ارواپوهنه

کورنۍ او د ماشوم د شخصیت وده

کورنۍ (Family) لومړنى ټولنیز بنسټ دى، چې ډېرى انسانان  په کې دنیا ته راځی او  له دې دنیا سترګې پټوی. کورنۍ د ټولنې یو وړوکی واحد دی، چې د نسل د ډېرولو او د ماشوم له روزنې سره – سره ډېرې نورې دندې هم لکه د اقتصادی بنسټونو لوړوالى، د کلتور او ارزښتونو  ساتل او وده او داسې نورمسوولیتونه هم لری، نو له همدې امله کورنۍ د وګړی او ټولنې او نورو بنسټونو تر منځ د ټولنېزو ارزښتونو د لېږد دنده سرته رسوی، دا چې کورنۍ او ټولنه ټینګې اړیکې سره لری، نو د وګړی دریځ هم تر ډېره بریده د ټولنې په دریځ پورې اړه لری. د انسان په ژوند کې یو لوى لامل، چې له انسان سره په ټولنیزتوب کې مرسته کولاى شی، هغه په کورنۍ کې د نوموړی د ماشومتوب پړاو او تجربې دی. د کورنۍ فضا له مینې، محبت، ځان تېرېدنې، صمیمیت او په ورته وخت کې له رخې، دښمنۍ، کینې، کرکې او تاوتریخوالی ډکه وی. ماشومان ټولنیزې عاطفې او احساسات له مور او پلار او خویندو او ورونو  سره  تجربه او زده کوی، د کورنۍ غړی یو پر بل پورې تړلی وی او هر راز فردی ستونزه او ربړه کولای شی، چې د کورنۍ نورو غړی هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول له اغېزې لاندې راولی او نورو غړو ته  هم ستونزې پیدا کړی. همدا ډول کورنۍ له هغې اغېزې څخه، چې لری یې، کله ناکله د روانی اختلالونه په رغولو کې هم مرسته کولاى شی. کورنۍ یو تر ټولو اړین بنسټ دى، چې ټولنه تغذیه کوی او د ټولنې روغتیا او ناروغتیا هم تر ډېره بریده د کورنۍ په روغتیا او ناروغتیا پورې اړه لری. کورنۍ د ماشوم د روزنې لومړنى ښوونځى دى او بل هیڅ یو لامل هم تر دې حده اغېزمن نه شی برېښېدى. ماشوم خپل لومړنی او بنسټیز درسونه له کورنۍ څخه زده کوی، د کورنۍ ډولونه، ضوابط او قوانین ټول په کورنۍ کې په ماشوم اغېزه کوی، له کورنۍ څخه پرته د متعادل ژوند هیله ناشونې ده او د یوه سالم فردی او ټولنېز ژوند لپاره خو د کورنۍ نه شتون یوه نا ممکنه خبره ده، کورنۍ د یوه ماشوم په نیکمرغۍ کې بې سارې ونډه لری، د کلتور، تمدن، ادب او دودونو په لېږد کې کورنۍ د خورا اهمیت لرونکې ده، د ټولنې، تمدن، او کلتور د بقا او دوام لپاره له کورنۍ پرته بله ښه وسیله نه شته، کورنۍ ته که له یوه اړخه وکتل شی نو یو وړوکى واحد دى، خو که د اهمیت له پلوه ورته وکتل شی نو یوه ډېره مهمه او لویه وسیله ده، چې د یوې لوې ټولنې بنسټ ږدی. د کورنۍ د قدر  اندازه هله ښه څرګندېږی چې څوک خپله کورنۍ د مرګ، بېلېدو، جګړې او یا هم طلاق له امله له لاسه ورکړی.
کورنۍ یو ټولنیز او طبیعی نظام ده، چې خپل ځانګړی خصوصیتونه لری دا نظام د قانونو او اصولو یوه ټولګه جوړوی او په خپلو غړو یې پلی کوی او هر غړی ته خپله برخه ورکوی، کورنۍ ډېر پېچلی صورتونه لری او د خپلو ستونزو لپاره بیلابیلې لارې او طریقې کاروی،  په دغه ډول یوه نظام کې وګړی د علاقو، نږدېوالی، عاطفی کړنې تر ډېره بریده یو او په اتفاق وی، کیداى شی په یوه کورنۍ کې اړیکې، علاقې او غوښتنې یوه له بله سره ښې نه وی، خو په هر حالت کې اړیکې وی او یوازې په ښه او بد کې یې توپیر لیدل کېږی او دا نسبتی او ذاتی اړیکې د ژوند تر پایه له انسانه سره وی، کېداى شی د کورنۍ غړی لوى شی او خپله کورنۍ جوړه کړی، خو د لومړۍ کورنۍ غړیتوب د عمر تر پایه ورسره پاتې کېږی. د کورنۍ ځواک ترهغې کچې دى، چې که ان کوم غړى له غرونو هم پناه وی بیا به یې هم کورنۍ په یاد وی، ان که یو څوک د لنډ مهال لپاره بیل شی یا ان مړ شی بیا هم په خپلې پاتې کورنۍ پورې تړاو لری او هرڅه یې پاتې کورنۍ ته پاتې کېږی. د بېلګې په ډول که په یوه کورنۍ کې پلار مړشی او بیا یو بل کس کورنۍ ته راځی او د لومړنی پلار دنده او مسوولیتونه په غاړه اخلی له هڅو سره سره بیاهم نه شی کولاى بریالى شی ځکه چې د لومړی کس عاطفی او شخصیتی پیوندونه له منځه نه شی وړلى او ځاى یې نه شی نیولى. یو سوداګریز سازمان کولاى شی، چې خپل یو کارکوونکى یا د کارکوونکو یوه ډله، چې خوښ یې نه وی او یا یې له کارونو رضایت ونه لری له دندې ګوښه او له سازمان څخه لرې کړی یا هم خپلو هغو ارتباطی کسانو سره، چې وړاندې یې سوداګریزې اړیکې ورسره درلودې نور اړیکې پرې کړی، خو یوه کورنۍ داسې نه شی کولاى، که دا کار وهم کړی، اړیکې یې نه پرې کېږی او ځینې انسانی عاطفې او احساسات شته، چې بېرته خپل غړی په کورنیو پورې تړی ان که ستونزې هم سره ولری او له ولږې هم ومری. بله دا، چې یو سازمان دا هم کولاى شی چې د خپلو پخوانیو غړو پر ځاى نوی غړی او کسان وټاکی خو په کورنۍ کې دغه موضوع هم ناشونې ده، ځکه، چې د کورنۍ غړی په کورنۍ کې له ودې سره – سره خپل ځانګړى هویت  هم ترلاسه کوی، له کورنۍ سره تړاو لری او خپل ډله ییز هویت هم ساتی، دغه غړی په ګوښه کې ژوند نه کوی، بلکې په یو بل پورې تړلی او هغه هم یوازې په دې موخه نه، چې د خوړو، سرپناه او پیسو ستونزې او اړتیاوې یې هوارې شی، بلکې ددې لپاره، چې ځینو نورو نا ملموسو اړتیاوو ته هم لکه مینه، محبت، همکاری، زړه خوږی، ټولنیزیتوب او داسې نوروو ته هم ضرورت لری.
یو ستر لامل چې د انسان په کړووړو کې ښه اغېزه کوی هغه کورنۍ ده، کورنۍ لومړنى او با دوامه چاپېریال دى، چې د ماشوم په شخصیت پوره اغېز لری، لکه وړاندې مو هم، چې وویل  د ماشوم ډېرې ځانګړنې میراثی وی او په کورنۍ کې مور او پلار  بیا هم  دنده لری، چې د خپلو ماشومانو ارثی وړتیاوو ته زمینه برابره کړی او دا څرګنده ده، چې دمور اوپلار اغېز یوازې په ارثی برخه کې نه محدودېږی، بلکې وروسته له پیدایښته هم پوره اغېز او ونډه لری. د کورنۍ اقتصاد، افکار، ګروهې، اداب او دودونه.، ایډیالونه، هېلې او د روزنې طریقې او سطحه د ماشومانو په کړنو، پوره اغېزه لری، کورنۍ له ټولنیز، اقتصادی، روزنیز، دینی، هنری او ورته نورو برخو کې لکه، جوړښت، اړیکې او غړی یو له بله توپیر سره لری او یو ډول نه دی. نو له دې امله د کورنیو اغېز په وګړو کې هم توپیر لری، کورنۍ کې د وګړو تر منځ اړیکې داسې وی، چې د ماشومانو د بدنی او روانی اړتیاوو په پوره کولو کې اسانتیاوې رامنځ کړی او ښه روزنه ورکړی، په کومه کورنۍ کې، چې د ماشوم اړیتاوو ته پاملرنه کېږی کړه وړه یې نظر  هغې کورنۍ ته، چې د ماشوم اړتیاوو ته یې پاملرنه نه کېږی توپیر لری.
کورنۍ په کلتوری، ټولنیزه، اخلاقی، او عاطفی وده کې ډېره لویه او مهمه اغېزه لری. د ماشوم په روزنه او وده کې  د کورنۍ له ونډې څخه  انکار نه شو کولاى، که څه هم ماشوم په ټولنه له همځولو او همدارنګه په ښوونځی کې له  خپلو ښوونکو اغېزمنېږی خو له دې هرڅه سره – سره ډېره ونډه بیا هم د کورنۍ په غاړه ده او ماشوم ډېر له کورنۍ څخه وده او روزنه مومی.
کورنۍ د یوې ښځې او سړی له جوړې څخه، چې هوښیار، پوه، فکری او بدنی بلوغ ته هم رسېدلی په پوره هوډ او اراده جوړېږی او دغه جوړه د ټولنې یوه مهم بنسټ دى. د کورنۍ نظام په کورنۍ کې دننه د مور، پلار او اولادونو په اړیکو پورې اړه لری څومره، چې دغه اړیکې د غړو ترمنځ خواږه، سالمه او ښه وی په هماغه اندازه د نوموړې کورنۍ ژوند خوښ او هوسا وی او ښه ماشومان په کې روزل کېداى شی، دغه اړیکې بیا نیغ په نیغه د ماشومانو په وده او روزنه اغېز کوی. بې له شکه، چې ماشومان او تنکی زلمیان خپلې لومړنۍ تجربې او زده کړې له خپلې کورنۍ څخه لاسته راوړی او هوښیارې میندې او پلرونه باید په دې خبره پوه وی، چې ماشوم خپلې ډېرې کړنې او زده کړې له کورنۍ څخه په پېښو (تقلید) زده کوی او د شخصیت لومړنۍ ستنه یې له کورنۍ څخه د پېښو له لارې ایښودل کېږی او ورورو خپل شخصیت جوړوی. له کورنۍ سره د ماشوم اړیکې د ماشوم په ټولنیزتوب کې خورا ونډه لری او ماشوم په کورنۍ کې د وګړو شخصیتونه څېړی، که یې پلار جدی و، هر کار یې په بېړه سرته تر سره کاوه او تریخ وه او مور یې تل فرمان وړونکې، ګوښه او کمزورې ولیده نو دا انګېری، چې د ټولنې ټول نارینه او ښځې همدا شان دی.نو له همدې امله ویلى شو، چې د ماشوم شخصیت له مور، پلار، ښوونکو، همځولو او لویانو سره په ټولنه، ښوونځی او کورنۍ کې د ماشوم له لومړنیو لیدنو کتنو څخه اغېزمنیږی او جوړښت مومی. هغه ماشومان، چې په کورنۍ کې له مور او پلار سره په اړیکو خوښ نه وی، ښوونځی ته د ناکامۍ او ناخوښۍ له غوټو (عقدو) سره ننوځی او دا احساس کوی، چې ګڼې ښوونکی مو هم د مور او پلار په څېر دی، نو له همدې امله ګوښه توب، رویتوب او ان عصبی کېږی او په ورته وخت کې هغه ماشومان، چې غوښتنو ته یې په کورنۍ کې جدی پاملرنه شوې وی، له مور او پلار سره یې ښه اړیکې درلودلی وی، له مور او پلار څخه یې کومه ترخه خبره نه وی اورېدلې، رټل شوی نه وی، تهدید شوی نه وی او په حقوقو یې تېرى نه وی شوى او له صمیمیت او خوند څخه ډک ژوند یې تېر کړى وی په ډېره هوسا او ارامه روحیه ښوونځی ته ورننوځی او بیا هم د ورته غوښتنو او کړنو انځور کاږی او په دغه کار  کې بریالیتوب ته هم رسی او ملګرو او تولګیوالو سره په ښوونځی کې له ښو اړیکو خوښ وی او خوند اخلی. ماشومان د خپلو عاطفی او ټولنیزو اړتیاو د پوره کولو(ارضا) تږی وی. له همدې کبله، چې کله ماشوم له مور او پلار سره له ښو اړیکو وروسته ښوونځی