د جنګ اختصاصي پاڼه ټولنه

بشري فکر، تمدن او جنګ

د تاریخ په پټو پاڼو کې جنګ یوه داسې اصطلاح ده چې یو انسان یا ځناور له خپل یو بل همنوع څخه د یو څو شخصي شتمنیو، لاسته راوړنو او خپلولو په موخه کرکه کړې. په دې لړ کې د ښکار په دوره کې د ښکار په غوښه جنګ، د کرنې په دوره کې د کرنې په  ځمکه او فصل جنګ، د مورواکي نظام د پای ته رسېدو په صورت کې د مېرمنو په سیکس او د دوی پر خپلولو جنګ؛ غالبا دا لومړی ځل و چې دلته د سړی په مغزو کې د غرور او غیرت مېکروب پیدا شو او ښځه یې خپله شخصي شتمني ګڼل پیل کړل. ډېر لرغون پوهان او بشرپېژندونکي دا فکر کوي چې په دې دورو کې سړي د خپل اولاد د ساتلو په موخه د کور له شا او خوا اغزي چې وروسته په دېوال بدل شول او داسې ورو ورو د پردې تصور رامنځته شو، همداسې د هغه وخت  د انسان په تصور کې دې مادې ځای پیدا کړی و چې د سړي او ښځې د یو ځای کېدو په صورت کې درېیم انسان رامنځته کېږي. همدا علت و  سړیو به زیار ویست چې کله به دوی ښکار یا کرنې ته تلل نو ښځې به یې په کور بندي او دوی ته به یې په خپله ماشومانه نیمه بشري ژبه کې نصیحت کاوه چې له کوره را ونه وځي، له دې وروسته به یې دوی ته د وسپنې پرتوګ ور اچوه چې دوی له بل چا سره سیکس ونکړای شي.

په ۱۹۶۱ کال کې په هسپانیه کې د موټر ویې یا لوی سړک جوړولو پر مهال موندل شوې ښځینه خدای ګوټې (تمبه مدزاري) چې له کرنیز اوښتون وروسته، له میلاد وړاندې په ۶۵۰۰ کې جوړه شوې ده، د مېرمنو د پردې ساتلو کار ته ورته ده.

د  اولاد د رامنځته کېدو په ترڅ کې شتمني د بل چا کېدلو امکان و او سړي نه غوښتل چې دا هر څه وشي، بلکې داسې ورو ورو د کورني نظام ډبره هم کېښودل شوه.

ډېر شمېر پوهان له دې سره موافقت څرګندوي چې د ښځو د واک یا واکمنۍ محدوده کېدو عمده علتونه لاندني دي:

  • د مېرمنو د بچېانو او خوراک برابرولو په کارونو کې زیاته بوختیا.
  • له باندني چاپیریال څخه د ښځو بې خبره پاتې کېدل.
  • له کرنیز اوښتون وروسته مېرمنې په دې خاطر هم د پلارني نظام په لوري وکوچېدې چې په دې دور کې د خوراک د زیاتوالي له امله په خلکو کې همغږي او ټولنیز خوی پیدا شو چې له امله یې دوی په یوه ټولنه کې یو ځای شول. په دې ډول په دوی کې د ناروغیو زیاتوالی هم راغی، د بچېانو د مړینې له امله په مېرمنو نور فشار راغی، تر څو ډېر زامن پیدا کړي.
  • بل لوري ته د شخصي پانګونې له امله ځمکې پراخې شوې چې دې ته هم فردي ځواک پکار و، همدا علت و چې له مېرمنو څخه د ډېرو زامنو زېږولو کار اخیستل پیل شو. داسې ښځه د کور او ګور شوه. لازمه خبره ده چې د ماشومانو د ځوانېدلو وروسته به پلار زامنو ته د کرنې چل ورښود، له دې امله دوی پر خویندو ځواکمن شول او پلارني نظام ته لاره نوره هواره شوه.

د دې فکري مادي جبر او تضاد ترمنځ پروت راز مالومول که ناممکن نه دي سخت خو ضرور دي. د مېرمنو په بیولوژیکي او فسلفي توګه کمزوري ګڼل هم اوږد بحث دی، خو دلته به د جنګونو اغېزې وڅېړو. په د پېر کې د خونړیو پېښو ادراک اسانه کار نه دی خو بشرپېژندونکي او لرغون پوهان دا وايي چې په د وخت کې عموما جنګونه په لاسونو کېدل، یانې د لاسونو په مرسته دوښمن وهل کېده، ولې په دې وروستیو ۱۵۰ کلونو کې چې کوم شواهد لاس ته راغلي دي، په هغه کې د پخوانیو یانې د ډبر پېر په دور کې چې کوم خلک وهل شوي د هغوی د هډوکو یا جوړښت له څېړنو ښکاری چې هغوی له یو لوړ ځای څخه را غورځول شوي یا په لاسو وهل شوي دي. همداسې وروسته بیا دې جنګ تکامل کړی دی او دا جنګ د مادي وسایلو یانې په لرګیو او ډبرو بدل شوی دی.

د منځني ډبر پېر جنګي وسایل

د ډبر پير پر مهال به په جنګونو کې به دا تېره تیږه د ښکار لپاره کارول کېده

ورو ورو کله چې انسان له چاپیریال څخه اغېزمن شو یانې شنه بوټي په کمېدو شول او بل لوري ته یې د ځناورو کمېدو له امله یې ښکار هم پرېښود، البته د دې یو بل علت دا هم کېدای شي چې انسانانو د خپل ځان ساتلو او د مالونو د لېږد را لېږد لپاره د ځناورو ساتل او ګمارل پیل کړل. په دې ډول انسان په خپل ژوند کې له دوی څخه توپیر لرونکو ځناورو ته هم ځای ورکړ تر څو له دوی څخه په بیلابیلو اړخونو کې ګټه واخلي.

له دې دورې څخه لږ وروسته، کله چې انسان لږ ډېر د تمدن په لوري وکوچېد نو له ځان سره یې بېلا بېلې روحي او رواني لارې چارې هم پیدا کړي. په  دا کې تر ټولو اړینه ونډه د روحاني دورې رول دی. دې دورې تر یوه وخته پورې خپل سوله ییز رول پلي کړ او په لومړي ځل یې انسان دې ته وهڅاوه چې د هر ځواک تر شا د یو لوی قدرت په موجودیت باور پیدا کړي. د دې ځواک نه مجرد کېدل، سوچ او فکر ته لاره هواره کړه چې خلک په خپله له خپلو مادي ريښو څخه په استفادې د نوښت لاره خپله کړی. خو ولې بیا ځیني وختونه همدې روحاني رول مجرد او مطلق کېدو ته لمن وهلې ده، حال دا چې دین دا اړینه وګرځوله چې له دې ژوند وروسته هم یو ژوند شته دی. د هغې لپاره ژوند کول او په دې دنیا زیار ویستل او د یو ځواک عبادت کول، زښت زیات اړین دی. غالبا د دې تر شا د دوی د وخت لوږه پټه وه. په  خدای ګوټیو کې به لمر، سپوږمۍ، ځمکه، فیل او نور پیاوړي ځناور تر ټولو مهم ګڼل کېدل او د دوی عبادت به لازم و.

ځینو دیني خیالاتو به دا باور هم ورکاوه چې اوس هم په هندوانو کې شته دی؛ چې انسان له مړینې وروسته بیا را ژوندی کېږي، ښه سړی په ښه صورت کې او بد سړی په بد صورت کې. په یادو لومړنیو ماشومانه دیني خیالاتو کې ځیني داسې خیالات هم را پیدا شول چې د (Psychopathology) له لارې یې څېړنه نن هم کېدای شي، پخوا به زورواکو د خپل دوښمن له مرګ وروسته لاسونه او پیښې پرېکولې چې له را ژوندي کېدو وروسته د دوی مقابله ونه کړای شي، ولې چې په دوی کې دا تصور موجود و چې انسان له مړینې وروسته په بل جسم بدلیږي.

څه له پاسه ۱۸۰۰ کاله له میلاده وړاندې، د برنج پېر په وخت کې چې د برنج پېر وروستۍ شېبې هم ګڼل کېدای شي، جنګ معاصر کېږي او په دې دوره کې جنګي وسایل له برنجو جوړیږي. له دې دورې سره سم هغه جسدونو چې اټکل کېږي، د برنج پېر  په وخت کې وژل شوي، ډېر شمېر یې په تورو وهل شوي. غالب ګمان کېږی چې په برنج پېر کې مذهبي خیالاتو لا پیاوړتیا پیدا کړه.

د ښکار د پېر انځور. دا انځور لرغونپوهانو ته په غره کې له یوه دېوال څخه په لاس ورغلی دی.

ټولنیز شعور

د تکامل د فطرتي عمل له برکته چې کله بشري ټولنه ترتيب شوه، نو په رښتيا هم د بشر لپاره يو لوی ګام و. فکر او شعور د خپلمنځي ربط او تړاو پر اساس مخ ته روان و. شعور په لومړي ځل د موضوعي بڼې پر اساس تدبير وزېږاوه او دې کار بشر د فطرتي او طبیعي پېښو پر وړاندې د مزاحمت او موضوعي زاويې له مخې پر معروض (عینیت) باندې د اغېزې اچولو استعداد او ځواک ته لاره هواره کړه. خو د دې فکر او شعور پر اساس بشر له ځناورو څخه په دې خاطر توپېر درلود چې دوی به د خپلمنځي اړيکو په خاطر په ټولنيز ډول ژوندي پاتې کېدلو ته اړ کېدل. د بشر دا ډول ونډه،  ناستې پاستې او ټولنيز ژوند ته د ټولنې نوم ورکول کېدی شي. د دغې ټولنی په ډولونو، د ژوند په عاداتو، اړخونو او کيفيتونو کې به په ټولنه کې له تکامل سره سره بدلونونه رامنځته کېدل. خو دا تکامل په يو رفتار، لوري او طرز نه و ولاړ. د هرې ټولنې له يوه جوړښت څخه بل جوړښت ته بدلون د يو ټوپ، ټکان يا انقلاب په واسطه رامنځته کېږي. د دې ټولنيز تکامل د عمل او حرکت تکيه د هغه وخت په ټولنیز ژوند کې د کاریدونکو ژوند بخښونکو تولیدي ځواکونو په تکامل او بدلون باندې ولاړه وه. په بشري تاريخ کې چې څومره ټولنې تېرې شوي دي، د دوی بنسټيز جوړښت او د طرز تکيه د هغه وخت د توليداتي ځواکونو پر کيفيت باندې ولاړه وه. ۱

پخوانۍ دورې عموما په دریو برخو وېشل کېږي، وحشي دوره، بربري دوره او کرنیز اوښتون. په دې دریو بهیرونو کې راکړې ورکړې، تولیدي ریښو، کړو وړو، ازلي نیمه بشري، مطلق بشری او متمدنو انساني اخلاقو د وخت په تېریدو سره د تولید د زاویو په بدلون سره بدلون موند. هر څومره چې زمان یا پېر له ټکان سره او د پخواني ناچلیدونکو عناصرو په نفې سره مخکې تګ کاوه هغومره د نړۍ تمدن وده کوله.

په سکاټ لینډ کې د برنج پېر جنګي وسایل اېښودل شوي دي

لرغونپوهانو؛ لیوس مورګون، ایډورډ ټایلر، جیکوب بیچفین او جیمز  زیار وکیښ چې بشري ټولنې له لیک وړاندې چاپیریال څخه تر نننۍ معاصرې دورې پورې وڅېړي. دا کار د مورګون لخوا اسانه او په دریو دورو وویشل شول.

وحشي دوره او جنګي وسایل:

د انسان د لومړنیو فعالیتونو او دندو په اړه اټکلونه تر فلسفې او لرغونپوهنې پورې محدود پاتې شوي دي. خو ولې د دې تر څنګ د پخوانيو اثارو ژنټیکي څېړنې هم له معاصر انسان سره د پخواني مورواکي او پلارواکي نظامونو په مالومولو کې مرسته کړې ده. ډاروین د انسان زېږون له طبيعي چاپیریال څخه ګڼي. ډاروین زیاتوي؛ ټول ارګانیزم (Organism) له یو بل څخه مختلف دی، غالب عامل یې د دوی له یو څخه بل ته ژنټیکي عناصر انتقالول دي چې په کې تر ټولو لویه ونډه د طبعي چاپیریال ده. همدا علت دی چې د دې پر بنسټ د راتلونکي ارګانیزم د ځانګړتیاوو پرېکړه کېږي. نوموړی زیاتوي؛ په ځناورو او انسانانو کې بدلون کمیتي پاتې شوی دی. خو بل اړخ ته فریډریک اینګلز بدلون کفیتي ګڼي. دلته د فریډریک اینګلز ډیالکټیکي اړخ د ډاروین له کمیتي اړخ څخه بېلیږي. یو بل تکامل پوه رابرټ میلټس وايي؛ د ارګانیزم یا د ژوندیو عناصرو د تکامل تر ټولو لوی عامل لوږه او ټولنیز ناانډول چاپیریال دی چې دوی دې ته اړ کوی چې یو څه ارګانیزم په سمه او نه سمه توګه تکامل وکړي. غالب ګمان کېږي چې فریډریک اینګلز هم دې اند ته نږدې ښکاري. د فریډریک اینګلز په اند تر ټولو لویه لاسته راوړونه د انسان ولاړېدل و. له دې وروسته خام بشري ځواک خپل لاسونه د چاپیریال د اغېزمنتیا له امله خلاص کړل چې له دې څخه انسان په لویه پیمانه خو د اړتیا په مهال کار کول پیل کړ. د بېلګې په توګه په هغه وخت کې ځان ته خوراک څښاک، ګرځېدل را ګرځېدل، په ماشومانه ډول وسایل ځانته اماده کول تر ټولو لویې چارې ګڼل کېدې. ډېره د حیرانتیا وړ خبره ده چې فریډریک اینګلز د انسان ذهني وده هم د چاپیریال او په چاپیریال کې د شته عناصرو له پرمختګ سره تړلې. دی وايي چې کله انسان تولیدات پیل کړل نو د ماشوم انسان د شیانو د حرکت او  پرمختګ تر څنګ د هغه په فکر کولو کې هم د وخت په تېریدو سره بدلون رامنځته کېده.

