د جنګ اختصاصي پاڼه ساینس

د انسان ژینټیکې جوړښت او تاوتریخوالی

لیک: ډاکتر سیف الرحمن

ډېره پخوا دا خبره ثابته شوې چې ټول ژوندي موجودات (که ونې دي، که بوټي،که انسانان دي او که ځناور او حتا که واړه واړه میکروبونه دي چې هیڅ په سترګو نه لیدل کیږي) ټول د یو ډول ډېرو وړو – وړو واحدونو یا حجرو (Cells) څخه جوړ شوي دي. په دې ژویو کې ځينې ډېر واړه ژوي  داسې دي چې یوازې او یوازې له یوې حجرې جوړ دي مګر بل خوا غټ ژوندي شیان بیا له ډېرو زیاتو حجرو (Cells) څخه تشکیل شوي دي.

هره حجره  په عمومي توګه د خپل جوړښت له نظره یو څو مهمې برخې لري چې له هغې جملې څخه یوه مهمه برخه د حجرې هسته بلل کېږي او دا ځکه چې په هسته کې د حجرې جنيټکې مواد (Genetic Material) شته دي چې د حجرې ټول فعالیتونه او خصلتونه اداره کوي.

دغه جنیټکې مواد له  یو ډول خاص هسټون او نیوکلیک اسیډ (Nuclicacid) څخه جوړ شوي دي. نیوکلیک اسیډ په اصل کې هغه مالیکولونه دي چې د يوې پټې په ډول له یو بل سره یوځای کیږي او عمومآ ورته DNA یا (Dioxin Ribonuclicasid) وايي. د ډي این اې  (DNA) پر دې پټۍ باندې ځای په ځای له سلګونو واخله تر زرګونو جینونه (Genes) واقع دي او په اصل کې همدا جینونه دي چې د انسان په شمول د ټولو ژویو ټول فعالیتونه او خصلتونه په مکمل ډول کنټرولوي او اداره کوي. د مثال په ډول؛ د ژویو قد، رنګ او د وجود د ټولو غړو جوړښت یانې کله چې له شنه  سترګي مور و پلار څخه اولاد پیدا کیږي نو د ماشومانو سترګې یې هم شنې وي او د دې غټه وجه هغه جین دی چې د دې ماشومانو په مور او پلار کې موجود وو او د هغو او د هغوی د مور او پلار سترګو ته یې شین رنګ ورکړی و. همدارنګه د قد د لوړېدو لپاره د انسان په DNA کې لږ تر لږه پنځوس جینونه دا دنده پر غاړه لري او که  دغه ټاکلي جینونه په خپل وخت خپله دنده تر سره نه کړي نو د انسان قد ټیټ راځي. همدا شان د تورو ویښتانو په خلکو کې هغه جینونه ډیر فعاله وي چې ویښتانو ته تور رنګ ورکوي.

د ساینس پوهانو په آند د هر انسان په DNA کې تقریبآ شاوخوا دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) جینونه شته دي او دغه جینونه د انسان له  لویېدو څخه واخله ټول فعالیتونه او خصلتونه رهبري کوي یانې په دوی کې ډېر جینونه د انسان د وجود د جوړښت او د مغزو (دماغو) په فعالیتونو کې فعاله ونډه اخلي.

نو کله چې ساینس پوهان پر دې حقیقت پوه شول چې په حقیقت کې همدا جینونه دي چې د ژوندیو شیانو ټول خصلتونه او فعالیتونه اداره کوي نو څېړونکې او جین پوهان دې سوچ او فکر ته اړ شول  چې د هغو انسانانو او ځناورو په اړه په ساینسي بنیادونو ژورې څېړنې او پلټنې وکړي چې د عامو خلکو په نسبت ژر په غوصه کیږي او حتا ډېری وختونه د تشدد او تاوترخوالي خوا ته مخه کوي. د دې څیړنو په ترڅ کې یو دا ستر حقیقت په ډاګه شو چې د ښځو په نسبت نارینه ډېر ژر تشدد او تاوتریخوالي ته لاس اچوي.

په همدې څېړنه کې دا حقیقت هم را څرګند شو چې د تاوتریخوالي پېښې د زړو خلکو په نسبت په ځوانانو کې ډېرې لیدل کیږي.

د مثال په توګه؛ د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه څېړنه ترسره شوه چې له مخې یې په ۲۰۰۲ کال کې ۹۰۱۵ نارینه وګړي د قتل په تور ونیول شول او د دې په مقابل کې یوازې ۱۰۹۲ ښځې په دې تور ونیول شوې. همدارنګه ۱۹۸۸۴ نارینه وګړي د جنسي تیري په تور ګرفتار کړای شول مګر د همدې قضيی په تور یوازې ۲۷۸ ښځې د جنسي تیري په تور ونیول شوې. پر دې سربېره یوازې د غلا په تور ۶۹۳۶۹ سړي په همدې کال کې ګرفتار شوي وو چې په دې جرم کې هم د ښځو شمیره د نارینه و په پرتله ډیره کمه وه یانې فقط ۷۹۷۳ ښځې د غلا کولو په تور نیول شوې وې نو د دې څېړنې له مخې دا خبره جوته شوه چې نارینه د ښځو په نسبت ۵ چنده زیات په جرمونو او تاوتریخوالي کې لاس لري.

یوه بله ساینسي څېړنه چې په ۱۹۹۳ کال کې دBrunner  او د هغه د همکارانو لخوا ترسره شوه، دا څېړنه تر مخکنۍ څېړنې ډېره مهمه وه ځکه چې دې څېړنې  د انسان د جنیټیکې جوړښت، جنسي تیري او تاوتریخوالي د تړاو د موندنې په موخه ترسره شوه. په دې څېړنه کې  په هغو خلکو کې چې ډېر ژر غوسه کېږي لږ تر لږه درې داسې جینونه موندل شوي چې د هغو خلکو له  درې جینونه سره توپیر لري چې ژر نه په غوسه کېږي او له  تاوتریخوالي څخه ځان ژغوري. دا جینونه چې دمونوامین اکسایډیز Monoamine Oxides  (MAOA)، ډوپامین ټرانسپورټر-۱ (Dopamine transporter-1) او د ډوپامین ریپیټرډي -۲(Dopamine Receptor-2)  په نومو نومول شوي دي. په هغو نارینه وګړو کې لیدل شوي چې ژر په غوصه کیږي،جنسي تیری کوي او د تاوتریخوالي خواته مخه کوي او له همدي کبله ځینې ساینس پوهان اوس دې جینو ته جرمي جینونه (Criminal Genes) وایي،خو دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده  چې دا پېښې عموما په هغو ځوانو هلکانو کې تر سترګو شوي چې تر ډېر فشار لاندې ژوند کوي او کورنۍ ستونزې، په ښوونځي کې پرله  پسې ناکامېدل او کم شهرت ولري، نو دلته موږ ويلای شو چې نه یوازې مخصوص جینونه بلکې چاپیریال هم د انسانانو د تاوتریخوالي او غیر مهذب خصلت سره ډېر تړاو لري.

د مونو اکسایډیز –A  جین په اصل کې یو خاص قسم نیورو ټرانسمیټر  (Nauru Transmitter)چې Serotonin  نومیږي په میتابولیزم یانې په تولید، اخراج او پرچه کېدو کې ډېر مهم رول لري، سیروتونین هغه نیورو ترانسمیټر دي  چې د انسان له  تاوتریخوالي سره  ډېره نژدې اړیکه لري ځکه چې د Serotonin لوړ مقدار خلک د سړو مغزو خاوندان وي او پوره خوب کوي مګر د دې برعکس هغه خلک چې د Serotonin  ټیټ مقدار لري ډېر ژر غوصه کېږي او عموما خوب یې هم تر نورو کم وي. که څه هم دSerotonin  ټیټ مقدار له چاپیریال سره هم اړیکه لري مګر له  یوې بلې څیړنې څخه په ۲۰۰۵ کال کې دا خبره جوته شوې ده چې  د serotonin  مقدار زیاتره  له  جینیټکې جوړښت سره نژدې  تړاو لري.

که څه هم تاوتریخوالی په جینونو پورې اړه لري خو چاپیریال او له چاپېریال نه زده کړه او د انساني اړتیاو نه پوره کېدل هم په تاوتریخوالي کې اساسي رول لري. نو یوه مهمه خبره او سپارښتنه چې زه یې دلته اړینه بولم هغه دا چې افغانستان نوی له  جنګ او جدل څخه راوتلی هېواد دی نو، میندو ، پلرونو او ښوونکو ته پکار ده چې د خپلو اولادونو  ښې روزنې ته جدي توجه وکړي چې وکولای  شو د خپل راتلونکي نسل ښه پالنه وکړو.

(پای)

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې چاپ او خپره شوې ده.

ستاسو نظر