ساینس

پورنوګرافی د مغز له اندازې سره څه اړیکه لری؟

سرچینه:بی بی سی فارسی
لیک: درناکوزه ګر
ژباړه: حبیب منګل
هغه عمر چې له پورنو ګرافۍ سره مخامخ کېږی د مکتب له عمر څخه مخکې دی.
المانی څېړونکو نوې نوې مالومه کړې چې د پورن (سکسی فیلمونو) زیات لیدل د مغز د خړ رنګه قشر د کم والی او د مغز د ځینو اړیکو له ضعیف والی سره تړلی دی.
یوه هغه فرضیه چې د ماکس پلانک د انسانی تکامل موسسې او د المان د شریته ارواپوهنې پوهنځی په ګډه مطرح کړې وه، د پورن د لیدلو له امله د مغز خړ رنګه قشر ته د زیان رسیدلو ته اشاره کوی؛ ځکه چې د هغه سړیو مغز چې ډ‌ېر پورن ګوری، د معمولی مغز سره کاملا توپیر لری.
د (MRI) ام آرآی پدې څېړنه کې د ۲۱ څخه تر ۴۵ کلنو نارینه (سړیو) مغز چې ویلی یې وو په اونۍ کې په متوسط ډول له څلورو ساعتونو څخه زیات پورن ګوری، مطالعه شوی دی. نتیجه دا وه، د هغه چا مغز چې ډېر له پورنوګرافۍ سره مخامخ کېږی، په هغه برخو کې چې انګیزه او د تشویق سیستم (ریوارد سیستم Reward System) په کنترول کې لری، کوچنی و.
له هغه کسانو څخه چې پدې څېړنه کې یې ګډون درلود هیڅ یوه یې د پورنوګرافی او یا د سکس د اعتیاد په اړه څه نه دی ویلی.
د تشویق سیستم د تی لرونکو د مغز هغه د پیغام رسولو ځانکړی سیستم دی چې بدن د پوره شویو اړتیاو څخه خبروی.
پدې ترتیب چې د لوږې له رفع کولو، د جنسی میل د پوره کولو، موسیقۍ ته د غوږ له نیولو او د ډېرو نورو اړتیاوو د پوره کولو څخه وروسته مغز د یوه هورمون په ترشح سره په انسان کې د خوند احساس رامنځ ته کوی.
دکتر سیمون کېون ددې څیړنیز ګروپ مدیر وایی: “ددې څېړنې پایلې کېدای شی ددې ښکارندوی وی چې د پورنوګرافۍ بار بار مصرف د مغز د تشویق سیستم تنبل کوی”.
ددې څېړونکو په وینا؛ د دغو افرادو مغز هغه وخت چې د محرکو سکسی صحنو د لیدلو په حال کې و، نسبت ددې فلمونو کله نا کله لیدونکې ته یې پاداشی پیغامونه کم صادر کړی؛ په دې مانا چې د پورنوګرافۍ ورځنی مصرفوونکی د یو معمولی لیدونکی په نسبت ددغو صحنو له لیدلو څخه لږ خوند اخلی.
د پورنوګرافۍ د نړیوال بازار لوی والی تر سلو ملیاردو ډالرو زیات اټکل شویدی.
سیمونه کېون وویل: “له دې امله موږ داسې انګیرو، هغه کسان چې ډیر پورن ګوری، ددې لپاره چې طبیعی لذت ته ورسیږی ډېرو قوی جنسی محرکونو ته اړتیا لری”.
دغه امر کېدای شی چې د هغه پورنوګرافۍ غوښتوونکو جوړو لپاره چې له جنسی ژوندانه څخه رضایت نه لری د ناخوښۍ یو دلیل و اوسی.
دا په داسې حال کې ده چې د جنسی مشکلاتو د حل په ځینو روغتونونو کې، پورنوګرافی د جنسی ژوندانه د لوړلو لپاره توصیه کېږی؛ خو پدې وروستیو څیړنو کې په ډاګه شوې چې احتمالا د پورنوګرافۍ زیات لیدل کولای شی د جوړو جنسی ژوند له خطر سره مخامخ کړی.
سیمونه کېون توضیح کوی چې؛ “یوې بلې نوې څېړنې په ډاګه کړې، هغه نوی زلمی هلکان چې هره ورځ له ایروتیکو موضوعاتو سره سروکار لری په خپل ورځنی ژوند کې د پورن ګرافۍ له ډېرو غیرقانونی ډولونو له استعمال سره علاقه ښیی. ځینی څېړونکی دې نتیجې ته رسیدلی چې د پورنوګرافۍ ورځنی مصرف له هغه څه چې کتل کېږی د تر سره کولو غوښتنې زیاتوی”.
“دغه په خپل سر تکراری میل کاملا د مخدره توکو د اعتیاد د مکانیزم سره ورته والی لری. یانې د مخدره توکو مصرف، له یوې مودې وروسته، د مغز د خوند د رامنځ ته کولو د حس دنده کموی، پر محرک د فرد اعتیاد ډېریږی تر څو وکولای شی چې د مغز د پاداش سیستم د پخوا په شان فعاله وساتی”.
له دې وړاندی ثابته شوې ده چې د پورنوګرافۍ زیات لیدل د مغز د وړاندنی قسمت او د پاداش دسیستم د اړیکې په کموالی پورې اړه لری. د مغز ددې دوه برخو اړیکه د انګیزې په رامنځ ته کولو کې ونډه لری او لذت غوښتنه کنترولوی.
په دې توګه له دې څېړنې څخه دوه پایلو ته رسیږو یا دا چې د پورنوګرافۍ لیدل د مغز د تخریب سبب ګرځی او یا دا چې هغه خلک چې د هغوی د مغزو د کورتکس قسمت کوچنی دی د پورنوګرافۍ لیدلو ته اړتیا لری.
که چېرې دویمه پایله سمه وی، کولای شو داسې وړاندوینه وکړو چې کوم نارینه د اروتیکو صحنو لیدلو ته زیات لیوال دی.
په بل عبارت امکان لری چې د پورنوګرافی د لیدونکو د مغزو د حجم کموالی په حقیقت کې ایروتیکو صحنو ته ددغو کسانو لېوالتیا وښایی، نه د هغه محصول؛ یانې کولای شو داسې نتیجه واخلو، هغه کسان چې د مغز یوه برخه یې کوچنۍ وی په حقیقت کې د معمولی لذت ته د رسېدلو لپاره یو بهرنی قوی او زیات محرک ته اړتیا لری او په همدې دلیل د پورنوګرافۍ لیدو ته مخه کوی.
یادو محصولاتو ته په ساده او پټ ډول د لاس رسی په دلیل د پورنوګرافی نړیوال مصرف ډیر زیات شوی دی.
محمد، د کابل په میرویس میدان کې د کمپیوټری انځوریزو او غږیزو محصولاتو خرڅونکی وایی چې هره ورځ تر شلو زیات دده پیریدونکې د پورن فیلمونو (سکسی فیلمونو) په لټه کې دی. د پیریدونکو لپاره په مبایل کې یو جی بی فیلمونه کم ترکمه له پنځلسو تر سلو افغانیو لګښت لری.
محمد ددې فیلمونو د کیفیت په اړه زیاتوی چې؛ کیفیت یې د موبایل په کچه جوړو تر څو وتوانیږو زیات فیلمونو له خپله ځانه سره بېل او جوړ کړو، وایې کیفیت یې تر ډېره په نشت حساب دی.
*
د کابل په مبایلونو کې ددې فیلمونو تبادله، د پورنوګرافیک فیلمونو تجارت، د ګټې په غیر قانونی مسلک بدل شوی دی.
ډاکتر سیمونه کېون باور لری چې د احصاییو پایلو ته په کتو مالومیږی چې د انټرنیټ پنځوس سلنه کار اخیستونکی په مرتب ډول پورن ګوری، نو په دې اړه څېړنه ډېر اهمیت لری.
“دغه څېړنه څرګندوی چې د پورنوګرافۍ دایمی لیدونکی جنسی محرک ته طبیعی ځواب نلری او یا دا چې په هغوی کې محرک ته د ځواب قدرت کم شوی دی چې دغه امر په حقیقت کې د جنسی بې میلی او د جنسی ضعیفو اړیکو سبب ګرځی”.
یوه بله څېړنه چې د امریکا د اروایی ډاکترانو د ټولنې په ژورنال کې خپره شوې د پورنوګرافۍ د لیدلو زیاتوالی او د خفګان (Depression) او الکلو ته د مخه کولو تر منځ اړیکو ته په کې اشاره شوې ده.
ددې څېړنې څېړونکو د مغز د اندازې تر منځ یو شان توپیر ته هم متوجه شوی دی؛ په ځانکړی ډول په هغه برخو کې چې هلته د کوکاینو او الکلو په شان په موادو اخته کېدل کنترولیږی.
په دې څېړنه کې د پورنوګرافۍ زیات لیدل په مخدره توکو او په الکلو د اعتیاد سره رابطه ورکړل شوې ده.
اروتیکو موضوعاتو ته پاملرنه په احتمالی توګه د ډېرو قوی زیستی (   ) امیالو څخه رامنځ ته کېږی.
په یوه بله څېړنه کې چې دکتر کېون او دکتر ګالینا تر سره کړې، نارینه بیزوګانو به هر کله چې د ښځینه بیزوګانو تناسلی آلې ته کتل، د خوړلو او څښلو له پاداش څخه به یې سر غړاوه.
په دې ډول ویلی شو چې د بېزوګانو لپاره د پورن معادله موضوع د خوړلو او څښلو څخه مهمه ده.

*یادښت: د یاد څېړنیز راپور یوازې همدا برخه افغانی شوې ده، چې زموږ ملګرو په کې د خپلو کره مالوماتو وروسته همدا برخه ور زیاته کړې ده.

ستاسو نظر