زما په اند د چاپیریال له هڅونې وروسته داسې حالات رامنځته شول چې له دې څخه قبیلې، ټولنې، قومونه او سلطنتونه رامنځته شول چې ټولیز زیار ته زمینه برابره شي. وروسته دا ډول وېش په نا انډول وېش ووېشل شو. همدا علت دی چې دې نا انډول وېش طبقاتي، قومي، ټولنیز، سمتي، مذهبي او سرحدي شخړې او توپیرونه رامنځته کړل چې له امله یې په بېلابېلو مادي ګټو جنګونه او خونړۍ پېښې رامنځته شوې. د انسان د بدني تکامل له امله د هغو شیانو اختراع ته زمینه برابره شوه چې انسان مخکې کله نه وو لیدلي. همدا علت دی چې د تکامل د طبعي پېښو په ترڅ کې شیان رامنځته کېدل پیل شول. دې پېښو بشري ذهنیت ته بدلون ورکاوه او په ترڅ کې به یې شته مادي شیانو نوی صورت خپلوه.

دا هډوکي له پخواني تمدنونو را پاتې دي چې د تشدد ښکاره نښې په کې لیدل کېږي

دا کوپړۍ داسې ښکاري چې په یو ډېر تېره څیز لګېدلي وي

دا هغه وسایل دي چې د ښکار په دوره کې د ښکار کولو لپاره کارېدل. په هغه وخت کې د ټولیزو جنګونو په ځای د انفرادي جنګونو ډېر ګمان کېږي. خو ولې بیا ځینې تاریخپوهان په دې نظر دي چې په هغه وخت کې هم د خوراک څښاک په لټون کې له وحشي ځناورو څخه د ځان ژغورلو په موخه له هډوکیو جوړو شویو شیانو په مرسته د ځان دفاع هم کېدله. دا ویل کیږي چې داسې ټولنې هم رامنځته شوې چې دوی به د خپل خوراک څښاک پاملرنه کوله او هره هغه ټولنه چې پر خپل خوراک به یې تیری لیده له مقاومت سره مخ کېده. د یادې دورې له انځورونو داسې کوپړۍ هم راپیدا شوي چې په کوم تېره شي یا ډبره وهل شوي دي چې له امله یې په کوپړۍ کې د ژور زخم نښې لیدل کېږي.

بربري دوره او جنګي وسایل:

په دې دوره کې د ښکار ترڅنګ د خوراک د ذخیره کولو پیمانې هم را پیدا شوې. د دې خبرې ډېر امکان شته چې ډېرو ډلو به د خوراک پر سر شخړې کولې. دوی به د یو بل پر ضد ډلې جوړولې او جنګي وسایل به یې د دوی د ماتې په موخه تولیدول. په دې دوره کې خوراک لاسته راوړل تر ټولو ستره بریا وه. خو ولې په دې دوره کې بربري انسانانو د کښت لپاره هم یو ډول وسایل برابر کړي وو. په هغه کې ډېر شیان د کرنې د غني کولو په موخه کارول  کېدل. خو بیا هم کله چې دوی په خپلو کې پر خوراک سره نه سلا کېدل نو له جنګ څخه به یې کار اخیست ولې بل لوري ته کمزورې ډلې به د زورواکو ډلو له لوري لاندې کېدې.

تمدن یا کرنېز اوښتون او جنګي وسایل:

کرنیز اوښتون د ماشوم انسان تر ټولو ستر ټوپ و چې د زمان د پیمانو او غوښتنو د بدلېدو په ترڅ کې رامنځته شو. هغه وخت چې انسان د ښکار له ژوند څخه کرنیز ژوند ته راځي، نو دی پر دې پوهیږي چې د کرنې په بهیر کې د نورو ځناورو ګډون زښت اړین دی. هغه خلک چې ځناور به یې له ځان سره ساتل د تولیداتو کچه به یې زیاته وه. په دې ډول د وخت په تېرېدو او د ځناورو څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې د هغه وخت ځینو عالمانو په شعوري او غیر شعوري توګه د ځینو ځناورو وهلو او ټکولو ترڅنګ حلالولو څخه هم د منع امر وکړ. غالب امکان دی چې له دې تجارتي ګام وروسته د دوی عبادت پیل شو. همدا علت دی چې په ډېرو دینونو کې د ځناورو د نه ځورولو په اړه امر شوی دی، تر څو د هغه وخت د غوښتنو مطابق له دوی څخه ګټه واخیستل شي.

کرنیز اوښتون د لیک او لوست تر څنګ د تمدن ډبره هم کېښوده. په لویه کچه د وخت د غوښتنو او عیني اوضاع ته په کتو نوې نوې لارې جوړې شوې، نوي تولیداتي وسایل رامنځته شول. په ډېرو سیمو کې د ځناورو عبادت د خدای عبادت وګرځيد. په ایران کې د غوا او سپي تر ټولو زیات قدر کېده، په عربو کې د اوښ او پیشو تر ټولو زیات قدر کېده، ولې چې په ایران کې سپی د رمې او مالک ساتنه کوله او غوا شیدې ورکولې. خو غالب امکان دی چې د عبراني ژبې لومړۍ عیل، ال او الیپ څخه اغېزمن وي. همداسې په عربو کې دا فکر کېده چې پیشوګانو د عربو ځمکه د مصریانو په وخت کې له وچکالۍ ژغورلې ده، همدا تصور په عربو کې  د قدر په سترګه بدلیږي.

داسې سیمې چې د اوبو له پرېمانه نعمت څخه برخمنې وې، په کرنیز تمدن بدلیږي. دلته خلک د پټیو د اوبو کولو په موخه پرېمانه اوبه لري او دلته مېشت کیږي. همداسې په تاریخي پړاونو کې ډېر خلک د طبعیت ښکلا یا شینوالي ته هم د خدای ګوټیو نوم ورکوي. چون په دې ځایونو کې اوبه پرېمانه وې خلکو دې ځای ته راتګ پیل کړ چې په دې ځایونو کې د جنوبي او شمالي امریکې ځیني ځایونه د یادونې دي. هند، افریقا، مصر او یونان هم په لومړیو کرنیزو تمدنونو کې راځي.

په نقشه کې هغه ځایونه په نښه شوې چې د لومړي کرنیز اوښتون نښې پکې ښکاري

سومریان هغه خلک دي چې په نړۍ کې یې په لومړي ځل د لیک لوست دود رامنځته کړی و او له دې وروسته یې ورو ورو تمدن ته مخه کړې وه. یو لرغونپوه د خپل کتاب (Early Civilizations of Southeastern Asia) په لومړي څپرکي کې لیکي:

له مېلاد ۴۰۰۰ یا ۵۰۰۰ کاله وړاندې د انسان هغو سیمو ته مخه کول تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده چې اوبه په کې وې. دا د انسان په ۲٫۵ میلیونه تاریخ کې د انسان تر ټولو ستر کیفیتي ټوپ و  هغه دا چې کرنیز انقلاب ته یې مخه کړه. د اوبو د پرېمانۍ خبره که وشي، نو بیا دا خبره یقیني کېږي چې له ماهیپر لاندې سیمه ټوله داسې ښکاري چې یو وخت له اوبو ډکه وه، همداسې تر پېښور، مردان، اټک پورې سیمې له اوبه ډکې اټکل شوي دي، هان تر دې چې د اټک په لویو لویو غرونو کې څه د پاسه ۳۰ کاله وړاندې د ماهیانو د هډوکو لوی لوی جسدونه پیدا شوي دي. له دې دا اټکل کېدای شي چې دا سیمې په یو وخت کې اوبه وې بیا که چېرې د پکتیا او کونړ سیمو ته وکتل شي، نو له دې څخه د ښکار د دورې اټکل کېدای شي چې دا خلک وروسته پلان شویو سیمو ته تللي دي او هلته یې کرنیز اوښتون ته مخه کړې.

همداسې زموږ د شمال سیمو په اړه هم اټکل کېدای شي چې شاید دلته د منځنۍ اسیا په څېر د یخوالي یا د واوریز پېر د ناوخته ختمېدو له امله کرنیز اوښتون ناوخته پیل شوی وي، خو ولې ځیني سیمې یې شته چې دلته د کرنیز اوښتون نښې تر سترګو کېدای شي. په ځانګړي توګه د صوفیزم د تصور د پیاوړتیا له امله داسې ویلی شو چې د افغانستان ډېری سیمې ډېر ژر د زردشتیانو او بودایانو تر اغېز لاندې راغلې چې په کې هم د کرنیز اوښتون ځیني دودونه پټ ښکاري!

د زردشتیانو په کتاب ګته کې راغلي دي:

موږ پر تاسو غږ کوو چې اوبه، غوا او مور (غوا) ته د قدر په سترګه وګورئ او هېڅکله زیار مه باسئ چې  وځپئ یې، دوی  غریبان روزي او دوی ته شیدې ورکوي چې دا تر ټولو ښه او په زړه پورې کار دی.۴

نن هم ډېر پښتانه چې د تودو سیمو اوسیدونکي دی غواګانې ساتي او د دوی تر ټولو زیات قدر کوي، بلکې کله کله خو دوی  غوا ته د مور خطاب هم کوي، هماغه ډول څرنګه چې زردشتي لارښوونکو خپلو پیروانو ته لارښوونه کوله، بیخې همداسې لکه د دوی په پورتني ایت کې راغلي دي.

لیکوال او تاریخپوه (V. Gordon Childe) لیکي: باید ووایو چې غرب د کرنیز اوښتون غوندې غني نعمت له غني شرق څخه راخیستی دی. په دې کې له شرق او منځنۍ امریکا څخه د غنمو او نورو تخمونو پور هم تر ټولو اړین نعمتونه دي چې غرب یې قرضداره دی.

په کرنیزو ټولنو کې به د یوې ټولنې مشر په جسماني ځانګړتیاوو مشر ګڼل کېده. د بیلګیې په توګه؛ کله چې به مشر جسماني پیاوړتیا، جرات او اوږده وېښتان درلودل نو دی به تر ټولو ښه سړی او لارښوونکی ګڼل کېده، په دې وخت کې به د وخت د غوښتنو مطابق ده د پرېکړو وړتیا او واک درلود.

له میلاده ۸۰۰۰ یا ۹۰۰۰ کاله وړاندې د اسراییل، عراق او سوریې سیمې چې خورا زیات کرنیزې مواقعې پکې برابرې وې.

د ښکار د دورې یوه کېږدۍ؛ د ځناور او بشري هډوکو څخه جوړه شوې ده. دا دوه اړخونه څرګندوي: یو د دوی د وخت هنر او بل په دې وخت کې شوی تشدد او وحشت.

مصريان او جنګ

مصریان د نړۍ په تمدن کې تر ټولو مهمه ونډه درلوده. دوی د بې شمېره خدای ګوټیو منونکي وو. دوی د بادشاهانو په خاطر ښه پیروان وو ځکه دوی به بادشاهان خدایان ګڼل. د ظاهر شاه په اړه هم زموږ په کلیوالي سیمو کې پخوا ویل کېدل چې د نوموړي مخ ته که څوک وګوری نو جنت ته د تګ امکانات یې زیاتیږي. یانې د مصر او همداسې د خپل زوړ افغاني تمدن نښې نښانې له تراوسه په ځینو سیمو کې شته.

د مصر جغرافیايي جوړښت داسې و چې ګرد چاپیره اوبو ګیر کړی و، همدا علت دی چې د  نورو ګاونډیو دوښمنانو له خوا به ډېر کم تر برید لاندې راتلل. د مصر د تمدن غني کېدو یو عمده علت سوله و. بل لوري ته د مصر کرنیز نظام ډېر غني و، همسایه ګانو به زیار ویست چې له مصر سره ښې اړیکې وساتي چې له دوی سره د سولې په فضا کې ښه راکړه ورکړه ولري.

د دې ترڅنګ مصر له خپل تاریخي ورخطايۍ وروسته او د نظام د ورستوالي له امله له میلاد وړاندې په ۱۱۰۰ کې د دوښمنانو لخوا په زوره ونیول شو، ډېر وسایل یې چور او تمدن یې د نورو انسانانو او ټولنو لپاره ښه لیک، فکر او تمدن پرېښود.

سومریان او جنګ

د سومریانو په اړه ویل کېږي چې سیمې یې تر ډېره بریده خوندي وې، همدا علت دی چې دوی خپل ډېر وخت په جنګونو کې نه دی تېر کړی بلکې د اوبو او د ځمکو د پرېمانۍ له امله دوی خپل وخت په کرنه او خوراکي توکو راغونډولو، اختراع کولو او خرڅولو کې تېر کړی دی. همدا علت دی چې دوی شتمن شول او وروسته ورو ورو پر یو ستر ځواک بدل شول. د دوی یانې اکادیانو او سومریانو د خوندي پاتې کېدو یو عمده علت د دوه دریابونو تر منځ پاتې کېدل دي. همدا علت چې د ټکي (میسټوپیا) مانا هم د دوه دریابونو ترمنځ کېدای شي. دا  له (mesos) مانا یې ترمنځ او (potamos) چې مانا یې دریاب ده، اخیستل شوې دي.

ډېر تاریخ پوهان په د باور دي چې په میسټوپیا کې سومریان (Sumerian)، اکادیان (Acadians)، حتیان (Hittites) او ایسریان (Assyrian) اوسېدل. دا سیمه نن د معاصر عراق برخه ده، خو له نن څخه ۶۰۰۰ کاله وړاندې دا له بغداد (بابل) څخه د ۱۵۰ میل په واټن پرته وه. زیاتره فلسفیان او تاریخ پوهان په دې باور دي چې سومریان په لومړنیو خلکو کې راځي چې باقاعده انساني قوانین یې رامنځته کړل، د خلکو ترمنځ یې د یو مافوق الفطرت ځواک تصور رامنځته کړ او خلک د باچاهانو لخوا په دا عقیده شول چې دوی د یو نامالوم لوړ ځواک لخوا ټاکل شوي دي. داسې دوی به له عادي خلکو څخه خیراتونه او ماليه را ټولوله. همدا علت دی چې د دوی پیروي زښته اړینه وه او خلکو همدا وکړل. خلکو به باچاهان د خدای خلیفه ګڼل، دوی ته به یې احترام کاوه او دوی به یې د خپلو ستونزو د حل کولو وسیله ګڼل.

البته داسې هم نه وه چې سومریانو بیخې جنګونه نه درلودل، ولې چې لرغونپوهانو ته داسې  شواهد په لاس ورغلي. په هغه کې واضح ښکاري چې دوی د جنګ لپاره اماده ګي نیسي او د خپلې دفاع  او د مقابل د ماتې په موخه غټې غټې ګاډۍ د یو ځانګړي شخص په لارښوونه او د غوايي په مرسته مخ پر وړاندې د دوښمن په مقابل کې ځغلوي. دوی به د هر ولایت لپاره خپل جلا پوځ درلود. دا پوځ به د مرکز لخوا حمایه کېده او لارښوونه به ورته کېده. د پوځ کنټرول او لارښوونه د بادشاه په اړینو چارو کې یوه چاره وه. بل لوري ته به والي خپل پوځ په دوه برخو ویشلی و، یو هغه پوځ چې په پښو به تلل او بل هغه چې د اسو او غویانو په مرسته به یې له ځان سره ګاډۍ درلوده. دی به په ګاډۍ کې ناست و او د دوښمن په لوري به یې حرکت کاوه، له ده سره به د وسپنې تېره وسله او د ګاډۍ خپل وزن چې په دوښمن به ور وخوت نو دوښمن به یې ضربه کړ. د دوی ډېر جنګونه د اوبو په سر کېدل.

سومریان د فارس سیند څخه په دې بې غمه وو چې هغه وخت وسایلو دومره پرمختګ نه و کړی چې په دوی څوک برید وکړی شي، خو تاسو ګورئ چې د اکادیانو لخوا چې نن ورته معاصر عراق ویل کیږي، سومریان په دوامداره توګه په خطر کې دي. له دې انځور څخه د میسټوپیا مانا هم روښانه کېږي. یانې د ټیګریس او یوفوریټس دریابونه ترمنځ.

د سومریانو د وخت ګاډۍ؛ د دوښمنانو پر ضد به یې کارولې. دوی به دا ګاډۍ له پوځي وسلو ډکولې او د جنګ میدان ته به تلل. البته له دې وسیلې څخه دوی نه یوازې د جنګ کار اخیست بلکې د خوراک څښاک وسایلو لیږد را لیږد لپاره به یې هم کارولې. همدا علت دی چې دوی د دې ډول وسیلو کارول زیات کړل ځکه چې دوی به د انسانانو په پرتله درې چنده چټک کار کاوه. (۳)

له ۳۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کاله له میلاده وړاندې سومریان په دوامداره توګه تر کوچنيو جنګونو لاندې وخت تېر کړی دی، شاید عمده علت یې د  دوه دریابونو ترمنځ پروت ګاونډیان اکادیان وو چې خال خال بریدونه به یې کول او سومریان به یې په تنګول. دوی تقریبا ډېر فرهنګ او تمدن له سومریانو غلا کړی و، همدا علت دی چې دوی هم د سومریانو په کړو وړو باندې ډېر ښه پوهیدل.

بابلیان او جنګ

تقریبا له میلاده ۲۳۵۰ کاله وړاندې د اکاد قبایلي ډلې چې مشر یې سارګون و، د سومریانو پر دولتي ودانیو او ولایتونو برید وکړ چې تر ډېره بریده پکې کامیاب او د نوموړي نوم تقریبا تر دوه سوو کالو پورې پاتې شو. د نوموړي په وخت کې د همورابي قوانینو رامنځته کېدل، په یهودیت، عیسویت او اسلام باندې ژور اغېزه کړې ده.

له دې وروسته د اکادیانو په دوره کې د همورابي (Hammurabi) د تشدد او د رایې د کنټرول په موخه لاندني قوانین راوباسل. ده په هغه وخت کې د خپلو قوانینو ۲۸۲ مادې ولیکلې چې ډېرې یې د راکړې ورکړې، سولې، جنګ او ناستې پاستې معاملو تشریح او ان تر دې چې د ډاکتر د فیس او زده کړو په اړه هم پکې خبرې شوې وي. داسې ښکاری چې دا  هغه قوانین دي چې وروسته په بیلا بیلو مذهبونو کې هم تر ډېره بریده په مطلقه یا لږ ډېر بدلون سره ځای په ځای شول.

د همورابي د ځینو قوانینو بېلګې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

·         که چېرې یو شخص د بادشاه یا شاهي محل یو غوايی، پسه، خنزیر یا کشتۍ غلا کړي، نو غل به  د دې شي په بدل کې دیرش برابره بېرته شاهي محل ته سپاري. که چېرې یې د یو عادی وګړي دا شیان پټ کړل، نو بیرته به د جزا له مخې لس برابره ورکوي. هو که چېرې دا غل دا جریمه ورنکړای شي، نو وژل کېږي به.

·         که چېرې یوه ښځه خپل سړی نه خوښوي او له ده سره اوسېدل نه غواړي، نو ځایي چارواکي به دا مسله څیړي. که چېرې دا ښځه معصومه وي او د دې سربېره سړي دې ته اهمیت نه ورکوي یا یې له نظره غورځوي، نو دا مېرمن به معصومه ګڼل کېږی او د پلار کور ته به استول کېږي.

·         خو که چېرې مېرمن په خطا وي، نو دریاب ته به غورځول کېږي.

·         که چېرې یو سړی د بل سړي سترګه وباسي، نو د سړی د جزا په توګه بل سړي ته سترګه ورکوي، یانې مظلوم حق لري چې د خپلې سترګې په بدل کې سترګه ورڅخه وباسي.

·         که چېرې یو سړی د یو ازاد سړي سترګه وباسي یا یې هډوکۍ ورمات کړي، نو دی باید د دې په بدل کې یوه توله سره زر ورکړی. (دا قانون د لوړې طبقي لپاره و، یانې هغه وخت هم طبقاتي توپیر موجود و)

·         که چېرې یو سړی د غلام سره دا ډول چلند وکړي، نو د دې جزا به د ازاد شخص په وړاندې نیمه وه.

بابلیان د ضرب، اعشاریې او تقیسم له اصولو خبر وو. همداسې د ستورو پېژندنې په اړه یې هم ژورو څېړنو ته لاسرسۍ درلود، بلکې د ستورو پیژندني علم دوی غرب او شرق ته ور پېژندلی دی. دوی په لیک لوست کې له بل هر چا څخه مخکې وو. یو وخت و چې دلته به د لویو لویو لیکوالانو او فلسفیانو ناستې پاستې کېدې.

د بابل ځمکه هم د نن په څېر د دوښمنانو له نظره مخفي نه وه، بلکې وار په وار به یې د پردیو تمدنونو لخوا پر ځان بریدونه زغمل، دا یو همورابي و چې په خپل وخت کې یې په بریالیتوب سره پاچاهي ترسره کړه، که څه هم ده د قوانینو په جوړولو کې د غریب او مالدار ترمنځ واټن ساتلی و، خو ولې رایه یې په بشپړه توګه کنټرول کړې وه چې د ده له مړینې وروسته په بابل کې ګډوډي او داخلي مشکلاتو ترڅنګ د ګاونډیانو لخوا یرغل او تمدن یې لوټ شو.

نن په معاصر عراق کې هم یو ځل بیا د غربي زبیښاکي ځواکونو د یرغل په صورت کې او د مذهبي کړیو د تشویق په ترڅ کې د تاریخي بابل ډېر ځایونه ویجاړ بلکې ملي میوزیم یې تر خاوري لاندې او ډېر شیان یې د بهرني او داخلي غلو لخوا چور او قاچاق شول.

زموږ سخت دریځه علما، ملایان او جنګ

د اسلام د هغو سپېڅلو شخصیتونو په اړه چې د نړۍ په ماشومانه ساینس، تمدن او معاصرتوب کې یې برخه اخیستې، نومونه اخستل او د دوی په اړه لیکل شاید ډېر وخت واخلي او زیات زیار ته هم اړتیا ولري، خو کېدای شي د دوی په ستایلو ډېر سخت دریځه ملایان او علما خفه هم شي، ولې چې د دوی په اند د اجتهاد وخت تېر شوی دی، بلکې اړتیا دا ده چې قران او حدیث ټکي په ټکي ولټوو او په ژوند کې یې په سختۍ سره عملي کړو. دا په داسې صورت کې چې زموږ لارښوونکو ابن رشد، الکندي، ابن سینا، سهیل بلخي، جلال الدین بلخي، عبدالرحمان جامي، ابن خلدون او عبیدالله سندهي تل د زغم او نوښت لاره ښودلې ده. خو دوی له بده مرغه په ارام پرې نښودل شول. بلکې تل د سخت دریځه ملایانو، علماوو او سخت دریځه بادشاهانو لخوا وځورول شول، وکړول شول او  بیا وروسته یې تبعید کړل. د تعجب وړ خبره خو دا ده چې دا بل چا نه بلکې زموږ د سخت دریځه مسلمانانو لخوا ترسره شول!

په اسلام کې د سخت دریځۍ ډبره اېښودونکی عالم (احمد ابن حنبل) دی چې نوموړي په نهمې پېړۍ کې سر راپورته کړ. د نوموړي قراني تشریحاتو نه یوازې په مسلمانانو کې د زغم ماده ختمه کړه بلکې دوی یې د معاصرو علومو او کړنو څخه هم را وګرځول چې وروسته بیا د امام غزالي نوبت راځي. نوموړي په مسلمانانو کې دا درس عام کړ چې اوس وخت راغلی چې د اجتهاد ور وربند کړو او د دې پر ځای له قران او حدیث څخه کار واخلو.

Hanabal

احمد بن حنبل

al-ghazali

الغزالي

دا په داسې صورت کې چې الغزالي د هلول (hulul) په پرتله اتحاد ته اهمیت ورکړ. همدا اتحاد وروسته مودودی په شلمه پیړۍ کې د سیاسي یا سخت دریځه اسلام لپاره وکاراوه. ۵

د نوموړی په اند په اسلام کې اتحاد شته دی، باید په سیاسي اسلام کې هم اتحاد رامنځته شي. داسې یې ټولو مسلمانانو ته د اسلام د پیغام د تورې په زور د خپرولو امر وکړ.

داسې تاریخونه شته چې د امام حنبل او غزالي له علمي اخذونو او جوازنو وروسته اسلامي نړۍ د سخت دریځۍ لوري ته روانه شوه، په دا کې د عباسیه دورې نهم خلیفه هم د یادونې دی. کله چې نوموړي د خپلې دورې فلسفیان، حکماء، طبیبان او د عقل خاوندان (متزللین) په دار کړل. ۶

وروسته بیا د هندوستان په تاریخ کې هم په شپاړسمه پېړۍ کې د شیخ احمد سرهندي په مشرۍ یو عالم راپورته کېږي او د مغل بادشاه اکبر د اسلام او هندو مذهبونو ګډ جوړښت غندي او د اکبر په ضد د جهاد فتوا ورکوي. له دې فتوې بیا جنګونو او تضادات رامنځته کېږي. د نوموړی دا فتوا پاکستاني ګوند ال مسلم انډیا په خپلو تبلیغاتو او کړنو کې تر اخري حده وکاروله بیا په تېره پاکستاني ملایانو خو د شیخ احمد سرهندي کړنې دومره وستایلې چې په خپل نصاب کې یې هم پرې افرین ووایه. دا سخت دریزي وروسته په دیوبند، جامع هند او نورو ادارو بدلیږي. د دې سخت دریځۍ په ترڅ کې له میلیونونو زیات هندي مسلمانان او هندوان مړه شول.

کله چې په سیمه کې برتیانیايي زبېښاک له عثمانیه خلافت په تنګ شو نو ویې غوښتل چې پر ضد یې یو داسې ځواک رامنځته کړي چې دا خلافت تر فشار لاندې او اخر یې ورک کړي. د دې لپاره انګلیسیانو د سعودي عرب بنسټ ایښودونکي عبدالعزیز ابن سعود رامخته کړ. له نوموړي سره د انګلیسیانو دومره کلک روابط وو چې وروسته یې له لږ ډېرو ستونزو ترڅنګ په کورنیو روابطو بدل شول. د سعود په باچا کولو کې د اخوان بنسټ ایښودونکي سلطان باجد ژور رول لري.

په دوی پسې بل یو رول د سید قطب او ابو اعلی مودودي جوړیږي. دوی د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر سخت دریځ علماء وو. د افغانستان په اړه د ابو اعلي مودودي او سید قطب کتابونه د امریکې، سعودي  په مالي مرسته او د پاکستان په حضوري مرسته چاپ او په افغانستان کې ووېشل شول. د دې سخت دریځۍ تر شا د پاکستان، امریکې او سعودي پټ هدفونه وو او هغه هدفونه د افغانستان د پښتونستان مسله او پاکستان د ځان لپاره غربي سرحد خوندې کول وو چې په دې کې پاکستان کامیاب شو، خو ولې د دې توجه له امله یې شرقي پاکستان له لاسه ورکړ چې نن ورته بنګله دیش وایي.

د ابو اعلی مودودي د فکر خپرولو او د افغانانو د ړندولو او ګمراه کولو لپاره په لویه کچه ډالر ولګول شول. تر څو افغانستان د اسلامیت تر نظریې لاندې راولي او د هند او روسیې پر ضد له پاکستان سره د پښتونستان دعوه په هېرولو یو کمزورۍ هېواد او دولت وګرځي.  د دې کار د لا پیاوړتیا په موخه د جماعت اسلامي دفتر په څنګ کې د پاکستاني استخباراتو په مرسته د (دارالفکر) په نوم په ۱۹۶۰ میلادي کال کې  د ژباړې او څېړنې یو مرکز رامنځته شو. په دې کې به د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو د مودودي، سید قطب او سلطان نظریات د کمونیسټانو او د تېر وخت د روڼ انده عناصرو پر ضد تبلیغاتي مواد ژباړل او چاپ کېدل.

په دې مرکز کې به مسلمانانو ته دا پیغام ورکول کېده چې موږ به د افغانستان تر څنګ، شرقي ترکستان او د چېن ولایت ژان ژیانګ ازاد کړو. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې تر اوسه کمونیسټان نه وو راغلي البته دوی د افغانستان چټک صدراعظم داود خان په اړه تشویش درلود چې ولې په حکومت کې شته کمونسټانو (سټالینسټان) د مرستي په زور له روس څخه ۵۵۰ میلیونه ډالر  واخستل. ۷

Mudadi Rabani Gul badin

د دې نظریاتو څخه اغېزمن ګوند (جمعیت اسلامي افغانستان) چې په سر کې یې د کابل پوهنتون استاد برهان الدین رباني ولاړ و، وروسته یې دوه لوبیدلي عناصر احمد شاه مسعود او ګلبدین حمکتیار پرېښودل. موږ ټول ښه پوهیږو چې په دې تخریبي نظریاتو پسې څومره ناوړه هدفونه پټ وو، خو افغانانو د اسلام د بریا لپاره قرباني ورکړه چې نتیجه یې د ۳ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ژوند له لاسه ورکول او په میلیونونو یې نور معیوب او مهاجر شول چې تر اوسه په مهاجرت کې اوسیږي. خو جنګ ولې؟

د نننيو ځان مرګو بریدونو مسوولین هم له اخوان او مودودي څخه اغېزمن رباني، احمد شاه مسعود او ګلبدین دي چې تنکي طالبان یې د چرسو په نشو روږدي او د خپلو نسل د ګټو ښکار کړي یې دي.

د دې تاریخي سخت دریځۍ لړۍ دومره اوږده ده چې اوس یې کنټرول مشکل دی. دې لړۍ نه یوازې افغانستان په اور سوځولی بلکې د لویو ځواکونو د ګټو په موخه یې اوس تقریبان ټوله اسیا تر خپلې اغېزې لاندې راوستې ده.

داعش (بغداد او سوریه)، تبلیغي جماعت (بنګله دیش، پاکستان او هند)، الحده (پاکستان او کاناډا)، اسلامي څیړنیز بنسټ (هند)، اسلامي دعوت (پاکستان)، حزب اسلامي (افغانستان)، حزب التحریر (پاکستان، سعودي، افغانستان)، جمعیت ګوند او نور ډېر شمېر (افغانستان)،  مسلم بردار هوډ (منځني ختیځ)، جمعیت اسلامي (پاکستان او افغانستان)، اسلامي خلکي ګوند (اېران)، نیشنل اسلامي فرنټ (سودان)، حماس (فلسطین)، حزب الله (لبنان)، القاعده (نړیوال)، طالبان (پاکستان)، لشکر جنګوي (پاکستان)، اسلامي سلیویشن پوځ (الجریا)، مجهز اسلامي ډله (الجریا)، د اسلامي محکمو ګډ مرکز (سومالیه)، بوکو حرام (نایجریا)، جماعت الدعواه (پاکستان). … دا ټول هغه ګوندونه او ډلې دي چې د اسلامي سخت دریځۍ تاریخي بهیر څخه په یو نه یو ډول اغېزمن شوي دي.

لومړۍ او دویمه نړیوالې جګړې

لومړۍ نړیواله جګړه د (۱۰۰) هېوادونو لخوا پیل شوه چې په پایله کې یې تر ۳۶ میلیونو ډېر خلک ژوبل او مړه شول چې په کې ۱۶ میلیونه مړه او ۲۰ میلیونه ژوبل او معیوب وو. بل لوري ته د پانګوال نظام لخوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې په دویمه نړیواله جګړه کې ۶۰ میلیونه خلک مړه شول چې د ټولې نړۍ ۲٫۵ نفوس تشکیلوي.

د امریکې جمهور رئیس د ملګروملتونو د وینا تالار ته را روان و، خو له الوتکې څخه تر  را کښته کېدو مخکې د ۹۰ دقیقو لپاره د نیویارک پر دنګو ماڼیو د الوتکې څرخولو ته اړ شو، تر څو هغه وینا چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې ورباندې زیار ویستلی و، یو نظر بیا وګوري. دا د ۱۹۵۳ د ډسمبر اتم و، تر څو ایسن هاور (Eisenhower) د ملګرو ملتونو غونډې ته حاضر شي او په جاپان کې د امریکايي اټومي بربریت په اړه دروغجن سپیناوی وکړي. نوموړي چې کله د پنځه دیرش سوه خلکو مخې ته را څرګنديږي، نو لومړۍ خبره یې دا وه؛ موږ هغه خلک چې پر جاپان یې اټوم بم غورځولی و، څیړو او د دوی جنایتونو ته به ډېر ژر ورسیږو.

له دې وروسته یې په ډېرې چالاکۍ سره ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: اوس وخت راغلی چې اټومي ټیکنالوژي نه یوازې د عسکرو له لاسونو څخه واخلو بلکې دا باید سوله ییزو لاسونو ته ور واچوو، چې د بشري پرمختګ ډبره په نوي انداز کې کېښودل شي. نوموړی ایسن هاور (Eisenhower) څه ډېر مطمین نه ښکاریده، خو همدا ډیپلوماټیک او سیاسي بحثونه وو چې بلاخره یې په ۱۹۵۷ کې د زهري وسلو د څېړلو او مخنیوي اداره (IAEA) رامنځته کړه.

له یولسو کلونو وروسته په ۱۹۶۸ کې پرېکړه وشوه چې پنځه هیوادونه (امریکا، روسیه، بریتانیا چېن او فرانسه) باید په خپل منځ کې یوې پرېکړې ته سره ورسیږي، تر څو دوی ټول ځانونه بې وسلي کړي. خو پر دې لا خبرې روانې وې چې په ۱۹۷۴ کې هند د نړۍ د دویم لوی هیواد اټومي بم وازمایه. دې کار نه یوازې نړۍ مایوسه کړه بلکې نړۍ په دې تر ټولو زیاته حیرانه شوه، هغه امریکا چې په نړۍ کې یې د امن خبرې کولې، هغه امریکايي ولسمشر ایسن هاور (Eisenhower) چې په ملګروملتونو کې یې وعده وکړه چې له دې وروسته به اټومي انرژي د ښو کارونو او پرمختګ لپاره کاریږي، استخبارات او نظامي چارواکي یې په دې کې ښکېل وو چې هند ته په پټه زهري اټومي وسلې ورکړی. دوی دا وسلې په دروند قیمت  قاچاق او له هند څخه یې بلاخره اټومي ځواک جوړ کړ.

له دې پېښې وروسته هندي پاکستانی قدیر خان نیدرلینډ ته رسیږی او هلته نوموړی د فزیکس په څانګه کې  داخله اخلي. د هند پر ضد خپل احساسات داسې بیانوي؛ کله چې زه له هندوستانه را اوړیدلم، نو په لاره کې یو هندي پوځي زه ور و بللم، ما سره هیڅ نه و، خو زما له جیب څخه یې یو قلم چې ما پرې لیکل کول، په زوره واخیست او زه یې سپک کړم، ما په قلم زړه بد نه شو، خو ولې خپلې بې عزتۍ ماته ډېر زور راکړ.

نوموړي په ۱۹۷۱ کې خپله دوکتورا بشپړه او د جرمني، نیدرلینډ او برتیانیا په لوري یې خپل فعالیتونه پیل کړل، نوموړی په سر کې یو ساینس پوه نه و، بلکې (Metallurgist) و. دا خو وروسته حالات وو چې دی څو ځله په اردو ژبه کې د اټوم بم جوړولو په فورمولې کاپي کولو ونیول شو. خو ولې ده به بهانه وکړه چې نه زه کور ته لیک لیکم.

بلاخره همدا قدیر خان و چې پاکستان ته راغی او د اټوم بم په جوړولو یې پیل وکړ. د یادونې ده چې د پاکستان د بم په جوړولو کې د چېن تر ټولو ستر لاس دی. د چېن د اټوم بم په جوړولو کې د روسیې لاس دی، د اسرییلو د اټم بم په جوړولو کې د فرانسې او د هند د اټم بم په جوړولو کې د امریکا تر ټولو ستر لاس دی. د افسوس خبره خو دا ده چې همدا هېوادونه د نړۍ سوله ییزو هیوادونو ته د نړۍ ۹۰ سلنه وسلې استوي، خو بیا هم په دوی کې ډېر د ویټو پاور مستقل غړي دي.

وروسته همدا د امریکې روزل شوي پاکستانی قدیر و چې په اروپا کې به ځینو ملګرو د استخباراتي ایکټونو له امله ورته لیونی هم ویل. په پټه یې اېران، شمالي کوریا او لېبیا ته د زهري اټومي وسلو ورکول پیل کړل. ډېره د تعجب وړ خبره ده چې د پاکستان د خبرتیا ترڅنګ دې کاروبار د تور کاروبار شکل خپل کړ. وروسته مالومات ترلاسه شول چې په دې تور کاروبار کې د پاکستان استخباراتو تر څنګ پوځ هم شامل او برخه درلوده. ۸

پر جاپان د امریکې نظامي یرغل او بريد نه یوازې بشرپالان خواشیني کړل بلکې د نړۍ ټولو باشعوره او لاشعوره وګړي یې د اندېښنې ښکار کړل. بیا کله چې روسیه په ۱۹۹۲ کې د پانګوال نظام په اصطلاح یا د کابل د مجاهدینو په اصطلاح د دوی له برکته د لويې ماتې سره مخ شوه، خو دوی له دې خبر نه دي چې نن هم د بېلو شویو هېوادونو اقتصادي او بهرني وزارت او دفاعي تګلارې د روسیې په لاس کې دي. د روسیې له دې تاریخي دولتي انتشار سره د روسیې په اړه هم داسې اټکل کېږي چې ۱۰۴ اټومي بمونه ترې بې درکه شوي دي.

د ایسن هاور (Eisenhower)  په اصطلاح چې ویل یې و (اټوم د سولې لپاره)! خو ولې اوس دا اصطلاح زموږ  یو خونړۍ راتلونکی تشکیلوي. په دې کې تر ټولو ناوړه ونډه د پاکستان د اټوم جوړونې ادارې او امریکا کېدای شي.

هغه هېوادونو چې د قدیر خان په مرسته یې پاکستان ته زهري اټومي وسایل انتقال کړي دي: نېدرلینډ، امریکا، جرمني، سویزرلېنډ، برېتانیا، ایټالیا، هسپانیا، جنوبي افریقا، مالیزیا او ترکیه دي چې د تاریخ تر ټولو ستر جنایت یې ترسره کړی دی. دوی به له پاکستان سره د زهروي وسلو په جوړولو کې مالي، مادي، علمي او د وسایلو مرسته کوله. همداسې هغه هېوادونه چې د پاکستان د اټومي وسایلو پر سر یې د روابطو مالومات شکمن دي، سعودي، مصر، سوډان او نایجریا دي.

که چېرې وکتل شي نو انسان ډېر حیرانه کېږي او د پاکستان د سیاست مداره انسان په کړنو زښت زیات خفه کېږي او ځان سره فکر کوي چې ایا پاکستان کې شته تخریبي وسایل که چېرې طالب یا بل کوم ترهګر ځواک ته په لاس ورشي، نو ایا له جاپان څخه به ستر ناورین رامنځته نه شي؟  ایا هغه زهري وسلې چې پاکستان یې په اړه لاس تړلی نیول شوی، د انسانیت د تباهۍ سبب نه شي کېدای؟  ایا انسانان ددې لایق دي چې د اټوم بم ښکار شي؟ ایا د طبیعي مرګ تر څنګ موږ دا حق لرو چې انسان د خپلو ګټو لپاره په مصنوعي جنګ له دې نړۍ ولیږو؟ ایا موږ دا حق لرو چې د خوشحالیو، ښکلا، مینې او بشري ورورولۍ چاپیریال له منځه یوسو او هغه څه رامنځته کړو چې پاکستانۍ ملا یې په خپلو کتابونو کې یادوي، یانې دوزخ؟ که چېرې دا دوزخ دومره ښه شی دی نو بیا پاکستاني ملایان ولې خلک ترې منع کوي او هغه کړنو ته یې هڅوي چې د دوی په اند انصاف، روغه اوخوشحالي پکې ده؟

ایا پاکستان ته پکار ده چې د جنګ یانې خونړي اټومي جنګ د له منځه وړلو لپاره خپل دوزخي او جنتي نظریات بدل کړي؟ ایا لوی ځواکونه د خپلو ګټو لاسته راوړلو لپاره په دې کایناتو کې بله کومه لاره نه لري؟ ایا دوی په میلیارډونو سیارو کې یوازې ځمکه لیدلې ده چې د دې مخه هم راپسې ډب کړي؟ ایا د نوښت پر اساس یوه بله نړۍ چې له جنګونو، وسوسو، غمونو او دردونو پاکه نړۍ وي، نه شو کشف کولای؟

بلکې داسې نړۍ چې مینه، کرکه، لوږه، شتمني، ښکلا، هنر او انسان د ګټې ښکار نه شي، بلکې طبیعي قوانین د همدې لپاره رامنځته شي او پر ټولو واکمن د انسانیت د ګټې لپاره نه، د انسان د ګټي لپاره پکې ورک شي.

نو ولې جنګ؟ هو د خپلو مادي ګټو، د خپلو ناوړه موخو او ځان خوشحاله ساتلو لپاره که څوک جنګ کوي، نو موږ بشرپالان به دوی ته هیڅ کله دا اجازه ورنکړو چې دوی له دې نړۍ څخه دوزخ جوړ کړي! نه د سارتر دوزخ، نه د جان مېلټن او نه د امریکې دوزخ، نه د پاکستان دوزخ، نه د سعودي او نه د ایران بلکې دا نړۍ په ټوله کې انسانستان دی، نه  نسلستان او نه بربرستان. بلکې ښایسته پرمختللې او روڼ انده ځمکه زموږ کور ده او له دې وروسته مو د نورو سیارو ګاونډیان چې کله کله به مېلمستیا ورکوو او کله به یې راکوي!

ماخدونه:

  • (قوم، د دولت رامنځته کېدل او برصغير/ټيډ ګرانټ، ایلن وډ، لال خان)
  • Early River Valley Civilizations
  • -The Mystery of Ancient Civilizations; the Summer Civilization
  • Zoroastrian Attitudes toward Animals By Richard Foltz, Concordia University
  • ((Al-Ghazali’s Mirror Christology and Its Possible Est-Syriac Sources Alexander Treiger, Dalhousie University

۶-     Political Islam: Rise, Fragmentation and Possible fall By Nadeem F. Paracha

۷-     Pakistan between Mullahs and Army by Hussain Haqqani

۸-     (Shopping for Bombs by Gordon Corera)

 

 

ستاسو نظر