ساینس

د مور ژنټیک کولای شی همجنسګرا ماشوم وزیږوی

د ژنټیک څېړونکو د یوې تازه څېړنې په اساس ښکاره شوې چې د مور ژنټیک د ماشوم ېه جنسی غوښتنو اغېزه کوی. دا په داسې حال کې ده چې یاده څېړنه په احتمالی ډول د همجنسګرایی په ژنټیکیتوب نظریه باندې د څېړونکو له تېرې یوې لسیزې مناقشې او شخړې سره مرسته کولای شی.
Y, X: کروموزوم د یوې اوږدې رشتې په ډول هغه مالیکولونه دی چې د ارګانیزم یو ژنټیکی دستورالعمل رانغاړی. په ټوله کی انسان ۲۳ جوړې کروموزومونه لری چې له دې جنسی کروموزومونو له جملې څخه یو X کروموزوم او بل یې Y کروموزوم دی. مونث (ښځینه) جنس دو X کروموزوم لری او مذکر (نارینه) جنس یو X او یو Y کروموزوم لری.
که څه هم ښځینه جنس د دوه X کروموزومونو درلودونکی دی خو په دې کې یو X کروموزوم فعال دی او دویم X کروموزوم د میتلاسیون ۵ په عملیې که غیر فعاله کېږی. دا ځکه چې که په مونث جنس کې یو X کروموزوم غیر فعاله نشی، ژنټیکی ماده یې زیاتیږی او په بدن کې اضافی ضرر لرونکی پروتین تولیدوی.
ستر توپیر: معمولآ د مونث جنس د X کروموزوم غیر فعاله کېدل په اتفاقی ډول رامنځته کېږی: د ښځې د نیم بدن سولولونو یو x کروموزم غیر فعاله دی، په داسې حال کې چې په نورو سلولونو کې بیا بل X کروموزوم غیر فعاله دی.
څېړونکی په دې وروستیو مطالعاتو کې د هغو میندو چې حد اقل دوه همجنسګرا ماشومان یې درلودل ۴۲ سلوله وڅېړل او پیدا یې کړه چې یو پر څلور ښځو متفاوته عکس العمل ښود.
(بوکلانت) یوې خبری سر چینې( Live Science)  ته وویل: “د څېړنې په لړ کې مو چې هر سلول په جلا ډول مطالعه کړ دغو ټولو ښځو یو مشابه غیر فعاله X کروموزوم درلود چې دا عادی مسله نه ده.”
همدا راز په سلو کې ۴ فیصده میندې چې همجنسګرا ماشومان یې نه درلودل او په سلو کې یوازې ۱۳ فیصده میندو چې یو همجنسګرا ماشوم یې درلود د توازن او یووالی نشتون په ښکاره ډول پکې و.
بوکلانت وایی: “موږ فکر کوو چې د x په دې کروموزوم کې یو یا تر یو زیات ژنونه موجود دی چې ددې میندو د زامنو پر جنسی تمایلاتو یې تاثیر درلود.”
پرته له دې څخه نور کرموزومونه هم ونډه لری:
بوکلانت” له دې نه علاوه هم، د مذکر (نارینه) جنس ټول هغه انسانی ژنوم هم څېړلی دی چې دوه او یا تر دوو زیات همجنسګرا ورونه یې لرل. د څېړنی په لړ کې څېړونکو وموندل چې د  DNA د حرکت او فعالیت امتداد د دریو کروموزومونو یانې ۷، ۸ او ۱۰ کروموزوم پر مخ باندې یو ډول دی او په ۶۰ سلنه همجنسګرا ورونو کې ثابته شوې ده.
څېړنې همدا شان ښکاره کړه چې میندې په غیر معمول ډول د خپلو ماشومانو د جنسی میلان او غوښتنو په برخه کې ډېره ستره وڼډه لری، دا په داسې حال کې ویل کیږی چې د لسمې شمېرې کروموزوم یوازې هغه وخت د همجنسګرایۍ نښې څرګندوی چې ماشوم له مور څخه په ارث اخیستی وی نه له پلار څخه.
بوکلانت وایی: “موږ فکر کړو چې نارینه همجنسګرایان هغه څوک دی چې، د x کروموزم همجنسګرا و اوسی، همدا ډول د اووم کروموزم همجنسګرا خلک، د لسم کروموزم همجنسګرا خلک او یا هم ددې مواردو له ترکیب څخه یو وی.”
د بوکلانت په اند: که څه هم په دې لاره کې زیات شمیر خنډونه شته د بېلګې په ډول مذهبی مشران او داسې نور… خو دا ستونزې هیڅ کله باید د پوهانو او څېړونکو د اندیښنو سبب  ونه ګرځی تر څو دوی ونشی کولای یو شمیر اساسی پوښتنې مطرح کړی. د مثال په توګه چې آیا همجنسګرایی ژنټیکی سرچینه لری که نه؟
بوکلانت معتقد دی: کله چې وکولای شو دغه بدلونونه په جنسی میلان او غوښتنو کې رامنځته کړو نو کولای شو چې شخصیتی او فزیکی ځانګړنې لکه  هوښ او ځینی نور خاص استعدادونو ته هم تغییر ورکړو او دا څه کېدونکی دی.
خو د دغو مسایلو د تر سره کولو څخه پرته، د نوموړی څېړونکی په اند: دا یوه طبی پوښتنه نه ده بلکې د ټولنې په سطح باید د دې پوښتنې په اړه تصمیم ونیول شی.

یادښت: دا لیکنه ژباړه ده.

ستاسو نظر