ته ننوځی له نورو مخامخ کېدونکو وګړوسره هم ښه او سالم اړیکې جوړوی او دغه کار ښوونځی ته د نویو ننوتونکو ماشومانو په شخصیت خورا حساسه او ټاکونکې اغېزه کوی. ځکه، چې د کورنۍ او ټولنې هوکړې (تعهدونه) د ماشوم د زده کړې په پرمختګ کې نیغ په نیغه اغېز ښندی او له ښوونکی سره د ماشوم په ښوونه او روزنه کې مرسته کولاى شی. هغه ماشومان، چې له مور او پلار، خویندو او ورونو او نورو لویانو سره د اړیکو ناکامې او ناخوښې تجربې لری، کله چې ښوونځی ته وردننه کېږی خپلو ښوونکو او مسوولانو ته د شک او تردید په سترګه ګوری او تل د بهانو په تمه وی، په دغه حالت کې که ښوونکى، لارښود، ناظم، د ښوونځی مدیر او نور اړوند مسوولین زده کوونکی ماشوم ته له مهر او مینې پرته وګوری، د ماشومانو هیله مندو اداګانو ته پاملرنه ونه کړی او په ښه سترګه  ورته ونه ګوری او ښې خبرې ورسره ونه کړی د ماشومو هغو انځورونو او ذهنیتونو ته، چې له ناکامو تجروبو څخه یې لا له وړاندې درلودل یو د ذبات لامل ګرځی او د ټولنیز کړکیچ او د ناروغه شخصیت د ودې لامل هم ګرځېدلى شی. نو له همدې امله اړینه ده، چې ښوونکی او مسوول چارواکی دغه واقعیت ته پوره پاملرنه وکړی او په خپلو دغو عاطفی او منطقی کړنو د خپل ماشوم اعتماد لاسته راوړی. څنګه،چې وړاندې یاده شوه د کومو ماشومانو، چې عاطفی او کلامی اړتیاوې په کورنۍ کې پوره نه شی په ښوونځی کې له یوې وړوکې او معمولی ستونزې سره په مخامخ کېدو د ښوونځی چاپېریال یو ناخوښى او ستونزمن چاپېریال انګېری او په ټولنه کې په هوسا توګه ژوند نه شی کولاى او له همدې امله هوښیار، وړ او با استعداده ماشومان له بېلابېلو تحصیلی، روانی او فکری ستونزو سره په ټولنه او ښوونځی کې مخامخ کېږی. کله، چې ماشومان په ناهیلۍ ټولګی او ښوونکی ته ګوری ډېره هڅه کوی، چې له ټولګی څخه د تېښتې لاره وګوری او که په ټولګی کې پاتې هم شی ذهن یې دې ته تیار  نه وی، چې څه جذب کړی او د حافظې له ستونزې سره هم مخامخ کېږی دا ځګه، چې دا ډول ماشومان تل په وېره او ډار کې خپلې شپې او ورځې تېروی او کله، چې ماشوم په وېره او ډار کې وی د دې پر ځاى، چې د ذهنی وړتیا، نوښت او زده کړې د اړتیا په اړه فکر وکړی، د خپل روانی تعادل د ساتلو په اړه فکر کوی او ټوله هڅه یې دا وی، چې خپلو ستونزو او شرایطو ته بدلون ورکړی. همدارنګه که د ماشوم کوم ښوونکى نه خوښېږی د هغه درس یې هم نه خوښېږی او ددغسې مینې او کرکې بنسټ په کورنۍ کې ایښودل کېږی. په ټوله کې ویلى شو، چې د کورنۍ عاطفی او منطقی روغتیا ټینګښت او ځواک او له ټولنې څخه پوهه او خبرتیا د ماشوم د شخصیت په وده کې د ونډې ضمانت کوی او دوه زړه توب، تضادونه، کږلېچونه او ټولنیز او روانی اختلالونه هم د کورنۍ په روغتیا پورې اړه لری، په بله مانا ویلى شو، چې کورنۍ د ماشوم د ټولنیز توب زمینه برابروی او د