ارواپوهنه

لاشعور

د لاشعور په اړه دا لیکنه به د لاشعور پر بنیادي تعریف سربېره د هنر، عرفان، سکس، مفکورې او له نورو برخو سره د لاشعور پر اړیکې بحثونه ولري او تر څنګ به یې د جمعي لاشعور او د دفاعي میکانیزمونو یو شمیر ځانګړي وضاحتونه وړاندې کړي چې په دې بحث کې مهم دي.

مقدمه:

پر لاشعور باندې په لومړي ځل د یوې علمي تیورۍ په حیث زېګموند فروید منظم کار وکړ. تر اوسه ممکن له داسې پېښې سره مخ شوي وئ چې په یو خاص وخت کې مو د یو چا نوم له یاده وتلی وي؟ د فروید په نظر دا کار تصادفي نه دی. کله که یو شخص په تصادفي ډول د کتاب په ځای کباب وايي، علت یې ممکن دا وي چې وږی دی او دا لاشعور دی چې پر ژبې یې تسلط لري. که چېرې مو څوک خوښیږي، الزاما هغه څه نه دي چې ته فکر کوې، شاید دا شخص دې پلار در یادوي او یا هم هغه څوک چې ستا مخکې تر ده خوښیده؛ فروید د لاشعور له پاره دې ته ورته ګڼ نور مثالونه هم راوړي. د پېژندې هغه سیستم چې موږ ترې خبر نه یو او البته په لاره تګ، موټر چلول تر شعور وړاندې “تحت شعور” سیستم ګڼي؛ هغه پدیدې چې اوس ترې ناخبره وي ولې هر مهال کولای شو چې را په یاد یې کړو. نو په دې ډول باید په فرویدي ارواپوهنه کې د شعور، لاشعور او تر شعور وړاندې (تحت الشعور) حالت تر منځ تفکیک پیدا کړو. فروید تر هر څه زیات لاشعور د ځپل شویو امیالو د تجمع ځای ګڼي. یانې د شعور لپاره یو ډول کثافت داني.

د ارواشننې (روانکاوی) اساس او بنسټ د ځان ناخبري روان پر کشف ولاړ دی. په دې مانا چې کولای شو د هر ځپل شوي او په شا تمبول شوي میل اساس او ریښه په لاشعور کې وپلټو. ځان ناخبری روان د بشر ټول لومړني غرایز رانغاړي چې یو شمیر دغه عوامل ارثي او نور یې د کوچنیوالي د وخت د تحول او تکامل په اثر رامنځته شوي دي.

تر فروید له مخه د ځان ناخبري ضمیر د نظریې وجود

دوه هغه مهم موضوعات چې معمولاْ یې کریډيټ پر فروید ورګډیږي، شوپنهاویر د ده تر زېږیدا وړاندې هغه په پوره ډول مطرح کړي ول. لومړی، د ځان ناخبري ضمیر مفهوم دی. همدا مفهوم او په اړه یې مفصل استدلال فروید خپله بیا تکرار کړی دی. استدلال دا دی چې ډېری وخت زموږ انګیزې غافلې وي او زموږ د شعور له دایرې بهر وي، د شعور له دایرې یې د بهر پاتې کېدلو دلیل دا دی چې ځپل کیږي؛ د ځپلو دلیل یې دا دی چې نه غواړو ورسره مخامخ شو؛ هغه دلیل چې ولې نه غواړو ورسره مخامخ شو دا دی چې د هغه نظر سره چې د ځان په اړه یې لرو، ضدیت او مخالفت لري؛ زموږ د پارول شوې انرژۍ زیاته برخه د همدې ډول انګېزو پر ځپلو مصروفه وي او یا په دې لاره کې مصرفیږي چې ټولې هغه انګېزې پاکې او تصفیه شي چې ځپل شوي وي او چې ونه توانیږي کوم مهال په شعوري ډول سر راپورته کړي. دا استدلال د فرویدیزم مرکزي هسته ده ولې دا هر څه وار  له مخه شوپنهاویر مطرح کړي دي او فروید هم پر دې قانع دی، ولې دومره ادعا لري چې دی ورته په خپلواک ډول رسېدلی دی. دویم تصور چې د فروید د ارواپوهنې د شهرت منځنی ټکی ټاکي، د ټولو چارو او کړنو تر شا د جنسي غریزو موجودیت دی چې تر فروید له مخه ورته شوپنهاور اشاره کړې ده، ولې زموږ د بحث برخه نه ده.

د فروید له لوري د ځان ناخبري ضمیر د اثبات دلایل:

ګر چې فروید کله نا کله او په دې وروستیو کې د خپلو استثنایي فکرونو له وجې زیات نقد شوی دی او ورسره مخالفت را منځته شوی دی چې شاید یو دلیل یې دا وي چې فروید معمولاْ په سنتي ټولنو کې د سنتونو ضد پاتې شوی او له حاکمو سنتونو سره ټکر شوی دی؛ یو هغه بحث ځان ناخبری ضمیر دی چې فروید یې د اثبات څو دلایل راوړي:

  1. شخص له مصنوعي خوب څخه را ویښیږي او هغه دستورات چې د خوب پر مهال ورکړل شوي دي، تر سره کوي.
  2. په رویا کې د پټې مانا څخه را منځته شوي دلایل.
  3. د ژبې ښويدل، ګفتاري اشتباهات او یو شمیر نور سهوي اعمال.
  4. د هغو فکرونو ناڅاپي را پیدا کېدل چې د لاشعور په حوزه کې قرار نه لري او همداسې په ناخوداګاه ډول د ستونزې حل.
  5. د ځان خبري ضمیر د محتوای په نسبت د ځان ناخبري ضمیر د محتوا ډېرښت.
  6. د یو شمیر جسمي او رواني ناروغیو پیدا کېدل چې د ارواشننې (روانکاوی) له نظره سرچینه یې د فرد په رواني ژوند کې پټه ده.
  7. په ځان ناخبري ضمیر اعتقاد د یو ګټمن روش د تدوین باعث شوی دی چې کولای شو له لارې یې د ناروغانو په درملنه کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړو.

فروید په کال ۱۹۲۳ کې خپله پورتنۍ نظریه نوې کړه او درې نوي جوړښتونو یې د ایډ، ایګو او سوپر ایګو په نومونه مطرح کړل.

د لاشعور په جوړښت کې د دفاعي میکانیزمونو ونډه:

دفاعي میکانیزمونه او خصوصاْ ځپل د اروایي ناروغیو باعث ګرځي چې هیستریا یې تر ټولو اصلي ده. یوه نجلۍ چې خپله د فروید ناروغه هم وه، له یوازې خرڅلاو به یې ویره کېده. فروید پوهیږي چې دې نجلۍ ته په کوچنیوالي کې په یو دوکان کې جزیي جنسي ازار رسېدلی او دا خاطره د نجلۍ په هماغه وخت کې ځپل شوې او لاشعور ته رسېدلې.

فروید رویا لاشعور ته د رسېدو ستره لار ګڼي. د رویا ژبه سمبولیکه ژبه ده او لاشعور له موږ سره د سمبولونو له لارې خبرې کوي. یو له دغو سمبولونو، د بېلګې په ډول کور دی چې په خوب کې د شخص د بدن مانا ورکوي. یانې که مو په خوب کې کور ړنګ شو کولای شي داسې وښايي چې بدن ته مو کوم زیان رسېدلی دی. یوه کوچنۍ نجلۍ په خوب کې ویني چې په یو باغ کې له خپل ورور او خور سره لوبې کوي، یو په یو متوجه شوه چې ورور او خور یې ورو ورو په شاهپرک واوښتل، ترې لرې شول او له یو څو نورو فرښتو سره ورک شول. فروید دا د هغې کوچنۍ نجلۍ د اوایلو ځپل شوې غوښتنه بولي چې غوښتل یې ورور او خور یې یو ډول له ژونده لرې شي تر څو یې د مور او پلار ټوله مینه دې ته ور پاتې شي اما نه یې غوښتل چې هغوی بد ژوند ولري او همداسې یې باید یوې فرښتې له ځانه سره وړي وائ. د فروید په باور، خوب د ایګو او سوپر ایګو په مرسته د ځپل شویو تمایلاتو د ښکاره کولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.

د فروید د تیوریو له منځه چې لومړنۍ نظریې شکل خپل کړ، هغه د لاشعور په عقلاني او رواني جریانونو دده باور و. په ۱۸۸۹ کال کې په نانسي کې د ده تجربو د دې باور په پیدا کېدا کې زیاته مرسته وکړه. له هېپونتیزم حالت څخه چې کله شخص بیرون را ووځي، پر ټولو هغه شیانو پوه نه وي چې پرې تېر شوي دي. د برویر ناروغان او د فروید تر درملنې لاندې ګڼ ناروغان به چې کله هېپونتیزم کېدل د هغه مطالب به یې په یاد ول کوم به یې چې په ویښتیا کې کاملاْ هېر کړي ول، په دې ډول ښکاري چې دا خاطرات په واقعي ډول نه و هېر شوي بلکې د شخص په لاشعور کې موجود و او د شعور له لارې یې د لوستلو قابلیت نه درلود. د لاشعور نوم د فروید له لوري نه دی اختراع شوی، بلکې له ده تر مخه یو شمیر نورو څېړونکو لکه ژانه او شارکو له لوري کارول شوي و.

فروید په خپل یو جالب کتاب (د ورځني ژوند سایکوپتالوژي) یا (The Psychopathology of Everyday Life) کې د ژبنیو خطاوو ګڼې بېلګې راوړي او ښيي یې چې دا هر څه په لاشعور کې ريښه لري. په دې تجزیه او تحلیل کې یې ځان هم هېر نه کړ. هغه نشوای کولائ چې د خپل یو ناروغ نوم را په یاد کړي او وروسته ورته مالومه شوه چې هغه یو مریض و چې د هیستریا د تشخیص لپاره د ګېډې د درد په خاطر یې درملنه کېده اما بلاخره سرطان مړ کړ. فروید دلته یوې نوې تیورۍ ته رسیږي: هر هغه څه چې مو زده کړي دي هېڅکله نه هېریږي اګر چې ممکنه ده په لاشعور کې ښخ شي. یوه ناوې د خپل واده ګوتمۍ ورکوي، دا هغه نښه ده چې د دې مېرمنې د بیاځلې ازادۍ یا حتی له دې زوم څخه پر خلاصون دلالت کوي.

فروید یو شمیر شواهد وړاندې کوي چې په دې دلالت کوي چې شوخي او اپلتې ویل (بذله ګويي) هغه فرصت برابروي چې ځپل شوې محتوا له لاشعور څخه شعوري حالت ته لاره پیدا کړي.

د فروید له آزادې تداعي او د خوب له تحلیل څخه علاوه یو شمیر نورو اصولو ته لاره پیدا کړه چې له لارې به یې لاشعوري انګېزې پیدا کولې. له دې اصولو څخه یې یو دا و چې ((هر هغه شی چې په شدت سره تحریم شي او له مخنیوي سره مخ شي په واقعیت کې یې پر وړاندې شدید لاشعوري تمایل ډېریږي)). که چېرې خلک په واقعیت سره نه غواړي کومه چاره نشي تر سره نو تحریم ته یې اړتیا نشته. نو په دې اساس فروید دې باور ته رسیږي چې پلار وژنه او له محارمو سره زنا ته لکه څومره چې په ټولنه کې د کراهت تاکید موجود دی، ټولیز او قوي لاشعوري غوښتنې دي.
له دې اصولو یو بل دا و چې ((له هر څه چې په شدت ویره لرو په واقعیت کې په لاشعوري ډول ورته تمایل لرو)) او دا په ځانګړي ډول په غیرمنطقي او شدیدو (فوبیا) ویرو کې صدق کوي.

د کنټرول اهمیت

ماشومان معمولاً د ژړا له لارې خپلې غوښتنې مطرح کوي. کله چې د مور له تیو شیدې وخوري او خپله مادي اړتیا رفع کړي، نو یو ډول خوښي او جنسي لذت ته رسیږي. دغه کړنه په یو ډول حیواني طرز باندې مطرح کېږي، ځکه لا هم ماشوم د کنټرول په مقوله نه پوهېږي. د اعمالو غریزي بودن او د کنټرول نشتون د دې مانا لري چې ماشوم لا هم د حد په مفهوم نه پوهیږي او نه یې دي زده چې د ده کړنې او رفتار او په ټوله کې د انسانانو کړنې او رفتار، محدود دي. له همدې مخې کله چې مور شیدې قطع کړي، ماشوم عکس العمل ښيي او د عکس العمل ډول او څرنګوالی په موقعیت او حالاتو پورې تړلی دی. ماشوم شیدې غواړي، ولې لاسرسۍ ورته نه لري؛ دا لومړنۍ مرحله ده چې یو ماشوم خپلې غوښتنې ځپي او ترې تېریږي.

مور په دریو دلایلو پر کوچني ماشوم شیدې قطع کوي؛ یا شیدې خلاصې شوي، یا خسته شوې او یا هم پوهېدلې چې نور ماشوم نه غواړي او یا هم د معدې په اندازه بس دي.

دا لومړنۍ مرحله ده چې په ماشوم کې د غوښتنو د ځپلو ابتدايي پړاو ترسره کېږي او په ماشوم کې د لاشعور لومړی ځای جوړیږي. دا ننګونې، موانع، ناغوښتنې او ځپل شوې غوښتنې سره راټولیږي او د لاشعور په مخزن کې سره تپل کېږي.

مګر مهم ټکی دا دی چې ماشوم په تدریجي ډول د دې وضعیت په رامنځته کولو کې سهم اخلي. هغه نور په دې پوهیږي چې دا یې لاره او طریقه نه ده، که دی هر څومره چیغې ووهي مور به یې ورسره کومه مرسته ونه وکړي. نور باید دا زده کړي چې هر هغه څه چې غواړي یا یې ورته زړه کېږي، څنګه چې دي، نه یې شي ترلاسه کولای. نو د خپل دروني ژاندرام اساس په خپله ږدي، نه مور. مور یوازې د دې ځپلو بهرنی عامل دی، اما ماشوم دا ځپل شوې غوښتنه دروني کوي.

دا نه ترلاسه شوي او ځپل شوي امیال د فروید د ارواشننې په باور د انسانانو د راتلونکو کړنو اساس ګرځي. موږ په دې ډول زده کوو چې څه ډول له خپل چاپیریال سره انطباق پیدا کړو، یو شمیر نه ترلاسه کېدونکې یا هم ممنوع غوښتنې د انطباق په خاطر یا مفهوم اصلاً قرباني کړو. او بل دا چې هغوی چې تر موږ زیات توانیدلي دي تر څو له خپل چاپیریال سره ځان منطبق کړي، تر نورو یې زیات د خپلو دروني غوښتنو او علایقو په ځپلو کې مهارت درلود.

د مفکورې په رامنځته کېدا کې د لاشعور ونډه

تحت الشعور چې د پنځه ګونو حواسو له لارې مغز ته د رسیدلو افکارو مرکز دی، د شعور او لاشعور منځنۍ او فاصل حد ګڼل کېږي. کله چې ګڼ افکار د پنځه ګونو حواسو له لوري ذهن ته د یوې مفکورې د جوړېدو په خاطر انتقال پيدا کوي، د لاشعور ونډه په کې بې سارې ده.

هغه افکار چې د نورو له تحت الشعور څخه د سړي ذهن ته لاره کوي، د لاشعوري غوښتنو او ځپلو امیالو نقش په کې تر شته او شعوري فکر په زیاته اندازه ښودل کېږي. تحت الشعور تر شعور، لاشعور ته د اعمالو په تقسیم بندۍ کې ور لنډ دی.

د مفکورو په زېږیدا کې د لاشعور دا ونډه په ټوله کې د هغو مواردو تر څنګ سمه نیمایي ښودل شوې ده چې له لارې یې نوي افکار رامنځته کېږي.

