ارواپوهنه

د یادګیرۍ نوی میتودونه

آیا جګې نمرې په دې مانا دی چې زده کونکی درسی مواد په سمه توګه زده کړی دی؟ او آیا ټیټې نمرې دا مانا لری چې زده کونکی باید  ډېر درس ووایی او هڅه وکړی؟
بندکت کری د نیویورک ټایمز د علمی برخې ایډیټر په خپل نوی او وروستی کتاب کې « څرنګه زده کړه کوو/ چگونه می آموزیم» د وخت، ځای او د زدکړې د څرنګوالی په اړه له حیرانتیا څخه د یو ډک حقیقت په مرسته دغه کلیشه یی فکر چې ویل کیږی، ښې نمرې د ښو زده کړو په مانا ده، ننګوی.
د ده په آند محصلین یا زده کونکی کولای شی ازموینې ته په درس ویلو سره ښې نمرې لاس ته راوړی. خو دا چې پس له یوې لنډې مودې زده کړی موضوعات بیرته ترې هیر شی، د دې احتمال ډېر زیات لیدل کیږی.
نوموړی په دې باور دی چې زیات شمیر محصلین کولای شی د زده کړې په میتود او طریقې کې د تغییر په راوستلو سره ډېر څه او په ښه ټوګه زده کړی، نه په زده کړه کې د وخت په زیاتولو.
دې هدف ته د رسېدو لپاره ښاغلی کری په خپل کتاب کې یو نوی او تازه میتود چې په مغز، حافظه او د زده کړې د مطالعی په ډولونو باندی د کلونو، کلونو څېړنو پایله ده، د هر عمر محصلینو ته یې وړاندیز کوی.
ښاغلی کری دا کلیشه یی باور چې ګواکې د موفقیت لار یوازې په کتاب پورې ځان نیښلول دی، ننګوی او په عوض کې یې د زده کړې لړۍ په دقت سره څېړلې تر څو د زده کړې د ځواکمنتیا لپاره غوره لارې وړاندې کړی.
ښاغلی کری وایی، زیات شمېر محصلین په دې فکر چې د دوی د یادګیری میتود سم دی، زده کړی کوی. خو واقعیت دا دی چې زموږ لید لوری  د یادګیری د میتود پر وړاندې ډېر لنډ دی.
دا کار به د اوږد مهاله درسی جلساتو لپاره ګټور وی خو د دې احتمال زیات لیدل کیږی چې د ذهن انرژی تر ډېره بریده اوږدو درسی ساعتونو ته په فکر او تمرکز له لاسه ورکړل شی او دا په دې مانا ده چې د یادګیری لپاره کافی انرژی نه پاتې کیږی.
د یادګیری لپاره په یو ګوښه ځای کې د څو ساعتونو لپاره په پرلپسې توګه  کښیناستل ګران کار دی. ځکه چې په درس باندې د تمرکز له وجې ډېره انرژی ضایع کیږی. داسې ډېرې لارې شته چې کولای شی زده کړه لا په زړه پورې او ګټوره کړی.
لومړنۍ ګام د ښې یادګیری لپاره د یادګیری د چاپیریال بدلول دی په کوم ځای کې چې موږ مطالعه کوو او شی یاد ته سپارو.
د دې پر ځای چې تل په خپل میز باندې کښینی او د ساعتونو، ساعتونو لپاره درس ووایی، ښه  به دا وی چې بیلابیل نور ښه موقعیتونه پیدا کړی. دا د دې باعث کیږی چې ستاسو ‌ذهن د یادولو مالومات په ښه ډول حافظې ته وسپاری.
د ښاغلی کری په آند د انسان مغز تغیر غوښتونکی دی او د تغیر په لور میلان لری. هم فعالیت او کړنو ته اړتیا لری او هم آرامتیا او دمې ته.
دا چې مغز مالومات څه ډول  لاسته راوړی، ثبتوی یې او بیا یې خپروی؛ په دې هر څه پوهیدل کولای شی د یادګیری د عادتونو په ښه کولو کې مرسته وکړی.
یو شمېر کسان د ازموینې لپاره له  لنډ مهاله زده کړې څخه  ښه پایله ترلاسه کوی. خو دا چې یوازې د لنډې مودې لپاره او په خلص ډول یې زده کړو، دا پیغام مغز ته نه استوی چې زده کړی مالومات مهم دی.
د بېلګې په ډول؛ د ژبې لومړی درس مغز ته ډېر مهم څه ورکوی، خو دویم درس به مغز د دې مالوماتو د بیا یاد ته راوړلو لپاره هڅوی. په دې کار سره مغز ته دا اشاره استوی چی ګواکې دا اطلاعات مهم دی او باید ذهن ته وسپارل شی.
ښاغلی کری زیاتوی: کله چې تاسو یوازې ازموینې ته درس وایاست دا په دې مانا ده چې زده کړی مالومات به د لنډې مودې لپاره په یاد ولرئ خو مغز ته دا نه شئ ویلی چې دا مالومات مهم او ارزښتمن دی.
یوه بله لاره هم شته چې مغز ته ووایاست چې زده کړی اطلاعات مهم دی. او هغه دا چې د هغو مالوماتو په اړه خبرې او بحث وکړئ. د مثال په ډول؛ له یوه زده کونکی څخه وغواړئ چې د ښوونکی رول ولوبوی او د زده شویو مالوماتو درس ورکړی.
ځان ازموینه او د کارت په مخ باندې د اطلاعاتو لیکل هم د یادګیرۍ  په بهیر باندې اغېزه کوی او قوت وربښی.
د یادګیرۍ بل تخنیک د (وقفه یی یا په دمه یادګیری) په نامه یادیږی. دا تکنیک د مغز د پوهانو د څېړنو د لاسته راوړنو په اساس رامنځته شوی او هغه محصلینو ته چې ډیرې جګې هیلې لری یو ښه میتود دی.
لیکوال نوموړی تخنیک یو چمن یا پټی ته د اوبو ورکولو سره تشبیه کوی. تاسو کولای شئ چې د خپل کور د مخې پټی ته په اونۍ کې یو ځل د ۹۰ دقیقو لپاره او یا په اونۍ کی ۳ ځلی د ۳۰ دقیقو لپاره اوبه ورکړئ. وقفه ورکول د اوبو په لګونه کې چمن یا پټی نور هم سمسور او تازه ساتی. نوې څېړنې او مطالعات ښیی چې د تاریخی پېښو، د ژبې کلمات او یا د علمی تعریفونو او داسی نورو اطلاعاتو د یادولو او ذهن ته د سپارلو لپاره یوازینۍ ښه لار دا ده چې محصل د لومړی په یادکړی مواد پس له دو ورځو  بیاځلې ولولی.
د پوهانو له لاسته راوړنو څخه یوه دا ده چې مغز د لنډ مهاله جلسو په لړ کی لږ متمرکزه وی.
له همدې کبله په اوږد مهاله ډول مثلآ د څو ورځو یا څو اونیو لپاره د اطلاعاتو بیاځلې لوستل مغز ته دا پیغام ورکوی چې دا معلومات مهم دی او باید ذهن ته وسپارل شی. یادول او بیا ځلې لوستل په بیلابیلو ځایونو کی کولای شی ذهن ته محیطی نښه ورکړی. د بېلګی په ډول، تاسو خپل کور کې د ولسمشر وینا ‌‌ذهن ته سپارئ او حفظ کوئ یې، په دې وخت  کی ستاسو سپی انګولی، ذهن مو دې پېښې ته د ولسمشر له وینا سره تړاو ورکوی او ثبتوی یې.
هماغه درس څو ورځې وروسته د چای خوړلو په کوټه کې ووایاست او د چای د خوټیدا غږ ته مو پام اوړی نو ستاسو ذهن د دې دوه بیلابیلو محیطونو اړیکه له  درس سره تړی او ثبتوی یې چې دا خپله د حافظې د قوت باعث کیږی او د ذهن ځواک د درس په بیا را یادولو کې زیاتوی.
د کالفورنیا ساندیاګو پوهنتون په ۲۰۰۸ کال کې یو شمیر مغلقې او پیچلې پوښتنې په ۱۳۰۰ کسانو وکارولې.
د بیلګې په ډول؛ د هغه سپی نوم چې په کوم سریال کې راغلی څه شی دی؟ سم ځواب “بنګو” و. په دې څېړنه کې ګډون کونکو درسی مواد په دوو مختلفو وختونو کې ولوستل. ځینو یوازې څو شېبې او ځینو نورو په یوه ورځ یا یوه اونۍ کې.
د څېړنو له مالوماتو سره سم پوهانو تر ټولو ښه  فاصله د د یادولو په وخت کې تثبیت کړې ده.
که تر ازموینی دوه اونۍ وخت لرئ، له ټولو ته ښه میتود دا دی چې د اونۍ دوه ځلې درس ووایاست.
او د هر ځلې لوستلو واټن باید یوه یا دوه ورځې وی.
مثلآ که د جمعې په ورځ ازموینه لرئ، دوشنبه درس ووایاست او پنجشنبه یې بیاځلې ولولئ او که تر ازموینې یوه میاشت وخت لرئ نو درس مو په یوه اونیزه وقفه کې تعقیب کړئ.
چې د خوب نیمه برخه له تاسو سره د اطلاعاتو په ذهن سپارلو کې مرسته کوی او نیمه برخه یې په نورو مالوماتو کې لکه  په ریاضی کې، ګټوره ده. له همدې کبله هغه زده کونکی چې د ژبې ازموینه لری باید د خوب کټ ته ژر لاړ شی تر څو اطلاعات یې په ښه توګه په ذهن کې ثبت شی. او په سهار کی چی له خوبه را پاڅی درس دې بیاځلې تکرار کړی.
د هغه زده کونکو لپاره چې د ریاضی ازموینه لری د خوب دویمه برخه ډېره مهمه ده او ښه دا ده چې مخ کې له ویده کیدو څخه درسونه ووایی او ورسته بیا ویده شی، په دی اساس مالومات په ښه توګه په ذهن کې ثبتیږی.
د ښاغلی کری په آند؛ خوب د یادولو په پروسه کې د سر ته رسوونکی رول پلی کوی، ستاسو ذهن دې ته چمتو دی چې هغه اطلاعات چې ورکوی، خپاره، را ټول او سره یو کړی.
کله چې خسته کیږئ مغز مو تاسو ته وایی چې حافظه یې ډکه شوې ده، نو لازمی ده چې د یادګیرۍ پروسه په بیلو پړاونو کې وڅېړل شی.

 دا متن ژباړل شوی دی، چې اصلی لیکواله یې:  ‌تارا پارکر پوپ‌/ ژباړه: شفیقه نېکزاد

سرچینه: نیوریاکر ټایمز مجله

ستاسو نظر