ساینس

هغه څوک چې سګرټ څکوی ژر ځانوژنه کوی!

د واشنګټن پوهنتون څېړونکی وایی هغه څوک چې له نیکوتین څخه کار اخلی یو اروایی اختلال (ګډوډی) یې په وجود کې ډېرېږی او همدا اختلال یې مرګ ته ورکاږی او ویلی دی چې، سګرټیان نظر نورو خلکو ته زر ځان وژنی او لامل یې هم دا څېړونکی په سګرټو کې شته کیمیاوی مواد بولی.
پخوا هم څېړنو دا خبره کړې وه، چې سګرټیان د ځان وژنی لپاره میلان لری، خو په هغه وخت کې یې لامل روږتیا ښودل کېده، خو اوس څېړنې ښیی، چې په سګرټو که شته نیکوتین د دې لامل ګرځی، چې اروایی اختلال ګړندی او شخص ځان وژنې ته اړ کړی.
یوې بلې څېړنیزې ډلې هم د امریکا په یو شمیر ایالاتونو کې یوه څېړنه ترسره کړې وه او د هغو ایالاتونو ځان وژنه یې کمه وښوده د کومو، چې د سګرټ کارونه په کې کمه وه په ځانګړی ډول د هغو ځایونو وژنه چې د سګرټو څکول په کې منع شوی و او په هغو سیمو کې چې د امریکا دولت له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۴ کلونو د دخنیاتو مالیې ډېرې کړی وې او په عامه ځایونو کې یې د سګرټ کارونه پرې منع کړې و، ۱۵ په سلو کې نظر نورې امریکا ته د ځان وژنې کچه راټیټه شوې وه.
له هغه وروسته د امریکا د متحده ایالتونو د نیویارک، ایلینویز او کلیفورنیا د ښارونو په عامه ځایونو کې د سګرټو څکول منع شول.
دا پایلې همدا راز د دې لامل شوې چې د امریکا دولت بېلابېل سیاستونه غوره کړی د بېلګې په ډول مالیې لوړې کړی، په عامه ځایونو کې یې د سګرټ څکول منع کړی او وخت یې هم محدود کړی. اوس اوس امریکایان په دې فکر کوی، چې نور څه وکړی. چې د سګرټو په سر بندیزونه وضعه کړی تر څو د امریکایانو جسمی او اروایی روغتیا ته یې یو کار کړی وی.
د دې څېړنې نورې پایلې په (Nicotine & Tobacco Research) مجله کې هم لوستلی شئ.

ستاسو نظر