اصول او قواعد

اصول او قواعد

د بیاځلي خپراوي لارښود

د بیاځلي خپراوي لارښود که د انسان له موادو ګټه اخلئ او بل چېرې یې بیاځلي خپروئ، نو مهرباني وکړئ زموږ د بیاځلي خپرولو لارښودپاڼه ولولئ. لیکنې: ټولې هغه لیکنې چې په انسان کې خپریږي، تاسو یې کولای شئ د لیکوال، ژباړونکي، د انسان د نوم او لینک له ذکر کولو سره یو ځای په انلاین او یا هم چاپي ډول بیاځلي خپرې کړئ. مګر سوداګریزې موخې که لرئ، دا اجازه هغې ته جواز نه ورکوي. مقالې: انسان به یو شمېر اختصاصي مقالې هم خپروي. د هغوی بیا خپرول مخکې له دې چې له موږ سره اړیکه ونیول شي، جواز نه لري. پاډکاستونه او تصویرونه: ټول هغه غږیز او انځوریز تولید چې موږ خپاره کړي، بل چېرې یې د بیا خپراوي اجازه نشته. کتابونه: د کتاب د نشر په برخه کې موږ دوه الی درې ډوله خپرنیز توکي لرو. یو هغه کتابونه دي چې لومړی ناشر یې انسان دی، نو د دې کتابونو په برخه کې باید لومړی او تر هر څه له مخه له موږ سره اړیکه ونیسئ. بله برخه هغه کتابونه دي چې پخوا تر موږ خپاره شوي او موږ یې بیاځلي د یو مشخص طرزالعمل او اصولنامې په اساس خپروو، نو د دې کتابونو په اړه د بیاخپرولو په برخه کې معذرت غواړو. ځکه دا حق یوازې موږ اخیستی دی او د انتقال وړ نه دی. د کتابونو په برخه کې درېیمه برخه د یو شمېر کتابونو کتنې او ارزونې دي، دا برخې کولای شئ هم خپرې کړئ او هم یې په برخه کې مرسته وکړئ. زموږ له لوري کتابونو ته د کتنې لارښود وګورئ او له هغه وروسته همکاري پیل کړئ. غږیزې لیکنې او اختصاصي ویډیو ګانې: انسان به یو شمېر لیکنې په غږیز ډول او یو شمېر ویډیوي برنامې هم خپروي چې پرته له شکه د غږ په پیل کې به د انسان په اړه ویل کېږي، که دا غږونه او ویډیو ګانې په پوره ډول او له ټولو محتویاتو سره د بیاځلي خپرولو لپاره انتخابوئ نو لومړی باید اړیکه ونیسئ او که یې کومه برخه خپروئ، نو د دې کار لپاره هېڅ ډول اجازه او مفاهمه نشته.

د انلاین بحث لارښود

  1. دا په یاد ولرئ چې د انسان ټول لیکوال حقیقي خلک دي، نو لطفاً له دوی سره په احترام چلند وکړئ؛
  2. له موضوع سره تړلي واضح او مختصر ځوابونه ولیکئ. هغه تبصرې چې ربط ونه لري، له منځه وړل کېږي؛
  3. بښوونکي او مرستندوی اوسئ. دا عالي او غښتلي صفتونه دي؛
  4. هڅه وکړئ د دې پر ځای چې تکرار خبرې وکړئ، نوې نظریې او بحثونه پرانیزئ. که چېرې له هغو خبرو سره چې نورو ویلي وي، تاسو موافق یاست، ولې یې ملاتړ ونه کړئ؟
  5. مقدساتو ته له توهین او تحقیر څخه ډډه وکړئ؛
  6. د انسان په دې انلاین دنیا کې ممکن ګڼ افراد او ډلې داسې وي چې ستاسو له میل سره سمون ونه لري، نو افرادو او ګروپونو ته مضر او توهین کوونکي تبصرې منع دي. موږ د تحمل، زغم او یو بل منلو لپاره تر بل هر څه زیاته ژمنتیا لرو؛
  7. جنسیتي او بې‌بندوباره توکو خپرولو ته هېڅ اجازه نشته، هغه که تصویرونه، لیکنې، لینکونه او نور وي؛
  8. که تاسو په خپلو تبصرو کې له بل ځای څخه موضوعات کاپي او دلته پیسټ کوئ، او هغه موضوعات ځانګړي د کاپي رایټ اصولو د تطبیق غوښتونکي وي او تاسو یې مراعات نه کړئ، نو له دې کاره ډډه وکړئ؛
  9. زموږ اعظمي هڅه دا ده چې ویبپاڼه د علمي چلند او برخورد اصول ټولیز کړي نو؛ که مو په تبصرو کې علمي بې احترامي او عدم صداقت وي، نو د مهربانۍ له مخې یې مه لیکئ. بې احترامي او غیر اخلاقي علمي چلند سم نه
  10. که په انسان پورې یا یې هم په کومې برخې پورې غیر اصولي او بې مانا خبرې او له قهر او غوسې ډک چلند خپروئ او لیکئ، نو د دې پر ځای چې په تبصره کې یې ولیکئ، تر هر څه وړاندې یې له موږ سره شریک کړئ
  11. په تبصرو کې له سوداګریزو خبرتیاوو او غوښتنو ډډه وکړئ.که په تبصرو کې خپل شخصي آدرسونه لکه د تلیفون شمېره، ایمیل، د کور او یا کارځای پته او دې ته ورته مسایل لیکئ، نو اجازه نه لرئ. موږ جدي علاقه لرو چې دا یو تخصصي او علمي بحث ځای وي؛
  12. منفورې خبرې مه کوئ. موږ د نامشهورو او سنجیده خبرو ملاتړ کوو. مګر پر نورو بریدونه کول او نورو ته د جنسیت، نژاد، دین، مذهب، جنس، جنسیتي میل، او صحي ملاحظاتو له مخې متجاوزې تبصرې د زغم وړ نه دي؛
  13. که مو د انسان بل کارونکی په شخصي ډول تهدید کړ، تاسو به له ویبپاڼې څخه ویستل کېږئ؛
  14. د ویبپاڼې او زموږ د خپرونو په اړه چې ښه کار کوي، یا سم کار نه کوي، موږ ته نظر راکړئ. موږ غواړو پرې پوه شو.

غړیتوب:

انسان ویبپاڼه به ډېر ژر د نویو او تازه پروګرامونو په لړ کې په خپله وېبپاڼه باندې د بحث او خبرو ځانګړی ځای پرانیزي. د دې امکان په ترڅ کې به زموږ لوستونکي، اورېدونکي او لیدونکي د دې آزادي ولري چې د یو شمېر موضوعاتو اړوند له ویبپاڼې د مدیره پلاوي له لوري په طرح شویو پوښتنو کې برخه واخلي. د دې بحث فورم د ایجاد، ګټې اخیستنې او هلته د یو شمېر لارښونو په موخه موږ ځانګړی لارښود خپروو چې کولای شي زموږ د غړیو د حضور څرنګوالی وښيي. په انسان ویبپاڼه کې انلاین غړیتوب به د یو شمېر جدي، حساسو او مهمو بحثونو د خلق، تدوام او سنجیده ګۍ په ایجاد کې بې سارې ونډه واخلې. د دې امکان تر پیلېدو منتظر اوسئ

پورته لاړ شئ