ټولنه

امان الله خان او مُلایت

ژباړه: بختیار تلاش

له یو الماني خبریال سره د غازي امان الله خان د خبرو یوه برخه:

“خیالي او بې پروا نه یم. غوښتل مې له ملایانو سره خبرې او روغه جوړه وکړم. هغوی نه غوښتل نوښتونه قبول کړي. حتی د ټکنالوژۍ لومړني تغیرات او نوښتونه ورته د منلو نه وو. د بېلګې په ډول: ټلیفون یې د شیطاني کشفونو په نامه ردولو.
د دوی له خوا له مکې او مدینې منورې سره د ټلیفوني لینونو او اړیکو په اړه زما دلایل ردېدل. ویل به یې، هلته اسلام تحریف شوی دی. روغتون مې نه شو جوړولی، ځکه چې تعویذ یې د ناروغیو څخه د ژغورنې یواځينۍ وسیله ګڼله.
نه یې غوښتل، چې منظم مالیات په رسمیت وپېژني، ځکه چې الله ج په داسې شیانو حکم نه دی کړی. د پېژندپاڼو په مقابل کې یې سخت دریځ کوله، ځکه اړ وو، چې د پېژندپاڼو لپاره عکسونه ضرور وو.
ملایانو به ویل، که څوک غواړي عکس واخلي؛ په یو کال، یوه میاشت یا یوه ورځ کې به مړ شي. خلک به د پولیسو ماموریتونو ته راتلل او ویل به یې، د دې پر ځای چې عکس یې واخیستل شي او مړ شي؛ ښه ده، چې ۵۰ دورې ووهل شي.”

ملکې ثریا وویل:
“که چېرې د خپل مېړه درد زیات نه کړم؛ زه دغه سقوط ته ښه راغلاست وایم، چې بلاخره یې موږ ته دویم ځلي ازادي راډالۍ کړه.
څوک هم دا تصور نه شي کولی، چې ما په افغانستان کې څه – څه تحمل نه کړل. پلار مې د یو افغان سرحدي قوم مشر و، مور مې سوریايۍ مېرمن وه او زه په دمشق کې لویه شوې وم. کله چې زه د دمشق په څېر له یوې روشنفکرې ټولنې نه کابل ته راغلم؛ نه مې شول کولی، چې ځان د افغانستان له شرایطو سره برابره کړم. افغانستان یو قهرجن او بې مینې هېواد دی. اوسېدونکي یې په تاوتریخوالي کې اوږده مخینه لري. د مېړه مینې او د واده د وختونو ځوانو خاطرو له ما سره دا مرسته وکړه، چې د دغه سرنوشت ګوزارونه تحمل کړم”.

یادونه: ملکه ثریا او غازي امان الله خان دواړه یو ځای له مولتان څخه په یوه کښتۍ کې د تبعید پر سفر روان وو، چې دا خبرې یې له یو الماني خبریال سره کړې وې.

ستاسو نظر