ارواپوهنه

شخصیت جوړېدل

خالد نجیم

هر وخت په ټولنه کې د شخصیت په تړاو ویل کېږی، نو دا شخصیت څه شی دی او ولې یې په تړاو دومره خبرې کېږی؟
شخصیت له شخص اخېستل شوې کلمه ده، چې اصطلاحاً د انسان ټول بیرونی او داخلی عوامل ترڅېړنې او څار لاندې نیسی. شخصیت دتګلارې، انګېزې، افکارو او هیجان په واسطه درک کېدلای شی.
شخصیت په ټولنه کې تبارز کوی او په ټولنه کې څرګندیږی، هر وخت چې په ټولنه کې له انسان نه څه (کړه وړه) را ځرګندیږی، د ټولنې له حرکتونو ، عاداتو، کلتور او ان نورو برخو سرچینه او رنګ اخلی.
تر اوسه لا په دې برخه کې څېړونکی په یوه خوله نه دی شوی، چې ایا شخصیت کسبی دی، که وراثتی. هغه چې وایی، وراثتی دی، هغوی په دې باور دی، چې د شخصیت په وده کې وراثتی عوامل رغنده رول لری او هغه ډله چې بیا شخصیت کسبی بولی، مطلب یې دا دی، چې ترلاسه کېدای شی.
خو  یو شمېر پوهان یې بیا دواړه ګڼی، چې هم وراثتی دی او هم کسبی، چې په وینا یې دواړه په انسان جوړونه کې رغنده رول لری او دغه برخې ته تمایلو ډېر دی،  ځکه چې د انسان جوړېدنه د مور له ګېډې او د جینینی له تشکیل نه سرچینه اخلی.
دلته د انسان ټولې کړنې هغه که له روانی اړخه دی او یا هم جسمی، له شخصیت سره اوبدل کېږی. هر ډول سلوک د یوه انسان د شخصیت ښکارندویی کوی او دا خپله څرګندیږی، چې کوم یې مثبت او کوم یې منفی هغه دی: ((مثبتې او منفی کړنې بیا د شخصیت مسیر ټاکی.))
د شخصیت په تړاو لا هم څېړونکو خپل تحقیقات نه دی بس کړی او د هغه په اړه کار کوی، نوی نوی څه ترې راوباسی او له نوی لیدلوری ورته وګوری.
روان پوهان ورته له بل دیده ګوری او هغوی یې عوامل هم په ګوته کوی، چې ترې زیږیږی: (( وراثت، چاپېریالی عوامل او ناپېژندل شوی عوامل، چې هریو یې په خپل ځای او خپله برخه کې کارنده بلل کېږی.))
د شخصیت په تړاو په یوه مقاله کې راغلی: ((وراثتی عوامل : D.N.A او R.N.A   دی، چې R.N.A یې دخواصو په انتقال کې رول لری او  D.N.Aبیا R.N.A ته لارښونه کوی.
محیطی عوامل: هغه دوې مرحلې دی، چې انسان دپیداېښت پروخت ورسره مخ کیږی، د بېلګې په توګه مخکې له پیداېښت څخه دمور ناروغۍ او نورې، چې ماشوم یې له ځان سره لېږدوی…
وروسته له پیداېښت څخه: هغه اقتصادی، کورنۍ او نورې ستونزې او یا هم د ټولنې بدلونونه چې انسان یې ځانته راکاږی او یا هم پر یوه انسان اغېز پرې باسی.))
په ټوله کې هر ادام زاد چې ژوند کوی، که هغه که ښځه وی او یا نارینه، که ماشوم وی او یا لوی، جوړ وی او یا ناجوړ ،که په سد وی او یا بې سده، ټول د شخصیت لرونکی دی، خو دغه بیا د شخصیت په مثتوالی او منفی والی سره ویشل کېږی.
ښه نودا د غوره شخصیت کله جوړیږی؟
که وراثتی وی، نو د مور په کېډه کې د جینین تر تشکیل د مخه باید مور او پلار ورته چمتوالی ونیسی او په یو شمېر هغو کې یې بدلونونه راوستلای هم شی، چې په اوسنی وخت کې دا خپله له کسبی هغه سره رېښه پیدا کولای شی. په ټوله کې پکار هم ده، چې میندې او پلورنه داکار تر سره کړی، ځکه د یوه روغ ماشوم پیدا کېدل د روغ او سالم شخصیت څرګندویی کوی.
که کسبی وی، نو بیا پکار ده، چې ټولنې ته له راتلو سره سم په ماشوم کار پیل شی، له مختلفو لارو چارو کار واخستل شی، ترڅو په راتلونکی یانی هغه وخت کې چې ماشوم په ځان پوهیږی،  او د خپل نېک شخصیت د تباروز لپاره پخپله مټې را بډوهی، تر هغه پورې یې کورنۍ او یا هم لارښوونکی ور سره مرسته وکړی.
د بېلګې په توګه: هغه ماشومان چې نوی زیږیږی او مور یې هغه مهال په ګېډه ګرځوی احتیاط ونکړی، مناسب خواړه ونه خوری او  له هغه څه نه ډډه ونکړی، چې په ماشوم یې اغېز کوی، نو کله چې ماشوم نړۍ ته سترګې غړوی، نیمګړی، موټشن راځی او یا هم روانی اختلالات لری، چې په دې برخه کې د پړې ګوته میندو ته نیول کېږی او بل دا چې ماشوم له مور، پلار، لارښود او ان ټولنې زده کوی، چې د ده په چاپېریال کې انسانان کوم عمال تر سره کوی او حرکتونه څه ډول دی، تر څو دی هم ترې تقلید وکړی.. که چېرې د ماشوم په چاپېریال کې مناسب حالت وی، نو د شخضیت د مثبتوالی ډېره تمه شته.
په ټوله کې که شخصیت ارثی وی او یا هم کسبی، نو پکار داده، چې که د مثبت شخصیت جوړونې لپاره تمایلات ولرو، نو ټولنه ډېر اغېز پر کوی او پکار ده، چې په ټولنه کې یې د مثبت لور ته بېلو پر وخت زیات زیار وباسو.
اروا پوهان په دې باور دی، چې د ماشوم ذهن سپینه تخته دی، هرڅه چې پرې ولیکو اخلی او جذبوی یې. د دوی په باور تر  ۱۸ کلنۍ پورې ماشوم یو څه اخلی او په ۲۱ کلنۍ یې بپړوی او په عقل یې بدلوی.
د کورنیوتر څنګ، ښوونځی، د ملګرو غوره کول دا ټول په انسان اغېز پرېباسی، چې دا د انسان د شخصیت په برخه کې د پام وړ ټکی دی.

ستاسو نظر

۱ نظر