ارواپوهنه

د فروید ارواپوهنه؛ د شخصیت سازمان

د شخصیت سازمان
د فروید په باور شخصیت له درېو اساسی سیستمونو رغېدلی دی: «id یا دی»، «ego یا زه» او «superego یا برزه».که څوک په اروایی لحاظ سالم اوسی، دا درې واړه سیستمونه په کې یو همغږی او متحد سازمان جوړوی او د دې سیستمونو تر منځ همکاری روانه وی. د دې همکارۍ په برکت انسان کولای شی له محیط سره ګټور اړیکی ټینګ کړی. برعکس، که یو سیستم له بل سره په ټکر کې وی، انسان نامتعارف ګڼل کېږی. داسې کس له ځانه او له جهانه ناراضه وی.
۱. اید
د اید کار دا دی چې د درونی یا بهرنی تحریک په وجه په بدن کې راپیدا شوی هیجان یا ټنشن رفع کړی. یعنې اید د ژوندانه اساسی یا لومړنی اصل چې فروید یې «د لذت یا د خوند اصل» بولی، ارضا کوی. د لذت د اصل هدف دا دی چې وګړی له ټنشنه خلاص کړی، یا که دا کار ممکن نه وی – چې اکثراً هم دغسې وی –  ټنشن کم کړی او د امکان تر حده یې ثابت وساتی. ټنشن د ناکرارۍ او رنځ په بڼه حس کېږی او له هغه څخه خلاصون د خوند او لذت سبب ګرځی. نو ویلای شو چې د لذت اصل غواړی له رنځه مو خلاص کړی او خوند راپه برخه کړی.
د اید هغه خورا لومړنۍ بڼه ریفلکسی دستګاه ده چې هر ډول حسی تحریک سم لاسی له حرکی عمل سره دفع کوی. مثلاً کله چې تېزه رڼا پر سترګو لګېږی، سترغلی بندېږی او نه پرېږدی چې دغه تېزه رڼا سړی وځوروی. بدن په ډېرو داسې غبرګونونو یا ریفلسکی سیستمونو سمبال شوی دی. په اصل کې د دې حرکی غبرګونونو نتیجه د محرک لرې کول دی. مثلاً په پرنجېدلو سره هغه څه چې د پوزې مخاطی غشا یې لمسولې ده، بهر ته شړل کېږی – یا سترګې چې اوښلنې شی، له سترګو څخه ګرد او دوړه وباسی. د تحریک عامل کېدای شی بهرنی وی او کېدای شی د بدن له داخله وی. د درونی تحریک یوه نمونه د مثانې د وره د خلاصېدلو ریفلکس دی. کله چې په مثانه کې د میتیازو فشار معین برید ته ورسېږی او دغه فشار د ټنشن سبب شی، د مثانې ور خلاصېږی او د میتیازو په شړلو سره ټنشن رفع کېږی.
که د بدن ټول ټنشنونه د ریفلکسی اعمالو په واسطه دفع کېدلای، نو تر لومړنی ریفلکسی سیستم ورهاخوا هېڅ ډول اروایی ودې ته به اړتیا نه وه. خو داسې نه ده. ګڼ شمېر ټنشنونه دی چې د دفع کولو لپاره یې کافی او مناسب غبرګونونه نشته. مثلاً د لوږې په وجه د نوزېږی په معده کې انقباضات تولیدېږی خو دغه انقباضات پخپله خواړه نه شی برابرولای، مګر د نوزېږی د ناکرارۍ او ژړا سبب کېږی. که نوزېږی ته خواړه ونه رسېږی، دغه انقباضات ورو ورو زیاتېږی تر هغې پورې چې د ستړیا په وجه له منځ لاړ شی خو په دې حالت کې به ماشوم هم له لوږې مړ وی.
نوزېږی هغه لازم غبرګونونه نه لری چې خپله لوږه ورباندې ارضا کړی او که لویان خواړه ورنه کړی، دوی به هلاک شی. خو همدا چې خواړه په مناسب ډول د ماشوم خولې ته ورسول شی، د رودلو، تېرولو او هضمولو غبرګونونه پخپله – بې له بهرنۍ مداخلې – فعالېږی او د لوږې ټنشن ختموی.
که چېرې د ماشوم د ټولو درونی تحریکونو په وجه راپیدا شوی ټنشنونه د مور و پلار په همکارۍ سره وار له واره رفع کېدای، نو هېڅ ډول اروایی وده به نه رامنځته کېده. خو سره له دې چې مور و پلار غواړی د ماشوم ټولې اړتیاوې ورپوره کړی، دا کار په چټکۍ سره نه شی کولای. حقیقت خو دا دی چې مور و پلار د انضباطی او روزنیزو پروګرامونو په وسیله، که له یوې خوا د ماشوم ټنشن کموی، له بلې خوا پخپله ورته ټنشن جوړوی او همدا شیان دی چې د اید د ودې او تکامل سبب کېږی.
د ناکامۍ او محرومیت په نتیجه کې د اید تکامل لومړنۍ پروسه نومېږی. د انسان سایکولوژیکه دستګاه حسی غړی او حرکی اندامونه لری. حسی غړی له حسی اعصابو، چې د تحریکونو د اخیستلو ځانګړی ساختمانانو دی، رغېدلی دی. حرکی غړی پخپله عضلات دی. د غبرګون لپاره درې شیان په کار دی: حسی اعصاب، حرکی غړی یا عضلات او د دوی تر منځ د رابطې یو عصبی سیستم چې پیغامونه له حسی غړو څخه حرکی اندامونو ته ولېږدوی.
پر حسی او حرکی جوړښتونو سربېره وګړی د درک کولو (ادراک) سیستم او د خاطرو مرکز (حافظه) هم لری. ادراکی سیستم له حسی غړو څخه تحریکات راخلی او له هغه څه څخه چې حسی غړو ته رسېدلی دی (د تحریک له عامل څخه) یو ذهنی تصویر جوړوی. دغه تصویرونه بیا په حافظه کې د خاطرو په بڼه ساتل کېږی. وروسته بیا کله چې دغه خاطرې رافعالېږی، موږ وایو چې وګړی د درک کړی شی خاطره یی تصویر مجسم کړی دی. مثلاً ګل په سترګو وینو، دا ادراک دی خو کله چې په ذهن کې د ګل بڼه مجسم کوو، دا د هماغه ادراک خاطره ده.
اوس به د نوزېږی د لوږې څېړلو ته راوګرځو. ښکاره ده چې هر وخت چې ماشوم وږی وی، خواړه ورکول کېږی. ماشوم د تغذیې په ترڅ کې وینی، څکی، بویوی، او خواړه احساسوی. دغه ادراکونه د ماشوم په حافظه کې ځای نیسی. په تدریج سره د دغو پروسو د تکرار په وجه، د خوړو تجسم د ټنشن د کمېدو سبب کېږی. نو، وروسته که چېرې ماشوم ته خواړه هم ورنه کړل شی، د لوږې ټنشن د هغه په حافظه کې د خوړو تصویر رایادوی او په دې توګه اید د خوړو د خاطرې په مرسته د لوږې ټنشن راکموی. هغه پروسه چې د ټنشن د کمولو لپاره لازم خاطره یی تصویر تولیدوی، لومړنۍ پروسه نومېږی.
لومړنۍ پروسه هڅه کوی د هغه شی په وسیله ټنشن رفع کړی چې فروید یې «د ادراکو سره ورته کول» بولی. د فروید مطلب دا دی چې اید خاطره یی تصویر له ادراک سره ورته ګڼی. مثلاً د اید لپاره د خوړو خاطره پخپله د خوړو حیثیت لری. په بله وینا اید د خاطره یی تصویر (ذهنی تصویر) او د واقعی شیانو د عینی ادراک تر منځ توپیر ته قایل نه دی. د لومړنۍ پروسې یوه نمونه د تږی مسافر په ذهن کې د اوبو تجسم دی. خوبونه یې بل مثال دی. خوبونه د هغو خاطرو د تصویرونو لړۍ ده چې ټنشن کموی. وږی په خوب کې خواړه او هغه شیان وینی چې له خوړو سره تړلی دی. حال دا چې تر جنسی ټنشن لاندې ویده وګړی، د جنسی فعالیتونو خوبونه وینی. فروید وایی موږ په خوب کې ارمانونه پوره کوو، یعنې هغه شی چې غواړو یې، په خوب کې یې وینو. خو څنګه چې لومړنۍ پروسه ټنشنونه په موثره توګه نه شی کمولای نو ثانوی پروسه وده کوی چې دا بیا په ایګو پورې تړلې ده او وروسته به بیان شی.
فروید د اید په اړه نورې خبرې هم لری. دی اید د غرایزو اډانه بولی چې سر و کار یې د بدن له درونی بهیرونو سره دی او له بهرنۍ نړۍ سره رابطه نه لری، په همدې وجه د وخت په تېرېدو او له تجربو سره تغییر نه کوی خو اید د ایګو په وسیله کنټرولېدای شی. اید اخلاق، منطق او استدلال نه منی بلکې د غرایزو ارضا کول غواړی. اید د دې کار لپاره دوې لارې په مخ کې لری: یا دا چې خپله غوښتنه په ذهنی ډول یعنې په خیال کې پوره کړی او یا دا چې ایګو ته تسلیم شی چې په دې صورت کې ټنشن د دې پر ځای چې سم لاسی رفع شی، مقید پاتې کېږی.
فروید وایی په اید کې هغه تجربې هم نغښتې دی چې په تېرو نسلونو کې په شدت او په کراتو تجربه شوې دی (جمعی لاشعور). د ده په باور ان که نوزېږی له لوږې سره د خوړو د تداعی کولو تجربه هم نه وی کړې، د لوږې په وخت په خپل ذهن کې د خوړو تجسم کولای شی.
اید د وګړی په ټول ژوند کې خپل ماشومانه خوی ساتی یعنې ټنشن نه شی زغملای او د هغه سم لاسی رفع کول غواړی.
۲. ایګو
هغه دوې پروسې چې اید د هغوی په واسطه ټنشنونه دفع کوی، یعنې غیر ارادی ریفلکسی حرکتونه او د ذهنی تصویرونو ایجادول (لومړنۍ پروسه)، نه شی کولای د بقا او تناسل لوی مقصدونه پوره کړی. په بله وینا که یو څوک وږی وی، نه ریفلکسی عملونه او نه د خوړو تصور د هغه لوږه لرې کولای شی. له بلې خوا غیر تعقلی او سم لاسی عمل سړی له مجازاتو سره مخ کوی چې دا پخپله ټنشن زیاتوی. همدارنګه انسان یوازې په ماشومتوب کې د لویانو له مواظبته برخمن وی خو همدا چې لوی شی، مجبوره وی خپل احتیاجات پخپله رفع کړی. د دې کار لپاره مجبور وی چې بهرنی واقعیتونه په پام کې ونیسی او ورسره تطابق وکړی یا دا چې ورباندې غلبه وکړی. د وګړی او محیط تر منځ د داسې معقولو اړیکو د ټینګولو لپاره یو بل اروایی سازمان په کار دی چې ایګو نومېږی.
په متعادل وګړی کې ایګو د شخصیت اجرایی عامل وی چې د اید او سوپرایګو د څارنې او کنټرول دنده لری. ایګو دیوه عاقل سوداګر په شان د درونی غوښتنو او غریزو (اید)، بهرنۍ نړۍ او سوپرایګو تر منځ د شخصیت او د هغه د احتیاجاتو په ګټه انډول رامنځته کوی. که چېرې ایګو دغه انډول ونه ساتی او توله د اید، سوپرایګو یا محیط خوا ته درنه کړی، د وګړی د شخصیت تعادل له منځه ځی.
ایګو «د لذت اصل» ته تابع نه وی بلکې د واقعیت اصل منی. واقعیت هغه څه دی چې په عینی ډول شته دی. د واقعیت د اصل هدف دا دی چې د ټنشن دفع کول تر هغې پورې وځنډوی چې د ارضا کولو لپاره یې اصلی او حقیقی شی په مناسبه لاره په لاس ورشی. مثلاً ماشوم باید دا زده کړی چې لوږه په هر شی باندې نه ماتېږی او تر هغې پورې چې خواړه ورته نه دی رسېدلی، باید صبر وکړی، نه دا چې هر څه خولې ته ننه باسی.
د واقعیت اصل د هغې پروسې په وسیله تامینېږی چې فروید یې ثانوی پروسه بولی ځکه چې دا د اید تر لومړنۍ پروسې وروسته رامنځته کېږی او پر هغې خپل سیوری غوړوی. لومړنۍ پروسه یوازې د هغه څه تصویر راته ښیی چې اړتیا ورته لرو حال دا چې ثانوی پروسه مو د تفکر او عملی اقدام په وسیله واقعی شیانو ته رسوی چې خپل احتیاج ورباندې رفع کړو.
ثانوی پروسه د لومړنۍ پروسې برخلاف ذهنی خیالی نړۍ له واقعی نړۍ څخه توپیروی او د یوه شی ذهنی تصویر د هغه له اصل سره یو خېل نه ګڼی. د ثانوی پروسې په وسیله وګړی مختلفې لارې ازمویی تر هغې چې واقعیت ته د رسېدلو سمه لاره ومومی.
د واقعیت اصل، د ثانوی پروسې فعالېدل او د وګړی په ژوند کې د بهرنۍ نړۍ مهم نقش، ټول په ګډه سره د وګړی د ادارک، حافظې، تفکر او عمل د ودې او زیاتېدو سبب کېږی. د همدې ودې په وجه د وګړی د تشخیص ځواک پیاوړی کېږی او بیا نړۍ ته په سرعت او لا دقت سره ګوری او د محیط د ګڼو محرکونو له منځه یوازې هغه شیان انتخابوی چې د ده ستونزه ورسره حل کېږی. تفکر هم وده کوی او سربېره پر هغو اطلاعاتو چې د حسی غړو له لارې ورته رسېږی، په حافظه کې له خوندی شویو معلوماتو هم استفاده کوی. حافظه د تداعی د عمل په وسیله چې د خاطرو تر منځ ارتباط رامنځته کوی، او د ناطقه دستګاه (ژبې) له ودې سره وده کوی. د دې ټولو په نتیجه کې د وګړی قضاوت دقیقېږی. ورسره یو ځای وګړی د خپلو عضلاتو او غړو د خوځولو مهارت هم تر لاسه کوی. په دې توګه کولای شو ایګو داسې پېچلی اروایی سازمان وبولو چې د اید او بهرنۍ نړۍ تر منځ د منځګړی نقش ادا کوی.
ایګو د واقعیت د حصول پر پروسې سربېره بل عمل هم لری چې د اید لومړنۍ پروسې ته ورته دی، یعنې د تخیل او فانتیزی عمل خو د اید له لومړنۍ پروسې څخه توپیر یې په دې کې دی چې دا یو خیال له واقعیته بېلوی او دواړه یو شان نه ګڼی خو دا کار د ایګو د جدی کارونو تر منځ ځنډ جوړوی.
سره له دې چې ایګو له محیط سره د ارتباط محصول دی خو د تکامل تومنه یې په ارثی توګه په هر چا کې شته او د طبیعی ودې (بلوغ) د پروسې تر اغېزې لاندې وده کوی. یعنې هر انسان د استدلال او تفکر بالقوه استعداد لری خو په بالفعل استعداد د اړولو لپاره یې تجربې، روزنې او فرهنګ ته اړتیا ده. د رسمې ښوونې او روزنې اصلی منظور د سم تفکر د لارې زده کول دی. سم تفکر یعنې حقیقت ته رسېدل.
۳. سوپرایګو
سوپر ایګو د وګړی د شخصیت درېمه اصلی برخه او د شخصیت اخلاقی او قضایی برخه ګڼل کېږی. سوپرایګو تر ډېره بریده د ایډیال او مثالیتوب ښکارندوی دی نه د واقعیت او زیاتره د کمال په لټه کې وی، نه د واقعیت یا د لذت د موندلو په لټه کې. ماشوم له مور و پلاره زده کوی چې څه ښه دی، څه بد، کوم کار ثواب لری او کوم کار ګناه. سوپرایګو د همدغو اخلاقیاتو د راخپلولو نتیجه ده. کرار کرار ماشوم ته پته لګېږی چې د لذت د حصول او له رنځه د خلاصېدو لپاره یوازې د واقعیت د اصل پیروی کافی نه ده، بلکې د مور و پلار رضا هم مهمه ده.
سوپرایګو دوې برخې لری ارمانی یا ایډیال ایګو او وجدان. د ماشوم په ایډیال کې هغه شیان دی چې مور و پلار ښه ګڼلی دی او ماشوم غواړی هماغه صفتونه ولری. میندې پلرونه د تشویق او هڅولو له لارې خپل اخلاقی معیارونه ماشوم ته ورلېږدوی. مثلاً هر وخت چې ماشوم خپل نظافت ته پام کوی، مور و پلار یې نازوی نو نظافت د ماشوم په یو ایډیال بدلېږی. وجدان بیا د هغو مسایلو په اړه د ماشوم تصورات رانغاړی چې مور و پلار بد ګڼلی دی. وجدان بیا د مجازاتو په وسیله حاصلېږی. مثلاً که یو ماشوم د نه پاکوالی په وجه په کراتو ورټل شی، وروسته بیا چټلی بده ګڼی. په دې توګه ایډیال ایګو او وجدان د یوه اخلاقی کیفیت دوه متضاد مخونه دی.
مکافات او مجازات دوه ډوله دی، فیزیکی او اروایی. فیزیکی مکافات مور، پلار، خواړه، د لوبو شیان، خواږه او نور شیان دی. اروایی مکافات په ژبه، سترګو او څېره د ماشوم هڅول دی. فیزیکی مجازات وهل، ټکول، له خوړو او یا لوبو د ماشوم محرومول دی. اروایی مجازات په ژبه، سترګو او تندی د ماشوم ګواښول او رټل. د مکافاتو دواړه ډولونه ماشوم ته د مینې پیغام ورکوی او درونی ټنشن یې کموی او د مجازاتو دواړه بڼې ماشوم ته د نه محبت خبره کوی او درونی ټنشن یې ورزیاتوی.
سوپرایګو هم د دې لپاره چې خپل اخلاقی قوانین پر ماشوم عملی کړی، د مور و پلار په شان یې په ښو کارونو ستایی او په بدو کارونو رټی. دغه مکافات او مجازات ایګو ته ورکول کېږی ځکه چې ایګو د ټولو ښو او بدو کارونو د ترسره کولو مسوول دی. البته یوازې د ښو یا بدو کارونو په وجه ایګو ته مکافات یا مجازات نه ورکول کېږی بلکې د ښو یا بدو فکرونو په وجه هم دا کار کېږی ځکه چې سوپرایګو بد فکر او بد عمل یو شی ګڼی. په دې ډول، سوپرایګو له اید سره، چې د ذهنی او واقعی قضیو تر منځ توپیر نه شی کولای، ورته کېږی.
د کورنیو په شان سوپرایګو هم وګړی ته فیزیکی او اروایی مجازات او مکافات ورکوی. مثلاً تر سخت کار وروسته اوږده دمه او ښه خواړه فیزیکی مکافات دی. اروایی مکافات د خوښۍ او خوشحالۍ په احساس کې وی. اروایی مجازات بیا د خپګان او له ځانه د کرکې په بڼه دی. فیزیکی مجازات یې ممکن د ناروغۍ، حادثې یا د قیمتی شیانو د ورک کېدلو په توګه وی، د فروید په باور  د دغو ناخوالو وجه لږ یا ډېر د ناسمو کارونو په وجه د «ځان تنبه کول»  دی.
د سوپرایګو د مکافاتو په وجه وګړی ته له ځانه سره د مینې احساس پیدا کېږی او دا د مور و پلار  د مینې معادل ګڼل کېږی. برعکس د سوپرایګو مجازات سړی ته له ځانه د کرکې احساس پیدا کوی او دا حالت د مور و پلار له نه محبت سره ورته دی.
سوپرایګو د وګړی په شخصیت کې د ټولنې د ایډیالونو، مذهبې باورونو او ارزښتونو استازی دی چې له مور و پلاره ماشوم ته انتقالېږی. البته سوپرایګو د مور و پلار د کړنو انعکاس نه بلکې د هغوی د سوپرایګو انعکاس دی. مور و پلار ممکن ووایی یو څه خو وکړی بل څه خو د دوی وینا له مکافاتو او مجازاتو سره مله وی ځکه خو د ماشوم د اخلاقی معیارونو په رغولو کې اساسی نقش لری. د سوپرایګو په جوړولو کې پر مور و پلار سربېره د ټولنې نور عوامل هم رول لری مثلاً معلم، روحانیون، پولیس، او هر هغه څوک چې تر ماشوم لوړ مقام ولری، دا ټول د کورنۍ نقش لری.
سوپرایګو څه هدف لری؟ د سوپرایګو لومړنۍ دنده د هغو ایمپلسونو کنټرول دی چې ټولنې ته خطر پېښوی لکه د تجاوز او تېری او جنسی ایمپلسونه. سوپرایګو وګړی ته دا توان ورکوی چې قانون ته تابع اوسی.
که اید د انسان د ارثی بیولوژیکی ځانګړنو محصول وګڼو او ایګو له عینی واقعیتونو سره د انسان د متقابلو تاثیراتو نتیجه، سوپرایګو د وګړی د اجتماعی کېدو محصول او د فرهنګی دودونو ناقل ګڼلی شو.
یاده دې وی چې دا یوازې نوموونې دی او د اید، ایګو او سوپرایګو ترمنځ جوته پوله نشته بلکې دا درې اصطلاحات د شخصیت د پروسو، کړنو، میکانیزمونو او دینامیزمونو د معرفی کولو لپاره استعمالېږی. ایګو له اید څخه منشا اخلی او سوپرایګو د ایګو پر اساس رامنځته کېږی. د وګړی د ژوند په اوږدو کې دا درې سره سیستمونه له یو بل سره په ملګرتیا او پر یو بل له متقابلې اغېزې سره پایی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر