ارواپوهنه فرهنګ ټولنه

عامه ذهنیت

عامه ذهنيت Public Mentality د يوې انساني ډلې، ټولنې _ په ځينو مواردو كې په نړيواله سطح د ټول بشريت_ د هغو ګډو باورونو مجموعه ده چې د ټاكليو پېښو، څېزونو او بشري پديدو په اړه يې لري.

د عامه ذهنيت څېړنه او مطالعه په ټولنپوهنه_ سياستپوهنه او ژورناليزم كې مطرح ده دا اصطلاح د عامه افكارو او عامه شعور تر څنګ مطالعه كيږي خو له دې دواړو سره توپير لري.

عامه شعور د يوې ټولنې يا انساني مجموعې د پوهې سطحې ته ويل كېږي چې د اجتماعي پديدو په رڼاكې له تاريخي پلوه د مودو په اوږدو كې جوړيږي، حال دا چې عامه ذهنيت د يوې ځانګړې حادثې په اړه په لنډو تاريخي بريدونو كې رامنځ ته كېږي، يا هېريږي. عامه افكار د عامه ذهنيتونو په اړه د منظمو غبرګونونو انعكاس دى چې معمولاً د رسنيو له لارې مطرح كيږي. راځئ دا وڅېړو چې عامه ذهنيت څنګه رامنځ ته كېږي؟ ساده پروسه ده، كله چې يوه پېښه وشي او د پېښې خبر د خلكو په منځ كې خپور شي د هغې په اړه هر فرد بېل يا سره ورته فكر كوي د دغو فكرونو په پايله كې يو شمېر افراد ځينو باورونو ته رسېږي د همدغو  سره ورته باورونو مجموعې ته د دغې ټاكلې پېښې په اړه عامه ذهنيت ويلى شو.

يوه بېلګه به له موږ سره مرسته وكړي:

د (الف) په هيواد كې چاودنه كيږي، د چاودنې په اړه د (ب) په نامه يوه ډله پړه راخيژي او څرنګه چې د (ب) ډله د (پ) له هيواد سره نږدې اړيكې لري د (الف) هيواد ۶۰% كې خلك فكر كوي او دې باور ته رسېږي چې د دغې چاودنې تر شا د (پ) هيواد لاس دى.

دا بېلګه به لږه نوره هم وڅېړو، كېداى شي په حقيقت كې د (پ) هيواد د پېښې عامل وي يا نه وي، كه د (الف) حكومت په دې اړه څه ووايي يا نه خو عامه ذهنيت په دې باور دى چې چاودنه د (پ) هيواد كړې ده.

په عامه ذهنيت كې رامنځ ته شوي باورونه حتماً عملي او حقيقي نه دي، دا د يوې بشري ټولنې په معاصرو تجربو او فكري زيرمې پورې اړه لري، ښايي درې زره كاله پخوا انسانانو د لمر او ځمكې په اړه بېل فكر درلود او په دې اړه عامه ذهنيت هم بېل و، هغه وخت د لمر او ځمكې په اړه د څو سره ورته مفكورو مجموعي باور د هغه وخت عامه ذهنيت و، مګر تر ګاليلې وروسته د ګڼو افرادو فكرونه بدل شول او د لمر او ځمكې په اړه بل ډول باورونه را منځ ته شول، په حقيقت كې د همدغو باورونو مجموعې يو نوى عامه ذهنيت رامنځ ته كړ، چې ځمكه د توپ شكل لري او پر لمر راڅرخي.

له دې بېلګې څخه دا ښكاري چې د ځمكې د ګردوالي او پر لمر يې د راڅرخېدو په اړه عامه ذهنيت علمي شو او تر ګاليلې پخوا په دې اړه عامه ذهنيت غير علمي و، مګر په هر صورت، هم تر ګاليلې مخكې او هم وروسته د ځمكې او لمر په اړه عامه ذهنيتونه موجود وو.

د عامه شعور په وده كې عامه ذهنيتونه مهم رول لري خو د دې پرعكس پروسه خورا مهمه ده يعنې د عامه ذهنيتونو عقلاني توب، علمي توب او حقيقت ته نږدې والى مخامخ د عامه شعور په كچې پورې تړلى دى. په هغو ټولنو كې چې عامه شعور لوړ دى عامه ذهنيتونه او باورونه عقلاني_ علمي او حقيقت ته نږدې وي، راځئ دا مسئله په دوو بېلګو كې وڅېړو:

۱_ له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته جرمني ته يو وران ويجاړ هيواد او ځپل شوې، رټل شوې او ګوښه ټولنه ور پاتې شوه مګر هلته عامه شعور لوړ و، كه څه هم هيچا مرسته ورسره ونه كړه خو جرمنان په دې باور وو، چې جرمني به په خپله دوى جوړوي ځكه نو ټول له كورو را ووتل چا د معاش، لوږې، ستړيا او امكاناتو پروا و نه كړه پخپله لګيا شول او ډېر ژر يې يوه پرمختللې او سمسوره جرمني او پر ځان بسيا ټولنه رامنځ ته كړه.  تر جګړې وروسته جرمني كې هر عامه باور عقلاني او حقيقت ته نږدې و.

