ساینس

اسحاق نیوټن

یادښت: که څه هم نیوټن یو ساینسپوه و، خو د نوموړي افکارو د علومو پر ډیرو برخو اغیز کړی دی. نوموړي ته په خپل وخت کې طبیعي فیلسوف ویل شوی دی. افکارو يې د اتلسمې پېړۍ د روڼ اندۍ پر پړاو خورا اغیز درلود. مونږ د نوموړي افکار که څه هم په نننۍ مانا فلسفي افکار نه ګڼل کېږي، په دې پار راخلو چې ښايي د (زه) په وده کې راسره مرسته وکړي.

د نیوټن بشپړنوم سراسحاق نیوټن Sir Isaac Newton دی. نوموړی یو انګریز فزیک پوه او ریاضي پوه و، چې په خپل وخت کې د طبیعي فیلسوف په نامه یادید. دی د اوسنۍ میلادي کالهیندارې له مخې پر( ۴ جنوري ۱۶۴۳) زیږیدلی او پر (۲۰ مارچ ۱۷۲۶ز(؟) مړ شویدی.

دی د نړۍ اغیزمنترین ساینسپوه او په ساینټېفیک انقلاب کې کلیدي څیره ګڼل کیږي.د نوموړي مشهور کتاب( د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصولو) Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica چې په ۱۶۸۷ کې خپور شوی، د کلاسیکي ماشینیاتو بنسټ کېښود. نوموړي په رڼاپوههoptics کې نوښتانه لاسته راوړنې درلودې. نیوټن لومړنی عملي منعکسوونکی ټیلیسکوپ جوړ کړ. د رنګ تیوري Theory of colour یې رامنځته کړه او د سړښت تجربي قانونempirical law of cooling یې واوډه. همداشان په فزیک او ریاضي کې ډیرې نورې لاسته راوړنې هم لري.
ترریاضيپوهې ورهاخوا نوموړي د انجیلي پېښو او زړې کیميا( ۱۱۰۰م نه تر ۱۵۰۰م پورې کیمیا) څيړنې ته هم ډیر وخت ایستلی و. او د انجیل ادبي او سمبولیک تعبیر په اړه يې هم لیکنې کړې دي. خو په دې برخو کې يې اثار تر مړینې ډیرمهال وروسته چاپ شول. د یو روایت له مخې نوموړي د انجیلي روایتونو له مخې د قیامت په اړه ویلي ول، چې قیامت تر ۲۰۶۰م کاله پورې نه کیږي.

نیوټن د خپل پلار له مړینې درې میاشتې وروسته وزیږید. د نوموړي پلار یو شتمن دهقان و او هغه هم اسحاق نیوټن نومید. نوموړی تر خپل وخت دمخه زیږیدلی و او د روایتونو له مخې دومره خام او کوچنی و چې په یو واړه جام کې ځايید. کله چې نیوټن د درې کالو شو نو مور یې بل وداه وکړ او له خپل نوي خاوند سره اوسیده. تر واده وروسته يې نیوټن خپلې مور ته پرېښود او له هغې وروسته به نیوټن له خپلې نیا سره اوسید. خو د نیوټن خپل پلندر نه خوښید او د نوموړي له امله، له خپلې مور سره هم بد و. د نیوټن مور له دویم خاوند څخه درې بچیان درلودل. کله چې د نیوټن د مور دویم خاوند هم مړ شو، نو نوموړې کوښښ وکړ، چې نیوټن له ښوونځي څخه وباسي او دهقاني پرې وکړي، خو د نیوټن د استاد په مشوره نیوټن بېرته په ښوونځي کې شامل شو.

که څه هم ویل کیږي چې نیوټن یو ځل کوژده کړې وه، خو هیڅکله يې هم واده ونکړ. فرانسوی لیکوال او فیلسوف ولټایر چې ویل کیږي د نیوټن د جنازې پرمهال په لندن کې و، وايي: نوموړی هیڅ د نفساني خواهشاتو په غم کې نه و او د انساني کمزوریو تر شرایطو لاندې نه راتلو او له میرمنو سره يې هیڅ راکړه ورکړه نه کوله، – دا هغه حالت و چې ما ته د هغه ډاکتر او جراح لخوا چې په وروستیو شیبو کې ورغلي ول، وویل شول.

دا چې نیوټن باکرمړ شوی، په دې اړه یو شمېر پوهان شک کوي. داسې لیکونه شته چې نیوټن د سویس له ریاضیپوهې Nicolas Fatio de Duillier سره نژدې ملګرتیا درلوده. له نوموړې سره په لندن کې په شاوخوا ۱۶۹۰ کې مخامخ شوی و. خو د دوی ملګرتیا په ۱۶۹۳ کې بې له وضاحت څخه پای ته ورسیده. د دوی ځیني لیکونه پاتې دي.

ویل کیږي چې نیوټن په وروستیو وختونو کې عصبي ستونزه پیدا کړې وه او خپلو ملګرو: سمویل پیپس Samuel Pepys او جان لاک ته یې ډیراتهامي لیکونه استول. نوموړی پر جان لاک تورپورې کاو چې (( غوښتل یې ماله مېرمنو سره یوځای کړي.))

مشهورانګریز شاعرالیګزنډر پاپ د نیوټن له نظریاتو په اغیز یو شعر کې داسې وايي:
Nature and nature’s laws lay hid in night;
God said “Let Newton be” and all was light.
ژباړه:
طبیعت او د طبیعت قوانین په شپه کې پټ ول،
خدای وویل:(( نیوټن دې راشي) او ټول روښان شول.

نیوټن په یو وروستي یادښت کې لیکلي:
(( زه نه پوهیږم چې زه به نړۍ ته څنګه ښکارم، خو خپل ځانته داسې هلک ښکارم لکه چې د سین پر غاړه لوبې کوي، او ځان تر عادي حالت ډیر، د یو هوارکاڼي یا يو ښکلي صدف پرموندنه خوشحالوي، دا په داسې حال کې ده چې د حقیقت لوی سمندر زما په وړاندې نالیدلی پروت دی.))
I do not know what I may appear to the world, but to myself I seem to have been only like a boy playing on the sea-shore, and diverting myself in now and then finding a smoother pebble or a prettier shell than ordinary, whilst the great ocean of truth lay all undiscovered before me.

دا نیوټن و چې ویل يې نړۍ پر طبیعي او معقول ډول د پوهیدو وړ قوانیو ولاړ ده. دا نظر د اروپايي روڼ اندې ایډیالوژۍ زړی وګرځید. ولټایر او جان لاک د طبیعي قانون نظرپه سیاسي نظامونو کې د فطري حقونو لپاره وکارول.
همداشان د طبیعي قانون له تصوراتو نه په اقتصاد، ساپوهنه، ټولنپوهنه او نورو علومو کې هم ګټه پورته کړل شوه.
نیوټن د حرکت او عمومي کښښ قوې قوانین واوډل. د نوموړي دفزیکي نړۍ نظر تر هغه وروسته درې پیړۍ د ساینسپوهانو پرفکر واکمني کوله. نوموړی اوس هم د اینسټاین تر څنګ د نړۍ لوی ساینسپوه ګڼل کیږي او پوهان یې اوس هم کارونو او لاسته راوړنو ته په درنه سترګه ګوري. (پای)

ستاسو نظر