ارواپوهنه د جنګ اختصاصي پاڼه ټولنه

انسان ولې جنګ کوي؟

تبصره:

جنګ یوه لرغونې پدیده ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې د بشري ټولنې پام ځان ته ورګرځولی. تاریخ یې د انسان له پيدایښت سره سم د قابیل د ورور په وژنه پيل شو. دا چې په دنیا کې دې هیڅ جنګ او جګړه نه وي شوي داسې کومه سیمه نشته او که وي هم ډېرې کمې به وي.

ارواپوهنه د انسان اصالت ته په کتو بشري بدلونونه د انسان د طبیعت، غوښتنو او بیلوژیکي کړنو پر بنسټ تحلیلوي. د ارواپوهنې له نظره انسان هېڅ جګړه په شعوري ډول نه ترسره کوي او وايي چې په جګړه ییزو پرېکړو کې معمولاُ د پیچلي بیولوژیکي او عاطفي تحریکونه، لاشعوري ځورونې، پټې وېرې، غضبونه او داسې نور شته چې سرچینه ترې اخلي او په یرغلیزو پېښو کې د ارواپوهنې نظر دا دی چې ځینې غوټې (عقدې) د یادو حملو او تیريو لامل ګرځي په دې اړوند به نور لاملونه هم خپل مهم تاثیرات لري.

جنګ څه دی؟

ژبپوهان وايی جنګ د هندو اروپایی ژبې له (Ghengh) کلمه څخه سرچینه اخلي چي د یون او پرمختګ په مانا دی. همدې ريښې په نورو ژبو لکه پخوانۍ المانۍ هم اغېز شیندلی او بله کلمه (gang) یې ترې رامنځته کړې چې د تللو، سفر او یا ډله ییز خوځښت په مانا ده. همدغې المانۍ کلمې په انګرېزۍ ژبه هم اغېز کړی او د (gang) او (gangster) کلمې یې ورننویستلي.

جنګ د پوهانو په اند سازمان شوې، مسلحانه او د یوې اوږدې مودې لپاره شخړې ته وايي چې د دولتونو، ملتونو یا ډلو ترمنځ رامنځ ته کېږي او له تاوتریخوالي، اړودوړ، مادي زیانونو، مرګ ژوبلې او جسمي او رواني ناروغیو سره مل وي.

جنرال کارل فون کلاوزویتس چې د نظامي چارو په برخه کې د نظر خاوند هم دی په کال (۱۸۳۲ ل) کې یې د یوې څېړنې له مخې  یې د جنګ په اړه داسې تعریف وړاندې کړ:  “د خپلو غوښتنو لپاره په زور سره د دښمن مجبورول دي”.

د جنګ په اړوند څو لنډې تاریخي یادونې:

له هغه راهیسې چې دولتونه جوړ شول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نظامي فعالیتونه پيل شول او د باروتو او ټکنالوژۍ په رامنځته کېدلو دغه چاره نوره هم ګړندۍ شوه او نوي جګړه ییز حرکتونه یې رامنځته کړل.

کانوی هندرسون په خپل یوه کتاب کې لیکي: “ یوه منبع مدعي ده چې له میلاد څخه وړاندې بیا تر ۲۰ پېړۍ پورې نږدې ۱۴۵۰۰ جګړې شوي چې ۵/۳ ملیارده انسانان په کې وژل شوي او د نړۍ تاریخ یوازې ۳۰۰ کاله په سوله کې پاتې شوی”.

لارنس کیلی د ایلینوی پوهنتون استاد په خپل کتاب جګړه له تمدن څخه وړاندې کتاب کې لیکي “نږدې ۹۰ تر ۹۵ په سلو کې ټولنې تر اوسه پيژندل شوي چې د تاریخ په اوږدو کې کله ناکله په دوامداره او لنډمهاله ډول په جګړو کې ښکېل وې.”

په ۲۰۰۵ کال کې یوه ریپوټ وښوده، وروسته له ۱۹۹۰ لسیزې چې سړه جګړه پای ته ورسېده د وسلوالې جګړې کچه او چټکتوب ډېر راکم شوی. په ۲۰۰۸ کال کې چې د سولې او جګړې په نوم کوم ریپوټ د نړیوال مرکز له خوا خپور شو ښیي چې پورتنی کچه ریښتیا هم ډېره کمه شوې.

وروسته له دویمې نړیوالې جګړې ملتونه هم په همدې موخه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شول او په همدې موده کې او له همدې لامله وه چې ډېر هېوادونو جګړې ته د یوې شومې پدېدې په سترګه وکتل او د خپلو هېوادونو د جنګ وزارتونه یې د د فاع د وزارتونو په نومونو ونومول.

البرت انشټین هم په کال ۱۹۴۷ کې چې ورځ تر بلې د جګړې د زورور کیدو او نويو جګړه ییزو تسلیحاتو او د اټوم بمب د ممکنه عواقبو په اندېښنه کې، په خپله معروفه وینا کې وویل: ((زه نه پوهېږم چې په درېیمه نړیواله جګړه کې به کوم جګړه ییزو وسایل وکارول شي، خو د څلورمې نړیوالې جګړې وسایل به تيږې او لرګي وي)).

د نړۍ څو مشهورې جګړې:

  • لومړنۍ نړیواله جګړه
  • دویمه نړیواله جګړه
  • د اسرایلو جګړه
  • شپږ ورځنۍ جګړه
  • د کوریا جګړه
  • د ویتنام جګړه
  • د افغان روس جګړه
  • د خلیج فارس جګړه
  • له تروریزم سره جګړه

دې ټولو تاریخي پېښو ته په کتو سره یوه پوښتنه پيدا کېږي، انسان ولې جګړه کوي؟ په دې برخه کې فروید ته د انشتین یوه لیک کې ګڼ او مهم عوامل یاد کړي دي، ولې ترې له مخه یې یو شمېر نور اروایي عوامل د یادولو دي.

