ټولنه

د بشر د حقونو په اړه لس اساسی پوښتنې

د بشر حقونه څه معنا؟ د بشر له حقونو نه کوم کسان برخمن دی؟ د بشر حقونو څه ډول تکامل وکړ؟ هغه کومې مبارزې وی چې له امله یې د بشر حقونه ترلاسه شول؟ د بشر حقونه کوم کوم دی؟ بشری حقونو کوم کسان ددغه حقونو پر رعایت او پلی کولو ګمارلی دی؟ د بشر پر حقونو څه ډول څارنه کېږی؟ ایا د بشر حقونه په ټولو ځایونو کې د اعتبار وړ دی؟ ایا د بشر د حقونو تعریف هیڅکله نشی بدلیدای؟ ددې امکان شته چې د بشر پر حقونو محدودیت ولګول شی؟‎

بشری حقونه څه معنا؟
د بشر حقونه د داسې حقوقو ټولګه ده چې هر انسان باید یوازې او یوازې د انسانیت په خاطر ورنه برخمن وی. انسانان باید له دغو حقونو څخه د نړۍ په هر ځای کې په برابره توګه برخمن اوسی. ددغو حقونو موخه د انسان د شرافت او آزادۍ نه ملاتړ دی.
بشری حقونه د اخلاقی، سیاسی او حقوقی بحثونو په منځ کې مهم ځای لری، دغه بحثونه ډیر پېچلی دی. موږ کولی شو دغه حقوق د اخلاقی دلایلو له ارزونې او استدلال وروسته د سیاسی پریکړو له لارې پر ((مثبتو)) حقونو بدل کړو. یعنې هغه حقوق چې د انسانانو له خوا جوړ شوی او د بدلیدو شونتیا په کې شته. په اوسنۍ یا معاصرې نړۍ کې دغه حقوق په بین المللی میثاقونو کې لیکل شوی او تر ټولو مهمه داده چې د هیوادونو په اساسی قوانینو کې ورننویستل شوی دی. د دغه میثاقونو یا تړونونو پر بنسټ انسانان ددغه حقونو درلودونکی دی او دولتونه دهغې د رعایت، ملاتړ او پلی کولو دنده لری.
د بشر له حقونو نه کوم کسان برخمن دی؟
د بشر حقونه د فرد پر خودمختارۍ راڅرخی، بایده ده چې ساتنه یې وشی. د همدغه اصل له مخې بشری حقونو ته معمولا د فردی حقوقو له زاویې کتل کېږی. د بېلګې په توګه د بشر د حقونو ټولو اسنادو کې به مو پر دغه عبارت سترګې ولګیږی ((هر انسان ددې حق لری…)) حتا کله چې هغه میثاقونه ته وکتل شی، کوم چې د انسانی ډلو او اقشارو لکه د ښځو او ماشومانو د انسانی حقونو په اړه تصویب شوی ، بیا هم یو – یو ماشوم یا یوې – یوې ښځې ته په کې اشاره کېږی.
د دې په خوا کې داسې هڅې هم کېږی چې د ډلو او ځانګړو ټولنو حقوق هم په دغو بین المللی کنوانسیونونو کې راشی، څو د اقلیتونو په ګډون ټول خلک تر ملاتړ لاندې ونیول شی. د قومونو د برخلیک ټاکنې حق د همدغې ډله یزو حقونو یوه بېلګه ده، البته دا حق لا هم له پراخو بحثونو او جدل سره مخ دی.
