ساینس

د جنسی معتادانو پر مغز تر سره شوې څېړنه

ژباړه: شفیقه نېکزاد

لومړنۍ څېړنه چې په برتانیا کې د جنسی معتادانو د مغز په اړه تر سره شوې، ښکاره کوی چې د یادو کسانو د مغز ټولې چارې د نشه یی توکو د معتادانو د مغز  له فعالیتونو سره سمون خوری او یو ډول دی.

آیا انسانان کولای شی د سکس او پورنوګرافی فیلمو په لیدو سره معتاد شی؟ په دې اړه بېلابېلې نظریې ورکړل شوی دی.
په دې څېړنه کې د برتانیا د کمبریج پوهنتون څېړونکو د ۱۹ کسانو پر مغز چې د پورن د ویډیو او فیلم په لیدلو معتاد ول، څېړنه تر سره کړه.
د دغو کسانو مغزی سکن ښکاره کوی چې د پورن د لیدلو پر مهال د مغز هغه ریښې فعاله کیږی کوم چې د نشه یی توکو د معتادانو په مغز کې د نشی موادو په لیدو په فعالیت پیل کوی.
په دې څېړنه کې دوه داسې کسان هم وو چې د کار پر مهال د پورن د لیدو له کبله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې وې.
په دې کې څلور کسانو ویلی چې د پورن لیدلو یې، فاحشه خانو ته لاره ور خلاصه کړې ده.
د داسې کسانو ذهن په ډېر سخت ډول د جنسی چلن او افکارو په پردو کې را نغښتی دی، خو لا هم ښکاره نه ده چې آیا دقیقآ د سګرټی کسانو په څېر چې پر نیکوتین معتاد دی، دغه اشخاص هم د معتادانو له ډلې شمیرل کېږی او که نه؟
ځینی څېړونکی په دې باور دی چې د دغو کسانو ټولې کړنې او نښې نښانې د فکری – عملی وسواس په ناروغۍ او پر کنترولی اختلال د اخته کسانو سره یو ډول دی.
مغزی سکن
د کیمبریج پوهنتون څېړونکو، هغه تغیرات چې د پورن د لیدلو پر مهال په مغز کې رامنځته کیږی، د M.R.I په مرسته څېړلی دی.
دوی د هغه افرادو مغز چې جنسی اندېښنې یې درلودې له معمولی کسانو سره پرتله کړی. د څېړنې پایلې چې Plus one نشریې خپرې کړی، څرګندوی چې په دغه کسانو کې د مغز هغه ۳ سیمې ډېرې فعاله دی کوم چې د نشه یی توکو په معتادانو کې د نشه یې موادو په لیدو د دی سیمو حرکت زیاتیږی.
ډاکټر والری وون BBC ته په خپلو خبرو کې وویل: د هغو کسانو په اړه چې په یادې ناروغۍ اخته وی او په درلودلو یې ځوریږی، دا لومړنۍ جامع او هر اړخیزه څېړنه ده، خو فکر نه کوم چې په اوسنی پړاو کې وکولای شو ووایو چې دا کسان معتاد دی.
مېرمن وون زیاتوی؛ موږ نه پوهیږو چې د مغز د دغو سیمو د فعالیت د زیاتوالی لامل جنسی چلن او افکار دی؟ که نه ، دا یوازې د پورنوګرافۍ د لیدلو اغېزه ده؟ دې پوښتنو ته ځواب ورکول ستونزمن کار دی.
همدا راز ډاکټر وون د نشه یی موادو د اعتیاد په اړه وایی؛ هر څومره چې شخص ډېر ژر او په ټیټ عمر کې له نشه یی توکو سره مخامخ شی همدومره یې د اعتیاد او اخته کېدو ډار زیات دی.
اما دده په وینا چې تر اوسه داسې کوم شواهد نه دی ترلاسه شوی چې په نویو ځوانانو باندې د پورن تاثیر څومره دی.
په برېتانیا کې د جنسی وسوسو او اعتیاد د درملنې ټولنې مشره وایی؛ دروغ او خیانت او د جنسی اړیکې د ټینګولو لپاره د کافی میل نشتون، ټول د همدې ستونزې پایلې دی.
دروغ او خیانت
پائولا هال په برېتانیا کې د جنسی وسوسو او اعتیاد د درملنې د ټولنې مشره وایی چې،انټرنیټی شبکو په بې ساری ډول جنسی چلن اغېزمن کړی دی.
نوموړې BBC ته وویل: “هغه څه چې په اوس مهال کې یې موږ شاهدان یوو، د نارینه ځوانانو د هغې برخې زیاتوالی دی چې نشی کولای خپل نعوظ وساتی، ځکه د پورنوګرافی په لیدو یې جنسی اشتها له مینځه تللې او  د جنسی تحریک کچه یی دومره جګه شوې چې په ریښتنی ډول یو میرمن او یا هم خاوند نشی کولای د دوی جنسی غوښتنې پوره کړی.”
مېرمن هال زیاتوی؛ “د مېرمن او خاوند اړیکه له داسې پېښې په ډېر سخت ډول زیانمنه کېږی. دروغ او خیانت او  د جنسی اړیکو د غوښتنو نه شتون او د جنسی احساس نه درلودل؛ دا ټولې هغه نښې دی چې له دې ناروغۍ سره را منځته کېږی.”
خو بیا هم مېرمن هال وایی، دا به لا ژر وی چې دغه کسان معتاد وبولو.

ستاسو نظر