د جګړې انګېزې د ارواپوهانو له نظره:

انسان پرته له مېږیو یوازینی موجود دی چې تل په جګړو او یو پر بل په یرغل کې تېروي او دا سوال یې مطرح کړی چې بشر ولې دا کار کوي؟ که غواړو چې سولې ته ورسېږو نه یوازې دا چې نړیوال لاملونه یې باید ولټوو بلکې په دې هم باید پوه شو چې دې کار ته میلان ولې پيدا کېږي د دې پوښتنو لپاره ارواپوهان لاندې څو مهم ځوابونه راپه ګوتو کوي چې نورې وړې انګېزې او غوټې هم په خپله لمنه کې رانغاړي:

  • غریزه

غریزه هغه دروني لېوالتیا ده چې ذاتا د ژوندي موجود په ارګانیزم  کې شته او ځانګړو کړو وړو ته یې هڅوي. امریکایی جنرال پاتن په دویمه نړیواله جګړه کې وویل: “دا ډېره پوچه خبره ده چي موږ امریکایان جنګ نه غواړو او غواړو چی جګړه ودرو او ترې ووځو دا خبره ډېره بې مانا ده، جګړه د امریکایانو یو غوښتنه ده او ټول اصیل امریکایان په جګړه او د جګړې په غږ مین دي”.

زیګموند فروید په دې اړوند وايي: “انسان یو داړونکی څاروی دی”.

پر دې اساس فروید یرغل او داړل د انسان په وجود کې نغښتي ګڼي او وايي که په سمه او رغنده ډول ونه کارول شي په افراطي او مضر ډول را څرګندېږي نو پر دې بسټ ویلی شو چې جنګ کول د انسان دروني غریزه ده.

  • محرومیت

که انسان خپلو هیلو ته د رسېدلو په لړ کې له کوم خنډ سره مخ شي او له هغه څخه یې محروم کړي نو تاوتریخوالی کوي او دا کړنه کېدای شي نیغ په نیغه د ځانګړي خنډ په وړاندې هم نه بلکې په نورو ځایناستو یې وي او دا یرغل او داړل کېدای شي توپیر هم وکړي او دا توپير د انسان په استعداد پورې هم اړه لري او بهرني لاملونه یې په پیل او ځواک کې ونډه اخلي او اغېز پرې شیندي.

  • زده کړه

داړل او یرغل هم د نورو کړنو په څېر انسان زده کوي او دا زده کړه هم د لیدنې او پېښو (تقلید) له لارې کوي او دا لړۍ چې هر څومره ځواکمنه شي د راڅرګندېدو زمینه یي هم په هماغه کچه پياوړې کېږي.

د یادولو وړ ده چې په یوه ټولنه کې باید عصبانیتونو او احساساتې کېدلو په برخه کې رغنده ګامونه واخیستل شي ځکه چې له عصبانیتونو او تاوتریخوالي ډک چاپېریال دا امکان لري چې په ټولنه کې شته وګړي هم خشن او عصباني شي او په دغه ډول روزنه ومومي.

امریکايي ارواپوهان د دغه لامل لپاره په امریکا کې د وسلې د ګرځولو د آزادۍ له امله له فلمونو او عملي لیدنو څخه په تقلید سره د ځینو ماشومانو او تنکيو ځوانانو په وسیله د خپلو ښوونکو د وژنې مثالونه ورکوي.

د جګړې انګېزه د فروید له نظره:

فروید د جګړې د انګېزو په اړه کوم ځانګړی اثر نه لري خو کله چې انشتین فروید ته د ارواپوهنې د یو سرلارې په توګه سترګې ورواړولې او یو لیک یې ورته ولیکه او ولېږه او خپله انديښنه یې ورسره شریکه کړه نو فروید دا لیکنه په خورا ښه تفسیر ورته ځواب کړه چې تر ډېره برېده د نننیو ارواپوهانو له نظره سره هم همغږي لري فروید انشتین ته د جګړې د انګېزو او د انشتین د انديښنو په اړوند د ده  لیک ورځواب کړ چې دلته یې یوه وړه برخه راخلو:  ((اصولاْ د انسانانو تر منځ تضاد د زور په وسیله پای ته رسېږي، د حیواناتو په نړۍ کې همدا ډول دي او انسان هم باید ځان ترې بېل نه کړي. یانې تر دې حده چې د انسانانو تر منځ عقیدوي اختلاف هم د منافعو پر تضاد ورګډيږي او د شخړې لوړ ترین حد ته رسیږي او داسې ښکاري چې د دې له منځه وړل بل لاره چاره غواړي. مګر دا زموږ تر دې وروسته ستونزه ده. په پیل کې او کله به چې انسانانو ډله ییز ژوند کاوه، د مټ زور به په ګڼو چارو کې د ملکیت د ټاکلو او د وګړیو د تاثیر په ډول پېژندل کېده او چې څه شی پر چا پورې اړه لري او د چا له ارادې او غوښتنې باید پیروي وشي. د مټ زور ډېر ژر خپل ځای د ابزارو د تولید څخه ګټې اخیستنې ته پرېښود. بریا د هغه چا وه چې تر ټولو ښه وسله به یې درلوده او یا به یې په ډېر ښه ډول له هغو څخه د ګټې اخیستنې چل زده و. د وسلې له پیدا کېدو سره سم د مټ د زور ځای، فکري برترۍ ونیوه. د مبارزې تر ټولو وروستۍ موخه همدا وه چې مقابل لوري ته د زیان تر اړولو او د قدرت تر پای ته رسولو وروسته له مخالفته لاس واخلي او له خپلو غوښتنو او دعوو څخه سترګې پټې کړي. دغه چاره هغه وخت کاملاْ پایلې ته رسېدله چې د رقیب په قدرت کې تر پرله پسې بریاوو او د مقابل لوري تر مداومې کمزورتیا پورې او یا هم د هغه نابودۍ او وژلو امکان رامنځته کېده. دغې چارې د فاتح لپاره دوه امتیازه درلودل: لومړی دا چې دښمن به د قواوو د تجدید امکان له لاسه ورکاوه او بل دا چې سرنوشت به یې د نورو لپاره عبرت ګرځېده. له دې ټولو علاوه د دښمن وژل د یوې انساني غریزې د ارضاء کېدو سبب ګرځي چې وروسته به پرې خبرې وکړو. البته د دښمن د نابودۍ پرېکړه له دې محاسبې سره په تضاد کې لویږي چې ځنګه د وېریدلي دښمن له وژلو صرف نظر وکړې، کولای شي چې د خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو لپاره ترې ګټه واخلي. له دې اړخه د غالب قدرت د مغلوب قدرت د وژلو پر ځای هغه خپل مطیع او مقهور ګرځوي. دا مرحله د دښمن د له منځه وړلو څخه د تېرېدو او سترګو پټولو او هغه ته د حفاظت ورکولو پیل دی؛ اما له بله اړخه، فاتح له دې وروسته د دښمن د انتقام په خاطر په کمین کې کیني، په وېره کې دی، او ناچاره خپل یو لړ امنیت او ارامتیا له لاسه ورکوي.