بشری حقونو څه ډول تکامل وکړ؟
موږ کولی شو د بشر حقونه د فلسفی استدلال له مخې وړاندې کړو. دغه حقوق د اخلاقو اساسی حقوق راښیې. د بشر حقوق په اساسی قوانینو او د انسانی حقونو په میثاقونو کې  د مثبتو حقوقو په بڼه تضمینېږی/ضمانت یې کېږی.  دغه حقوق د لومړی ځل له پاره په ۱۷۷۶کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استقلال په اعلامیه او د امریکا د ځینو شمالی ایالتونو په اساسی قوانینو کې شامل شول. له هغې جملې په ۱۷۷۶کال کې د ویرجینیا ایالت د حقوقو منشور یادولی شو، له هغې وروسته په ۱۷۸۹کال کې د فرانسوی ښاریانو د حقوقو او بشری حقونو اعلامیه او ورپسې په ۱۷۹۱کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د حقونو منشور یادولی شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو منشور United States Bill of Rights لس بنده لری چې د امریکا له اساسی قانون سره الحاق یا نښلول شوی دی.ددغې نښلونو سره د فډرالی دولت قدرت محدودیږی او د متحدو ایالتونو د ښاریانو د حقونو ضمانت کوی.
په ۱۷۸۹کال کې هغه وخت چې د امریکا د متحدو ایالتونو اساسی قانون تصویبیده، د ویرجینیا په مشرۍ ایالتونه د امریکا د نوی جوړیدونکی دولت په اړه چې هسې نه د ښاریانو د بشر له حقونو نه  سرغړونې وکړې اندیښنه درلوده، هڅه او ټینګار یې وکړ چې اساسی قانون سره ددغې الحاقې توکو په مټ د ښاریانو فردی او ټولنیزې آزادۍ تضمین کړی. د اساسی قانون سره لومړنۍ لس نښلونې یا الحاقې چې د حقونو د منشور په نوم یادیږی، د توماس جفرسن د هڅو پایله وه، چې په هغه کې د ښاریانو د آزادیو او حقونو د تحقق په موخه د محکمې پر وړاندې د برابرۍ پر حق او د بیان، مطبوعاتو او غونډو جوړولو  پر آزادۍ ټینګار شوی دی.
د بشر له حقونو نه د ملاتړ دغو بنسټیزو اسنادو په امریکا او اروپا کې د اساسی قوانینو په تکامل کې مهم نقش درلود، خو له هغې ډیر وروسته د شلمې پیړۍ په اوږدو کې د بشر له حقونو نه د ملاتړ بین المللی تړونونه تدوین او تصویب شول.
په ۱۹۴۵کال کې د ملګرو ملتونو د منشور تصویبیدل د نړۍ په کچه د بشر له حقونو نه د ملاتړ پیل ګڼلی شو. د بشر د حقونو پیژندل او ملاتړ ددغه منشور د مهمو موخو په سر کې راځی. ددغو موخو د تحقق او خدمت له پاره یو لړ بین المللی تړونونه وشول. دغه تړونونه عبارت دی: په ۱۹۴۸کال کې د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، د مدنی او سیاسی حقونونړیوال میثاق او د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو بین المللی میثاق چې دا په ۱۹۶۶نه پیل او په ۱۹۷۷کې لازم الاجرا شو.
دغه تړونونه او منشورونه د بشر د حقونو د نړیوالو میثاقونو او له هغې ور ها خو د ځانګړو تړونونو له پاره بنسټ ګڼل کېږی: لکه د شکنجې یا ربړونې د مخنیوی تړون، له ښځو، ماشومانو ، معلولانو او د ګرځنده کاریګرو نه د ملاتړ په موخه شوی تړونونه یادولی شو. سربیره پر دې، دغسې نور تکمیلی تړونونه په سیمه یز کچه اروپا او امریکا کې وشول.
دغه بین المللی قوانین او تړونونه پر دې ته ورته ملی تړونونو اغیزمن تمام شوی دی. هغه اساسی قوانین چې نوی لیکل کېږی په ډیر پراخ ډول د بشر حقوق په ځان کې رانغاړی. له بل لوری د بین المللی مجازاتو قوانینو هم پراخ شوی دی. چې په لاهه کې د بین المللی جرایمو  دیوان چې د ژنیوسایډ یانسل وژنې، د بشریت پر ضد جنایتونو او جنګی جنایتونه تعقیبوی، نوم اخیستی شو.
