ارواپوهنه

خشونت او مرګ د فروید له نظره

فروید وایی هېڅ انسان کاملاً «ښه» یا کاملاً «بد» نه دی. هر انسان په ځینو برخو کې یا په ځینو شرایطو کې «ښه» دی او په ځینو حالاتو کې «بد». شیطانی او انسانی تمایلات د هر انسان په خټه کې اغږل شوی دی. انسان د اروایی ودې په لومړیو کې یوازې «د لذت اصل» ته تابع وی. هر څه چې ده ته خوند ورکوی او له ټنشنه یې خلاصوی، هغه ورته ایډیال ښکاری او هر څه چې دی ځوروی او ټنشن ورته جوړوی، له هغې تېښتی. وروسته چې له واقعیتونو سره مخ کېږی او پوهېږی چې هره غوښتنه یې بې درنګه نه شی ترسره کېدای، بیا د تعقل لاره خپلوی او «ایګو» ورباندې حاکمېږی. خو دغه تعقل هر څه د ده د غوښتنو په ګټه استعمالوی، ښه او بد ته یې نه ګوری. په درېیم پړاو کې د کورنۍ او ټولنې له خوا وضع شوی ارزښتونه د ده شخصیت ته لاره کوی او وجدان یې رغوی. وجدان انسان له بدو کارونو منع کوی او ښو ته یې هڅوی.
خو د فروید په باور «وجدان» هغه سخت زړی قاضی نه دی چې د اخلاقو معلمان یې یادوی. دغه قاضی داسې نه دی چې هېڅکله به له قانونه عدول نه کوی. د وجدان اساس «ټولنیزه وېره» ده. یعنې تر هغې پورې چې ټولنه زموږ اعمال څاری، «ښه» یو خو همدا چې د ټولنې دغه څارنه کمرنګه شی، ظلم، تعدی، خیانت او فریب ته لاس پورې کوو.
په حربی ښوونځی کې زموږ یو ټولګیوال پیرمحمد نومېده. دومره عاجز و چې نورو به ورباندې خپل بوټونه رنګول، خپله نوبتچی ګری (د ټولګی یا د کاغوش د پاکولو وار) به یې په ده باندې کوله. همدا چې تنظیمی جګړې شروع شوې، دی په یوه تنظیم کې قوماندان شو. یوه ورځ مو بل ټولګیوال د کابل په میکرویانو کې لیدلی و چې پایڅې یې بډ وهلې، کلاشینکوف یې په لاس کې ځوړند نیولی او باډیګارډان ورپسې. ده ورنه پوښتنه کړې وه چې خلک خو به نه ځوروې؟ پیرمحمد ویلی وو: که همدا اوس پوه شم چې یو څو روپۍ دې په جېب کې دی، ولله که تا هم پرېږدم.
البته په دې کې چې دغه آرام او عاجز انسان یو دم په یوه جنایتکار او وحشی بدل شو، د حقارت مسأله هم ده. دی پخوا تحقیر شوی و، د حقارت د احساس د جبیرې یوه لاره غچ اخیستنه ده. داسې خلک په لاشعوری ډول ټولنه او د ټولنې هر وګړی د خپل حقارت مسوول ګڼی او غواړی چې غچ ځنې واخلی. خو، دلته د فروید نظر هم تطبیقېږی. موږ په دې دېرشو کلونو کې ولیدل چې د افغانستان آرام او مهربانه خلک څنګه یو په یو خپله مهربانی هېره کړه او وحشت ته یې مخه کړه. کله چې دوی خپل سری شول او ټولنه پر دوی باندې خپل نظارت له لاسه ورکړ، شیطانی غریزې یې یو ناڅاپه یاغی شوې.
فروید په لومړی سر کې خشونت ته د مخه کولو عامل د انسان ځانغوښتنه او نرګسیت وګاڼه. د ده په باور انسان پر ځان میین دی او هر څه چې د ده دغه احساس وګواښوی، د ده غوسه راپاروی. ارواپوه کابلر راس چې د مرګ او ویر په اړه یې څېړنې کړې دی، دې نتیجې ته رسېدلی: همدا چې انسان له خپل مرګه خبر شی – مثلاً خبر شی چې په ناعلاجه ناروغۍ لکه سرطان یا ایډز اخته دی – لومړنی عکس العمل یې قهر او غوسه دی او د قهر او غوسې نتیجه خشونت وی.