یقیناْ، دا د سترو قدرتونو د حاکمیت منشاء ده، هغه قدرتونه چې یا یوازې پر خپل زور یا پوهې متکي دي.

پوهېږو چې په دې نظامونو کې په تدریجي ډول یو لړ بدلونونه راغلل، او د زور د استعمال لارو چارو د حقوقو د حاکمیت په ګټې بدلون وموند. اما له کومو لارو؟ زما په نظر دغه بدلون له یوې لارې امکان درلود او هغه د سترو قدرتونو پر وړاندې د کوچنیو قدرتونو اتحاد او یووالی و. د زور ماتې د اتحاد له لارې امکان لري. د دې متحدینو قدرت، د هغه حقوقو ښودنه کوي چې د هر وګړي د فردي زور پر وړاندې دریږي. ګورو چې یوازې حقوق، د یوې ټولنې د قدرت ښودنه ښيي. دا ځل هم زور له هماغې موخې او وسایلو سره برخورد کوي او د هغو کسانو په مقابل کې دریږي چې مخالفت ته راپورته شوي دي. یوازې په همدې توپیر چې دا ځل زور انفرادي نه دی، بلکې یو ټولنیز قدرت دی. اما نویو حقوقو ته د زور انتقال د ارواپېژندنې پر یو شرط ولاړ دی: ټولیز اتحاد باید مداوم او مستمر اتحاد وي. که چېرې له اتحاد څخه مراد یوازې له ستر قدرت سره مبارزه وي او وروسته له بریا سره وپاشل شي، کار مخته نه دی تللی او بل قدرت چې ځان قوي ویني یو ځل بیا هڅه کوي چې د خپل زور حاکمیت وساتي او په دې ډول به دغه لوبه تر ابده تکراریږي. ټولنیز پیوستون باید تل پر ځای پاتې شي، ځان ته جوړښت ورکړي، قوانین را منځته کړي چې د قوانینو ساتونکی و اوسي او د هغوی په حقوقي اجرا کې ونډه ولري او هڅه وکړي. د داسې یوې ټولنې په رسمیت پېژندلو سره دوی د یووالې احساس کوي او قدرت به یې پر دې ټولنیز تړون ولاړ وي.

زما په ګومان په دې ډول به یو شمېر داسې شرایط رامنځته شي چې پر فردي زور د غلبې امکان به یوې سترې مجموعې ته د قدرت د انتقال له لارې مهیا کړای شي؛ هغه مجموعه چې د غړیو احساسي تړون به یې د بقا او دوام ضمانت کوي. یوازې هغه څه چې پاتې کېږي، هغه د اجراء کولو او دوام ورکولو مرحله ده. اما موجوده اړیکې به تر هغې ساده اړیکې وي   چې ټولنه له هغو وګړیو څخه تشکیل شوي وي چې قدرت او وسایل یې سره برابر وي. د دغې مجموعې قوانین، فردي ازادۍ او له قدرت څخه استفاده ټاکي او تحدیدوي  چې یې له لارې په ټولنه کې د افرادو تر منځ اوسېدنه تضمین او امکان پیدا کړي.

اما داسې یوه ارامي یوازې د نظر تر بریده تصور کېدای شي او په عمل کې یو پیچلی وضعیت خپلوي؛ ځکه چې ټولنه په پیل کې له هغو باقدرته وګړیو جوړه وي چې نابرابر امکانات لري، نران او ښځې، پلرونه او میندې او اولادونه، دومره وخت لا نه وي تېر شوی چې له یو بل سره د جګړې او غاړه اېښودلو له لارې فاتحین او مغلوبین رامنځته کېږي او په ارباب او بنده بدلیږي. نو په دې ډول ټولنیز حقوق د قدرت پر نسبي نابرابری بدلیږي. قوانین د حاکم قدرت په وسیله او لپاره پلان کیږي او تر لاسه لاندې کسان به د کمو حقونو څخه برخمن کېږي. له دې وروسته په ټولنه کې د تخطۍ او تحول دوه حقوقي حوزې رامنځته کېږي. په یوه کې هغه ځواکمنه ډله شاملیږي چې ټول هغه قانوني محدودیتونه چې د ټولو لپاره معتبر دي، نالیدلي نیسي او د قانون له حاکمیت څخه د زور نوي حاکمیت ته ورګرځي او بل د ټولنې د محرومو وګړیو مدام کوښښ دی  چې د ډېر قدرت او د موجودو قوانینو تغیر او سر بېره پر دې، د قانون اصلې برابرۍ ته لاسرسری. دویم جریان په ځانګړي ډول هغه وخت اهمیت او مانا پیدا کوي چې د ټولنې په بنسټ کې په واقعي ډول د قدرت ځای پر ځای کېدل او د مناسباتو تغیر رامنځته شي. دغه کار د یو شمېر ګڼو تاریخي عواملو په پایله کې تر سره کېدای شي. په دې حالت کې، حقوق په تدریجي ډول ځان د نوي قدرت له مناسباتو سره تطبیقوي؛ یا هغه ډول چې حاکمه طبقه – هغه ډول چې تر ډېره رامنځته کېږي – دغه بدلون ته ځان نه ورکوي او د طرفینو له فشار سره، د کورنۍ جګړې بلوا او انقلاب سره نښلي او له دې سره د یو څه وخت لپاره قوانین ملغا او نوې زور ازمايي پیلیږي چې د نوي حقوقي نظام په رامنځته کېدا سره پای ته رسیږي. البته حقوقي تحولات له سوله ییزو لارو چارو هم تر لاسه کېدای شي چې د ټولنې په غړیو کې له فرهنګي بدلون سره مله دي. دغه فرهنګي بدلونونه له یو شمېر عواملو سره تړلي دي چې وروسته به ورته کتنه وشي.

