ساینس

له مصنوعی رحم څخه لومړنی ماشوم نړۍ ته راغی

د طب په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره په سویډن کې یوه مېرمن د یو پیوند شوی رحم په درلودلو سره د بچی خاونده شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د سویډن د ګوتنبرګ پوهنتون ډاکټران له پیوند شوی رحم څخه په بریالی ډول د ماشوم زیږون، نورو مېرمنو ته د خوشحالۍ او هیلو څخه ډک خبر ګڼی.
دا ۳۶ کلنه مېرمن چې له رحم پرته نړۍ ته راغلې وه اوسنۍ پیوند شوی رحم یې له یوې ملګرې چې ۶۰ کلنه وه تر لاسه کړی دی.
د بریتانیا هیواد د «لانست » خبریال د رپوت له مخې دا ماشوم یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لری او د امیدوارۍ له معین وخت ( له ۹ میاشتو) څخه د مخه د روان میلادی کال د سپتامبر په میاشت کی نړی ته راغی.
نوموړې مېرمن د هغو ۹ ښځو له ډلې څخه وه چې په سویډن کی د یوې تجربی څېړنې په لړ کې پر دوی د پیوند شوی رحم عملیات تر سره شول.
او ویل کېږی چې په دغو مېرمنو کې ۲ نورې مېرمنې هم امیدوارې دی.
له هیلو ډک خبر…!
د ډاکټرانو د وینا له مخې، د ماشوم د مور تخمدانونه فعاله دی چې په لومړۍ مرحله کې  د مصنوعی القاح له لارې یې یولس بې ودې ماشومان یا جنین (رویان) وزېږول او د هېڅ یوه صحی حالت د منلو وړ نه و، جسمی حجرې یې را ټولې او وچې شوې وې.
وروسته تر دې د پیوند شوی رحم عملیات د ګوتنبرګ پوهنتون د ډاکټرانو په مرسته تر سره شول.
د پیوند شوی رحم درلودونکې مېرمن ۷ کاله مخکې د مور نه کېدنې (عقامت) دورې ته رسېدلې وه او له عملیاتو  څخه یو کال وروسته ډاکټرانو اعلان وکړ چې دوی چمتو دی د هغه  یولسو ضایع شویو جنین څخه یو د دې مېرمنې په رحم کې وکری چې دا کار په بریالیتوب سره تر سره شو او وروسته له دې د امیدوارۍ وخت را ورسید. ماشوم د امیدوارۍ له مرحلې ۳۲ اونۍ وروسته د یو شمیر ستونزو له کبله چې مور او ماشوم ور سره مخ شول، له ۹ میاشتو (۴۰ اونۍ) مخکې نړۍ ته راغی.
ډاکټران وایی چې د مور او ماشوم د دواړو صحی حالت اوس ښه دی.
له دې څخه مخکې هم دوه ځلې د پیوندی رحم عملیات تر سره شوی و خو په لومړی ځل کې رحم له ستونزو سره مخامخ شو او ډاکټران دې ته مجبور شول چې وروسته له ۳ میاشتو رحم بېرته وباسی او په دویم ځل کې امیدواری د جنین له سقط یا ضایع کېدلو سره مخ شوه.
په پای کې ډاکټران وایی چې د لومړی ځل لپاره له پیوند شوی رحم څخه په بریالیتوب سره د ماشوم زېږیدل، د هغو مېرمنو لپاره د خوشحالی خبر دی چې د سرطانی ناروغیو له کبله یې رحم له لاسه ورکری وی او یا هم له رحم پرته نړۍ ته راغلی وی او نه شی کولای د بچیو خاونده شی.

ستاسو نظر