ساینس

ژنونه د خلکو سیمه ییز نژاد را سپړی

په دې ورستیو کې څېړونکی دې پایلې ته رسیدلی چې د ژن له مخې کولای شو په ډېره دقیقه توګه د انسان سیمه ییز اصلیت مالوم کړو.
له دې څېړنې څخه د مجرمینو د پېژندلو او همدا راز د کورنی اصلیت د مالومولو لپاره کار اخیستل کېږی.
د نړیوالو څېړونکو یوې ډلې د بریتانیا په شفلید پوهنتون کې داسې پروګرام جوړه کړی چې له لارې یې کولای شی دا څېړنه تر سره کړی.
اران الهایک او یو شمېر نورو څېړونکو د بریتانیا د Nature communication  په علمی مجله کې د یادې څېړنې پایلې خپرې کړی.
د څېړنې پایلې ښیی چې د خلکو د ژنټیکی صفاتو د وړاندوینو سرچینه ۴۰ زره موتاسیون (هغه ژنټیکی تغیر دی چې د یو ډول کسانو زیستی صفات بدلوی) دی چې په دې اساس د جمعیتونو ۱۰۰ ډلې پکې موجودې دی او د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوی. په دې اړه ژنټیکی څېړنې په ۶۱۵ انسانانو تر سره شوی دی چې هر یو یی له یوې بېلې قومی ډلې سره تړاو درلود او په یوې خاصې جغرافیایی سیمه کې یې ژوند کاوه. څېړونکی وتوانېدل چې پر ژنونو د څېړنې له تر سر کولو څخه وروسته د دغو کسانو سیمه ییز اشتراک او ګډ څیزونه مالوم کړی.
د دې څېړنې د ګډونکونکو په اړه سیمه ییز اشتراک؛ لکه د بریتانیا د غربی سیمې د ساردین جزیرې اوسیدونکی چې حتی ۱۵۰ کیلومتره ښکاره شوی او څېړونکی هغه ډله ییز ودونه چې د خلکو په منځ کې تر سره کېږی د دې لامل ګڼی.
اما په هغو کسانو کې چې ژوند یې له بېلا بېلو مهاجرتونو سره مخامخ وی، د سیمه ییز اصلیت د کچې مالومول ستونزمن کار دی.
د دې پروژې څېړونکی زیاتوی چې د سیمه ییز اصلیت د تشخیص کچه د ایران او سعودی عربستان په مهاجرینو کې چې په کویټ کې ژوند کوی یوازې ۵۰ سلنه ده.
یاده کچه د هغو مهاجرینو په اړه هم ښکاره شوې چې په آلمان کې ژوند کوی.
څېړونکی په دې اند دی چې د څېړنو په راتلونکی پړاو کې به د جمعیت د لویوالی، د خلکو د جغرافیایی سیمو او همدا راز د چاپیریال د مناسبو شرایطو په اړه څېړنې تر سره شی.

یادښت: دا لیکنه ژباړل شوې ده.

ستاسو نظر