نو په دې اساس ګورو چې د یوې ټولنې په محدوده کې هم د منافعو پر سر تضاد د زور په مرسته اجتناب ناپذیر دی. اما اړتیاوې او مشترک اړخونه چې په دې خاورینه کره کې له ګډ ژوند څخه را زېږېدلي دي د اختلافاتو او نښتو د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره امکان ډېروي او د همدې شان شرایطو تر چتر لاندې د یو سوله ایز حل احتمال ډېريږي. د بشر د تاریخ  تر یوې ځغلنده کتنې وروسته را مالومیږي چې تل د یو یا څو ټولنیزو موجوداتو ترمنځ، د کوچنیو او سترو واحدونو تر منځ، ښاري محدودیتونه، مختلفې سیمې؛ د قبایلو، ملتونو او امپراتوریو تر منځ پای ته نه رسېدونکي اختلافات موجود وو چې بالاخره د جنګ او د زور د استعمال له لارې پای ته رسیدلي دي. دا ډول جګړې د لوټ او یا د یو لوري پر بشپړې غاړې اېښودنې سره پای ته رسیږي. البته د جنګي فتوحاتو په اړه نه شو کولائ یو شان قضاوت وکړو. ځینو لکه مغولانو او ترکانو یوازې بدبختي او تورې ورځې راوړې. ولې په مقابل کې یې ځینو نورو د سترو ټولنیزو واحدونو د رامنځته کولو  له لارې د زور د حقوقو د بدلولو او په انتقال کې مرسته وکړه او له زور څخه د کار اخیستنې امکان یې له منځه یووړ او د یو نوي حقوقي نظام د اساس پر اېښودولو یې، اختلافات ختم کړل. د بېلګې په ډول د مدیترانې د ساحلي هېوادونو لپاره د رومیانو فتوحات، «رومي سوله» وزېږوله او د فرانسوي پاچاهانو هېواد د غوړونې هوس یو مستعد او سوله ییز هېواد را منځته کړ.

که څه هم دا خبره به سره تناقص ولري، ولې باید وویل شي چې جنګ د یوې «پایدارې» سولې ته رسیدو لپاره چې موږ ټول یې په لټه کې یو، نامناسبه وسیله نه ده؛ ځکه چې د دې وړتیا لري  چې ستر واحدونه رامنځته کړي او د هغوی په محدوده کې به د مقتدر مرکزي قدرت له لارې، د نویو جنګونو رامنځته کېدل غیر ممکن وي. اما په واقعیت کې د دې کار قابلیت هم نه لري ځکه چې د فتوحاتو پایلې معمولاْ زیات دوام نه کوي او په اغلب ډول نوي واحدونه د مختلفو برخو د اجباري یووالي له وجې ډېر ژر سره پاشل کیږي. له دې ټولو ور وړاندې، تر نن پورې فتوحاتو یوازې دومره کړي دي چې جزیي اتحادونه – که هر څو هم پراخ وي رامنځته کړي دي چې نهایتاْ یې اختلافات د زور پر کارونې فیصله شوي دي. یوازینۍ پایله چې د دې جنګ غوښتنې له هڅو څخه ترلاسه شوې ده، بشریت ګڼې کوچنۍ جګړې، ولې پرله پسې جګړې پر کمو سترو جګړو، اما پر مخربو او ویجاړونکو جګړو بدلې کړي دي.

په اوس مهال کې هم، لکه تاسو چې هم ورته لنډه اشاره کړې وه، تر لاسه شوې نتیجه او استعمال هم د پخوا په شان دی. په واقعیت کې د جګړې له پېښدو څخه قطعي مخنیوی هغه وخت ممکن دی چې انسانان د مرکزي قدرت د ځای پر ځای کولو او د هغه د احکامو د رعایتولو پر سر د اختلاف په هر یو مورد کې، اصولي توافق ته ورسیږي. د دې امر د پر ځای کولو لپاره دوه شرطه لازم دي: لومړی شرط د همدې ډول سترو مراجعو تشکیلول او دویم شرط دا دی چې هغوی ته باید کافي واکونه ورکړل شي. یو عامل خاص څه نه شي تر سره کولای. په اوس مهال کې «نړیواله ټولنه» د همدې ډول مرکزي قدرت د سرپرست په حیث په نظر کې نیول شوې ده ولې دویم شرط ته لا د عمل جامه نده ور اغوستل شوې. نړیواله ټولنه ناتوانه ده او یوازې هغه مهال د دې وړتیا لري  چې لازم امکانات او قدرت تر لاسه کړي چې د نوې اتحادیې غړي، یانې یو یو غړی هېواد، همدا ډول اقتدار ورته ورکړي. اما په اوس حال کې د داسې یو امر د تحقق کومه خاصه هیله نشته. د نړیوالې ټولنې تشکیلات زموږ لپاره د درک وړ نه و، او نه پوهېدو چې دلته د بشر د تاریخ یو نادرترین کوښښ او یا حتی لومړی کوښښ، په دومره ستره پراختیا رامنځته شوی دی. «نړیواله ټولنه» هغه هڅه ده چې اقتدار یا په بل عبارت مطلق نفوذ کول چې معمولاْ د قدرت پر ملکیت ولاړ دی، د ځانګړو معنوي نظرونو (نګرشونو) له لارې ځان ته انتقال کړي.

وړاندې مو وویل چې دوه عوامل د ټولنې د یووالي باعث ګرځي: یو د زور فشار او بل د غړیو احساسي تړون – په فني اصطلاح کې ورته یو کول وایي. په موقتي ډول د یو د له منځه تللو سره به، احتمالاْ دویم ټولنه همداسې پر پښو ودروي. البته څرګنده ده چې یوازې هغه نظرونه د اهمیت وړ دي چې د ټولنې د غړیو د ونډې د مهمو اړخونو ښودونکي وي. ښه، اوس دا پوښتنه مخې ته  راځي چې دا نظرونه او فکرونه تر کومه بریده کولای شي چې د ټولنې د غړیو پر احساسي تړون تاثیر ولري؟ تاریخ موږ ته را زده کوي چې دې فکرونو عملاْ خپل تاثیر پرې ایښی دی. د بېلګې په ډول د یونان د یووالې فکر چې د ګڼو ښارونو په کلتوري – سیاسي مرکزونو کې، په معبدونو، په مذهبي مراسمو او په جنشنوارو کې به په یو تاکیدي قالب کې به پر بربري ګاونډي د یونان ستروالی بیانیده، له داسې یو تاثیر او قدرت څخه به برخمن و چې یونانیان له خپل منځۍ جنګ غوښتنې وساتي؛ اما دومره قوي نه و چې د یوناني ملت تر منځ د سترو او مخربو جګړو مخه ونیسي او حتی ونه توانید  چې یو ښار یا د څو متحدو ښارونو مجموعه، پر خپل کورني رقیب د زیانونو د اړولو سره، له خپل ایراني دښمن سره یو ځای نه شي. همدا ډول د کلتوري رنسانس پر مهال د مسیحي یووالي احساس هم د زیات او ژور قدرت با وجود ونه توانید چې هغه مسیحي کوچني او ستر هېوادونه چې له یو او بل سره به په جنګ و، د خپل کورني رقیب د ځپلو لپاره د مسلمانو سلاطینو له مرستې او یارانې را وګرځوي. په اوسني عصر کې هم داسې یو فکر چې وتوانیږي د ټولنې کامل اقتدار او اعتبار ولري، نشته. اوس د ملتونو پر خپلو ملي ایدیالونو او ارمانونو پافشاري سرچپه نتیجه لري، داسې څرګنده ده چې هېڅ شرحې او توضیح ته اړتیا نه لري. یو شمېر بیا وړاندوینه کوي چې یوازې د بلشویکي افکارو ته وسعت او پراختیا ورکول، کولای شي چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي؛ اما اوس داسې یوې موخې ته د رسېدلو لپاره لوی واټن پاتې دی، او ورته رسېدل تر یو کورني وحشتناک جنګ وروسته امکان پیدا کوي. په هر حال اوس خو داسې ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د موجود واقعي قدرت پر ځای د نظرونو د قدرت ځای پر ځای کول، له ماتې سره مخ دی. اشتباه ده چې په خپلو محساباتو کې دا له یاده وباسو چې په لومړي سر کې د حقوقو اصلي منشاء یوازې زور و؛ لکه څرنګه چې اوس هم حقوق یوازې پر زور تر اتکاء سترګې نه شي پټولی.

اوس کوښښ کړم چې ستاسو یوه بله جمله تفسیر کړم. تاسو د جنګ لپاره د انسانانو د خپلې خوښونې له هڅې حیرانتیا ښودلې ده او ګومان مو کړی چې د انسان په داخل کې یو شی، پر دې هر څه اثر پرېباسي او وروسته مو د نفرت او نابودۍ له غریزې یادونه  کړې ده چې دا هر څه اسانوي. دا ځل هم ستاسو نظر پرته له کومې لاسوهنې تاییدوم. موږ د داسې یوې غریزې په شته والي باور لرو او په دې وروستیو کلونو کې مو هڅه هم کړې ده چې د نښو او کړنو له لارې یې وڅېړو. اجازه لرم چې د دې برخې په حواله په روانکاوی کې د غريزې پر کړنو چې موږ ورته د زیاتو څېړنو او ارزونو وروسته رسیدلي یو، له تاسو سره شریک کړم؟ زموږ باور دا دی چې انساني غریزې په دوه ډوله دي:

  1. هغه غریزې چې د انساني نفس د ساتنې (صیانت/ بقاء) او له ژوند سره سروکار لري – موږ دا غریزې «عشقي» بولو، کاملاْ د عشق هغه مفهوم چې د افلاطون په «میلمستیا» کې راغلی دی؛ یا «جنسي» د عامه منل شویو جنسي تمایلاتو د مفهوم په شعوري پراختیا سره.
  2. هغه غریزې چې د ویجاړتیا او مرګ غوښتونکي دي. موږ هغه غریزې د ویجاړتیا او تخریب د غریزو په نامه یادوو.

ګورئ چې زموږ نظریې په واقعیت کې یوازې د عشق او نفرت د نظري تقابل بدلون دی او شاید لومړنی نسبت یې د «جاذبې» او «دافعې» قطبونو ته ورسیږي چې ستاسو په تخصصي څانګه کې هم ونډه لري. ښه، اوس مه پرېږدئ چې موږ دومره ژر د ښه او بد له ارزونې څخه تېر شو. یادې دواړه غریزې مهمې دي او د ژوند روښانتیا د همدې ډواړو غریزو د مشترکو کړنو او متقابلو تاثیراتو پایله ده. داسې مالومیږي چې یوه غریزه هم نه شي کولائ چې له بلې پرته او یوازې فعالیت وکړي او تل هره یوه له بلې سره تر یو ځانګړي حده ملګرې ده. په هغه ډول چې وایو: دغه په یو او بل کې نغښتي دي چې موخه تعدیلوي او هم د ځینو شرایطو په نظر کې نیولو سره ورته رسیږي. د بېلګې په ډول د نفس صیانت مسلماْ د عشق له غریزې سرچینه اخلي، که چېرې غواړي ستا منظور او مقصود تر لاسه کړي، قهر او غوصې ته اړتیا لري. همدا ډول د عشق غریزه، په هر ډول چې وي، د معشوق د تر لاسه کولو لپاره د تصاحب غریزې ته اړتیا لري. د یادو دواړو غریزو د تاثیراتو د جلاکولو ستونزې، تر ډېره موږ د دوی له پېژندګلوی لرې کړي وو.

که چېرې لږ نور هم را سره اوسئ، نو وبه ګورئ چې د انسان کړه وړه یوه ځانګړې پېچلتیا لري. په ډېرو کمو او استثنایي حالاتو کې به د دې شاهدان اوسو چې یوه انساني کړنه دې له یوې غریزې سرچینه اخیستي وي. ځکه هره کړنه په خپل سر تحریک شوي ډول، باید د عشق او نفرت د غریزې ګډ شکل و اوسي. قاعدتاْ ډېرې انګیزې باید په یو بل کې سره ګډې جبران شي  چې د انسان کړنه امکان ولري. ستاسو یو همکار، پروفیسور «ګیورګ کرستف لیشتنبرګ» چې د ګوتنګن په پوهنتون کې د فیزیک یو پیاوړی استاد و، تر ډېره پر دې مسله واقف و، شاید هغه د یو اراپوه پر ځای نه شوای کولائ چې د یو فیزیکپوه په کچه اعتبار خپل کړي. په هر حال هغه د «انګیزو د ګلباد» کاشف و چې وایي ((د ټولو هغه کړنو علت چې موږ یې په اساس کوم کار تر سره کوو ((موږ ورته نن «انګیزې» وایو)) کولائ شو چې د قطب نما د پاڼې په څېر یې په ۳۲ برخو وویشو او تنظیم کړو او نومونه هم په مشابه ډول له یو بل سره څنګ ته کېږدو. د بېلګې په ډول «کتاب – کتاب، کباب – کباب، کباب – کتاب». په دې ډول، کله چې انسانان جنګ ته بلل کېږي ډېری انګېزې یې باید د جنګ لپاره د خوښۍ او شور ځواب ووایي او له جنګ سره موافقت ولري؛ سترې او ټیټې او ښې او بدې انګېزې؛ هغه انګیزې چې په لوړ غږ وړاندې کېږي او هغه انګیزې چې په سکوت سره ښکاره کېږي او پر ژبه نه راوړل کېږي. اړتیا نه لري چې موږ هغه ټولې ښکاره او راوباسو؛ اما تاوتریخوالي او تخریب ته میل یقیناْ چې په دوی کې شته. ډېر وحشتونه چې د تاریخ په لړ او په ورځني ژوند کې ترسره کيږي، د هغوی وجود او قدرت تاییدوي. مسلماْ د تخریبي تمایلاتو او له نورو شهواني او معنوي غرایزو نغښتل او ترکیب د هغوی ارضاء ساده کوي. کله چې د تاریخ ناورینونه او شخړې ګورو، کله داسې ښکاري چې اصلي او معنوي انګیزې یوازې د تخریبي میل د ارضاء لپاره بهانه وه. بل دا چې موږ باور لرو چې د مذهبي عقایدو د تفتیش محکمو د ظالمانه اعمالو او د وحشتونو د واقع کېدو پر وخت، معنوي انګیزو په شعور کې ځای ونیوه او د ځان په لوري يې د نظریاتو د جلب باعث شول او تخریبي انګیزو په لاشعوري ډول هغوی تقویه کړل. دواړه یاد شوي موارد د امکان وړ دي.

تصور کوم چې نه به مې ستاسو د علاقې له وړ موضوع څخه چې له «جنګه مخنیوی» دی او نه مې له خپلو نظریو څخه، سوء استفاده کړې وي، ولې پر دې ټولو سربېره، تمایل لرم چې لږ څه نور هم د تخریب پر غریزې وغږېږم؛ هغه غریزه چې محبوبیت یې په هېڅ وجه تر اهمیته نه رسېږي. موږ په خپلو څېړنو کې تر زیاتې ارزونې او تامل وروسته دې پایلې ته رسیدلي یو چې دا غریزه د هر ژوندي موجود په داخل کې فعاله ده او هڅه کوي چې ژوندی موجود په تدریجي ډول له پښو وغورځوي او ژوند پر یو غیرژوندي حالت واړوي. یاده غریزه په رښتیا هم د دې وړ ده چې «د مرګ غریزه» یې ونوموو؛ په داسې حال کې چې د عشق غریزه او شهواني غرایز د ژوند له کوښښونو او هڅو را زېږي. د مرګ غریزه هغه مهال د تخریب پر غریزې اوړي او بدلیږي چې د یو ځانګړي غړي (عضو) په مرسته د یو بهرني شي په مقابل کې ترې ګټه واخیستل شي. یا په بل عبارت، ژوندی موجود له خپل ژوند څخه د یو پردي د له منځه وړلو په موخه ترې ساتنه کوي. اما د مرګ د غریزې یوه برخه د ژوندي موجود په داخل کې فعاله کېږي. موږ کوښښ کړی دی چې یو شمېر ناروغ ډوله او عادي پدیدې د مرګ په غریزه کې له ننوتو څخه پایلې تر لاسه کړو. موږ حتی خپله پښه د عقایدو له محدودې بېرون ایښې ده او هڅه مو کړې چې د وجدان پیدا کېدا د همدې ډول تاوتریخوالي په ګردش کې توضیح کړو. وګورئ چې د دا ډول جریانانو لمنه له حد څخه زیاته پراخه شي او د تخریب غریزه په پراخه پیمانه دروني شي، په هیڅ وجه له ستونزو خالي نه ده او له یوې مخې زیان اړونکې ده او ګڼ عواقب به له ځانه سره ولري. په داسې حال کې چې د دغې غریزې د قواوو چرخش په بېرون کې او د تخریب او ورانۍ په ډول د ژوندي موجود بار سپکوي او ممکن یو مطبوع تاثیر پرې ولري. په واقعیت کې دغه جریانات د بیولوژیکي عذر د ټولو خطرناکو او بدو کوښښونو په خدمت کې دي چې موږ یې پر وړاندې د مبارزې هوډ لرو. باید وویل شي چې هغه د انسان طبعیت ته د هغوی پر وړاندې زموږ د مبارزې په نسبت ډېر نژدې دي چې حتی توجیه او توضیح هم ورته پیدا کړو. شاید تصور وکړئ چې زموږ نظریات یو ډول اسطوره پوهنه ده چې زړه وړونکې او خوښوونکې هم نه ده. پوښتنه کوم، ایا ټول طبعیي علوم په یو ډول اسطوره پوهنې ته نه ور رسیږي؟ ایا فیزیک د دې یوه برخه نه ده؟

د بحث د دوام لپاره، له پورتنیو مطالبو څخه همدومره پوهېدای شو چې د انسانانو د تاوتریخوالي لرونکي تمایلاتو د له منځه وړلو هېڅ امید نه شو درلودلای. وایې چې د خاورینې کرې په ښې او خوشحاله سیمه کې داسې قومونه موندل کېږي چې طبیعت ټول هغه څه چې انسان ورته اړتیا لري، په ښه پرېمانه اندازه ورته برابر کړي دي او ژوند یې په ډېره مینه او مهربانۍ او له جنګ، زور او تشدد څخه پرته تېریږي. زه په ډېره سختۍ پرې باور کولای شم، اما غواړم چې زیات د دې ډول خوشبختو انسانانو له ژوند څخه خبر شم. بلشویکان هیله مند دي چې د ټولنې د غړیو تر منځ د برابرۍ د پيدا کولو او د مادي اړتیاوو د تضمین او ارضاء کولو له لارې به تاوتریخوالی د انسانانو له منځه ورک کړي. زما په نظر یوه باطله او هسې غولونکې هیله ده. په اوس حال کې ښه ډېره وسله لري او حتی ځان ته د دې زحمت هم نه ورکوي چې خپل پلویان د نورو پر وړاندې له نفرت او کینې څخه را وګرځوي. له دې هر څه وړاندې، هماغه ډول چې تاسو هم ورته اشاره کړې ده، زموږ موخه په کامل ډول د انسانانو د تاوتریخوالي لرونکو تمایلاتو له منځه وړل نه دي. یوازې باید کوښښ وکړو چې دا تمایل داسې رهبري شي چې د جګړې په ډول سر راپورته نه کړي.