او دا د جرمنانو د لوړ شعور بركت و، چې هغوى يې دې حد ته ورسول . د دوى عامه ذهنيت پر يووالي، ګډ كار او ملي ګټو ته پر درناوي باوري و، د دوى عامه ذهنيت باور درلود چې جرمنان به په خپله خپل هېواد جوړوي، د دوى عامه ذهنيت پر دې باور و چې كور، كوڅه، ښار، ښوونځى او فابريكه د دوى ګډه پانګه ده او دوى يې بايد په ګډه ورغوي، په هغه وخت كې د هرې بيلې چارې په اړه خاص ټوليز باور د هغه مهال عامه ذهنيت و.

۲_ تر جګړې وروسته افغانستان هم وران ويجاړ پاتې شو، خو ټولنه يې لا د جرمني په څېر تر رواني فشار لاندې نه وه، نړيوالې ټولنې ښې بېدرېغې مرستې هم وكړې مګر دا دى نږدې شپږ كاله كيږي چې افغانستان نه جوړيږي، له بده مرغه زموږ ملي شعور په ټيټه سطح كې دى، عامه ذهنيتونه مو پاشلي دي او پر دې جمعي باور نه لرو چې افغانستان به يوازې افغانان جوړوي. هر څوك د معاش په مقابل كې كار كوي او د هر كار لپاره خپله فردي ګټه غواړي. زموږ په عامه ذهنيت كې پر كار باور نه شته يعنې موږ د كار كولو كولتور نه لرو، خداى مه كړه، زموږ عامه ذهنيت د يوه لټ ملت نښه ده چې خپل نيم عمر يا تر سيوري لاندې او يا هم پيتاوي ته په ناسته تېروي. موږ يوازې د كور دننه چاپيريال خپل ملكيت ګڼو او پر كوڅه، ښار، پارك، سړك او نورو عامه ځايونو كار نه لرو. كه ضرورت پېښ شي سړك او كوڅه ورانوو چې كور جوړ كړو.

او دا د هر څه، هرې شتمنۍ په اړه، زموږ  په عامه ذهنيت كې د غلطو باورونو حكم دى چې جومات وران كړه او  كور ودان. د همدې لپاره  موږ وران پاتې شو او جرمني ځان ودان كړ. دا پر عامه ژوند د عامه ذهنيت د اغېز دوه بيلګې وې چې يادې شوې.

كومې ټولنيزې پديدې د عامه ذهنيتونو په رامنځ ته كولو كې ونډه لري:

۱_ مطبوعات: ټوليزې رسنۍ او تبليغاتي جمعي وسايل ټوليزې انګېزې توليدوي، يعنې عامه افكار په نس مړوي مطبوعات د جمعي اندودونو د تغذيې اصلي سرچينې دي ، له همدې امله د يوې پېښې، شخص،  خبر، پوښتنې يا وړاندوينې په اړه ټوليز باورونه رامنځ ته كوي او عامه ذهنيت ته شكل وركوي.

۲_ آوازې او شايعې: ډېر ځله عامه ذهنيت په خلكو كې د آوازو او شايعو له مخې هم شكل نيسي، كېداى شي د يوې ټاكلې موضوع په اړه نه رسنۍ څه ووايي، نه حاكميت او نه هم كوم بل ارګان مګر په خلكو كې آوازه وي، چې داسې يا هسې وشول، كيږي يا به وشي، له تاريخي پلوه جمعي آوازې تل د عامه ذهنيتونو سرچېنې وې، ځكه دا د بشريت تجربه ده چې آوازې هسې نه رامنځ ته كيږي خلك وايي((  چې باد نه وي پاڼې نه ښوري)) په دې اړه په عامو خلكو كې يوه كيسه شته، زه نه پوهېږم چې دا كيسه به څومره دقيقه وي او تاريخي ارزښت به ولري، كه نه مګر دلته يې راوړل د بيلګې په توګه بې ارزښته نه دي. وايي قهرجن پاچا امير عبدالرحمن خان به هر كله چې كوم لور ته، ته يا به يې د يوې لويې مسلې په اړه پرېكړه كوله نو خپلو خاصو حاضر باشانو ته به يې وويل: لاړ شئ او وګورئ چې په دې اړه خلك په سر چوك كې څه وايي؟ هغوى به ولاړل او په سرچوك كې به يې د ټاكلې مسئلې په اړه عامه ذهنيت معلوم كړ او بيا به يې پاچا ته نتيجه وركړه، پاچا به د همدغه عامه باور له مخې پرېكړه كوله چې هغه كار و كړي  كه نه. ښايي په كابليانو كې د (( سرچوك آوازه)) اصطلاح هم په همدې كيسې پورې اړه ولري.

له پورتنۍ بيلګې څخه ښكاري چې:

_ الف) آوازې او شايعې د عامه ذهنيت په رامنځ ته كولو كې ونډه لري.

_ ب) حاكميتونه د معقولو پرېكړو د تر سره كولو لپاره بايد د هرې چارې په اړه عامه ذهنيت معلوم كړي.

_ ج) خلك د هرې پديدې ، پېښې يا پرېكړې په اړه فكر كوي او په ګډه سره يوه جمعي باور ته رسېږي او د هغوى عامه ذهنيت د همدغو باورونو ښكارندوى وي.

۳_ پوښتنې، ټولپوښتنې او انتخابات: په ديموكراتيكو ټولنو كې د سياسي، ټولنيزو چارو په اړه د عامه پوښتنو، ټولپوښتنو (Referendums) او انتخاباتو پروسې د ټاكلو موضوعاتو په اړه عامه ذهنيت معلومولى شي. د ديموكراسۍ يو اصل همدا دى چې د خلكو جمعي باورونو ته بايد احترام وشي څو د هغوى په عامه ذهنيت كې اعتماد تر لاسه كړشي.

عامه ذهنيت ټوليز غبرګونونه رامنځ ته كوي: او كله كله لوى سياسي ټولنيز بدلونونه هم رامنځ ته كوي. لاندې شيما وګورئ!

pic of liwa's artical

كله_ كله د ناقص عامه ذهنيت پر اساس ناسم عمل كيږي او ناسم بدلون رامنځ ته كيږي. په افغانستان كې داويايمې لمريزې لسيزې په پيل كې د جګړه مارو ډلو له خوا داسي عامه ذهنيت رامنځ ته شو چې ګواكې: نور عامه تاسيسات په درد نه خوري او هر څوك چې زور لري ځان دې موړ كړي، په عامه ذهنيت كې د (وند)، (غنيمت)، (چور) او (زور بالاى زور) اصطلاحات رامنځ ته شول. جګړه مار مخكې او ځينې عام وګړي ورپسې، بس د سلو كلو سيستم او ادره ړنګه شوه، هر څه چور او تالان شول او په پايله كې د ځنګله قانون رامنځ ته شول.

كله_كله يو فرد كولاى شي عامه ذهنيت رامنځ ته كړي او بيلګه يې د هندوستان ستر زعيم مهاتما ګاندي و، هغه دانګريزي استعمار تر تېغ لاندې، په يوازې ځان، له يوه لنګ او لكړې سره د هندوستان لوى نفوس پر دې باوري كړ چې:

وينه مه بهوئ، تاوتريخوالى مه كوئ، آرام مه كېنئ، مقاومت وكړئ، څوك مه وژنئ، خو د انګرېز خبره مه منئ، متحد اوسئ او هند ازاد كړئ، همداسې وشو، ده د هند عامه ذهنيت پر عدم تشدد معتقد كړ او په دې توګه يې د آرام مقاومت په پايله كې ټوله نيمه وچه آزاده كړه.

يوه كوچنۍ ډله هم كولاى شي عامه ذهنيت بدل كړي او بيلګه يې د افغانستان د مشروطه غوښتونكو روڼ اندو ډله وه چې د افغاني دوديزې ټولنې په عامه ذهنيت كې يې پر جمهوري ارزښتونو باورونه رامنځ ته كړل.

له دواړو بيلګو څخه په موډل اخيستلو سره موږ كولاى شو هم په فردي او هم ډله ييزه توګه د افغانستان د خلكو په عامه ذهنيت كې د بيا رغاونې ارزښت رامنځ ته كړو. دا د عامه ذهنيتونو د رهبري كوونكو اشخاصو، ډلو او ارګانونو دنده ده چې افغانان پر كار، بيا جوړونې او سمسورتيا باوري كړي، د جګړې، ټوپك او كوتك پر ضد يې راوپاروي او بيل ، ويالې او كتاب ته يې وهڅوي. موږ بايد د كار شعور، د كار كولتور او پر توليد اتكا رامنځ ته كړو، د دې افكارو زړي بايد په عامه ذهنيت كې وكرو تر څو د عامه رفاه او تعليم له لارې د عامه شعور لوړتيا ته لاره هواره شي. دا يې وخت دى چې په ټولو افغانانو كې د كورنۍ جګړې په وړاندې كركه او نفرت ايجاد كړو او د جګړه مار ابليس څېره وروپېژنو.

دلته پوښتنه رامنځ ته كيږي چې آيا عامه ذهنيت د كنترول وړ دى؟

نه، هيڅكله نه!

حتى ډېر مستبد نظامونه او سيستمونه هم نه شي كولاى  عامه ذهنيت كنترول كړي. د شوروي تړلې ټولنې هڅه كوله عامه ذهنيتونه په خپله ګټه كنترول كړي، هغوى له خپلو وګړيو څخه ماشيني چرګوړي جوړ كړي وړ، چې په يوه كومانده دانه وخوري او په يوه كومانده د حلالولو تر تېغ لاندې څملي، مګر هلته هم عامه ذهنيت كنترول نه شو، آوازې او دروازې خپريدې او خلكو پټ_پټ فكر كاوه. موږ نه شو كولاى دخلكو پر باورونو بنديز ولګوو، او دا هڅه ناممكنه ده، ګټه هم نه لري.

ښه نو بله پوښتنه رامنځ ته كيږي چې آيا عامه ذهنيت رهبري كېداى شي؟

هو، په ډېره ښه بڼه. هوښيار سياستمداران، حاكميتونه ګوندونه او ټولنيز بنسټونه كولاى شي عامه ذهنيت د خپل حركت په ګټه رهبري كړي. خو د يوه عامه ذهنيت د ايجاد، دوام او په نتيجه كې يې د مثبت ټوليز غبرګون د رامنځ ته كولو لپاره لومړى شرط صداقت او ريښتينولي ده. د دې تر څنګ د هرې پديدې او پېښې يا مفكورې په اړه بشپړ معلومات، لوړ عامه شعور، پر اكثريت تكيه كول او لازم تبليغاتي بهير نور وسايل دي چې كولاى شي عامه ذهنيت رهبري كړي.

مخكې له دې چې له سياسي حاكميت سره د عامه ذهنيت پر اړيكه وغږېږو راځئ لاندې پېژندنه ولولو:

عامه ذهنيت د يوې ټولنې د حاكميت په اړه د خلكو د قضاوت هنداره ده.

كه څه هم په نهايت كې ملتونه د خپلو حاكميتونو په اړه د عادلانه كره كتنې او قضاوت تر ټولو دقيق ارګانونه دي، اما د حاكميت په اړه بېلا بېل عامه ذهنيتونه يا حقيقي وي يا غير حقيقي يعنې تر هغو چې وروستى حقيقي قضاوت رامنځ ته كيږي د بشپړو معلوماتو د نه موجوديت له امله ناقص يا غير حقيقي ذهنيت او باور رامنځ ته كېداى شي.ډېر ځله د داسې ناقصو ذهنيتونو او باورونو په نتيجه كې جمعي غبرګونونه راپاڅيږي چې ناوړه پايلې لري.

نو د همدې اصل له مخې څه بايد وشي؟

حاكميت بايد دا توان، ظرفيت او دقت ولري چې ډېر ژر د هر ې سياسي_ اجتماعي، پېښې،اشخاصو، پرېكړو او نوښتونو په اړه عامه ذهنيتونه و پېژندلاى شي حقيقي او غير حقيقي يې سره تشخيص كړي او مخكې له دې چې ناسم ټوليز غبرګون ايجاد شي حقيقي عامه ذهنيتونو ته په اهميت وركولو سره مناسب اقدام وكړي. حتى د عامه ذهنيتونو په اړه له خلكو يا دهغوى له استازيو سره مشوره وشي څو خلك پر دې باوري  وي چې حكومت د هغوى ټوليزو باورونو ته اهميت وركوي.

د منظمو فرهنګي او مطبوعاتي پروګرامونو ايجاد په دې برخه كې مرسته كولاى شي.

حكومت ، مطبوعات، مدني بنسټونه او اشخاص له عامه ذهنيت سره دوه اړخيزه اړيكې لري او يو پر بل مخامخ اغېز درلودلاى شي. په هره ټولنه كې چې حقيقي ذهنيتونه لوى اكثريت ولري هلته منطقي او معقولې پريكړې ژر ترلاسه كېداى شي.

وړانديز:

د افغانستان حكومت په تېره بيا اطلاعاتي او كولتوري بنسټونه د مدني ټولنې نهادونه،اشخاص، ليكوال او آزاد مطبوعات ښايي له افغانستان سره د تر كړكېچ راوتلې ټولنې (Post Conflict Society) په توګه برخورد وكړي د مثبتو او حقيقي عامه ذهنيتونو د ايجادولو تر څنګ د هغو په رهبري كې ونډه واخلي او پر دې ملت داومني چې بايد ځان په خپله جوړ كا.

ستاسو نظر