ارواپوهنه

سادیزم څه ته وايي؟

سادېزم یانې ځورول او خوند اخیستل

ژباړن: بختیار تلاش

که غواړئ، چې د سادېزم په مفهوم سم پوه شئ؛ د رواني ناروغیو له ډاکټر پروېز مظاهري سره دغه شوې مرکه ولولئ:

تقریباً ډېر خلک د سادېزم له کلمې سره اشنا دي او د دغې کلمې په اړه بېلابېل تصورات لري. د ارواپوهانو له نظره دغه کلمه څه مفهوم لري؟

سادېزم، په رواني، جسمي او جنسي ډول د نورو ځورولو ته وايي، چې ځوروونکی وګړی ترې نه د ضرر رسولو په حالت کې خوند او ارام اخلي.

ولې ورته د سادېزم نوم غوره شوی دی؟

په فرانسه کې د مارکي دوساد په نامه یو لیکوال په ۱۸مه پېړۍ کې په خپلو لیکنو کې د دغه ډول اشخاصو ځانګړنې بیان کړې. د “سادېزم” اصطلاح له “دوساد” نه اخیستل شوې ده.

د سادېزمي کس د شخصیت ځانګړنې:

دغه وګړي د نورو په تحقیرولو، ځورولو او تمسخرولو، یا په روحي، جسمي او جنسي ډول نورو ته په تکلیف ورکولو سره زیات خوند اخلي او کله نا کله د نورو وګړیو د ځورولو او په خپله له دغه حالت نه د خوند اخیستلو له پاره جنایتکارانه حرکتونه کوي.

د دغه اختلال د خپرېدلو میزان څومره دی؟

په لومړیو کې دغه شخصیتي ځانګړنه د موسومي طبقه بندۍ “اي، اېس، اېم درې”  تر وخته پورې د اختلال په نامه پېژندل کېده، خو د انتشار د طبقه بندۍ “اي، اېس، اېم څلور” نه راپه دې خوا د یوې شخصیتي ځانګړنې پر نوم نومول شوې ده او له بدمرغه، چې د هغوی د نادر موجودیت له امله هره ورځ له داسې کسانو سره وینو، چې د دغو ځانګړو په ډول معیارونه، نه لري.

نور په جسمي، رواني او جنسي ډول ځورولو او ځوروونکي کس ته د ځورول شوي کس له ځورېدلي حالت نه خوند اخلي، چې همدې حالت ته سادېزم وايي.

کولی شئ، چې په دې اړه خپلې بېلګې وړاندې کړئ؟

په ورځنیو کارونو کې په ځانګړي ډول په ادارو، مېلمستیاوو او حتا په علمي ناستو کې هم له داسې کسانو سره مخېږو، چې د نورو له تحقیرولو، ځورولو، کنایه کولو او سپکولو نه خوند اخلي. مثلاً: مېړه خپله ښځه د مېلمنو په مخکې تحقیروي، یا پلار خپل زوی د خلکو په مخ کې سپکوي، یا د یوې ادارې رییس چې د خپلو مامورینو له رواني ځورونې نه خوند اخلي او یا د ښوونځي ښوونکی چې پرته له کومې خطایئ نه پر زده کوونکي ملنډې وهي؛ دا ټول د سادېزم مثالونه دي.

ایا یوازې د نورو تحقیر ته سادېزم ویلی شو؟

ښه! څنګه مو چې د سادېزم په تعریف کې وویل، دغه کار (جسمي، رواني او نورې ځورونې) یوازې د ازار ورکوونکي کس د روحي خوشالۍ او خوندونو او ارامۍ لامل کېږي.

دغه کسان له خپلې ښځې سره د یوځای والي پر وخت هم له شکنجې او ځورولو خوند اخلي او د خوند یو رواني لذت ته ځان رسوي.

دغه ډول کړنې د کومو عواملو او ځانګړنو له مخې په یو انسان کې پیدا کېږي؟

تر اوسه د نورو د ځورولو په اړه کوم ځانګړی علت نه دی مشخص شوی، خو ځېنې ژنیټیکي او کورني عوامل د دې لامل کېږي، چې انسان سادېزمي کارونو ته مجبور شي.

دغه ستونزه له څو کلنۍ نه پیلېږي؟

دغه بد عمل په انسان کې د نوې ځوانۍ په درشل کې راښکار کېږي او دا وېره هم بې ځایه ده، چې سادېزم دې له دواګانو، جسمي، مغزي او قلبي ناروغیو نه راپيدا شوی وي.

د سادېزم او د ټولنې ضد شخصیتي اختلال تر منځ کوم توپیر موجود دی؟

د ټولنې ضد شخصیتي اختلال کې، ځورونکی شخص د لذت اخیستلو په خاطر نور کسان نه آزاوري. خو په سادیزم اخته کس د نورو له ځورولو او خوږولو خوند اخلي.

د چاپېریالي سترسونو زیاتوالی د دې لامل کېږي، چې په سادیزم اخته کسانو کې د افسرده ګۍ، ستړیا او اضطراب ډېر او لاپسې پیاوړی کړي.

دواګانې محدوده ګټه لري، په ورته وخت کې کولی غلطه وکارول شي او یا ترې د ځان وژنې له پاره کار واخلي. (اضطراب او رواني ستوماني د دې لامل کېږي، چې پر سادیزم اخته شخص د درملنې له پاره له اخیستل شوې دوا نه د ځانوژنې په پار کار واخلي) ژباړن

دغه اختلال نور کوم زیانونو لرلی شي؟

دا هم د نورو رواني ناروغیو او اختلالاتو په شان په مرور د وخت سره د انسان پر ټولنیز ژوند او بوختیا باندې اغېز کوي او هغه تر تاثیر لاندې راولي.

پر سادیزم د اخته کس خپلوان او همکاران له هغه نه ځانونه ګوښه ساتي او که چېرې جنسي یا جسمي ځورونې ډېرې شدیدې وي؛ نو کولی شي، چې ځانته قانونې ستونزې هم راپيدا کړي.

ستاسو نظر

۱ نظر