ماشومان چې لا د اجتماعی کېدو پړاوونه یې نه دی وهلی، ډېر ځان محوره «ایګوسنټریک» شخصیت لری او فکر کوی چې هرڅه او هرڅوک باید د دوی په چوپړ کې وی. موږ وینو چې ماشومان څنګه د هغو شیانو پر سر خشونت ته لاس پورې کوی چې خپل ملکیت یې ګڼی. دوی دغه شیان هم د خپل ځانغواړی وجود حصه ګڼی.
دا چې ولې مستبد او زورواکی په کراتو په خشونت لاس پورې کوی، یو دلیل یې همدا نرګسیت دی. دوی ته ځانونه تر هر چا ښه او کامل ښکاری، دوی د ټولنې رهبری یوازې خپل حق ګڼی او که هر څوک یا هر شی د دوی دغه احساس وننګوی، د دغو مستبدو له خشونت سره مخ کېږی. دلته د سالمې روزنې اهمیت په ډاګه کېږی. که چېرې ماشومان سم ورزول شی، د خشونت پر ځای د سوله ییزو طریقو په وسیله خپله ځانغوښتنه ارضا کولای شی.
فروید باور لری چې هر انسان کې د «عشق (ژوند)» غریزه او ورسره د «مرګ» غریزه وی. دغه غبرګې غریزې «خپل ژوند او د نورو مرګ» دواړه طبیعی دی او د ژوند لپاره ضروری خو په خاصو شرایطو کې یوه غریزه پر بلې بر کېدای شی. ځینې هیومانیسټان (بشرپالی)، د حیواناتو د حقونو مدافعان او سوله پالی په ماشومتوب کې واړه سادیستان پاتې شوی دی. دی پر بد یا شیطانی غریزې د ښه یا انسانی غریزې د بر کېدو لپاره دوه میکانیزمونه تشریح کوی. یو یې درونی میکانیزم دی چې شهوانی علایق – چې حاصل یې ځانغوښتنه ده – له ټولنې سره په مینې بدلوی. مانا دا چې د مینې غریزه پراختیا مومی او له ځان سره مینه له ټولنې سره پر مینه بدلېږی. عرفان، تصوف او هیومانیزم د دې میکانیزم نمونې ګڼلی شو. بل میکانیزم یې بهرنی (کلتوری محیط) دی چې د روزنې په وسیله لوړ ټولنیز ارزښتونه او اخلاق انسان ته لېږدوی. د سالمې روزنې په برکت انسان دا زده کوی چې نور هم احساس لری، دردېږی، خپل حقونه لری … په دې برخه کې هنر او ادبیات مهم ګڼل کېږی. ادبیات په انسان کې له نورو سره د خواخوږۍ حس او مثبت عواطف راژوندی کوی او انسان ته د نورو د زغملو توان ورکوی.
د ښې روزنې په وسیله انسان متمدن خویونه خپلوی خو فروید ټینګار کوی چې متمدن انسان تر ډېره حده منافقت کوی. دی د ټولنې له وېرې ښه وی او همدا چې د ټولنې څارنه ورباندې کمه شی، ځناورتوب یې ځان څرګندوی. هماغسې چې د جنسی غوښتنو دوامداره پر شا تمبول د ناروغۍ سبب کېږی، د ټولنې له خوا د وضع شویو ارزښتونو په وجه، د مرګ د غریزې پر شا تمبول هم د عقدې سبب کېږی. د ده په باور خوبونه مو خپلو اصلی تمایلاتو د ورګرځېدو ښې نمونې دی. په خوب کې موږ د اخلاقو جامې وباسو او په خوب کې هر څه کوو خو سهار چې له خوبه راویښېږو، دغه جامې بېرته اغوندو. په خوب کې «هرڅه کول» بې تاوانه دی ځکه په خوب کې موږ عملاً فلج یو او د څه کولو توان نه لرو. خو که په ټولنه کې ګډوډی راځی، بیا دغه «هرڅه» په واقعیت کې او عملاً کوو.
موږ د دې ادعا ثبوت په خپل وطن او نورو ملکونو کې لیدلی دی. تر څو پورې چې په ټولنه کې ثبات او نظم ـ ان که د دیکتاتورۍ او استبداد له لارې هم – قایم پاتې وی، ټول سم دی خو همدا چې دغه نظم – په هر دلیل – له منځه ځی، وګړی خپل وحشیتوب نه شی کنټرولولای. مصر، لیبیا، عراق او سوریه یې غوره مثالونه دی.
د مرګ په اړه فروید وایی چې دا څنګه کېدای شی چې یو انسان د خپلو عزیزانو په مرګ دردېږی، او هېڅکله د خپل دوست او قریب د مرګ تصور نه کوی او نه پرې خبرې کوی – یوازې ماشومان په اسانۍ سره د خپل پلار، ورور، خپلې مور یا خور د مرګ خبره کولای شی ځکه چې له مرګه د دوی تصور بېل دی – خو همدا انسان د جنګ په ډګر کې نور انسانان مرګ ته سپاری. دلته هماغه د غبرګو غریزو خبره ده «خپل ژوند او د رقیب مرګ». انسان د دښمن د وژلو لپاره دغه دلیلونه تراشی چې «هغه به زما ژوند وګواښوی، زما وطن به لاندې کړی، زما شته به رانه یوسی.» همدا ده چې د جګړې له ډګره راستون شوی جنګیالی، کله چې کور ته ځی، هر څه هېروی. د نورو وژنه، د وژل شویو د خپلوانو ویر او درد، دا هر څه هېروی.
فروید د خشونت لپاره بل دلیل هم یادوی. هر انسان د ځان ښه او هوساینه غواړی خو دا هوساینه د نورو له خوا تهدیدېږی. نو خشونت لکه ماینونه باید د ده د هوساینې قلمرو وساتی. د دې نظریې پر اساس د مستبدو د خشونت وجه «وېره» ده نه «غوسه». زموږ په وطن کې قبیلوی ژوند د همدې وېرې نتیجه ده. زموږ پلرونو ځانونه خوندی نه ګڼل، تل دا وېره ورسره وه چې بل یا بله قبیله به د دوی ځمکې لاندې کړی، مالونه به یې ځنې یوسې، د ځنګله برخه به یې ولوټی … نو هر چا په خپل خېل او قبیله کې ځان خوندی احساساوه ځکه چې خېل او قبیله به د دوی ننګه او ساتنه کوله. موږ وینو چې په ښارونو کې – چې قانون د خلکو حقونه خوندی کوی – قبیلې حل کېږی او نور څوک په خېل او قبیلې پسې نه ګرځی.
د ژوند په وروستیو کلونو کې فروید د حنجرې په سرطان اخته و او سخت دردونه یې ګالل. په دې وخت کې ده نوې نظریه وړاندې کړه: «خشونت د عضلاتو د قوې محصول دی.» عضلات باید په ځان کې راټوله شوې انرژی (ټون) تخلیه کړی او د تخلیې لپاره یې خشونت یوه وسیله ده. فروید ته په دې وخت کې ټول ژوند له درد او کړاوه ډک ښکارېده چې هر انسان باید ځان ځنې خلاص کړی. خشونت په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږی. یوه وجه یې دا ده چې د ودې او جنسی هورمونونو د فعالیت په نتیجه کې د دوی عضلات او اندامونه غښتلی کېږی او ډېره انرژی په کې زېرمه کېږی. د دې انرژۍ د تخلیه کولو یوه لاره تاوتریخوالی، شخړه او جګړه ده. ورزش د نورو ګټو تر څنګ دا کمال هم لری چې د ځوانانو عضلی انرژی په مثبته او نسبتاً بې تاوانه لاره مصرفوی. فکر کوم طالبان او نور توندلاری چې لوبې، ورزش او فیزیکی بوختیاوې لهو و لعب بولی، یوه وجه به یې همدا وی چې نه غواړی ځوانان خپله عضلی انرژی په سمه لاره تخیله کړی او دا انرژی همداسې پاتې شی چې د دوی په ګټه د جګړې په ډګر کې مصرف شی.
نتیجه:
۱٫ په انسان کې انسانی او شیطانی تمایلات او غریزې خوندی دی خو سالمه روزنه انسان د سوله ییز ژوندانه خوا ته بیولی شی.
۲٫ هر متمدن انسان چې د ټولنې اخلاقی قواعدو ته غاړه ږدی، مانا یې دا نه ده چې هغه خپل وحشیتوب هېر کړی دی او که چېرې د ټولنې ثبات او نظم ګډوډ شی، د دوی له مخه به نقابونه لرې شی. نو باید د ټولنو ثبات او نظم خوندی وساتل شی.
۳٫ څومره چې په یوه ټولنه کې د قانون حاکمیت زیاتېږی، هماغومره وګړی خپل حریم مصوون ګڼی او دې ته نه مجبورېږی چې د خپلې هوساینې د ساتلو په خاطر د نورو مرګ وغواړی.
۴٫ ورزش او لوبې د عضلی انرژی د تخلیې مثبته لاره ده. څومره چې ځوانانو ته د سالمو فیزیکی بوختیاوو زمینه زیاته شی، هماغومره د تاوتریخوالی پېښې کمېږی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر