ساینس

جوړې (ښځه او مېړه) سره ورته ژنونه لری!

د یوې تازه څېړنې پایلې چې په امریکا کې د جوړو ( ښځې او مېړه) د ژنټیکې جوړښت په اړه تر سره شوې ده؛ ښیی چې نه یوازې مذهب ، عمر، سیمیه ییز اړخ، د بدن ډولونه او زده کړې د ښځې او مېړه پر اړیکو اغېزه لری بلکه ژنټیکی ورته والی هم په دې برخه کې ستر رول لوبوی.
په ټوله کې انسانان د ګډ ژوند ملګری د کومو ځانګړتیاو له مخې غوره کوی …؟
څرنګه کولای شو له هغه چا سره چې زموږ پیژندګلوی شوې، آیا د دې وړتیا لری چې د ژوند ملګری مو وی…؟
مانوس څیزونه، ګټور لامل! موږ تر ډېره بریده هغه کسان د ګډ ژوند او واده کولو لپاره ټاکو، کوم چې ګډ څیزونه مو سره زیات وی.
عمر ، د بدن ډولونه او لوړې زده کړې له هغو فاکتورنو څخه دی چې زموږ د ګډ ژوند د ملګری د غوره کولو په برخه کې ډېره اغیزه کوی.
خو اوس په دې شمیر لاملونو کې یو بل فاکتور هم زیاتیږی چی ژنټیکی جوړښت دی او دا د هغې څېړنې پایله ده چې د نیویارک د پوهنتون څېړونکو تر سره کړې. د دې څېړنې مدیریت او مشر توب د بنیامین دومینګ پر غاړه و چې د څېړنې پایله یی د (Proceeding of the National Academy of Science)  په خپرونه کې خپره شوې ده.
نوموړو څېړونکو د ۸۲۵ جوړو (ښځې او مېړه) ژنټیکی اړخ څېړلی او د دې لپاره چې وکولای شی د لوړو زده کړو د اغېزې ارزښت هم پرتله کړی، په څېړنه کې یې د ګډون کوونکو د زده کړې کچه هم مالومه کړې.
څېړونکی دې پایلې ته رسیدلی چې د دوو کسانو په منځ کې د مینې او غوښتلو احساس چې د سره ورته ژنونو له وجې را منځ ته کېږی، د دې جذبې یو پر درېیمه ۱/۳ برخه د لوړو زده کړو د کچې سره د ورته والی په اساس را مینځ ته کېږی.
په دې څېړنه کې ۱۶۵۰ کسانو چې امریکایی او اروپایی نژاد وو، وڼډه اخیستې وه.
بنیا مین دومینګ په دې اړه وایی: “که څه هم ګډون کوونکی له یوه نژاده وو، خو هغه کسان چې ژنټیکی جوړښت یې سره ورته وو، د نورو په پرتله به له یو بل سره زیات اوسېدل.”
د باندنیو ځانګړتیاو اغېزه: د څېړونکو په اند؛ په احتمالی ډول انسان د خپل ګډ ژوند ملګری د باندنیو ځانګړتیاو له مخې غوره کوی او دا ځانګړتیاوې په ژنټیکی جوړښت کې هم ځان ښیی.
دومینګ زیاتوی: “جګ خلک د جګې ونې (قد) خلک غوره کوی او د دوی د ونې (قد) جګوالی په ژنټیکی جوړښت کې هم سره ورته دی.”
اما دا ستونزمن کار دی چې ووایو، زموږ په ټاکلو کې کوم عامل لومړی اغېزه کړې؟، آیا دا غوره کول د ژنټیکی جوړښت له وجې دی که د باندنیو ځانګړتیاو له کبله…؟
له دې سر بېره یو شمیر نورې پوښتنې بې ځوابه دی. د بېلګې په ډول: دا چې آیا ژنټیکی یووالی د بېلا بېلو سیمو په خلکو کې یو شان اغېزه کوی؟ او یا د دې څېړنې پایله او لاسته راوړنې په همجنسګرا جوړو کې هم همدا ډول دی؟ دا لا روښانه شوې نه ده.

یادښت: دا لیکنه ژباړل شوې ده.

ستاسو نظر