فرهنګ ټولنه

ډار، د ناپوهۍ سرچينه

له اختر نه د اختر په تمه کې ډېر خوند وي. له خوراک نه په پخلي کې ډېره مزه وي. له کار کولوڅخه  د کار اړوند اندېښنه ډېره سخته  وي. په غونډه كې تر وينا وړاندې د وينا په اړه سوچونه ډېر كړاو لري. حال  د راتلونكي په تمه تېريږي او خلکو ته په دې ارزښت لري چې سبا پکې دى، كه سبا نه وي د نن ارزښت كمېږي. دانسان ځانګړنه ده چې  پټ تر ښکاره مهم انګېري او كله چې پټ ورښكاره شي، اهمېيت يې كميږي او مخكنى ارزښت له لاسه وركوي.

قيامت، جنت، دوزخ، مرګ او بيا هلته ژوندي کيدل هغه  ناليدلې پديدې دي، چې هر انسان او فيلسوف يې د خپلې وړتيا تر کچې، په اړه فکر کړى او رنګارنګ تعبيرونه يې ورته لټولي او موندلي دي. په دې اړه د نړۍ زياترين وګړي د تېرو مفکرانو په نظر ژوند کوي. دخپلو دينونواو مذهبونوخبرې ورته دکاڼي کرښې ښکاري. په دې اړه معلومات يوازې د خپلو نظامونو په چوکاټ کې لټوي او له دغو چوکاټونوڅخه  وتل ورته ناسم ښکاري. دوى ډارېږي  چې هسې نه خپل چوکاټ ته يې سپکاوى وشي اوګنا ترې صادره شي .

 ډار دى،چې انسان يې په تياروکې راګيرکړى دى. وهم يې پرې حاکم کړى دى. د ژوند تېرولو چوکاټونه چې دمحدود وخت لپاره ګټوروي، ځينې برخې يې د وخت په تېرېدو زړېږي، له کاره غورځي او ځينې برخې يې بيا تازه کول غواړي. خو بيا هم دچوکاټونوځيني پالونکي د تېرو وختونو له غوښتنوسره سم رامنځته شوو چوکاټو کې هيڅ ډول بدلون ته غاړه نه ږدي.

هغو خلکو ته چې هر سوال ته ځواب په ميراثي نظامونوکې لټوي او د تېرو په نظرونو بې له څېړنې او فكره ژوندکوي د حقيقت د لټون خبرې ناروا ښکاري. هغو ته خپل نظرونه او باورونه  د بل له هغو رښتيا او حقيقي برېښي، هان دا چې ځينې وخت  له دې امله چې ولې يو بل څوك د ده په شان ندى، د بل قاتل ګرځي.

 نږه رښتيا (مطلق حقيقت)  وجود نلري او هر څه تر يو ټاکلي مهاله او ټاکلي ځايه پورې رښتيا او  نارښتيا دي. په نورو ټكو رښتيا او نارښتيا په پېښې (واقعې) پورې اړه لري.

که له سخت دريځومارکسيانو سره کينې (په يو څه زياتوونه) به د مارکس خبرې نږه (مطلقې) او تر ټولو ښې  بولي خو که له سخت دريځو مذهبي مشرانو سره کېنې نو هغوى به درته له خپلو خبرو نه د کاڼي کرښې جوړوي، چې دې ډول سخت دريځۍ د انسان او کايناتو د څېړنې او سپړنې په وړاندې خنډونه راولاړ کړي او انسان يې محدود ساتلى او د فكر  د الوت وزرې يې تړلې دي.

پوهان وايي چې د يو وخت ناخوالې او ظلمونه په يو ټاکلي وخت کې د ټولنې ښه انسانان ټولېدو ته وهڅوي. دوى يو نظام رامنځته کړي، يو لار راوباسي، چې په مټ يې ټولنه له ظلمونو څخه وژغورل شي. له دې کبله د هماغه وخت خلک ترې  ډېراغېزمن شي، پرې راغونډ شي او په خوښۍ ژوند ته داوم ورکړي.

دوخت،اړتياو، غوښتنو او ځايونو له بدليدو سره په دغو نظامونو کې هم جګې، ټيټې راشي. ورسره د انسانانو نظريات هم بدل شي. په دغو ميراثي باوري او فکري چوکاټونو کې هم په خپله بدلونونه رامينځته شي. په دې لړ کې يوه  ډله خلک پرې ټينګ او ترينګ پاتې شي خو بله يې بيا د بدلون غوښتنه کوي.

دساري په ډول مونږ په بودايت كې هنايانه Hinayana  او ماهيانه Mahyana  فرقې، په عيسايت كې پروتستانت او كاتوليك فرقې په اسلام كې اهل راى او اهل حديث  او نورې ډلې يادواى شو.

همدا لامل دى چې دچوکاټونو مقدسات اوسپيځلې اثار بيا په بېلابېل ډول تعبيرېږي. څوک ترې يوه مانا اخلي او څوک ترې بله . يو وايي چې زه په حقه يم او بل وايي چې زه.  همدا وي چې په يو دين کې بېلا بېلې لارې جوړې شي او چوکاټ د ګډوډيو ښکار شي. که د نړ ۍ د دينونو تاريخ ته په ځير وکتل شي نو دا واقعيتونه ترې لا ښه  روښانه کېږي.

په داسې حالاتو کې بدبختۍ اوج ته رسېږي او ټولنه کې د انسانانو ترمنځ بې باورۍ رامينځته شي.د ټولنې زياتره وګړي په دې کشمکش کې پر سپين د تور ګومان کوي او پر تور د سپين په شان ايمان راوړي. کور په کور بې باورۍ وي. پلار د زوى پر عقيده او زوى د پلار پر عقيده باور نکوي. زوى پلار بې لارې او پلار د زوى په اړه همداسې فکر کوي.

په هر حال په داسې وخت کې  پر کمزورو او دودپالو هم ډارمنګولې ښخې کړې وي او هممهال رښتيا(وقتي حقيقت) ورته نه ښکاري. دوى ته خير هغه څه ښکاري چې دخپلې خيټې او… ګټه او همداشان د ذهني معلوماتو له كچې سره يې برابر وي وي او شر ورته هغه څه برېښي چې دخپلې خيټې او…تاوان پکې ويني او په مغز كې د شته معلوماتو له كچې يې پورته وي. همدغسې منځلاري يې د خير او شر لپاره نورې پيمانې او مقياسونه لري.

په داسې وخت کې د ټولنې رښتياپلوى لورى بايد ځان د ډار غلام نکړي. له ډار نه ځان وژغوري. د ډار پر دوښمن چې پوهه او معلومات دي، ځان سمبال کړي او مغزي وړتيا ډېره كړي. تر څو په تول پوره، واقعي( دهممهالو رښتياو ياوقتي حقيقت)له مخې پرېکړې وکړي، داسې پرېکړې چې  هممهالې رښتينې(د انسان د طبيعي جوړښت سره سمې) انساني اړتياوې او غوښتنې پکې په پام کې نيول شوې وي. د سبانۍ نړۍ د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو او نورو موجوداتو ژوند، خوښي، ارامي پکې هم تامين شوي وي او ځمکه چې د ټولو انسانانو، حيواناتو، نباتاتواو نورو ناڅرګندو موجوداتو اصلي ګډ کور دى، هم ساتل شوى وي او سباني نسل ته مو دا لوى امانت او جنت  په سمه توګه لېږدولى وي.

ستاسو نظر