هغه کومې مبارزې وی چې له امله یې بشری حقونه ترلاسه شول؟
په استدلال ولاړه هره هغه هڅه چې د بشر د حقونو د قانونی کېدو لامل شی په خپل ذات کې تاریخی ظلمونو ته د ځواب موندلو په معنا ده. د بېلګې په توګه د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، د هولوکاسټ تجربه او د نازیانو جنایتونه هغه څه و، چې دغه زمینه یې برابره کړه. د بشر د حقونو د اعلامیې لیکونکی د نازیانو له جنایتونو نه اغیزمن ول، غوښتل یې د بشر د حقونو اعلامیه په داسې بڼه ولیکی چې له دې وروسته بشر دغسې ظلم او جنایت ونه ګوری، خو په دې کې د استعمار د دورې ظلمونو هم مهم نقش درلود.
ددغو هڅو له مخې ویلی شو چې د بشر حقوق دهغو ښځو او نرانو د هڅو او کوښښونو پایله ده چې د ظلم او هر ډول ستم نه د خلاصی له پاره لا هم مبارزه کوی،خو ددې ټکی یادول هم مهم دی چې د بشر د حقونو تکامل او پرمختګ د تل له پاره مستقیم او پر مخ نه درومی. که چیرې ددغو حقونو له پاره دوامداره مبارزه ونشی، شاته تګ یې هم امکان لری. ددغو حقونو د ساتلو او پراختیا له پاره باید دوامداره مبارزه وشی کنه  ظلم بیا را ګرځیدونکی دی.
بشری حقونه کوم کوم دی؟
په عمومی توګه د بشر حقوق په درېیو نسلونو ویشل کېږی. د لومړی نسل په حقوقو کې کلاسیک مدنی حقوق، سیاسی آزادۍ ګانې او په ټولنیزو چارو کې د ګډون حق راځی. لکه د ژوند حق، د شکنجې، مرییتوب او اجباری کار مخنیوی، فردی آزادۍ او امنیت، د فکر، دین، عقیدې آزادی او د غونډو جوړولو حق، دغه شان قضایی حقوق لکه د قانون پر وړاندې د ټولو یو شانوالی، د براات الزمه د بیګناهۍ او د عادلانه محکمې نه د برخمنېدا حق. په دې کې د مدنی او سیاسی حقونو په اړه بین المللی او ملی حفاظتی سیستمونو د نورو حقونو په پرتله ډیره وده کړې ده.
د دویم نسل حقوقو په اړه بیا ډیر غفلت شوی دی، په دې کې اقتصادی، ټولنیز او فرهنګی حقوق شامل دی، لکه د کار حق او د کار پر مهال نور حقوق، د امنیت نه د برخمنېدو حق او د خوړو، استوګنځی، اوبو، روغتیا او زده کړو نه د برخمنېدو حق.
د ۱۹۹۰کال نه را وروسته ددغو قوانینو محتوا او شمولیت تر پخوا یو څه کره شوی دی. خو لا هم ددې اړتیا لیدل کېږی چې د دغو حقونو ملاتړیز او پلی کوونکی بنسټونه په ملی او بین المللی کچه غښتلی شی.
د درېیم نسل حقوق بیا نوی دی چې تر دې مهاله په بین المللی تړونونو او میثاقونو کې نه دی ځای شوی. لکه د پراختیا، پرمختیا او سولې حق، یا هم د ژوند د سالم چاپیریال د لرلو حق.
بشری حقونو کوم کسان د دغه حقونو پر رعایت  ګمارلی دی؟
ددغه حقونو د تحقق او پلی کولو اصلی دنده او مسوولیت د دولتونو پر غاړه دی. دولتی بنسټونه (پولیس، پوځ او نور) چې تر ډیره دوی خپله د بشر د حقونو ترپښو لاندې کوونکی دی، د قانون له مخې ددغه حقونو د ترپښو لاندې کولو حق نه لری. هغوی دنده لری چې د خپلو قانونی صلاحیتونو له مخې پر دغو حقونو د نورو له خوا د کېدونکی تیری مخه ونیسی.له دې ور ها خوا دوی دنده لری چې د مثبتو ګامونو د پورته کولو له لارې ددغو حقونو د پلی کولو شونتیا برابره کړی.
دلته  مدنی او سیاسی حقونه دفاعی حقوق دی او اقتصادی، ټولنیز او فرهنګی حقوق بیا استحقاقی او مطالباتی یا غوښتونکو حقوقو کې شمېرل کېږی. د دغه دوه ډوله حقوقو ډول او د ملاتړ اندازه یې تل د دولتونو ترمنځ د بحث او جدل موضوع ده.
په دودیز ډول دولتونه معمولا د خپلو پولو په دننه کې مسوولیت لری. دلته مهم ټکی دا دی چې دولتونه تر کومې کچې د خپلو پولو دباندې په بین المللی کچه مسوول ګڼل کېږی. په داسې حال کې چې هڅې روانی دی، څو بین المللی سازمانونه، خصوصی افراد او تر ټولو مهمه دا چې اقتصادی شرکتونه، دې ته اړباسی څو د بشر حقونه رعایت کړی.
دې ټکی ته هم باید پاملرنه وشی چې دولتونه خو د بشر د حقونو په برخه کې مسوولیت لری، خو که یو دولت کمزوری وی هغه بیانشی کولی په اغیزمن ډول د بشر له حقونو ملاتړ وکړی.
د بشری حقونو څه ډول څارنه کېږی؟
نړیوالې ټولنې تر دې مهاله یا تمایل نه درلود او یا یې هم زور نه رسیده چې د بشر له حقونو نه د اغیزمنو لارو چارو په وسیله په نړیواله کچه ملاتړ وکړی. د بشر د حقونو له پاره د ملګروملتونو د سازمان د عالی کمیشنری ۱۹۹۳، د بین الملی جرایمو محکمه ۱۹۹۸-۲۰۰۲، یا هم په ۲۰۰۶کال کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو شورا او دې ورته څارونکو بنسټونو له جوړیدو سره سره لا هم د بشر د حقونو له پاره دیوې نړیوالې محکمې جوړیدل له خیال نه پر واقعیت نه ده بدله شوې.
د دولتونو له خوا د بشر د حقونو د تړونونو لاسلیک هغوی له شکایت او تعقیب نه نشی ژغورلی. په دې ځای کې ستونزه داده چې د ملی حقوقو په خلاف، بشری حقونه نشی کېدای په بین المللی کچه د قانونی وسایلو د فشار له لارې اجرایی بڼه ومومی.
خو له دې سره سره هغه هیوادونه چې د بشر د حقونو نړیوال یا هم سیمه یز تړونونه لاسلیکوی، باید د خپلو فعالیتونو په اړه حساب ورکړی. په هر حال په عمل کې د بشر له حقونو بین المللی ملاتړ له دغو حقونو څخه د ملی ملاتړ نه لومړیتوب نه لری. په یو هیواد کې پر قانون ولاړه ولسواکه ټولنه او یوه ژوندۍ مدنی ټولنه د بشر د حقونو د څارنې او ساتنې تر ټولو مهم ضامن ګڼل کېږی.
ایا بشری حقونه په ټولو ځایونو کې د اعتبار وړ دی؟
د بشر حقونه له دودونو او فرهنګی ځانګړتیاوو ورهاخوا د ټولو انسانانو له پاره د قوانینو بنسټ جوړوی. ټول انسانان په مساوی توګه له دغو حقونو برخمن دی.
د نړۍ په کچه ددغه حقونو د یو شانوالی بهېر، له اخلاقی پلوه داسې مساله ده چې هڅه کېږی د عمومی توجیه کوونکو دلایلو او د هیوادونو له قوانینو سره داسې حقوق تدوین شی چې ورسره همغاړیتوب وکړای شی، څو له دې لارې دغه حقوق په ټوله نړۍ کې پلی شی. د بشر د حقونو د نړیوال کېدو ستونزه په دې کې ده چې غربی قدرتونه ممکن دهمدغو حقونو په پلمه د خپلو ګټو په لټه کې شی، خو مهم ټکی دادی چې ددغه حقونو احقاق او د رعایت غوښتنه یې یوازې د غرب نه ده. بلکې  له ستم، زبېښاک او له بیړنیو شرایطو سره په مبارزې کې ممکن داخلې تمایلات تر ټولو جوت نقش ولری، چې سیمه یز سازمانونه او ناستې یې ښایی په حلولو وتوانیږی.
ایا بشری حقونو تعریف هیڅکله هم نشی بدلیدای؟
د بشر د حقونو داسې ټولګه نشته چې د تل له پاره دې اعتبار ولری، د بشر حقونه د تاریخ محصول دی چې د وخت په تیریدو سره تغییر کوی. د بېلګې په توګه د طبیعی حقونو مدافعان بشری حقونو ته قایله نه و، لکه د نفس ساتنې حق، خو د زمان په اوږدو کې بشری حقونو وده وکړه چې دا مهال موږ د هغې د درې نسلونو شاهدان یو.
ځینی بشری حقونه لکه د شکنجې او مریتوب ممنوعیت مطلقه بڼه لری چې په هیڅ ډول شرایطو – حتا بیړنی حالت – کې هغه نشو محدودولی، خو د بشر د حقونو ځینې نور قوانین د یو لړ موجه او مشروع دلایلو په اساس په خاصو شرایطو کې پرې محدویت لګول کېدای شی. دغه محدویت هم په یوې ډیموکراټې ټولنې کې د عمومی نظم او ملی امنیت د ساتلو یا هم د ځینو جرایمو دمخنیوی، د خلکو د روغتیا د ساتلو یا هم د نورو د حقوقو او آزادیو د ساتلو په مقصد وی، خو په خپل سر هیڅوک نشی کولی د بشر پر حقوقو محدودت ولګوی.
په ژوند او علم کې له پرمختګ او د ژوند د شرایطو پېچلی کېدل، په راتلونکی کې به پر بشری حقونو ژوره اغیزه وکړی.
نو ویلی شو چې د بشر حقونه ثابت، وچ او دګمی نه دی، ددغه حقونو له پاره مبارزه کې د موجوده قوانینو تعبیر او تفسیر او ددغه حقونو د ملاتړ په ډول باندې نیوکه هم کېږی. د زمان په اوږدو کې ددغه حقونو لرونکی او ساتونکی د وخت او زمان له شرایطو سره هغه تفسیروی او عمل به پرې کېږی.
د دې امکان شته چې پر بشری حقونو محدودیت ولګول شی؟‎
ځینی بشری حقونه لکه د شکنجې او مریتوب ممنوعیت مطلقه بڼه لری چې په هیڅ ډول شرایطو – حتا بیړنی حالت – کې هغه نشو محدودولی، خو د بشر د حقونو ځینې نور قوانین د یو لړ موجه او مشروع دلایلو په اساس خاصو شرایطو کې پرې محدویت لګول کېدای شی. دغه محدویت هم په یوې ډیموکراټې ټولنې کې د عمومی نظم او ملی امنیت د ساتلو یا هم د ځینو جرایمو دمخنیوی، د خلکو د روغتیا د ساتلو یا هم د نورو د حقوقو او آزادیو د ساتلو په مقصد وی محدودیدلی شی، خو په خپل سر هیڅوک نشی کولی د بشر پر حقوقو محدودت ولګوی.
دا چې څوک او په کوم ځای کې دغه حقوق محدودولی شی د هر چا په لاس کې نه دی. په مشکوکو یا مبهمو مواردو کې محکمه هغې ته رسیدګی کوی، په المان کې دا کار د اساسی قانون د محکمې یا هم د اروپا د بشر د حقونوله محکمې سره دی.
په استثنایی او بیړنی حالت کې لکه په جنګی شرایطو کې کېدای شی له دغې قانونی استثنا نه ګټه واخیستل شی، په عین حال کې په دغه مواردو کې هم زیاده روی جواز نه لری، ممکنه نه ده چې په هغه کې ځینې اصول لکه د تبعیض ممنوعیت ترپښو لاندې کړی.

ستاسو نظر