ټولنه

څلوېښت کاله د سولې ناهیلی لټون

څلویښت کاله کیږي، چې په افغانستان کې سیاسي،اقتصادي، ټولنیز او ان فرهنګي ثبات له منځه تللی دی، څلویښت کاله کیږي، چې افغانان په سوله پسې ځوریږي، خو سوله اوس دهغو افسانوي موجوداتو په څېر اساطیري شوې ده، چې نوم یې شته خو خپله نه ښکاري، نږدې ده، چې افغانان دې باور ته ورسیږي، چې سوله دښاپیریو، دیوانو،ښامارانو او سیمرغانو په څېر یوازې یو خیالي نوم دی او هيڅکله ریښتینی وجود نه لري. هغوی چې دسیاسي بدلونونو، دسیمې او نړیوالو ګټو لپاره دافغانانو دقرباني کېدلو له لومړنیو ډزونو سره زیږیدلي وو، دادي اوس څلویښت کلن شوي دي، دپښتنو په لرغوني حساب کې دا یوه پېړۍ ګڼله کیږي، مانا یو نسل په کې زړبوډۍ ته رسیدلی دی.

دا سمه ده چې دافغانستان دکړکېچ لویه برخه  لاملونه او سرچینې بهرنۍ وې او دي، داسمه ده چې دافغانوژنې ټوپکونه پردیو رالیږلي وو او لایې هم رالیږي، دابه هم ومنو، چې په تیرو څلویښتنو کلونو کې موږ دپردیو دسیالیو، ګټو، ستراتیژیو او غوښتنوقرباني یو، خو ایا داهرڅه دملامتۍ پړه زموږ له اوږو څخه اخیستلای شي ؟ ایا کورني لاملونه هېرولای شو ؟

په سیاستلوبو کې یو منطق شته، وايي هر هېواد او ولس که ځان وقایه نه شي کړای، پردي یې په کړکېچ کې دځان په ګټه پانګونه کوي.

ددې منطق پر بنسټ په روان کړکېچ کې لوی مسئولیت زموږ افغانانو پر غاړه دی، چې ومو نه شو کړای، ځانونه دپردیو دلاسوهنو په وړاندې وقایه کړو، ځکه خو هغوی په خپل ټول ځواک په افغان کړکېچ کې پانګونه وکړه، له دې پانګونې یې ډیرې ګټې واخیستې  او موږ یې ورځ تربلې ترپښو لاندې کړو.

دتیرو څلویښتو کلونو په اوږدو کې، په ملي کچ ځینې هغه نیمګړتیاوې یادوو، چې زموږ په نظر یې دکړکیچ په دوام کې ونډه درلودله او موږ ته یې ددې لیکنې په ترڅ کې څېړنه ممکنه وه:

  1. سیاسي ایډیولوژیکې ښوییدنې ( افغانستان ددوو انترنشنلیزمونو ترمنځ)

دتاریخ یو روایت دادی، چې لومړی ولسمشر ارواښاد محمد داود دخپلې واکمنۍ په دوره کې دې ته ځير شو، چې ښايي امریکایي سګرټ  په روسي اورلګید ولګول شي،  مانا داچې دواړه سیال زبرځواکونه  افغانستان ته رامات شوي وواو غوښتل یې خپله سړه جګړه په افغانستان کې توده کړي. شوروي اتحاد دسوسیالیستي انترنشنلیزم سرودونه غږول او سوسیالیزم یې یوازې دیوه سیاسي – اقتصادي مکتب یا لیدلوري په توګه نه، بلکې په یوه بشپړ ایډیولوژیک کالب کې صادراوه، هیله یې دا وه چې هر قمر یې هڅه وکړي شوروي انسان وروزي او په دې منځ کې کوم ملت یا رنګ وژبې ته دبېلتون ځای نه و. په وړاندې یې پانګوال لویدیځوالو او په تیره بیا دامریکې متحده ایالاتو هم د سیالۍ لپاره له ایډیولوژیکو اوزارو څخه کار اخیستل پيل کړل او له عربو او عجمو څخه یې له دین څخه دساتنې په نامه دټوپکو او پیسو باران راپیل کړ.

په دې منځ کې افغانمحوره فکر او دافغان انسان ارزښت له منځه ولاړ، ددې ملت هروګړي ته د قربانۍ په سترګه وکتل شول او په دې توګه موږ ددوو انترنشنلیزمونو بلهاریان شو. دواړو لوریو  ( ملي ) کلمه له سیاسته وشړله او ملتپالنه یې کفر وګڼله، دې پېښې دافغان انسان وینه ارزانه کړه او افغانوژنه یې دومره عامه کړه چې دمرګ ژوبلې په وړاندې معافیت رامنځ ته شو او تاوتریخوالي دسیاسي مبارزې دتاداو حیثیت غوره کړ.

ددوو انترنشنلیزمونو ترمنځ دافغانستان راګیریدلو دملي رهبرۍ جاذبه کمزورې او بیا یې له منځه یووړه، دملي رهبرۍ تشې  ځینې خلک له دې پوښتنې سره هم مخامخ کړل، چې ایا موږ یوملت یو که نه ؟

نړیوالو زبرځواکونو خپله سیاسي جاذبه په پیسو، ټوپکو، باډیګاردانو، څوکیو او بهرمېشته مِلیکتونو کې ونغاړله او داقتدار، تکبر، ځانښوونې، تربورګلوۍ، تورې او ناولې سیالۍ عادت یې دومره عام کړ ، چې دافغانستان ارزښت، ترحم، عاطفه او زړه سوی یې په دې تور دروبڼ کې ورک کړ.

په دې منځ کې زموږ لویه ښوویدنه او ګناه داوه چې دپردیو دسرو اوشنو باغونو په لیدلومو خپل ولس تر پښو لاندې کړ او تر پردیو ډیر موږ دهغوی په ایزمونو او ایډیولوژیو کې ورګرم شو. د دوی دشعارونو لپاره مو دخپلو افغانانو وینو بهولو ته زړه ښه کړ او له دې لارې مو هغوی هم رازړور کړل چې ښه پریمانه خلک راووژني.

  1. د معقول سیاست تشه:

په تیرو څلویښتو کلونو کې زموږګڼ سیاستوال په احساساتي او تقلیدي  سیاست بوخت وو او ولس یا دبدلون راوستلو توان نه درلوده یا یې دبیتفاوتۍ لاره غوره ګڼله، په دې منځ کې د معقول سیاست ځای تش و. په پردیو ایزمونو او طرحو پسې به په تراپله اواحساساتي خوشخدمتۍ ځغاستلو، خو په دې مو فکر نه کاوه چې هره ځغاسته مو څومره دافغانستان په ګټه ده. موږ دهر(ایزم )په وړاندې احساساتي کیږو،خود ( افغانیزم ) ځای چې دافغان انسان او افغانستان دهوسایینې عملي او علمي میکانیزمونه وسنجولای شي، لاهم زموږ په سیاسي تفکرکې تش دی.

دولس بیخبري  او تر یوه بریده بیتفاوتي د سیاستوالو دغو احساساتي او تقلیدي لوبو ته میدان ورکاوه.

  1. د تاوتریخوالي لپاره پیداګوژیک – رواني بستر:

دافغانستان دمذکر تاریخ پاڼه چې رواړوې نو دوینورود ترې راوبهیږي، سرونه ورغړي او ددې ټولو ترشا دنیزې او تورې والا اتلانو څېره مخې ته ودریږي، دخوشال  خان خټک په څېر یو نوښتګر شاعر، دخپل عصر  مفکر او حکیم مو هم له نیزې او پولادي خود سره انځور کړی دی، زه ټولو هېوادژغورونکیو اتلانو ته درناوی لرم، خو دتیرو څلویښتو کلونو ماشومانو به څومره له خپلو پلرونو او ښوونکیو څخه پوښتلي وي، چې مشره !

که سوله ښه څیز دی، نو ولې مو ټول اتلان دجګړو او وژنو اتلان دي ؟ دسولې،ډوډۍ ورکولو، اقتصاد، پوهنې او پرمختګ اتلان چېرته دي ؟  او زه نه پوهیږم، چې دهغوی ځواب به څه و؟ څلویښت کاله مو خپل ماشومانو داتل کیدو لپاره تورې او ټوپک ته وهڅول او په دې توګه مو څلور نسله په لوی لاس تاوتریخوالي ته ورټېل وهل.

  1. حب وطن ، شعار، کفر که دروغجنه دعوه؟

وطندوستي په تیرو څلویښتو کلونو کې  تر ټول تاریخه ډیره شعاري شوه، په ترانو، سندرو، شعرونو، انځورونو او پوسټرونو کې مو پریمانه دوطن دمینې ډبرې پر سینه وموښلې، خو په عمل کې مو هېواد وران کړ، ښوونځي مو وروسیزل، هېوادوال مو ووژل او افغانستان مو سلګونه کاله شاته ټېله کړ. څلورونسلونو داباور راخپل کړ، چې وطنپالنه یوازې په شعارونو او سندرو کې وي اوبس. په نومهالوټولنیزو سیاسي ادبیاتو کې یوازې هغه ملتونه وطندوسته ګڼل کیږي، چې  هېوادونه یې ودان، پیاوړي او پرمختللي وي، موږ ددې نوي پيژاند پر بنسټ چېرته یو ؟  رنګ مې ګوره، حال مې پوښته!

دنفوسو دشاخص له مخې دنړۍ په کچ افغانستان هغه هېواد دی، چې ترټولو ډیر کډوال یې په سیمه او نړۍ کې خواره دي، کډوالیو له یوې خوا له هېواد سره عاطفي اړیکه کمزورې کړه، له بلې خوایې ګاونډیو ته دتل لپاره دنفوذاوکړکېچ اوږدولو  وړیا بشري ځواک په لاس کې ورکړ.

  1. د کلي او ښار جګړه:

څلویښت کاله کیږي، چې ښار کافر  دی او کلی وروسته پاتې او خُرافاتي ، څلویښت کاله کیږي، چې ښار دکلي  پر حق سترګې پټې کړي دي، څلویښت کاله کیږي، چې کلی ډوډۍ تولیدوي او ښاریې خوري،خو ښار هیڅکله کلي ته ټولنیز خدمات نه رسوي، ښارونه پړسیږي، خوپه کلي کې سړک، کلنیک، ښوونځی او پالنځی نشته، دښارونو کوڅې کله کله له اروپا سره دسیالۍ شوق کوي، خو په کلیو کې لاهم خلک په ډبر پېر کې ژوند کوي. دښارونو په وړاندې د کلیو عقده او دکلیو په وړاندې د ښارنو توهیني چلند د تاوتریخوالي بنسټ پیاوړی کړی دی، داچې څه وخت به ښار مسلمانیږي او کلي ته به دانساني ټولنې په توګه ارزښت ورکول کیږي، خدای خبر دی.

  1. اوږدمهالی مادي فقر د معنوي فقر لامل دی

انسانوژنه، تاوتریخوالی، جنایت او تشدد دمعنوي فقر تر ټولو سترې نښې دي، ټیټ شعور، ناپوهي او بېرحمي داڅرګندوي، چې وګړي په شدید معنوي فقر اخته دي، دمعنوي فقر ریښې په دوامداره  مادي فقر کې خښې دي، دپيړیو لوږه، دتولیدي مِلیکت اودخدماتي سکتور نشت  داټولنیز عادت عام کړ، چې هرچا زور درلود ظلم به کوي.

دمادي فقر له امله دظلم و تیري په وړاندې څلور معنوي ارزښتونه ( عاطفه، اخلاق، قانون اوعقیده ) کمزوري شول او ددغو مانیزو ځواکونو په غیاب کې دهمدې وطن انسان دپردۍ وسلې په زور پرخپل هېوادوال هغه څه وکړل، چې تاریخ یې لږ ساری لیدلی و.

  1. د خپلواکۍ نیمګړی پېژاند

دتاریخ په اوږدو کې له خپلواکۍ څخه زموږ تعبیر او پېژاند ناسم و.

موږ فکر کاوه چې دجګړې په میدان کې ددوښمن ماتول دازادۍ په مانا دی، حال داچې دازادۍ جګړه پخپله ازادي نه ده، بلکې دخپلواکۍ لپاره دهڅو یوه وړه برخه ده.

نږدې دوه سوه کاله کیږي، چې موږ دخپلواکۍ لپاره جګړه کوو، خو هېڅکله خپلواک نه و.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې موږ دیوې مبهمې ازادۍ لپاره په جګړه کې ووژل شو، تباه شو او هرڅه مو له لاسه ورکړل، خو لاهم داپوښتنه پرخپل ځای پاتې ده، چې ایا موږ خپلواک یو ؟

 له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي او امنیتي خپلواکۍ نشته ؟

احتیاج تر ټولو لویه غلامي ده !

دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده.

دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي.

د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده.

اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی.  استثمار – استعمار  لومړی یرغل پر اقتصادي سرچینو او په دې اړه پر عامه شعور کوي . موږ لاهم نوی ښکېلاک او نوی زبېښاک نه دی پېژندلی، او په ډیرو زړو اوزارو یې په وړاندې جنګیږو.

وخت یې دی، چې خپلواکي وپیژنو او داهڅه په معقوله بڼه پای ته ورسوو.

دخپلواکۍ اوزار باید وپیژنو،خپلواکي د( ځان ) دماهیت ټاکل دي.

داټول ښیي، چې زموږ تاریخي تراژیدي داصلي او لویو بهرنیو لاملونو ترڅنګ ځینې بنیادي کورني لاملونه هم لري. له مانه به ډېر نور عوامل پاتې وي، چې په دې مقال کې به یې دځایولو او ویلو حوصله  نه وي، خو راځئ څو یادونې دهغو حللارو او سپارښتنو په اړه هم وکړو،چې موږ له دې اوږدمهاله روان ناورین څخه راایستلای شي.

دحللارو لپاره درېیو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي پړاوونوته اړتیا لرو،چې دیوه ژغورونکي او هوښېار نهضت په لارښوونه ګام پرګام عملي کېدای شي :

د ژغورنې لومړی پړاو  (ویښتیا):

دنړیوالتوب یا ګلوبالایزیشن  په دې چټک پېر( زمانه) کې  موږ چېرته یو ؟ ولې یو؟ او دوست و دوښمن څوک دی؟ دویښتیا دبهیر کار دادی چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو. موږ ولې ښوونځی نلرو؟ ولې وزګاره، ناروغ، بې ډوډۍ، له تولیدي ملکیت او خدماتي سکتورونو څخه محروم یو؟ ولې جګړه دنورو وي او پکې سټ موږ شو ؟ ولې ټوپک دبل وي او پر ماشه زما ګوته ایښې ده؟ اوولې له هرټوپکه وتلې ګولۍ زما پر ټټر لګیږي؟ هر افغان ته ددې پوښتنو ځوابونه رسول د ویښتیا دپړاو هڅه ده موږ باید خپله ناروغي وپیژنو یا ښه ده ووایم چې موږ باید خبر شو، چې ناروغه یو. دویښتیا لویه ځانګړنه دا ده چې په ملي چارو کې د ملي ګټو په اړه دملي مشرتوب دريځ په یوه خوله او یووخت ټولو ته ورسول شي او د ولس عامه ذهنیت له سر ګردانۍ او ګډوډۍ څخه وژغوري. دهرې لویې پریکړې، کړکېچ او ستونزې پر مهال ښايي  دولس سالمه لارښوونه وشي او دبې باورۍ مخه ونیول شي. دویښتیا پړاو د ولس د باخبرۍ او یوه ملي ادرس ته دمخې کولو پړاودی.

 د ژغورنې دوهم پړاو  ( روښانتیا):

روښانتیا  دپېژندل شویو ستونزو د حللارو دپېژندلو پړاو دی. په دې پړاو کې ښایي د ملي مشرۍ  مجموعه  په یوه خوله ټول ولس له هغو لارو چارو څخه خبر کړي، چې پر بنسټ یې  دافغانانو ګډخوځښت دژغورنې ټول بهیربشپړولای شي.

دژغورنې او پرمختګ په اړه د دافغانانو دعامه ذهنیت د روښانه کولو لارې کومې دي؟ امن تر هغو نشي راتلای،چې ددې هېواد انسان وږی او وزګاره وي،  خپل ښوونځی او خپله مدرسه ونلري.

له لوږې او بې وزلۍ څخه داولس څنګه ژغورلای شو؟ ددې خاورې له اقتصادي سرچینو، بشري ځواک او سیمه ییزو ځواکونو څخه د کوم اقتصادي موډل پر بنسټ  ګټه پورته کولای شو؟  د ټولنیز سمون ا و عدالت لارې کومې دي. زموږ اقتصادي لومړیتوب څه دی؟ کرنه، سوداګري، ترانزیت که صنعت یا څاروي روزنه ؟ کانونه یا هم داینرژۍ تولید؟ که داټول خو په کومو لارو چارو ؟ له کومه یې باید پیل کړو. ایا له ښوونځي څخه یې پيل کړو که دکورله زانګو څخه؟  دښارونو او کلیو تر منځ توپیر څنګه له منځه یوسو ؟ څنګه کلی د ښار له دوښمنۍ څخه راوګرځوو اوپه یوه مرستیال ځواک یې بدل کړو؟  ددین او دنیا پخلایینه څنګه کولای شو؟ او څنګه دا پوهاوی عام کړو چې هر دنیوي کار ددین ضد کار نه دی، تر هغو یې چې ددین سپیڅلي احکام نه وي نقض کړي.

  دروښانتیا پړاو ټول د علمي او عملي طرحو د جوړولو، ولس ته یې درسولو او عملي کولو ته یې د خلکو او حکومتونو داړایستلو پړاو دی.  دملي مشر توب مجموعه په دې پړاو کې دهرې ملي ستونزې د حل علمي او عملي لارې چارې   دولس په مرسته او قوت د عملي کېدو تر بریده رسوي او په دې توګه دژغورنې درېیمې پوړۍ ته ګام پورته کوي.

د ژغورنې درېیم پړاو ( بدلون):

بدلون له دې بدمرغیو څخه د وتلو ( ښه ده ووایم ځان ایستلو)  هغه عملي  پړاو دی، چې باید خلک یې پخپله د ملي مشرۍ دمجموعې  په مرسته  ترسره کړي.  یو ریښتینی بدلون هغه دی چې پخپله خلک یې  ډاینامیک ځواک وي. داسې بدلون، چې دملي مشرۍ مجموعې یې ټول معلومات رامنځ ته کړي وي، دحل لارې چارې یې ښوولې وي او ټول عملي میکانیزمونه یې خلکو ته ورښوولي وي. په داسې وخت کې خلک پخپله یو ټولنیز بدلون رامنځته کوي او پرته  له دې چې وینې وبهیږي، هېواد ویجاړ شي او ملي یافردي شتمنیو ته زیان ورسیږي، بدلون دټولنې په منځ کې راځي.  زه بیا ټینګار کوم، چې که د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه  سم بشپړ شي  نو بدلون پخپله د خلکو له خو ا رامنځته  کیږي.

خو د بدلون ټول بهیر هم باید د ملي مشرۍ د مجموعې له خوا ګام پر ګام تر څارنې لاندې بشپړ شي.

لوی خدای ج  فرمايي: چې ترهغو به خدای دیوه قوم حالت بدل نکړي،چې هغه قوم پخپله خپل حالت بدل نکا.

دخپل حال دبدلولو دغه درې پړاوونه  نورو ولسونو لاپخوا بشپړ کړي دي، او که موږ یې اوس پیل نه کړو، نو سبا به ډیره ناوخته شي  او خدای مکړه د افغان او افغانستان  دپاتې کیدو یا ورکېدو خبره به رامنځته شي.

مګر تاسو د خپلو هغو مشرانو خبره هېره کړه ، چې:

یابه یو کیږو ګنی ورکیږو !

ستاسو نظر