په دې ترتیب، د غریزې د اسطوریي زده کړې له لارې له جنګ څخه د غیر مستقیم مخنیوي اسانه لاره پیدا کولای شو. که چېرې جګړې ته تیاری د تخریب د غریزې د بلافاصله اثراتو پایله وي، داسې مالومیږي چې د همدې غریزې رقیب، یانې د عشق له غریزې څخه مرسته غوښتلی شو. هر هغه څه چې د انسانانو تر منځ د احساسي/ عاطفي تړون موجب ګرځي، کولای شو چې د جګړې پر وړاندې ترې کار واخیستل شي. دغه تړونونه کېدای شي چې په دوه ډوله و اوسي: یو د عاشقانه روابطو په اساس؛ حتا چې پرته له جنسي موخو څخه وي. آن کله چې اروا شننه د عشق په اړه غږیږي، نه شرمیږي، ځکه دین هم وایي: «له نورو سره د ځان په ډول مینه وکړئ.» لکه څرنګه چې ادعا اسانه ده، ولې ترسره کول یې سخت دي. د احساسي تړون بل ډول له هم ذات ګڼلو او د یووالي له احساس څخه را منځته کېږي. هغه وجوهات چې د انسانانو تر منځ مهم او استوار مشترک کمک رامنځته کړي، همدا ډول مشترک احساسات او هم ذات ګڼل به له ځانه سره لري. د یوې ټولنې ستره برخه پر همدې اړخونو ولاړه ده.

له اقتدار څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه ستاسو ګیله او شکایت پلمه ګرځوم  چې د جنګ غوښتنې له تمایلاتو څخه د مخنیوي یوې بلې غیر مستقیمې لارې ته اشاره ولرم. د انسانانو تر منځ د ذاتي او تغیر نه منونکې نابرابرۍ یو اړخ دا دی چې په دوو ډلو، رهبر او پلوي وېشل کېږي. دویمه ډله، یانې پلویان هغه ستره برخه تشکیلوي او هغه باقدرته سرچینې ته اړتیا لري چې د ځان په اړه ورته پرېکړه وکړي او دوی پرته له کوم قید او شرط څخه له هغوی پیروي کوي. دلته د یادولو وړ ده چې له مخکې باید زیات مراقب و اوسو، له دقت او کوښښ څخه کار واخلو،  چې فکري ازاد، نه ډارېدونکي، او حقیقت پلټونکي انسانان، د ټولنې له سترو پوړونو وروزل شي او د تړلیو او غیر خپلواکو ټولنو هدایت ورته وسپارل شي. البته استدلال او ثبوت ته اړتیا نه لري چې د دولت د سترو قواو مداخله او لاسوهنه او د کلیسا فکري ممانعت به د دې ډول روزنیزې هڅې په ګټه نه وي. البته مطلوب او په زړه پورې وضعیت به له وګړیو جوړه مرکبه ټولنه وي چې غریزي ژوند به یې عقل او پوهې مطیع او مغلوب کړی وي. هیڅ بل عامل، حتا د وګړیو تر منځ له احساسي تړون څخه په صرفنظر کېدو، به د هغوی تر منځ دا ډول کامل او مقاوم یووالی ایجاد نه کړي. اما په ستر احتمال سره د دا ډول یو وضعیت یوازې یو خیال پلو او هسې غولونکې هیله ده. مسلماْ له جګړې څخه د غیر مستقیم مخنیوي نورې لارې هم شته چې تر دې زیاتې عملي او د انجام وړ دي؛ خو عاجله او فوري پایله نه لري. ډېر کم داسې خلک په دې فکر کوي چې ژرنده دې دومره په ورو وچلیږي او اوړه وکړي،  چې سړی له لوږې ومري. په بله ژبه، ډېر کم څوک له مرګ څخه وروسته د درملو د خوړو په اړه فکر کوي.

تاسو ګورئ چې په عملي برخه کې د ځینو ضروري مسایلو د حل په موخه له نړۍ څخه د پردیو نظریه ورکونکو څخه مرسته غوښتل کومه پایله نه ورکوي. ښه دا ده چې د هرې مسلې د حل لپاره باید خطر ومنو، او هغه وسایل چې لرو یې، ګټه ترې واخلو. اوس غواړم د هغې مسلې په اړه وغږېږم چې تاسو ورته په خپل لیک کې یادونه نه وه کړې، خو زما لپاره زیاته جالبه ده.

رښتیا ولې موږ د جنګ پر وړاندې دومره پرېشانه کېږو؟ تاسو، زه او زموږ په شان نور ډېر؟ ولې جنګ ته د ژوند د نورو ازاررسونکو مصیبتونو په څېرغاړه نه ورکوو؟ اخر جنګ چې یو طبیعي امر تر سترګو کېږي، ژوند ژواک پېژندنې (زیست شناختي) عامل لري او عملاْ ورنه ډډه نه شي کېدای. زما له دې خبرې په ډار کې مه لوېږئ. کله چې د یوې موضوع د ارزونې قصد لرو، شاید اجازه ولرو چې د شایستګی او برترۍ نقاب چې په واقعیت کې ترې محروم یو، اغوندو او د همدې پوښتنې په ځواب کې ووایو: ځکه هر انسان د ژوند حق لري؛ ځکه د انسانانو پر بندي کېدا هغوی خوار او ذلیله کوي او بندي خانو ته یې لېږدوي؛ ځکه د غوښتنې پر خلاف یې وژنو ته هڅوي؛ ځکه چې ستر قیمتي مادي ارزښتونه یې چې د انسانانو د کار او زحمت پایله ده، نابودوي او ورانوي؛ او پر دې ټولو علاوه، ځکه چې په ننني شکل جنګ نور د پرونۍ قهرمانۍ د تحقق امکان نه لري او په را روانو جنګونو کې به د مدرنو جنګي وسایلو د تکامل په خاطر د جنګ د یوې خوا او یا هم دواړو خواوو کامله نابودي نغښتي وي. دا ټول دومره سم او پر ځای دي چې سړی په حیرت کې لویږي چې ولې تر ننه د جنګ په مخنیوي او له منځه وړلو کې یوه ټولیزه اجماع او توافق نه دی ترلاسه شوی. د دې هر ټکي په اړه کولای شو چې مناظره او بحث وکړو. اما دا پوښتنه مخې ته راځي چې ایا ټولنه هم د افرادو د ژوند په نسبت باید حق او حقوق و نه لري؟ نه شو کولای چې ټولې جګړې له اساس څخه محکومې کړو. تر څو پورې چې امپراتورۍ، قدرتونه او ملتونه وي او بېرحمانه د نورو د نابودۍ لپاره تیار وي، نور هم باید د جنګ لپاره ځان مسلح کړي. اما په چټکۍ له دې موضوع تېریږو؛ ځکه دا هغه برخه نه ده چې تاسو دې ورته اشاره کړې وي او یا دې زه ورته بللی اوسم. زما موخه یو بل شی دی. زما په باور د جنګ پر وړاندې زموږ د راپورته کېدو ستر عامل دا دی چې موږ له دې پرته کومه بله چاره نه لرو. موږ سوله غوښتونکي یو، ځکه د اندامي/ ارګانیکي پر دلایلو باید و اوسو. په همدې خاطر را ته اسانه ده چې نظریات مو په استدلال سره توجیه کړو.

ګومان کوم چې دا نظریه له توضیح څخه پرته د درک وړ نه ده. لاندې کوښښ کړم چې خپل نظر مې په روښانه ډول بیان کړم: د انسانانو تر منځ فرهنګي تکامل له ډېر اوږده وخته را پدې خوا دوام لري. ((پوهېږم چې نور غوره ګڼي چې دې جریان ته «تمدن» ووايي)). په حقیقت کې موږ خپله او ټول هر څه د همدې فرهنګي تکامل منندوی یو. هغه څه چې یو او هغه څه چې نه یو، له هغه څه مو چې ګټه کړې او له هغه څه چې ځوریږو د همدې فرهنګي تکامل د جریان حاصل دی چې علت او پیل یې ناروښانه، انجام یې نامالوم او ځینې ځانګړنې یې په ساده ډول ښکاره دي. شاید چې یو وخت همدا فرهنګي تکامل د بشر نسل له منځه یوسي؛ ځکه لږ و ډېر د جنسي میل استعمال ته ستر زیان رسوي؛ په داسې ډول چې نن ورځ زاد او ولد په بې فرهنګه نژادونو او په وروسته پاتې ټولنو کې، د نورو بافرهنګه ټولنو او ملتونو په نسبت زیات دی. شاید دغه جریان د یو شمېر مشخصو حیواناتو د ډولونو په اهلي کېدا کې د مقایسې وړ وي. پرته له شکه فرهنګي تکامل یو شمېر مشخص جسمي تغیرات هم له ځان سره درلودل؛ اما دا تصور چې فرهنګي تکامل هماغه «د اندامي تغیراتو جریان» دی، زموږ لپاره تر اوسه بې مانا او د لمس وړ نه دی. د همدې فرهنګي تکامل له لارې تر لاسه شوي تغیرات ښکاره او څرګند دي. دغه تغیرات د غریزي موخو د انتقال له پراختیا او د غریزي هیجاناتو له محدودیت سره مله دي. هغه حسي موندنې چې، تر موږ مخکې وګړي تر موږ زیات لذت غوښتونکي وو او تر موږ یې جنسي میل زیات درلود، زموږ لپاره تر سویې لوړ او د تحمل وړ نه دی. دا چې زموږ په زړه پورې اخلاقي او ښکلا پېژندونکو غوښتنو تغیر کړی دی، اندامي دلایل لري.

د فرهنګي تکامل د ارواپېژندنې د ځانګړنو له منځه دوه ځانګړنې د پام وړ اهمیت لري: یو چې پر غریزي ژوند عقل قدرت پیدا کړی؛ او بل د ټولو خطرناکو عواقبو او ګټورو پایلو سره د قهرجنو تمایلاتو دروني کېدل. هغه رواني لید چې د فرهنګي تکامل جریان یې پر موږ تحمیل کړی دی، شدیداْ له جنګ سره په مخالفت کې واقع دی. په همدې خاطر د جنګ پر وړاندې پرېشانه یا مضطربه کېږو او د تحمل وس یې نه لرو. دا یوازې عاطفي مخالفت او عقلاني غبرګون نه دی، بلکې زموږ مظطربه کېدل د زغم ذاتي کموالی دی؛ فکر کړې چې په شدیدترین حالت کې بنیادی حساسیت دی. داسې ښکاري، هغه تحقیر چې جنګ یې پر ښکلا پوهنې روا ګڼي، له هغه وحشتونو څخه چندان کم نه دی چې زموږ د بیزارۍ او مخالفت سرچېنه ده.)) د فروید او نورو ارواپوهانو خبرې تر ډېره برېده په اروايي دروني انګېزو کې خلاصه کېږي او ټول نږدې په یوه خوله دي او هغه دا چې د انسان او د هغه دروني حالت، دی جګړو ته هڅوي .

پایله:

په لنډو کې که وغواړو چې د جګړې لاملونه نور هم ښه درک کړو نو اړینه ده چې د جګړې په اړوند جګړه مار وپېژنو او په دې برخه کې فردي ارواپوهنې ته پناه وروړو او په سایستوالو څېړنې وکړو او پوه شو چې رهبران او مشران کوم شخصیتونه لري همدا لامل وه چې سیاسي ارواپوهنه هم رامنځ ته شوه.

ارواپوهان په دې کار کوي چې څنګه ځینې ټسټونه او پېژندنې رامنځ ته کړي او بیا یې پر سیاسیونو او رهبرانو وکاروي او معلومه کړي چې کوم شخص د سیاست ډګر ته تللو لپاره مناسب دی او په دې ټستونو کې په دې اړوند کار روان دی چې څنګه د مقتدر، نیواکګر، منځ لاري او ځانغوښتونکي ځانګړنې په سیاستوال کې مشخصې کړي او هڅه به دا وي چې د سیاست ډګر ته سم خلک لاره پیدا کړي نه ناروغان او د شخصیتي اختلال لرونکي او د وینو تږي.

په ارواپوهنه کې تل ډېره هڅه په درونې انګېزو شوې او همدا لاملونه تر ډېره برېده اغیزمن هم واقع شوي.

یاذونه: دا مقاله د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر