ټولنه

دا چې انسان فطرتاً ځان غوښتوونکی دی

ژباړن: عبدالله معراج

دا  وېروونکې فکری غلطی ده، چې انسان فطرتاً ځان غوښتوونکی دی. د ځان غوښتنې پژۍ ده. د خپلې لږې ګټې لپاره د نورو ډېرې ګټې قربانی ورته هېڅ مانا نه لری او هر هغه شی، چې دده د لارې خنډ وی، په ډېره بې دردۍ یې تر پښو لاندې کوی او وړاندې ځی. دغه انسانی ځان غوښتنه د تاریخ له پیله د بې رحمه وینو تویونو، شخړو، جبر، استبداد او ظلم باعث شوې ده. دغه ځان غوښتنه بې علاجه ده. د اخلاقو ستر ستر پوهان او مذهبی عالمان ددې په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی او په راتلونکی کې به هم ناکام وی. ځان غوښتنه د انسان په فطرت کې دومره پیاوړې شوې ده چې له شخړو او جګړو، ظلم او استبداد نه پرته په بل څه کې شونې نه ده. علم داسې حکم کوی چې دغه ورانوونکې او سلبی جذبه او په پایله کې جبر او برلاسی توب د برخلیک په څېر نه بدلېدونکی وبولو او وې منو او له صبر او حوصلې څخه کار واخلو.
انسان بې شکه له پخوا زمانې څخه له قابوچیانه ځان غوښتنې څخه کار اخیستی او له همدې کبله یې ډېر لوی جرمونه تر سره کړی دی، مګر دا ویل به ښه نه وی چې ځان غوښتنه د انسان په برخلیک او پیدایښت کې دننه ده. دا مسله دوه اړخونه لری: یو تاریخی، بل روحی (نفسیاتی). په دې کې موږ یې لومړنی ته ټولنیز او دوهم ته یې انفرادی هم ویلی شو. ښکاره ده چې د ټولنې له کبله ادم زاد ته انسان ویل کېږی. که د نورو حیواناتو په څېر انسان هم ټولنیزو اصولو او اړیکو ته ژمن نه وای، نو هغه به هم د انسان بللو لایق نه وای او نن به په غرونو او دښتو کې اوسېده، نو ځکه ښه داده چې د انسانی ټولنې لوړتیا ته ځغلنده کتنه وشی او وکتل شی چې کومو بهرنیو عناصرو انسان ځان غوښتونکی جوړ کړی و.
په ډبر پېر کې د انسانانو پلرونه د نورو وحشی حیواناتو په څېر په ونو کې اوسېدل یا په غارونو کې پناه کېدل. هغوی چې کله په دوه پښو ګرځېدل زده کړل، نو خپل دوه لاسونه یې له وحشی ژوو نه د ځان ژغورنې لپاره د وسلې په توګه وکارول، ددغه پېر د ژوند په اړه بېلا بېل اندونه شتون لری. د انسان پېژندنې ځینې پوهان وایی چې د انسان وحشی (Savagery) دورې حال داسې و، چې یو ځواکمن او پیاوړی سړی به څو څو ښځې او ماشومان په خپل ذاتی حفاظت کې ساتل. ډارون دې ته (Primal horde) نوم ورکړی دی. اتکټسن دې ته (Cyclopean family) وایی. د فرویډ اند دادی چې یو ورځ ددغې کورنۍ یو تنکی ځوان د خپل پلار د ظلم او زورزیاتی په وړاندې پاڅون وکړ. هغه یې وواژه، او د هغه بدن یې ټوټې ټوټې کړ او بیا یې وخوړ، تر څو د پلار ځواک او قدرت یې هغه ته ولېږدول شی. له دې نه د بدل اخیستنې اندېښنه پیل شوه. د فرویډ دا فرضیه د منلو وړ نه ده. زموږ د دور د ارواپوهنې ډېرو پوهانو دا رد کړې ده. په هر حال د وخت په تېرېدو سره ډېرې کورنۍ سره یو ځای کېدې او یو ځای سره اوسېدلې، او د بربریت (Barbarism) دوره پیل شوه. په دې دوره کې د خوړ او وسلو سربېره د ښځو ګډوالی (اشتراک) هم و. دې ته د لرغونی کمونیزم زمانه ویل کېږی. او د ټولنې د نظام له انده دې ټولنیز نظام ته د مورنی (Matriarchal) نظام نوم ورکړل شوی دی. ځکه چې په دې نظام کې ښځې ته مرکزی حیثیت ورکول کېده. دا نظام نن هم په ځینو وحشی قبیلو کې شتون لری. دې حالت تر پېړیو پورې دوام درلود. ان تر هغه وخت پورې چې د کرنیز انقلاب په دوران کې د ریاست او تمدن بنسټ کېښودل کېده او د ځانی (ذاتی) شتمنۍ غوښتنې مورنی ټولنیز نظام ته د پای ټکی کېښود. مارګن لیکی:
“د شتمنۍ تصور د انسان په ذهن کې له ډېرو پېړیو مخکې موجود وو. ددې نښې د ډبر پېر د وخت په انسان کې هم تر سترګو کېږی. وروسته له ذهنی لوړتیا سره سره د انسان پلرونو دا ومنله او د هغوی پر ذهن او زړه باندې ددې ولکه ټینګه شوه. له دې سره تمدن هم پیل شو. د شتمنۍ لاسته راوړلو غوښتنه په ډېر بد ډول به انسان برلاسې شوه. د مال او شتمنۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې انسان نه یوازې په هغو خنډونو بر لاسی شو چې د تمدن پر وړاندې وو بلکې د شتمنۍ او مملکت پر بنسټ یې د سیاسی ټولنې بنسټ ودراوه. د شتمنۍ او زمکو غوښتنې تصور د پیل او لوړتیا تنقیدی ویاړ به د انسان د ذهنی تاریخ د خورا مهم اړخ نه پرده پورته کړی.”
د شتمنۍ لومړنی تصورات د خوړو د چمتووالی سره تړلی دی چې له پیل څخه د انسان تر ټولو ډېره لویه اړتیا ده. پر دې سربېره وسله، لوښی او جامې شتمنی ګڼل کېدله. د تمدن د پرمختګ سره په زمکو کې پراختیا رامنځته شوه. له کرنیز انقلاب نه وروسته په ټولنه کې پلارنی نظام (Patriarchal System) رامنځته شو او د ښځو لپاره له یو نه زیات خاوند درلودل منع وګرځول شو. اوس نو نارینه په دې باندې خوښ وو چې هغه خپل جایداد او نوره شتمنی خپلو صلبی اولادونو ته د ورثې په توګه پرېږدی. په دې توګه د ښځې د پاکۍ او پردې تصور را پیدا شو. د ښځو د پاکۍ د ساتنې لپاره د پردې او حرم تدابیر رامنځته شول او ښځو ته د پردې کولو دود رامنځته شو.
کرنیز انقلاب د انسانی نړۍ په اخلاقو او کړنو باندې ژور تاثیرات وکړل. هلته یې سیاسی او ودانیز ځواکونه رامنځته کړل. انسان د خوړو پیدا کولو لپاره د لوټمار او وژلو پر ځای په زمکو کې زیار وګاله، یوې یې وکړې او د کرنې راز یې وموند او له زمکې سره وتړل شو. هغه (انسان) د سیندونو په غاړو ښارونه اباد کړل، د زمکو د وېش او ساتنې لپاره یې قوانین رامنځته کړل او د هېوادونو بنسټ یې کېښود. د زمکو د ساتنې کار د سردارانو په غاړه شو. د وخت په تېرېدو سره هغو سردارانو سیاسی او عسکری ځواک ترلاسه کړ او پر رعیت باندې د خپل برلاسی توب د ټینګښت لپاره یې لښکرې چمتو کړې. هغه سرداران او پادشاهان، چې د خدای د استازیتوب دعواداران وو، داسې قوانین یې دود کړل چې له هغو څخه مراد د زمکو ساتل وو. لکه څنګه چې د شاه حموابی په سلطنت کې غلا، پاڅون او زنا درانده جرمونه وو او سزا یې مرګ وه. ښکاره ده چې د هغو جرمونو تاوان په یو ډول نه یو ډول په شخصی زمکو او شتمنیو ور اوښت. په لسګونو حکونو کې حرص او بخیلۍ ته بد ویل شوی دی چې په دې شخصی شتمنۍ له ګواښ سره مخامخ کېږی. په ډېرو پخوانیو قومونو کې دې قانون شتون درلود که غل د غلا کولو پر مهال ونیول شو، نو همالته ځای پر ځای وژل کېده. که یو چا یو څوک له خپلې مېرمنې سره د بدکارۍ په حال نیوه، د دواړو د وژلو اجازه یې درلوده، ځکه چې مېرمن یې هم دده مال ګڼل کېده. پلار بې ادبه او نا اهله زامن او خاوند بدلمنه مېرمن د مریی او وینځی په توګه د خرڅولو اجازه درلوده.
له کرنیز انقلاب سره د هېواد او د هېواد سره د سیاسی استبداد بنسټونه کېښودل شول. زراعت پېشه خلک قدرتاً تل د داسې حکومت غوښتونکی وی چې ځواکمن وی او د هغوی د شمتنی او زمکو ساتنه وکړای شی. زمکه والو له دې سره هېڅ کار نه وی چې د هغوی حاکم ښه دی او که بد. هغه خو یوازې دا غواړی چې په هېواد کې سوله او سوکالې وی تر څو هغه په ارامۍ سره خپل کښت وکړی. لکه څرنګه چې کرنیزې ټولنې پاچاهی او سیاسی استبداد وزېږاوه.
د نورو د شتمنۍ او زمکو د نیولو لپاره پاچاهانو شخړې، جګړې او تاړکونه پیل کړل. دا لړۍ نن هم روانه ده. توپیر یوازې دومره دی چې له جګړې څخه د پخوانیو پاچاهانو موخه دا وه چې د نورو هېوادونو پر دولت باندې ولکه ټینګه کړی. نن، سبا دا بې ځایه یرغلونه په مختلفو پردو کې رانغاړی او د خپلواکۍ، لوړو ارزښتونو، تهذیب او تمدن د ساتنې په نوم په نورو قومونو او هېوادونو یرغل کېږی.
د زمکو د لاسته راوړلو لېونی حرص ته په لاتینی ژبه کې (Studium Lucri) یعنی د ګټې حرص او په عربی کې جوع الارض (د زمکو لوږه) ورته وایی. دا لېونتوب له پېړیو د انسان په ذهن او دماغ باندې مسلط دی او د زهرو په څېر یې په رګونو کې خپور شوی دی. دې لېونتوب انسانی یووالی ټوټه ټوټه کړی او په انسانی ټولنه کې یې عدل او انصاف له منځه وړی. لاک رښتیا ویلی وو:
“چېرته چې زمکې نه وی هلته به بې انصافی نه وی. دا خبره دومره پرېکنده ده لکه د اقلیدس کومه مسله.”
د شتمنۍ د لاسته راوړنې لېونتوب د انسانی فطرت ښه احساسات، مهربانی، احسان او ځوانمردی، محبت او شفقت ته سخته ضربه رسولې ده. د شتمنۍ لپاره زوی د پلار، پلار د زوی، ورور د ورور، زوی د مور بې درېغه وینې بهولی دی. دغه لېونتوب انسانی فطرت مسخ کړی او په هغه کې یې د ځان غوښتنې، ورانونې او داسې نورو تمایلاتو ته هوا ورکړې ده. زمکه او شتمنۍ د شرافت، لوړتیا، وقار او مرتبت معیار شوی. دولت د حکومت د لاسته راوړنې وسیله ګڼی او د حکومت په وسیله د زمکو او شتمنۍ د لاسته رواړنې لپاره کار اخلی. زموږ د وخت شتمن د تېر وخت د سلطانانو او جاګیردارانو ځای ناستی دی. د غربی نړۍ سترو سترو سوداګرو او اجاره دارانو د اسیایی، افریقایی او د لاتینې امریکا هېوادونو شیره په ډېره ظالمانه ډول زبېښلې ده. د نړې د صنعتی توکو یو پر درېیمې برخه باندې یوازې د دوه سوو اجاره دارانو ولکه ده چې د زیار ایستونکو د زیار له کبله ځان ته د سرو او سپینو ډېری جوړوی. دا خلک یو ځای نه یو ځای د جګړې اور بل ساتی تر څو د وسلې خرڅونې له لارې خپلې خزانې ډکې کړی. د “پرمختللې ټولنې” او “خپلواکې نړۍ” تر نوم لاندې هر چېرته د خپلواکۍ غوښتونکی په بې دردۍ سره له منځه وړی. د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا هغه هېوادونه چې نوی خپلواک شوی دی او د غلامۍ اوسپنیز زنځیرونه یې غورځولی دی هغوی بېرته د پور او مرستې په نوم په زنځیرونو باندې تړی. د خپلواکۍ غوښتنې د خوځښتونو د له منځه وړنې هڅې کوی. د شتمنۍ ټولونې او ځانی ګټې هیلې د یوې بیمارۍ بڼه غوره کړې ده. لینین ویلی وو:
“کله چې زموږ د شتمنو خلکو په دار ځړولو وخت راشی، نو سوداګر به د دار د رسیو په خرڅولو کې د ډېرې ګټې د لاسته راوړلو لپاره له یو بل سره سیالۍ کوی.”
په کرنیز انقلاب باندې په زرونو کاله تېر شوی دی. په هغو اوږده موده کې چې کوم اقتصادی نظام رامنځته شو، د هغه مرکز او محور ذاتی زمکې او شتمنی وه چې له سیاست، مذهب او اخلاقو سربېره یې پر انسانی نفسیاتو باندې هم ډېره اغېزه کړې ده. د زمکو او شتمنۍ د لاسته راوړلو لېونتوب په انسان کې بې رحمه ځان غوښتنه پیدا کړه، چې ددې له کبله د شخړو او جګړو، وژنې او تالان بازار ګرم شو او له دې سره دا فکر عام شو چې انسان فطرتاً ځان غوښتونکی او حریص دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده. په انسانی فطرت کې پلرنی او مورنی احساسات بنسټیز حیثیت لری او ددې په لمن کې محبت، مهربانی، ځوانمردی، بې نفسی، ایثار او زړه سواندی او ټول انسانی احساسات روزل شوی دی. په ځناورو کې هم دا احساسات شته، مګر د بچی له لویوالی وروسته یې ځناور ماتوی. د هغوی دا ډول احساسات د بچیانو د روزنې تر مودې پورې محدود وی. په انسان کې دې احساساتو د بچیانو له روزنې سربېره د انسانی همدردۍ او قربانۍ بڼې هم لری. د پاچاهې او جاګیردارۍ په زمانه کې چې هر لور ته د جبر او استبداد دوره وه، داسې خلک هم پیدا کېدل چې هغوی له ذاتی ګټې او سوکالۍ نه تېر وو او د ظالمو خلکو او پاچاهانو په خلاف یې اواز پورته کړ، د انسانی حقونو لپاره یې په مېړانه مبارزه وکړه او د ځان او مال له قربانۍ یې درېغ ونه کړ.
له صنعتی انقلاب نه وروسته د اقتصادی نظام له بدلون سره سره سیاسی او عمرانی لیدلوری هم په بدلېدو شول. او په انسانی اخلاقو، کړو وړو، فکر او احساس کې هم بدلون راڅرګند شو. ددې بدلون په پایله کې به کومه ټولنه رامنځته کېږی د هغې نښې نښانې سر له اوسه ښکاره دی. د ذاتی املاکو د تصور طلسم مات شوی دی. هلته چې ډېرې ذاتی شتمنۍ او املاک له منځه تللی، هلته د انسانی فطرت تعمیری او مثبت اړخ راښکاره شوی دی. انسانی هڅې د ځانی غوښتنو پر ځای د نورو خلکو د سوکالۍ لپاره وقف کېږی او ددې خبرې ثبوت هم همدا دی چې انسان فطرتاً قربانی ورکوونکی دی، ځان غوښتونکی نه دی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر