ارواپوهنه

د دیکتاتورانو ارواپوهنه

لیکوال: اشکبوس طالبی

ژباړه: شفیقه نېکزاد

څه ډول کسانو ته دیکتاتور ویلی شو؟ شاید د دې پوښتنې ځواب دومره سخت کار نه وي.

د نوې ارواپوهنې او د شخصیتي ټیپونو د تحلیل  پر بنسټ، د دیکتاتورانو د شخصیت پېژندل او سپړل داسې ستونزمن کار نه دی. ځکه د دوی د ژوند تاریخ په اسانۍ سره د لاسرسي وړ دی. د دوی ماشومتوب، ځواني، د ژوند منځني کلونه او زړښت، کېدای شي چې وسپړل شي او په وړو یا سترو دیکتاتورانو د دوی د بدلیدو شرایط تحلیل کړای شي.

البته له دیکتاتورانو سره په مخامخ ډول مرکه کول ډیر ګران کار دی.

ارواپوهانو او رواني ډاکټرانو همېش دا ستونزه درلوده تر څو وکولای شي له نژدې او په عادي شرایطو او فضاء کې له دوی سره مرکه وکړي، د شخصیت ټیسټونه ورکړي چې د دوی د شخصیت تحلیل و ارزوي.

اشکبوس طالبی

اشکبوس طالبی ایرانی ارواپوه او د خشونت، شکنجې او ظلم زیاتي د موضوعاتو اروايي شناند دی. طالبی تر دې لیکنې او څېړنې علاوه د ارواپوهنې او خشونت، شکنجې او تاریخي قضایاوو پر ګڼو برخو لیکل کړي دي.

د دیکتاتورانو د شخصیت د تحلیل لپاره دوی یوازې دا لار غوره کړې چې د دوی پر بحثونو، لیدنو، یادښتونو، کړنو او دوی ته د نژدې کسانو په رپوټونو باندې بسنه وکړي.

البته د دوي د خپلوانو رپوټونه او لیدنې دومره ایډیالې نه دي خو توانیدلي دي چې د دیکتاتورانو د خصوصي کړنو، عواطفو، له کورنۍ او خپلوانو سره د دوۍ د کړنو نوعیت، طرز فکر او له نړۍ څخه د دوی د نړۍ لید انځور وړاندې کړي.

اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا دیکتاتوران له موږ څخه متفاوت کسان دي؟ او یا دا چې دوی له مور څخه همداسې دیکتاتور نړۍ ته راځي او بېل ژنټیپونه لري؟

او یا دا چې په اصل کې دیکتاتوران هم عادي وګړي دي، چې په یوه ټولنیزه، تاریخي او رواني پروسه کې د دوی دیکتاتورانه جوړښت رامنځته کیږي؟

آیا د شته مالوماتو او یادو شويو نظریاتو په اساس، د دیکتاتورانو ګډې ځانګړتیاوې کېدای شي چې د احصاییوي او یووالي د ضریب په مرسته په علمي ډول تشخیص او وپېژندل شي؟

د دې لارښوونکې او کلیدي پوښتنې ځوابولو ته لازمه ده چې د کالرادو د پوهنتون  د دوو ارواپوهانو د څو لسیزو او پراخو څېړنو احصایوي پایلو ته سر ور ښکاره کړو.

ډاکټر (Daniel L. Segal and Fredrick L. Coolidge) خپل رپورټ کې لیکي چې (Carl Gustav Jung) مخکښ اتریشي ارواپوه په ۱۹۳۹ کال کې یانې ۷۵ کاله وړاندې، له هیټلر او موسولیني سره کتلي او مرکه يي ورسره کړې.

نوموړی لیکي چې هیټلر ډېر جدي، بد اخلاقه او بې عاطفې ښکاریده. هېڅ کله يې په شونډو خندا نه درلوده داسې چې  د یو انسان له ټولو خصلتونو او عادي عواطفو تش و. د دې دوو ارواپوهانو علاقه پیدا شوه چې د  آدولف هیټلر، صدام حسین، او کیم ایل سونګ  په شخصیت باندې په څېړنه او مطالعه ترسره کړي.

ډاکټر Segal او Coolidge په ۲۰۰۷ کال کې وتوانېدل چې د اډولف هیټلر په اړه راټول شوي اطلاعات له ۵ نورو رواني ډاکټرانو او د ارواپوهنې له متخصصینو سره شریک کړل چې له دې لارې د راټولو شوي مالوماتو په اساس او د امریکا د ارواپوهنې ټولنې د تشخیصی لارښود (DSM IV) په کارولو سره، د هېټلر شخصیت تحلیل او ارزونه وکړي.

د دې څېړنو پایلې وښودله چې هیټلر په یوې شخصیتي ناروغۍ Personality Disorder)) اخته و، چې په دا ناروغي لاندې ځانګړنې لري:

سادیستي، انزوا غوښتنه، اسکیزوتایپال(اسکیزوفرنیا ناروغۍ ته میلان).

یادو دوو ارواپوهانو په ۲۰۰۷ کال کې د صدام حسین د شخصیت په اړه هم د اطلاعاتو په راټولولو هڅه وکړه او له ۱۱ کسانو څخه چې صدام حسین سره يي له ۲۰ تر ۲۲ کالو ډېر محرم او نژدې ژوند کړی و، مصاحبه وکړه او د  APA تشخیصي معیارونو په کارولو او د  اطلاعاتو طبقه بندۍ په اساس یې د نوموړي د شخصیت یو په زړه پورې پروفایل وړاندې کړ چې د آدولف  هیټلر د شخصیت له پروفایل سره ورته و. البته په دې توپیر چې د سادیستي  خصلتونو نمرې تر آدولف هیټلر په صدام حسین کې زیاتې وې.

حیرانونکې خبره  دا ده چې د یادو دو دیکتاتورانو  شخصیت د پنځو شخصیتي ځانګړتیاو په مورد کې یې د یووالی ضریب (Correlation Coefficient) ۷۹ سلنه تر لاسه شوی دی.

په دې پوهیږو چې د یووالي (همبستګي) ضریب د دو +۱ او ۱ـ  بدلیدونکو یا متغیرو تر منځ ۱۰۰ ٪ دی، او ۷۹ ٪ د یووالي ضریب د مثبت همبستګي له اړخه، په لویه کچه سره ورته والی ښیي.

یادو دوو څېړونکو په ۲۰۰۹ کال کې تصمیم ونیو چې د شمالي کوریا د وفات شوي رهبر کیم ایل سونګ د شخصیت په اړه څېړنه وکړي. یادې څېړنې ته یې د کره مالوماتو د راټولولو او مطالعې لپاره، د جنوبي کوریا پوهنتون د ارواپوهنې له بېلابېلو ډیپارټمنټونو سره یوه ګډه طرحه وړاندې کړه او له دې لارې وتوانیدل چې د نوموړي رهبر د خصوصي ژوند په اړه ګټور مالومات لاسته راوړي.

لاسته راوړل شوي کره مالومات او د هغو تجزیه او تحلیل ښيي چې کیم ایل سونګ هم د هیټلر او صدام حسین په  څېر د شخصیت یو ډول ځانګړتیاوې درلودې. هغه هم د شخصیت له هماغه ستونزې رنځېده؛ خو د حیرانتیا وړ مسله دا وه چې، کیم ایل سونګ د ختیځې آسیا او  صدام حسین د منځني ختیځ، له دو بیلابیلو کلتورنو او دینونو سره، بیا هم ډیر ورته شخصیتي ځانګړنې ښودلي دي.

د بېلګې په ډول، د یووالي احصاییوي ضریب، د دې دو کسانو شپږ ګونې ځانګړتیاوې ۶۷ سلنه وښوده، چې د همبستګي (یووالي) له نظره ډېره مانا لري. د سادیستي خصلت د یووالي ضریب په کې ډېر زیات سره ورته وو او ۸۹ سلنه کچه یې ښودلې چې د تامل وړ ده.

دغو دوو ارواپوهانو له اوږدمهاله مطالعاتو او څېړنو ورسته وتوانېدل چې د دیکتاتورانو د شخصیت عمومي پروفایل په ۶ مواردو کې راغونډ کړي. دا سره ورته ۶ فاکتورونه يې د six big traits په نامه ونومول چې په لاندې ډول دي:

د پارانويد ځانګړنه: چې د دایمي بد بینۍ په ډول څرګندیږي. دیکتاتوران معمولاً له ټولو خصوصاً په  نژدې ملګرو شکاک او بدګمانه کېږي او داسې احساس کوي چې د دوی د نابودۍ طرحه په ‌ذهن کې لري؛ نو د خپلې ویرې او بدګمانۍ په اساس هڅه کوي چې دا څه له مینځه یوسي، زنداني یې کړي.

 ډاکټر Keltner د کالیفورنیا د برکلي پوهنتون چې په همدي برخه کې د یوي څیړنیزي پروژی سرپرست هم و وايي:

قذافي او ایستالین له دې اړخه ډیر سره ورته ول. قذافي په سلګونو او زرهاوو جګ رتبه افسران او مخکښ اطلاعاتي مامورین را وغوښتل او ټول يې له منځه یوړل، دا ځکه چې فکر یې کاوه چې دا ټول د ده او هېواد او نظام پر وړاندې دسیسې جوړوي.

د ایران د پادشاهانو او امپراتورانو تاریخ له دې ډوله بدګمانۍ او د نژدې کسانو حتا وروڼو، زومانو او زامنو له منځه وړلو څخه ډک دی.

د صدام حسین او زوم اعدامول يې، کیم ایل سونګ او د تره اعدامول يې، د آیت اله خمینی کیسه او د آیت الله منتظري په کور کینول او د آیت الله خامنه اي او میر حسین موسوي داستان؛ دا یوازې د دې تراژديکو پېښو یو څو بېلګې دي.

ټولنیز ضد Anti-Social: دا خصلت په ورانولو، غیر ټولنیزتوب او د ټولنې په ضد کړنو باندې تعریف شوی دی.

دیکتاتوران ډېر یوازې دي، له نورو سره له معاشرت او ټولنیزو اړیکو څخه خوند نه اخلي، د دوی شخصي ژوند ډېر پټ، خفیه او له رازونو څخه ډک دی.

نورو هېوادونو ته سفر نه کوي مګر دا چې ډېر مجبور نه شي. ټلویزیوني او رادیویي (میډیا) مرکو ته نه حاضریږي او ټولنه تر دې حده نه ګڼي چې ځواب ویونکي وي. که چېرته په کومو مراسمو کې ګډون هم وکړي په پورته ځای کې کښیني، فرمان ورکوي، فتوا صادروي او سمدستي هغه ځای خوشې کوي.

د پوښتنو ځوابولو ته حاضر نه دي، رهبرۍ ته له لایزال او پرته له کوم قید او شرط  قدرت څخه د دفاعي سپر په توګه کار اخلي؛ نو له همدې وجې د سټریس پر وړاندې د دوی د دفاعي میکانیزمونو اړتیا لږ ده. ځکه د رهبر لپاره د ټولنې ضد تصمیمونه لږ مصرف لري.

همدا سبب دی چې په کړنو کې بی باکه دي، انسان وژني، حکومت کوي او پرته له کومې اندیښنې په هر چا لاس پورته کوي.

دیکتاتوران ډېر مېړني نه دي بلکې ځان ناخبره (نا آګاه) دي هغه لاشعوري چې دوی ته په یوې غمیزې او تراژېدۍ اوړي.

د صدام حسین غمجن سرنوشت او له کوهي څخه یې راویستل. د یوه امریکایي سرتیري له خوا یې د سپږنو وېښتو کې کتل، دا هر څه نه هېریدونکې دي.

(آیت اله خامنه‌يي د ایران تل پاتې مشر. هغه کس چې په خپلې ټولې فقهي دوره کې یې حتی یو ځل هم کوم بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی او یو ځل هم د مطبوعاتو پر وړاندې نه دی حاضر شوی چې د هغوی پوښتنې ځواب کړي).

نارسیستي: چې له ځان څخه راضي، په ځان باندې میین او په نارسیستیک ډول را څرګندیږي. دیکتاتوران ډېر سخت په ځان میین دي، ځان عقل کل او د نړۍ د ستونزو حل ګڼي. په ټولو علومو، عقلي، نقلي، تخصص او فلسفه کې ځان د نظر خاوندان ګڼي. پرته له ځان څخه بل څوک نه مني.

د انسان بصیرت او کرامت د دوی د اوامرو د منلو او نه منلو په کچه پورې تړلی دی. همدا وجه ده چې د نیوکې پر وړاندې شدید حساسیت لري او ډېر کوچنی نقد په زندان، اعدام او وهلو او ډبولو باندې ځوابوي او د یوې شېبې لپاره هم د پښېمانۍ احساس نه کوي ځکه له ځان څخه پرته بل څوک یا د چا نظر نه ویني.

(شاه اسماعیل د شیبک خان د نیولو او وهلو څخه وروسته، د هغه وخت انسان خوړونکي (چګین) ته امر وکړ چې شیبک خان د ده پر وړاندې ټوټه ټوټه کړي او غوښې يې وخوري).

له دې شپږ ګونو ځانګړتیاو څخه یوه ځانګړنه د نورو ځورول یا سادیستیک چلند دی چې د نورو کسانو له ځورولو څخه د خوند په ډول څرګندیږي.

له ژوند څخه د دیکتاتورانو خوند او لذت اخیستل غیر عادي بڼه لري.

هغوی د نورو د خوشحالۍ د لیدو توان نه لري، د همدردۍ او خواخوږۍ د احساس ځواک يې له لاسه ورکړی دی او برعکس د نورو له ځورولو څخه خوند اخلي، او هر څومره چې د تعرض او ځورولو میدان پراخ شي همدومره يي ښه ګڼي. له محرومیت، زندان، تېري، اعدام، وهلو او ځورولو د نه مړېدو احساس دوی ته سکون ور کوي. همدا سبب دی چې په ټولنه کې وېره خپروي. ځکه د هر تنقید کونکي او مخالف سړي غږ یې سرکوب ځپلی. داسې انګیري چې ټول خلک حتی ۹۹ سلنه د دوی غوښتونکي دي، او دې ته اماده دي چې د دوی لپاره له ځان څخه هم تېر شي. یوازې هغه کسان دوی ته نژدې دي چې ځانګړی هویت نه لري، د رهبر مطیع او فرمان منونکی دي.

(آقا محمد خان دستور ورکړ تر څو لطف علي خان زند راولي او د ده په وړاندې یې مریدان په ده باندې  تېری وکړي).

د شیزوید او انزوا ځانګړنه: چې د انزوا غوښتلو او د یوازیتوب خوا ته د میلان په ډول څرګندیږي. دیکتاتوران معمولاً له جمعیت څخه په تېښته کې دي. په میاشتو او حتی په کلونو کلونو وخت تېریږي چې فقط په نامالوم وخت کې را ووځي او کله  چې خلکو کې هم را حاضریږي، د بې عاطفې او احساس نه درلودونکي روباټ په ډول را څرګندیږي، چې څېره یې بې تفاوته، پرته له کومې خوشحالۍ او هیجان څخه وي.

خپلو خلکو او اوریدونکو ته ډېر لږ ګوري او معمولاً یوه ټکي یا ځای ته ځیر وي او کله بیا د مریدانو د احساساتو د څرګندولو لپاره یوازې لاس پورته کړي.

(د صدام حسین، هیټلر او آیت الله خمیني ویناوو ته یو تش نظر اچول، د دې رهبرانو یوازیتوب په ډاګه او روښانه کوي).

د اسکیزو ټایپال ځانګړنه: چې په ناروغۍ باندې د اخته کېدو لپاره آماده ګي، د شخصیت ټوټه کېدل او د اسکیزوفرنیا په ډول څرګندیږي.

د اسکیزوفرنیا ناروغۍ یو له تل پاتې او  نه رغېدونکو اروايي ناروغیو څخه ده. دا ناروغان د شخصیت د وېش او ټوټه کېدو په رنځ اخته دي.

دیکتاتوران معمولاً دوه بېل انسانان دي؛ یانې مخکې له دې چې شخصي قدرت ته ورسیږي د عامو وګړیو په څېر وي، خو واک ته له رسېدو وروسته د بېل شخصیت درلودونکي شي چې له لومړني شخصیت سره هېڅ ورته والی نه لري.

د رابرټ موګابې او آیت الله خامنه اي د ژوند مطالعه، د شخصیت دا غبرګوالی په ډېر ښه توګه ښیي. له واقعیت سره د دیکتاتورانو اړیکه شلېږي، دیکتاتوران اسکیزوفرنیک ناروغان نه دي، خو د اسکیزویید شخصیت نښې نښانې له ځانه ښيي.

دا ځکه چې دوی خپل افکار واقعیت ګڼي او د خپل قدرت او ځواک لپاره په يو ډول وېرې اخته دي.

(قذافي تر ورستیو ورځو پورې د هغو خلکو لاریونه چې له نظام څخه ستړي او په تنګ شوي وو، د بهرنیانو کار ګاڼه چې ګواکې هېواد ته يې لاره موندلې، او داسې فکر يې کاوه چې د لېبیا ۹۰ سلنه خلک پر ده میین دي او دی د انقلاب رهبر ګڼي او دې ته چمتو دي چې د ده لپاره ووژل شي).

three_dictators2015

په لاندې جدول کې د روانې پېړۍ د ۳ دیکتاتورانو د شخصیت اساسي ځانګړتیاوې یو له بله سره پرتله شوې دي

چې د رفتاري علومو او ارواپوهنې څېړونکو لپاره د ډېر اهمیت او مطالعې وړ دي او کېدای شي چې د نورو شخصیتونو د مطالعې لپاره یوه کړنلاره وي، لکه: قذافی، آیت‌الله خمیني، خامنه‌اي، رابرټ موگابې، استالین، حسني مبارک او حتا احمدي‌نژاد او داسې نور

dictators2015

پورته جدول او انځورونه د ډاکټر Segal  او ډاکټر Coolidge له څېړنو څخه را اخیستل شوي دي.

په دیکتاتورانو کې د فزیولوژیکي، عصبي او مغزي کړنو ساحې:

د مغز او اعصابو د ارواپوهنې تازه څېړنې او مطالعات ښیي چې قدرت کولای شي چې د انسان فکر، احساسات، سلوک او عواطف بدل کړي. حتی قدرت د مغز په کیمیاوي موادو او د بدن د دنني غدو په فعالیت کې هم اغېزه لري. همدا راز، قدرت کولای شي د مغز له لارې جنسي غدې لا زیاتې فعالې کړي او د نارینه هورمون (تستسترون) د زیاتوالي سبب شي.

د تستسترون زیاتېدا په وینه کې د کورتیزول د ټیټېدا باعث کیږي او له بلې خوا په مغز کې دوپامین زیاتوي چې د وخت په اوږدو کې کولای شي د مغز فعالیت او کار ته تغییر ورکړي یانې په اصطلاح، مغز Rewire  کوي، چې له دې سره سیمپاټیک عصبي سیستم لا زیات فعالیږي او د پارا سیمپاټیک عصبي سیستم سرعت را ټیټوي چې په دې وخت کې د انسان انرژي زیاته او خستګي يې کمیږي (Ian Robertson).

شاید له همدې وجې وي چې دیکتاتوران متفاوت احساسات، عواطف، سلوک او متفاوت فکر له ځانه څرګندوي چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري. د دیکتاتورانو مغز، دوپامین په زیاته کچه تولیدوي او د پوښتورګو پاس غدې يې ډېر لږ کورتیزول وینې ته رسوي.

کورتیزول د اروايي فشار (سټرېس) ضد هورمون په نامه یادیږي. دا هورمون د پوښتورګو پاس غدې له هستې څخه رامنځته کېږي او له انسان سره مرسته کوي چې په سختو او تهدیدونکو شرایطو کې د ژوند د فشار (سټرېس) په وړاندې ودریږي.

دا چې دیکتاتوران ورو ورو د ژوند له عادي عواطفو او احساساتو څخه لرې کېږي او د مغز کړنې او فعالیتونه يې هم بدلیږي، نو په سټرېس یا اروایي فشار باندې لږ اخته کیږي، دا ځکه چې د دوی له خوا په جوړ کړي شپول (تر میاشتې را تاوو نوراني دایره چې په فارسي کې ورته هاله) که ډوبیږي. په وینه کې د کورتیزول ټیټیدل، د وینې د فشار او خوږې (ګلوکوز) باعث کېږي چې دا پړاو بیا د انسان په مزاج، حافظې او د نویو څیزونو د زده کړې یا نوښت په توان منفي  اثر لري. دیکتاتوران د زده کړې په یو ډول ناروغۍ (Learning Disability) باندې اخته کیږي، په همدې خاطر له غیر عادي یا استثنايي انسانانو سره یو ځای کېږي.

د دیکتاتورانو د شخصیت په جوړښت کې اغېزمنې ټولنیزې او فرهنګي ساحې:

که دا ومنو چې دیکتاتوران اروايي ناروغان نه دي او ژنیټکي یا کروموزومي ستونزې هم نه لري؛ نو باید په اروايي او ټولنیزې برخي چې د دیکتاتور شخصیت را منځته کوي، ډېر تاکید وکړو.

کوم داسې ځانګړي  روزنیز، ټولنیز او فرهنګي عوامل د دیکتاتور په جوړښت کې اساسي رول لري؟

د دیکتاتور ظهور باید له یوې خوا د خلکو د ځپل شویو اړتیاوو له مخې او له بلی خوا، د دیکتاتور د شخصي ځانګړنو (خصوصاً کورنۍ، ماشومتوب او د ځوانۍ) د مشخصاتو په نظر کې نیولو سره ولټوو او مطالعه کړو.

دا په دې مانا چې په پلار واکو ټولنو کې محرومیتونه، ټولنیز حقارت، بې عدالتۍ، ماتې، وهل او رټل، نا امنۍ او وېره خپریږي.

هغه خلکو چې دا دردونکې تجربې  لیدلي او تجربه کړې دي، تل له دې حقارتونو او بدبختیو څخه د خلاصون په فکر کې دي او د یوې حل لارې په لټه کې دي.

لکه څرنګه چې پوښلې ټولنې او فرهنګ، په طبیعي ډول د دې پټو احساساتو د روښانولو امکان او لاره يې تړلې ده.

نو جبراً په یو رهبر او اتل  پسې ګرځي. په داسې نا امنه ټولنیزو شرایطو او هویتي بحران کې دیکتاتور منځته راځي او  خپل قدرت او ځواک له دې بې هویته جمعیت څخه چې قدرت نه لري، اخلي او د دې هیلو او اړتیاوو د رسېدو په لار کې را څرګندیږي او ځان د وخت اتل ګني، او هر څومره چې یوه ټولنه پوښلې او پټه پاتې شي همدومره يې وګړي بې هویته وي او دیکتاتوران هم لا زیات قاطع او غوصه ناک سلوک کوي.

هر څومره چې د دیکتاتور پلویان زیات وي او په احساساتي او عاطفي ډول د دوی په لور روان شي، دیکتاتور لا زیات قاطع، غوصه ناک، او عاطفه يې کمیږي.

په دې انساني، ټولنیزې او فرهنګي تراژېدۍ کې جمعیت دیکتاتور صحنې ته را اوباسي او دیکتاتور چې خپله هم د حاکمیت او قدرت په لټه کې دی، په ډېره شدیده توګه د دې جمعیت خبرو ته چې سترګې او غوږونه يې تړل شوي او په اصل کې يې دوی ته اختیار ورکړی، غوږ ږدي. په پیل کې ډېر بې باکانه د جمعیت د اړتیاوو خوا ته په حرکت کې وي، او ګام په ګام د خپل فردي قدرت او مطلق حاکمیت ټینګښت ته ور نژدې کېږي.