سکس او لاشعور

د فروید د نظریاتو له مخې د سکس او لاشعور اړیکه دقیقاً په ماشومتوب کې هغه مهال پیلیږي چې په ماشومانو کې د اودیپ او الکټرا عقدې رشد پيدا کوي. له دې مخې کله چې کوچنی ماشوم زیږي او ګوري چې پلار یې له مور سره جنسي رابطه لري، دا ماشوم د پلار دا کار نشي زغملی او ځان ورته تر پلار نژدې فرد ورښکاري چې باید له مور سره و اوسي، په همدې مرحله کې یې له پلار سره په لاشعوري ډول د جنسیت پر اساس عقده پيدا کېږي، چې فروید یې د اودیپ عقده بولي. په ښځینه ماشومانو کې دا قضیه برعکس ترسره کېږي چې د الکټرا عقده ګڼل کېږي.

د فروید د ارواشننې په باور زموږ اکثره کړنې د جنسي غوښتنو په خاطر زموږ غبرګونونه دي. یانې زموږ د اکثره کړنو اساس او بنسټ له جنسي غریزې سرچینه اخلي.

جنسي تخیل په لاشعور کې رامنځته کېږي. د جنسي اړیکې د تخیل قدرت، د فرد له شهوت سره مستقیمه اړیکه لري چې دا په ښځو کې زیاته ده. ښځې په یوه خیالي جنسي اړیکه کې ارضاء کېږي او دروني آرامش ته رسیږي. د جنسي اړیکې او د نژدې کېدو خوب خیال زموږ له دروني حالاتو زېږي. په داسې حال کې چې کله مو دومره فکر او ذهن مشغولوي چې عملاً رواني او روحي ستونزوي پیدا کوي. په دې حالت کې که دا شهوت او هوس ارضاء نشي، د سترس او پرېشانۍ او نهایتاً د حقارت او پر ځان د ویسا د له منځه تللو باعث ګرځي.

په عرفاني تجربو کې د لاشعور ونډه

عارفان د ناخوداګاه له لارې غواړي سعادت، د حقیقت سمندر او ستر واقعیت ته ورسیږي او دا لاره تر ټولو غني او قوي لار ګڼي.

د انسان له فطرت سره د نژدې اړیکې په دلیل لاشعور (برتر حقیقت) ته د رسېدو لار ګڼل کېږي. په ټولو هغه هڅو او هلو ځلو کې چې د ناخوداګاه په اساس تر سره کېږي، (عقلانیت) د یو خنډ په صفت څنګ ته اېښودل کېږي تر څو ناخوداګاه ته لاره خلاصه شي. د انسان د ژوند ټولې هغه برخې چې له عقل او ارادې خالي وي، د ناخوداګاه ضمیر تر ټولو ستر ساتنځای دی.

عارفان علم په دوو برخو کې ویشي؛ ظاهري او باطني. عارفان باوري دي چې یوازې ظاهري علم د انتقال وړ دی او باطني علم چې د روحي – شخصي تجربو نتیجه ده، نه شي کولای بل کس ته ولېږي. عارفان یو ډول باطني علم د ناخوداګاه ضمیر مهم کسب بولي.

هنر او لاشعور

د ناخوداګاه په اړه د فروید نظریات یوازې په ارواپوهنه کې قید نشول بلکې ډېر ژر یې وسعت پیدا کړ او د فلسفې، هنر او ادبیاتو په جامه کې یې ځان را ښکاره کړ. په ګڼو ادبي متنونو، فلسفي رسالو او هنري نمایشنامو کې د ناخوداګاه ضمیر څرګند حضور د دې نظریې اهمیت په ګوته کاوه.

په هنري تجربو کې د ناخوداګاه ونډه تر بل هنري مکتب او سبک په سورریالیزم کې زیاته ده. سورریالیستان چې د فروید له نظریې زیات مثاثره دي، له ریالیستي تجربو غواړي (فرا حقیقت) ته ځان وروسوي.

یوه هغه لار چې سور ریالیستان ترې په خپلو هنري پنځونو کې ګټه اخلي، لاشعور دی. سورریالیستان لاشعور یو ستر واقعیت ته د رسېدو مهمه او اساسي لار ګڼي. دوی باور لري په ټولو هغو لارو چارو کې چې د عقل او منطق ونډه نه وي، ستر واقعیت ته د رسېدو چانس په کې زیاتیږي.

خوب او رویا نورې هغه لارې دي چې سور ریالیستان پر برتر حقیقت تر د رسېدلو کوښښ کوي. او دوی کولای شي ستر واقعیت ته ورسوي. خوب سور ریالیستانو ته د کشف تر ټول مصؤن ځای دی. دوی ته د خوب وسعت او پراختیا دومره ستره ده چې یو خوب کولای شي په څو برخو کې ظهور وکړي او یا هم تصحیح یا تکمیل شي.

سورریالیستان د لاشعور له لارې غواړي داسې یو حالت ته ورسیږي چې هلته د بیروني او دروني نړۍ تر منځ ټول تضادات له منځه یوسي یانې د خوب او ویښتیا تر منځ تضادات. سورریالیزم د خپل وخت او د شلمې پېړۍ پیاوړۍ هنري مکتب و. حتی پیر رورودی سورریالیست شاعر عقیده درلوده چې؛ رویا د فکر آزاد او روزل شوی شکل دی. نو روښانه ده چې د فکر دا روزل شوی شکل هغه وخت ممکن دی چې هېڅ ډول هغه قوانین نه وي چې د فکر د محدودیت باعث ګرځي.

جمعي لاشعور

په اوایلو کې لاشعور محدود مفهوم ګڼل کېده. یوازې د هېرې شوې محتوا له پاره یو سرپوښ؛ حتی فروید هم همدا مفهوم سم ګاڼه. له لاشعور څخه داسې یو تفسیر، د دې باعث کېده چې فروید لاشعور ته یو منحصر فردي ماهیت ورکړي، داسې یوه چاره چې کاملاً شخصي امر ګڼل کېده. په داسې صورت کې چې فروید د فکر په میتولوژیکو فورمونو او د ژوند په ډېرو پخوانیو حالاتو هم خبر و.

یونګ د جمعي لاشعور په اړه زیاتوي چې؛ پرته له شکه د لاشعور یوه ډېره کمه او سطحي برخه به فردي وي، چې زه یې شخصي لاشعور ګڼم؛ ولې همدا شخصي لاشعور پر یوې ډېرې عمیقې او ژورې سطحې پروت دی، داسې یوه ضخیمه سطحه چې له شخصي تجربې نه ده ترلاسه شوې بلکې مورزادي او ذاتي امر دی. دغه عمیقه او ژوره سطحه زه جمعي لاشعور ګڼم. یونګ وايي ځکه یې جمعي بولم چې دا شخصي فردي تجربې نه دي، بلکې عمومي او جهاني دي او هر چېرې کولای شئ چې په هماغه ثابت شکل یې ومومئ. یانې دا لاشعور په ټولو انسانانو کې یو ډول دی او مشترک رواني بنسټ جوړوي چې ماهیت یې له شخصي سلیقې او مزاج پراخ دی او هر چېرې وجود لري.

یونګ د جمعي لاشعور د وضاحت په موخه د لاشعور په اړه ارکه ټایپونه معرفي کوي او وايي چې افسانه او هغه ته ورته پخواني انساني پیداوار د اوسني او راتلونکي انسان په لاشعور او رواني وضعیت اغېزه کړې او هماغه رواني کرکټرونه لري چې پخوانو هغو یې درلودل.

جمعي لاشعور د ډېرو نورو مشخصاتو تر څنګ د مذهبي ژوند سرچینه هم ګڼل کېږي.

د لاشعور د کسب لارې چارې

ارواپوهان د ځان ناخبري ضمیر په اړه ګڼ باورونه لري، په دې برخه کې هغه ارواپوهان او فیلسوفان چې عرفاني او تصوفي رنګ او بوی لري، د خوب او رویا تر څنګ مستي او سکر هم لاشعور تر د رسېدو مهمه وسیله بولي، دلته یې هر یو مختصر توضیح کوو:

خوب، رویا او مصنوعي خوب یا هیپونتیزم:

کله چې انسان په نیمه خبر یا ناخبر حالت کې له واقعي نړۍ سره اړیکې پرې کوي، له لاشعور سره وصل کېږي. د بېلګې په ډول خوب؛ یو هغه مجراء ده چې کولای شو د لاشعور له لارې په ځپل شویو علایقو ځان پوه کړو.

خوب معمولاْ د غیرمنطقي، غیر مادي او غیر واقعي امیالو نړۍ ده چې د واقعي نړۍ محدودیتونو د قانون، دین، اخلاقو او نورو مقرراتو په نامه وضع کړي دي. حتی کله کله پر واقعي نړۍ د خوب برتري معقوله او منطقي ښکاري. ځکه چې د ویښتیا په حالت کې نسبت خوب ته سړی له کامل تمرکز او توجه څخه نه وي برخورداره. حتی یو شمیر ارواپوهان لکه یونګ، پاولوف او پیر آل خوب او رویا د لاشعور یو ډول پیغام ګڼي.

په دیني او عرفاني عقایدو کې د خوب اهمیت تر اوسنیو بحثونو خورا پخوا مطرح شوی دی او عارف پیرو وګړي خوب هدایت کوونکی جریان بولي. خوب د وحې او الهي احکامو د نزول وخت هم ښودل شوی دی او همدا راز خوب په عرفاني ادبیاتو کې د معرفت او برتر ادراک منبع ښودل شوې ده.

په ځیني دیني او عرفاني کتابونو کې خوب د نبوت نښه ګڼل شوې ده. لکه څنګه چې یو شمیر پیغمبرانو په خوب کې له خدای (ج) وحي اخیستي، عارفانو په خوب کې له خدای یا سترو دیني بزرګانو امتیازات ترلاسه کړي دي…

مستي او بېخودي:

د ځان ناخبري ضمیر بله ستره مجراء مستي او بیخودي ګڼل کېږي چې په دیني او عرفاني ادبیاتو کې یې سکر بولي. په دې حالت کې په موقت ډول عقلاني تمرکز له اختلال سره مخ کېږي؛ په داسې یو حالت کې چې عقلي قوه غایبه وي، جسم له خطر سره مخ کېږي ولې مست انسان د دې خطر پر وړاندې هېڅ ډول درد نه شي درک کولای. لاشعور ته د سکر یا نشې حالت تر خوب او رویا زیات نژدې او قوي دی.

د نشې، مستۍ، بېخودۍ یا سکر حالات په ګڼو انسانانو کې فرق کوي. عارف انسانان باور لري چې دوی هغه وخت د مستۍ او بېخودۍ له احساس سره مخ کېږي چې زیات تعمق او ریاضت وکړي. یو شمیر وګړي ورته د نشه یي توکو له لارې رسیږي او په هنري جریاناتو کې هم سورریالیستانو له دې لارې استفاده کوله. یانې مستي او بېخودي په ټولو حالاتو کې لاشعور ته رسېدو لار ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې په لاشعوري ډول برخورد وشي.

نتیجه:

لاشعور د انسانانو تر منځ د رواني تجربو په برخه کې تر ټولو مهم انکشاف دی. لاشعور د انساني کړنو تر ټولو زیات انرژي مصروف کوونکې برخه ده. ټولې عقدې، ځپل شوې غوښتنې، ناغوښتنې او تمایلات چې نه ترلاسه کېږي، د لاشعور په مخزن کې ساتل کېږي، چې بیا وروسته د ګڼو رواني ستونزو، ناروغیو او اروايي اختلالونو په بڼه را څرګندیږي.

په هنر، ټولنیز ژوند، فردي کړنو، عرفان، سیکس او ګڼو نورو برخو کې د لاشعور ونډه د زیاتې مطالعې او څېړنې وړ ده. په افغاني ټولنه کې لاشعور باید د یوې مهمې تطبیقي مطالعې په ډول وڅېړل شي او د جنګ، افراطیت، ټولنیزو ناخوالو، فرهنګي کشالو او هنري هڅو برخه کې یې مهم تاثیرات را وسپړل شي.

ستاسو نظر