو کې خپل هر څه بدل کړل، خپل بخت یې پخپله ځان ته وټاکه. له جګړې څخه یې کرکه پیل کړه او د عقل سره یې مینه وکړه، د خپل عقل په قوت یې ځان د ټولو ورپېښو بدبختیو څخه خلاص کړ. افغانان نن همداسې یو معقولیت ته اړتیا لری، که غواړی چې له روان بحران څخه په بریالیتوب ووځی او د نړۍ په روان کاروان کې ځان ته ځای جوړ کړی باید چې له عقدې، حقارت او کرکې لاس واخلی.
د روان بحران د حل په لارو ملی فکر وکړی او په یوه خوله او یو فکر د هېواد په جوړونې او د شته ننګونو په وړاندې یو موټی شی تر څو وکولای شی د سیالانو سیال شی او د یویشتمې پیړۍ له خوشبختیو څخه استفاده وکړی.

یادښت: د دویمې برخې پای.

ستاسو نظر