ساینس

ځوانېدا هم اختیاری شوه

نوې ساینسی څیړنې ښیی که چېرې د زړو موږکانو وینه د ځوانو موږکانو په وینه بدله شی، نو د دې تجربې له سمې ثابتېدا سره به انسان هم کولای شی چې ځوان پاتې شی.
څېړنه وړاندې زیاتوی او ښیی که چېرې د موږکانو وینه بدله شی، نو د دوی په ذهنی او جسمانی ځواک ته پیاړتیا وربښلی شی. د امریکایی سائنس پوهانو څېړنې چې د دریو تجربو په مرسته یې ترسره کړی دی، روښانوی، چې له دې عمل څخه نه یوازې حیواناتو ته ګټه رسیدلی شی، بلکې هر څوک ترې ګټه پورته کولای شی او ځان لافانی کولای شی. دا لویه کړنه تر دې بریده اړینه ده، چې خلک به لافانی کړی، دا کار تر ډېره بریده د انسان له پیدایښت وروسته انسان دې ته هڅولی دی، چې ځان لافانی کړی. نو اوس باید د ډارن فطری انتخاب ته په تمه نشو بلکې اوس د وینو بانک کولای شی، چې عمرونه زرګونو کالو ته ورسوی.
پخوانیو پادریانو او پاچاهانو به هم دا نظریه ورکوله، چې د ځوانې پیغلې یا ځوان وینه د څکلو په وسیله انسان کولای شی، چې خپل عمر زیات کړی او د جنګ په ډګر کې ښه وځلیږی. خو د دوی دې خبرو هیڅ ډول سائنسی اساس نه درلود. خو نن مالومه شوه که چېرې زړو موږکو ته د ځوان موږک وینه ور انتقال شی، نو د دې موږک ژوند اوږدېلی شی، دا تکړه کېدلی شی او ذهنی کچه یې لوړېدلی شی. له دې کار سره به موږک داسې احساس کوی چې دی اوس پیدا شوې دی.
که څه هم د وینو تبدیلی یو طبی فعل دی، خو ولې غالب ګمان کېږی، چې له دې به هیڅ ډول ضرر رامنځته نشی. هغه وینه چې انسان ته پیاوړتیا وربښی د لوبغاړو له لورې ډېر ځله کارولی شوې ده. تر څو ځانونه ټکړه احساس کړی. د دې خبرې اټکل له دې هم کېدلی شی، چې کله د (Anaemic) ناروغانو ته وینه ورکول کیږی، نو دوی د دې کم ډول وینی څخه هم انارجی او د ښه والی احساس کوی.  څومره د حیرانی وړ خبره ده، چې په نړۍ کې په میلیونونو ځوانان ګرځی راګرځی، خو هیڅکله یې دا فکر ونه کړ، چې آیا دوی داسې کومه وسیله هم لری، چې ځانونه د تل لپاره ژوندې وساتی؟
د دې ډول کارونو امکانات تر ډېره بریده شونی دی، ولې چې له دې مخکې هم (stem-cell) ټیکنالوژی څیړنو د انسان په ژوند کې د جنس په مرسته د بدلون په راوړلو سره د پراخو بدلونونو اشارې ورکړی دی. په دومره لویه کچه بدلونونه د حیرانتیا وړ دی، خو ولې د دې ډول بدلونونو غندنه یوازې سخت دریزه عناصر کولای شی. خو ولې وخت به وښیی چې موږ په رښتیا وو. موږ د دې تر څنګ دا هم وایو، چې باید انسانی ارزښتونو ته هم درناوی وشی، چې له دې هدف څخه د خلکو هیلو او اخلاقیاتو ته هم احترام لرل دی.
دا چې د ناروغیو د مخنیوی پر ځای د انسان عمر اوږدوالی خبرې کیږی، کیدای شی دا کار ډېر وخت واخلی او د ځینو خلکو د ناخوښۍ علت هم وګرځی. دا هغه خنډ و چې بشری سائنس یې تل د مالومولو په زیار کې بوخت و. خو د سائنس لپاره هیڅ یو شی داسې نشته چې ناشونی وی. هغه شی چې بد ګڼې ولری، سائنس نه غواړی مداخله پکې وکړی. دا چې څه مو وویل، باید دې کار ته ښه راغلاست وویل شی. خو سخت دریزیو ته پکار ده، چې د دې پرضد غبرګون په دې خاطر ونه ښایی، چې دا د موږکانو د ژوند خبره ده.
د انسان ویب پاڼې نظر:
موږ پر سائنسی حقایقو کلک باور لرو او دا خبره په زغرده وایو، چې یوازینی سائنس دی، چې د متمدنی نړۍ باور ورکولای شی. البته دا خبره چې سائنس به انسان ته نور څه ورکړی، مالومه خبره ده چې ډېر څه ورکولای شی، خو داسې نه چې د مریضیو د کمولو په ځای د ګټې لاس  ته راوړلو لپاره ډول ډول ناروغۍ په شعوری توګه د اروپا له لابراتورونو وشیندلی شی، څنګه چې اروپا دا کار کوی، په پایله کې یې د درېیمی نړۍ غریب ولس ځورول کیږی او له منځه وړل کیږی.
موږ پر دې هم باور لرو، چې انسانیت هیڅ کله نه مری، خو د انسان د ژوندی ساتلو اړتیا شته، ولې دا باید د مالداره او بډای انسان لپاره د غریب انسان ژوند اخیستل نه وی، چې ممکن له یوې ناوړې بشری فاجعې سره مو مخ کړی، چې له دې لاسته راوړنې د داسې یوې مهمې اندېښنې څرک لږېدای شی.

ستاسو نظر