په دې ځای کې دویمه تراژیدې را منځته کېږي او هغه د خلکو له دیکتاتور سره د خلکو د همانند سازۍ پروسه ده یانې له زورواکه دیکتاتور سره یو شانته شي او له حکومت سره یو کیږي. هر څومره چې دیکتاتور لا جوابه قدرت ته نژدې شي لا زیات فاسد کېږي او له خلکو، خپلو پلویانو او ده ته نژدې کسانو چې دی یې دې ځای ته را رسولی، ترې لا ډېر لرې کېږي. جمعیت هم په خپل وار له دیکتاتور سره زیات ښکیل کیږي او له هغه سره یو رنګه شي، او له دیکتاتور سره د پېژندګلوۍ دا پروسه قوت مومي (یانې ځورول شوي له دې شکنجې څخه د خلاصون لپاره له هغه چا سره یو کیږي او مرسته کوي چې دی یې ځورولی دی)، او پس له یو لنډې پروسې څخه، خپله په یو ځوروکونکي شخص بدلیږي.

دیکتاتور فکر کوي چی لاسته راغلی قدرت دایمي دی او په اصل کې دی دې کار ته پیدا شوی او یو خاص ماموریت او دنده لري؛ نو ځکه ځان له خپلو پلویانو څخه بې نیازه ګڼي او ډېر په اسانه دوی ته شا کړي، یوه بله تراژیدي را منځته کېږي، دیکتاتوران په لومړي سر کې خپل ډېر نژدې کسان او حتی ماشومان قرباني کوي او وروسته بیا خپلو پلویانو ته رسیږي.

د ده نژدې خپلوان او غوښتونکي له دې تراژېدۍ څخه شوک ویني او د نه منلو (انکار) میکانیزم ته مخه کوي. دیکتاتور خپلو پلویانو ته دروغ وايي، چل او فریب ورکوي، د اړتیا تر حده له دوی څخه د توکو په څېر کار اخلي.

Manes Sperber د فاشیسم پر وړاندې مبارز ارواپو په خپل مشهور کتاب (د جباریت نقد او تحلیل) کې لیکي: «ټول دیکتاتوران له یوې اسطورې سره راځي، د دوښمن اسطوره. دا ملي یا د سر دښمن یو له ګاونډیو څخه دی او یا لږ غټ دښمن، د لیرې یا نژدې ګاونډي دوښمني د حقارت او جعلکارۍ د شخوند یو تصور دی.

جبار او د لاس آله يې ټول ځان مورزوکړي نجیب زاده ګان، او د ټولې نړۍ د نیکیو، عدالت او اخلاقو بیلګې ګڼي او دښمن یوازې یو مطلق او ورانونکی شیطان ګڼي او داسې څوک شته چې له دې ورانونکي دښمن څخه چې د ټولو بدبختیو عامل دی، سر نه ټکوي؟

دیکتاتور په ډېر دقت له دې طریقې کار اخلي چې لا زیات پلویان په ځان را ټول کړي او خپله ټوله کرکه او غوسه په خپل لاس جوړ کړي دښمن ته ورسوي او همدا چې هدف ته ورسېد له خپلو پلویانو او جمعیت څخه مخ اړوي او په یو داسې شخص بدل شي چې چا يې تصور هم نه و کړی. زیات وخت نه وي تېر شوی چې د دیکتاتور فکر، سلوک او احساسات په ټوله مانا بدل شي، له خلکو او واقعیتونو څخه بېل شي او په شک او بد ګمانۍ، ځورولو  او د مالیخولیايي ویرې په ناروغۍ اخته کېږي او ورو ورو یې فساد، یوازیتوب او وېره له پښو غورځوي.

هغه جمعیت چې دیکتاتور یې را منځته کوي په خپله د دیکتاتور قرباني ګرځي؛ نور نو ډېر ناوخته شوی وي چې قدرت بېرته ور څخه واخلي، دا ځکه چې ده ټول قدرت، ځواک، شتمني، ښوونه او روزنه، د قضا او قانون سیسټم او د اړونده اړیکو توکي په خپل لاس کې اخیستي وي او یوه کوچنۍ نیوکه او تنقید په لوی قېمت تمامیږي. ولس دومره په رواني شوک او بې باورۍ کې ډوب وي چې ځان نا هیلۍ او بې پناه ګڼي، او کېدای شي په کلونو کلونو وخت وغواړي، چې په نا هیلۍ، په قرباني شویو احساساتو او په مطلقه داخلي بې پناه توب برلاسی شي.

د دیکتاتورانو لکه هېټلر، سټالین، صدام حسین، قذافي، کیم ال سونگ، موگابې، خمیني او خامنه‌اي د ژوند سپړل دا ښيي چې دوی ټول د خپل تاریخي ژوند په پړاونو کې زموږ په شان عادي انسانان ول، د انساني عاطفې او احساس خاوندان ول، د اخلاقو په اصولو ولاړ کسان ول او د خپلو ماشومانو او مېرمنو له ژړا څخه هم ځورېدل. له موسیقۍ او کتاب سره یې شوق درلود، له خلکو سره يې په نسبي ډول ښې اړیکې درلودې، یو مسوول پلار  یا خاوند و او د ژوند له واقعیتونو سره یې هم په واقعي ډول چلند کاوه. حتی د واګنر او بتهوون موسیقي به یې اورېده او د اخوان ثالث له شعرونو څخه به یې خوند اخیست؛ خو د وخت، ځای او ټولنې له خاصو شرایطو سره مخامخ شوي او سمدلاسه نقشونه یې منلي چې دوی یې هم په لټه کې ول او دا رول د خلکو او جمعیت له خوا دوی ته ورکړل کېږي.

په لومړي سر کې دیکتاتوران عموماً د پلویانو د ځپل شویو پوښتنو ځواب ویونکي دي او د قدرت له ترلاسه کولو سره ورو ورو له هماغه خلکو لیرې کېږي او هغوی د خپلو غوښتنو او سترو پلانونو په توکو بدلوي. تر هغې چې دوی ته اړتیا ولري ورسره وي، او له خپل مسوولیت څخه پلویانو ته قدرت، پېژندګلوي او مصونیت ورکوي. هر څومره یې چې پلویان ورپسې دریږي یانې ملاتړ یې کوي او اوامرو ته یې غوږ ږدي، په هماغه کچه دیکتاتوران  لا زیات غوصه ناک کېږي، چې په دې وخت دوی نه یوازې د شاوخوا کسانو ته دروغ وايي بلکې ځانته هم دروغ وايي او خپل دورغ واقعیت ګڼي.

ډاکټر Scott Atrawn په میشیګان پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد او څېړنپوه دی چې دوه لسیزه يې د دیکتاتورانو د شخصیت او مذهب په اړه مطالعه کړې او له یو څو سره یې لیدنه او خبرې اترې هم کړي دي؛ په دې باور دی چې

دیکتاتوران هڅه کوي چې ځان اخلاقی وښيي او په هغه پرېکړو چې د دوی په فکر سپېڅلې او اخلاقي دي، تاکید وکړي او پکې پاتې هم نشي.

د بېلګې په توګه؛ ویل کېږي چې آدولف هیټلر ځان اخلاقي ښود او ۱۰۰ میلیون ډالره يې په هغه وخت کې په دې مصرف کړې چې خپل ځان توجیه کړي، او یا خامنه اي د ایران رهبر، د غرب ټولې تشویقي کڅوړې او امتیازات د هسته یي پروګرام د مخنیوي او درولو لپاره په نظر کې ونه نیول. دی فکر کوي چې له غرب سره هر ډول راکړه ورکړه غیر اخلاقي او له مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې ده؛ نو ځکه له غرب سره هر ډول مرسته یوه دسییه ګڼي.

په نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون د مېرمن Dana Carney په مشرۍ د  ارواپوهنې ټیم د دیکتاتورانو د ارواپوهنې او له قدرت سره یې د اړیکې  په اړه په تفصیل سره څېړنې تر سره کړې دي، چې د دوی د شخصیت په بدلون کې نوي ټکي روښانوي. د یادې څېړنې د پایلو په اساس د فزیولوژي، په مغز کې د بدلون، کړنو او د هورمونونو د فعالیت ونډه، تر فشار (سټرېس) او رواني تغییراتو مهم دي.

له هغوی په یوه ورځ دیکتاتور نه جوړیږي، بلکې ورو ورو د خلکو له ډلې څخه بیلیږي، له واقعیتونو څخه لیرې کېږي او قدرت ته ور نژدې کیږي. قدرت خپل خاوند ته ځانګړی حق ورکوي او د دې ځانګړي حق په اساس، ځانګړې اسانتیاوې او امکانات تر لاسه کیږي او د شخصی ګټو په غوښتلو تمامیږي. دیکتاتور ورو ورو د نورو د درد او رنځ پر وړاندې بې پروا کیږي او د ځان لپاره ځانګړي معیارونه جوړوي. کېدای شي له همدې وجې، دیکتاتوران داسې انګیري چې تر نورو لوړ دي.

د ډاکټر مصطفی رحیمی له وینا سره سم «هغوی ځان د یو جګ منار په سر ویني او نور خلک تر هغه لاندې، بې ارزښته او کوچني انسانان چې په یو بل کې رغړي، او همدا احساس او فکر په دوی کې د ځان غوښتنې او د ځان ستر ګڼلو حس رامنځته کوي.

کله چې انسان په دا ډول احساس اخته شي بیا نه شي کولای واقعیتونه هغه ډول چې دي ویې مني او منطقي کړنې تر سره کړي؛ نو ځکه یې له چاپیریال څخه درک او پوهه غیر واقعي ده او د کلینیکي ارواپوهنې په اصطلاح پهThought distortion اخته کېږي.

د هېټلر، سټالین، کیم ایل سونگ، صدام حسین، حسني مبارک، معمر قذافي، محمد رضا شاه، آیت اله خمیني او خامنه‌اي د ژوند مطالعات د دا ډول شخصیت پروفایل څرګندوي. د هر یوه شخصیت چې وسپړو نو سره ورته ځانګړتیاو ته رسیږو. دا کافي ده چې نوم یې بدل کړو او په دې ډول به وګورو چې دا شخصیتي ځانګړتیاوې څومره سره ورته دي.

داسې انګېرل کیږي چې ګواکې ټول بې عاطفی دي، څیره يې بې مینې، بې پروا او غوسه ناکه وي، د عادي وګړو په شان په اوس کې ژوند نه کوي بلکې په راتلونکي کې ګرځي راګرځي. له خپل موقعیت څخه غیر واقعي او مالیخولیايي وېره لري. د ټولې نړۍ د بدلولو په لټه کې دي. یو غواړي له آلمان څخه  ور هاخوا روسیه فتحه کړي،

یو یې د نړیوال سوسیالیزم او د هراړخیز امپریالیزم د ترلاسه کولو پسې دی، بل د ستر تمدن فکر په سر کی روزي، یو بیا مخ په ایران او کویټ دی، له بل سره بیا له سپین پوستو څخه د تور پوستو د ټولې قارې د خلاصولو ارمان دی،

یو د کربلا له لارې د قدس د فتحې او له سعودي څخه د کعبې د نیولو او بیا شعیه وګړیو ته يې سپارلو د هڅې په لټه کې دی او بل په خپل ذهن کې له امریکا، انګریز او اسراییلو سره یو ځای جنګیږي.

دیکتاتوران ورو ورو په ځان باندې یو دیوال راتاووي او په خپل لاس د جوړ کړي د غڼو په جال کې ننوځي او دا جال ورو ورو کوچنۍ کېږي.

د دوی بدبختي هغه وخت پیلیږي چې د دوی اړیکه له واقعیت سره کم رنګه او محدوده شي چې بلاخره ځان ته بل واقعیت چې خارجي شتون او اصلیت نه لري او دوی له خپل ذهن څخه جوړ کړی دی، رامنځته کوي. په دې اساس خپل انساني هویت او پېژندګلوي ورو ورو له لاسه ورکوي او له یو عادي انسان سره توپیر پیدا کوي. دوی نور د خندلو توان نه لري، ژاړي نه، عاطفه له ځان څخه نه ښيي، د نورو خبرو ته غوږ نه ږدي، هڅه نه کوي چې کوم نوي څه زده کړي؛ نو ځکه د دوی د فکر او سلوک د بدلون بهیر د یو عادي انسان په څېر نه دی.

له ټولو غواړي یوازې فرمان ته غوږ کېږدي، په یو وچ لرګي بدل شي، نیوکه نه مني او اصلاح نه منونکي شي، پر ډېرې کوچنۍ نیوکې څخه يې رواني حالت بدل شي او ډېره لویه سزا د نیوکې کوونکي په حق کې روا ګڼي او حتی په ډېره اسانۍ یې پرته له دې چې د ګناه احساس وکړي، ژوند یې اخلي، ځان ته حق هم ور کوي او خپلې دا کړنې او وژل اخلاقي، انساني او دیني ګڼي.

 دیکتاتوران له سټرېس یا اروايي فشار سره نا بلده دي، انساني عواطف او احساسات په خپل ټول واک سره کنټرولوي یا يې ځپي، دیکتاتوران ځان د خپلو کړنو مسوول نه ګڼي ځکه چې فکر کوي غوره شوي دي او یوه قبیله، اېډیالوژي، یو مذهب یا یو نژاد ژغوري، ماموریت او دنده لري، هېڅ چا ته ځواب ویونکي نه دي.

د کلمبیا پوهنتون څېړونکي د رابرت موګابې د ژوند له څېړلو وروسته داسې وايي: «موګابې واک ته له رسېدو مخکې یو سپیڅلی، باادبه او یو با دیسیپلینه لوبغاړی و چې هیڅ وخت سېګریټ او شرابو ته نه نژدې کېده. یو انقلابي شخص او په ځان د بسیا فکر خاوند و، خلکو به د freedom fighter یا د آزادۍ د لارې د مبارز په نامه پېژاند.

دی یوازینی او لومړنۍ سیاسي مشر دی چې په زیمبابوي کې د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی، خو د ۱۹۸۰ رابرت موګابې د ۲۰۰۸ له رابرت موګابې سره ډېر زیات توپیر لري.

په ۲۸ کلنۍ کې د موګابې شخصیتي بدلونونو ته یوه لنډه کتنه ښيي، چې څه ډول د انقلابي آزادۍ غوښتونکی په یو عیار دیکتاتور بدلیږي.

موګابې په ۱۹۷۸ کال کې د زنیر هېواد په ځنګلونو کې له یوې چریکي پوځي ډلې سره چې له ماڼو څخه يې الهام اخیست، مبارزه پیل کړې. نوموړی د انګریزنو له ولکې څخه د خپل هېواد د آزادولو په لټه کې و.

نوموړی په ۱۹۸۰ کال کې واک ته ورسېد او په خپلې یوې سترې وینا کې يې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې افریقا به آزادوي، خلکو ته به ځمکو اصلاحات، ټولنیز او اقتصادي عدالت ورکوي.

خو ورو ورو کله چې لا ځوابه واک ته يې منګولې رسیږي، فساد او ځان غوښتنې ته نژدې کېږي، او په یو وچ نا متعادله او نه بدلېدونکي شخصیت بدل شي. زیات وخت نه وي وتلی چې د نوي آزاد شوي هېواد زیمبابوې لپاره بهرني دوښمنان پیدا کوي.

په کنګو حمله کوي او د بډایه زېرمو د لوټلو پلان لري. دا جګړه زیاتې اقتصادي ستونزې را منځته کوي، په هېواد دننه نیوکې شروع کېږي، د موګابې دستور ته غوږ اېښودونکي پوځیان چې د اقتصاد او ځمکو امکاناتو ته يې لاس اچولی و، د خلکو په مخ د اور لمبې پاشي. وژل، بې کوره کول او د زیمبابوې د پیسو تورم وضع لا کړکېچنه کوي. ۸۰۰ زره کورنۍ خپلې زمکې له لاسه ورکوي او ۲/۵ میلیونه خلک بې کوره کېږي. وروستۍ وینا يې په ۲۰۰۸ کال کې وه، چېرته چې يې خپلو پلویانو ته د آزادۍ وینا وړاندې کړې  وه؛ خو دا ځل هغه جلا شخص وه چې هېڅ ډول ورته والی يې له  تورپوستي انقلابي موګابې سره نه درلود. ده په خپله وینا کې وویل: «افریقا ته د آزادۍ راوستل ستونزمن کار دی ځکه هر څوک چې هر څه لري په هغه قانع نه دي  او لا يې زیات غواړي».

د حیرانتیا ځای دا دی چې د دې څه په ویلو سره په لاشعوري ډول خپل زیات غوښتونکی شخصیت بیانوي. په داسې حال کې چې د خپل واک د ساتلو لپاره یې د همدې عادی وګړیو له وژلو څخه چې یو وخت يې دی په خپلو لاسو سر لوړی کړ، هیڅ ډول پروا ونه کړه. په اصل کې ده د زېمبابوې عام وګړي تر خیالي دوښمنانو زیات د مرګ کومې ته ورکړل.

موګابې نور د خپلو نژدې کسانو مشورو او نصیحت ته غوږ نه ږدي. ځکه داسې فکر کوي چی نور نو د واقعیت پوهېدلو ته اړتیا نه لري او په خپل ځان، درک، طرز فکر  او سیاست باندې له حد نه زیات حاکم دی او فکر کوي چې نور خپلو پلویانو او دوستانو ته اړتیا نه لري او هغوی ته د کار اخیستوونکو توکو او ایسته غورځېدلو څیزونو په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې لومړني قربانیان يې پلویان او ده ته نژدې کسان وو.

moghabeh201502

دا د دیکتاتور موګابې د ورستیو ورځو انځور دی چې د Sunday times له خوا چاپ شوی. ښاغلی موګابې د واک له ۷ پرله پسې دورو وروسته، د وروستۍ پېړۍ یو له مادام العمر مشرانو څخه دی.

د ایسټالین له لوري د پله خانف او بوخارین اعدامول، د صدام په امر د خپل زوم اعدامول، د آیت الله خمیني له لوري د صادق قطب زاده اعدامول او د آیت الله منتظري عزل کول او نظربند کول، د خامنه اي په اشارې د سید حسین موسوي او کروبي نیول، په شمالي کوریا کې د کیم ایل سونګ اعدامول، دا ټول د بدګمانۍ، ویرې او پلویانو ته د اړتیا نه درلودلو احساس دی چې پر ځان د حاکم تصور لرونکي دیکتاتور نښې دي. هغوی داسې ځای ته رسیږي چې فکر کوي دوستان او پلویان يې د دوی په ضد دسیسه جوړوي.

د ایران د اوسني مشر ښاغلي خامنه اي د ژوند څېړل همداسې یو انځور وړاندې کوي. هغه هم په منځنيو کلونو کې د مبارز و او د دیکتاتور خلاف و.

څه موده یې د پاچا په زندان کې هم تېره کړې، په سر کې یې د عدالت او اخلاقو فکرونه درلودل، د موسیقۍ او هنر له ډلې و، له لیکوالانو او شاعرانو حتی سکولارانو سره يې خپرونې درلودې، حتی د سیګرېټ په ځای يې د لویدیزوالو پیپ له کارولو هم باک نه درلود. هر څومره چې به واک ته ور نژدې کېده، همدومره له خلکو او د خلکو له واقعي ژوند څخه لرې کېده، هان تر دې چې ځان له قانون څخه لوړ او د خدای استازی ګڼي او هر ډول نیوکه له دوښمن سره د یووالي تور، د فتنې عامل او یا د بصیرت نشتون ګڼي او اعدام، تېري، زندان او وهلو او ټکولو ته سپاري.

دوی د رهبرۍ په دوره کې خپل ټول دوستان، ملګري او دوی ته لومړني خواخوږي کسان له دندو څخه ګوښه او په کور کینوي، زنداني او د بصیرت د نه درلودلو په تور يې د انقلاب له بېړۍ څخه کښته کوي.

پایله:

د دیکتاتورانو سرنوشت او ژوند ډېر تریخ او له تراژېدۍ او کړکیچونو ډک دی. دیکتاتوران ورو ورو له عاطفې او احساس څخه تشیږي.

نا متعادله او نه بدلېدونکی شي، د ویاندويی، نظامي او رهبریت له نظره ډېر پیاوړی او په ظاهري بڼه تزلزل نه لري؛ خو  د حقایقو  د درک له  نظره ډېر بېکاره او ناتوانه کېږي. په همدې وجه، د پاتې راتلو او د نوي ژوند د زده کولو لپاره ډېرې کړنې په پوره توګه سر ته نه رسوي، ژوند يې په یوې ترخې تراژېدۍ تمامیږي، ولې چې په عین ژوند غوښتلو او ژوندي پاتې کېدلو کې، په غیر شعوري توګه د دې ځان غوښتنو او غوصه ناکو کړنو په ذریعه خپله نابودي او بدبختي په خپل لاس راولي.

د محمدرضا شاه، هېټلر، موسولیني، صدام، قذافي، موگابې او حسني مبارک د ژوند پایله باید له عبرت څخه ډکه وي؛ خو دیکتاتوران له تاریخ څخه له زده کړې ډېر شاته پاتې او ناتوانه دي او داسې انګېري چې په واقعي ډول دوی ځانته بېل کسان دي، تل پاتې او له منځه نه تلونکي کسان، هغوی په رښتیا هم داسې فکر کوي چې د هېواد وګړي یې له زړه څخه په دوی مین دي، همدا وجه ده چې د مالیخولیایي دا ډول وېرې، دوی د جنون تر پولې رسولي دي، چې نور نه په ځان رحم کوي او نه د نورو د ژوند په فکر کې دي.

دیکتاتوران ډېر لنډ عمر لري، دردونکې تراژېدۍ، یوازیتوب، او وروسته یوازې مرګ؛ همدا د دوی ورک سرنوشت دی.

————————————

References:
۱٫ Coolidge, F. , & Segal, D. (2009). Is Kim Jong‐il like Saddam Hussein and Adolf Hitler? A personality disorder evaluation Behavioral Sciences of Terrorism and Political Aggression, 1 (3), 195-202
۲٫ Coolidge, F. ,& Segal, D. (2007). Was Saddam Hussein Like Adolf Hitler? A Personality Disorder Investigation Military Psychology, 19 (4), 289-299
۳٫ Robertson. I (2012) The Winner Effect, Trinity College. Dublin
۴٫ Frederick L. Coolidge, Felicia L. Davis, & Daniel L. Segal (2007). Understanding Madmen: A DSM-IV Assessment of Adolf Hitler Individual Differences Research, 5(1), 30-43 (link to PDF)
۵٫ طالبی. اشکبوس، روان شناسی شکنجه سخنرانی در کنون دوستداران فرهنگ ایران. واشنگتن دی سی شهریور ۱۳۸۹
۶٫ Robert Mugabe…What Happened?” a film by Simon Bright, Cinema Guild, 2011. ISBN: 0781514029. See also:http://cinemaguild. com/mm5/merchant. mvc?
۷٫ Atran, Scott (2003). Talking to enemy, Faith, Brotherhood. University of Michigan.
۸٫ Keltner, Dacher and collegues. Journal of psychological Review (2003). vol 110(2), 265-284.
۹٫ اسپربر، مانس نقد و تحلیل جباریت. ۱۹۳۷ ترجمه کریم قصیم. انتشارات دماوند. ۱۳۶۳

ستاسو نظر

۱ نظر

  • I read it carefully. I am thankful to Ms. Shafiqa Nikzad the writer of this article who used informative references for her article to refers to those in terms of reading more about the relevant subject (s). I appreciate her work and am thankful for those who created this useful webpage. Wish you more success in your work.