ساینس

ملګری له ژنټیکی اړخه سره ورته دی

هغه کسان چې یو له بل سره د دوستۍ او ملګرتیا اړیکه لری، یو شمیر منځنیز او ورته څیزونه هم په دغو کسانو کې شته، خو نننۍ څېړنه دا څرګندوی چې حتی د یادو کسانو (ملګرو) DNA  هم د هغو کسانو په پرتله چې په خپل منځ کې پېژندګلوی نه لری، سره ورته دی.
د څېړونکو یوې ډلې په دې ورستیو کې موندلې چې ښځه او خاوند (جوړې) ژنټیکی ورته والی لری، خو تازه څېړنې ښیی چې دا مسله نه یوازې په جوړو کې بلکې په ملګرو کې هم ښکاره شوې ده.
دا د هغې څېړنې پایله ده چې د کانکتیک ایالت د سن دیګو ښار د کالفرنیا پوهنتون او د د نیوهیون په ښار کې د ییل په پوهنتون کې تر سره شوی او د یادوې څېړنې پایله د Proceeding of the National Academy of Science په علمی ژورنال کې خپره شوې ده.
ژنټیکی ورته والی له خپلوانو سره: په دغه څېړنې کې څېړونکو د ۲۰۰۰ ګډونکونکو شاوخوا ۵/۱ میلیونه بېلا بیل ژنونه وڅېړل چې اساسی موخه پکې ژنټیکی ورته والی او توافق وو، د هغه کسانو په منځ کې چې سره ملګری دی او هغه کسان چې یو بل نه پېژنی.
د دې څېړنې پایلې دا جوته کوی چې موږ انسانان زیات شمیر ګډ او سره ورته DNA له هغو کسانو سره لرو چی د ملګرتیا لپاره یې ټاکو.
دغه ژنټیکی ورته والی په سلو کې  ۱ ٪ سلنه ثابت شوی او دا د هغه ورته والی په شان دی کوم چې یو کس یې له خپلوانو  لکه (د تره لور یا زوی، توړۍ، ترور او نور لیری کسانو سره) لری.
څېړونکی وایی: “ښایی چې د ژنټیکی ورته والی دغه کچه په سترګو ونه لیدل شی خو د ژنټیک په علم کې  ۱٪ سلنه ډېره جګه کچه ګڼل کیږی او کولای شو ووایو چې موږ انسانان دا پیاوړتیا لرو چې خپل ملګری داسې کسان وټاکو کوم چې زموږ له نږدې خپلوانو سره ورته والی ولری”.
که څه هم په دغو کسانو کې د توافق او ورته والی زیاته کچه د بویولو ( شامعې) د حس په اړوند ښکاره شوې ده خو څېړونکو په دغه برخه کې بیا هم یو شمیر توپیرونه موندلی دی، د بېلګې په ډول؛ “هغه کسان چې له یو بل سره ملګری دی د ناروغیو د بېلابیلو عواملو پر وړاندې د ځان ساتنې (مدافع) بېل بېل سیسټمونه لری چې دا مسله هم څېړونکو او علمی کارپوهانو ته ګټوره ده ځکه هغه کسان چې د ناروغیو په وړاندې نه پاریدونکی وی په دې ډله کسانو کې د ناروغیو د خپراوی احتمال هم راټیټیږی.

یادښت: دا لیکنه ژباړل شوې ده.

ستاسو نظر