استعدادونو او وړتیاوو څرګندویه یې همدا کورنۍ ده، چې دى ژوند په کې تېروی. نو که د یوې سالمې ټولنې غوښتونکی واوسو، چې په هغې کې د بېلابېلو قشرونو وګړی مصوون وی نو اړینه ده، چې د ټولنې دومره اړین او ارزښتمند بنسټ یانې کورنۍ ته جدی پاملرنه وشی. بې له شکه، چې د کورنۍ ژوبل او متزلزل  والى ددې لامل ګرځی، چې ټولنه هم ژوبله او متزلزله کړی او کله، چې په یوه ټولنه دا حالت حاکم شی نو د ماشوم د انحراف لامل ګرځی او ټولنه له ېوې لویې ستونزې سره مخامخ کوی. که  په بنسټیز ډول د ټولنې  د کږلېچونو د مخنیوی لاره چاره لټوو نو کورنۍ ته باید پاملرنه وکړو. نن که د جرمونو کچه ورځ په ورځ پورته روانه ده، که د شخصیت او کړو وړو اختلالونه ډېر  شوی، که د دنیا نیم ناروغان روانی ناروغۍ لری، که په نړۍ که نن له هرو څلورو ودونو څخه یو په طلاق پای مومی، نو د ددې ټولو ستونزو جرړې، د چاپېریال اغېزې او لاملونه دی. په ځانګړې توګه، کله چې په کورنۍ کې سرغړونې، په ښوونځی کې تاوتریخوالى، ځان وژنې، له کور څخه تېښتې، په نشه یی توکو روږدی کېدل وینو او څېړو، اصلی سرچینه یې له کورنۍ څخه پیل کېږی او کله، چې ماشوم له دې ډول پېښو څخه کورنۍ ته پناه وړی په کورنۍ کې له عواطفو او زړه خوږۍ پرته منفی غبرګونونو سره مخ کېږی او د ناهبلۍ کندې ته لاهو کېږی.
پورتنیو دلایلو ته په کتو سره سلګونه داسې نور لاملونه هم شته چې د کورنۍ اهمیت او ارزښت په کې څرګندېږی او ثابتوی، چې کورنۍ د روزنې لومړنى ځاى دى او د ماشوم د شخصیت په سالمه وده کې بنسټیزه ونډه لری، له همدې اړخه  کورنۍ د یوه ځانګړې اهمیت  لرونکې ده اوپه هره اندازه، چې  کورنۍ پورې اړوندو موضوګانو باندې څېړنه ، تجزیه ، تحلیل او سفیرکېږی او په روغتیا او سالمتیا کې یې هڅه کېږی لیکنې او خبرې پرې کېږی د انسانانو او ټولنو د روغتیا ضمانت کوی او هموغومره ګټه ورته رسولى شی.

د کورنۍ تعریفونه:
که څه هم موږ ه ټول د کورنۍ له کلیمې سره بلد یو او په خپلو ورځنیو چارو کې یې هم یادوو خو کیداى شی زموږ هر یوه انځور د کورنۍ په اړه توپیر ولری دا ځکه، چې د کورنۍ تعریف (پېژندنه) یو ستونزمن کار دى عام وګړی په دې اند دی، چې  کورنۍ د یوې واده شوی سړی، ښځې او د هغوى د اولادونو یوه ډله ده، چې یو د بل تر څنګ په یوه ځاى کې ژوند کوی خو پوهانو د کورنۍ په اړه بېلابېل تعریفونه کړی، چې له څو تعریفونه به یې دلته راواخلو.
کورنۍ یو زیستی(بیولوژیکی) واحد دى، چې جوړښت یې د ښځې او مېړه په پیوند پورې اړه لری او غړی یې د سببی او نسبی اړیکو پر بنسټ یو له بله سره خپل وی.
کورنۍ د ماشوم په وده کې تر ټولو اغېزمن او لومړنى لامل دى.
کورنۍ  د نړۍ لومړنى بنسټیز، عمومی او له  نړیوالو سازمانونو څخه ده، چې د انسان د حیاتی او عاطفی اړتیاوو د پوره کولو او ټولنې د بقا (پایښت) لپاره ډېر ضرورت ورته لری.
کورنۍ د ټولنې طبیعی او بنسټیز  رکن او لومړنى ښونځى او د روزنې اصلی زانګو ده.
کورنۍ د کلتور، تمدن، دود او رواج  د لېږد لامل او دایمی اهمیت لرونکې ده.
کورنۍ د انسانی فرهنګ او تمدن د تاریخ لومړنى ترټولو مهم او له برکتونو ډک ټولنیز بنسټ دى.
کورنۍ هغه بنسټ دى، چې په هغه کې اخلاقی ارزښتونه، دینی باورونه او ټولنیز معیارونه له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږی.
کورنۍ د ټولنې رکین رکن او متینه پوړۍ ده.
کارل راجرز وایی: کورنۍ هغه نیم تړلى نظام دى، چې په کورنۍ کې دې دننه اړیکو دنده په غاړه لری او د غړیو لرونکې وی، چې په کورنۍ او ټولنه کې بېلابېل وضعیتونه او دریځونه لری.
مرداک وایی: کورنۍ یوه ټولنیزه ډله (social group) ده، چې غړی یې د نسب، واده ، اولاد او داسې نورو په وسیله پیوندونو سره لری او ځینې یې د ښه ژوند لپاره په اقتصادی چارو او د ماشومانو په ساتنه کې مرسته سره کوی.
د کورنى د ټیپ پېژندنې په  اړه بېلابېلو پوهانو څېړنې او شننې کړی، ټولنپوهان کورنۍ  په  دوه ډوله ویشی یو متحدې کورنۍ او بل پاشلې کورنۍ؛ متحدې کورنۍ هغه کورنۍ دی، چې له یوې ښځې او یوه نارینه او بچیانو څخه جوړه شوی وی او د پاشلې اصطلاح بیا هغې کورنۍ ته کارول کېږی، چې  څو نسله تر یوه چتر لاندې ژوند کوی.
د متحدو کورنیو لپاره ښه بیلګه چینایی کورنۍ دی، چې ښځه مېړه او اولادونه په کې راټول وی او د پاشلو کورنیو ښې بیلګې زموږ په هېواد افغانستان کې هم لیدل کیداى شی ډېرې داسې کورنۍ شته، چې په اصطلاح په هغې کورنۍ کې د دوه یا څو ورورنو کورنۍ اوسېږی او سر سره سپینوی. که دا دوه دوله کورنۍ سره پرتله کړو نو ویلى شو چې پاشلې کورنۍ د انسانی اړیکو له پلوه د خپلو غړو ترمنځ  ډېر په هوسا ډول کولى شی، چې خپلې  فکری او کلتوری لاس ته راوړنې سره وویشی ، چې په دې وسیله د نسلونو په فکری او ټولنیزه وده کې اسانتیاوې رامنځ ته کوې او ډېره موده ژوندۍ هم وی، بله دا چې په پاشلې کورنۍ کې نسلونه راځی او ځی خو خپل جمعی مسوولیت ساتی، حال دا چې په یوه متحده کورنۍ کې چې مور یا پلار مړ شی د کورنۍ د بیلتون لامل ګرځی او له منځه ځی، بله دا چې په پاشلې کورنۍ کې د پانګې ټولونه او په کار اچونه ډېره شونې ده، ان تر دې چې په یاده کورنۍ کې د کورنۍ هر غړى د کورنیو د نورو غړو په ګټه او تاوان کې ځان شریک بولی ، له اروایی اړخه هم ماشومان ښه وده په کې کوی او نورو سره په ژوند کولو خوښ وی او یو بل سره مرسته هم کوی او ټولینزې وړتیاوې هم په کې ځواکمنېږی.
د کورنیو ډولونه:
کورنۍ د درونی اړیکو د کیفیت له اړخه په څلور ډوله ویشل کېږی، چې هر  ډول یې ځانګړی،کړووړه او اغېزې لری.
الف: پاشلې کورنۍ (Broken Family)
ب: لړزانده کورنۍ (Unbalanced Family)
ج: متعادله کورنۍ (Balanced Family)
د: متعالی کورنۍ (Transcendental Family)

الف: پاشلې کورنۍ هغو کورنیو ته ویل کېږی چې واحد یې مات شوى وی او ونشی کولى خپل ځینی ټولینز مسوولیتونه ترسره کړی یا د هغې کورنۍ یو یا څو غړی د ځینو تکلیفونو په ترسره کولو کې پاتې راغلی وی او یا هغه څه چې باید په ښه ډول ترسره کړی وی نه یې وی ترسره کړی. د یادو کورنیو ځینې ځانګړنې دا دی چې ثبات نه لری، بیلتون په کې راځی، طلاق ته ډېره زمینه په کې برابره وی، غړی یې تښتی او کورنۍ پرېږدی،  که څه هم چې غړی یې سره یو ځاى وی خو یو له بل څخه ملاتړ نه کوی، په غیرې ارادی پیښو کې هم کله ناکله له منځه ځی دبېلګې په ډول دمېړه یا ښځې په زندانیکېدو، مرګ، جنګ او کومه بله ستونزه ان کله خو د ځینونورو شخصیتی ستونزوله امله هم له تاوتریخوالی سره لاس او ګرېوان کېږی ان که دغه ستونزه معیوبیت، روږدتیا، روانی ناروغی او اوږدې ناروغۍ.
ب: لړزانده کورنۍ؛ د ا ډول کورنۍ کله ناکله د ستونزمنو، نابسامانه او نامتعادله کورنیو په نوم هم پېژندل کېږی. د لړ زانده کورنیو ځینې ځانګړنې دا وی چې، له خپلې اصلی موخې څخه پاتې او هوساینه یې له لاسه تللی وی، د غړیو دریځ او ځاى په کې ټاکلى او حفظ نه وی، روښانه  او څرګنده لارتلونکې څرک نه په کې وهی، د ژوند کولو لپاره په کې جاذبیت په ډېره ټیټه سطحه کې وی غړی یې د یوه ګډ ژوند له پاره کوه انګېزه نه لری، کارونه په کې په سمه توګه نه ویشل کېږی او غړی یې مسوولیت مننوونکی نه یی، په لړزانده کورنیو کې ډېرې وړې ستونزې په کړکېچ (crisis) اوړی، غړی په کې په نېغ په نېغ او نامنصفانه نیوکه کوی، خو له دې هر څه سره سره د یادولو وړ بولو چې په دې ډول کورنۍ کې رغونه او جوړښت راوستلى شو او دا ډول کورنۍ د دې وړتیا لری چې ورغول شی په دې شرط، چې له مسلکی او رغوونکو طریقو کار واخیستل شی.
ج: متعادله کورنیو ته کله نا کله نورماله، برابرې او بریالۍ کورنۍ هم وایی او ځانګړنې یې هم نظر د کورنیو نور ډولونو ته توپیر او لوړتیا لری او هغه دا چې په دې ډول کورنیو کې  هر غړى خپل ځاى لری او د نورو غړو له لوری یې هم په ریښتینی ډول ملاتړ کېږی، عاطفې، مسوولیتونه، امتیازونه په عادلانه ډول په ټول غړو ویشل کېږی، د ژوند له پاره پوره علاقه وی او هیڅ بل څېز له کورنۍ څخه لوړ ارزښت نه په کې لری، په متعادله کورنۍ مدیریت په انسانی اړیکو پورې تړلى وی او د غړو له همغګۍ سره کارونه سرته رسول کېږی، غړی په کې په سم لوری درومی او راتلونکې ته په کې ډېره هیله وی، نیوکه په کې په نامسقیمه توګه او انصاف تر سره کېږی او عاطفې په کې د زړه له تله، په خوله او عمل کې په ښه ډول سرته رسول کېږی.
د: متعالی کورنۍ چې د رسېدلې، ځلېدلې او پوره کورنۍ په نوم هم پېژندل کېږی نظر ټولو ډولونو ته یو ښه بېلګه ده او تر  ټولو ډولونو ښه بلل کېږی او ځینې ځانګړنې یې دا دی، چې نه یوازې دا چې ستونزې په کې څېړل کېږی او د حل له پاره یې هڅه کېږی بلکې د غړیو له ظرفیتونو، استعدادونو تر وروستی بریده کار اخیستل کېږی، په دې ډول کورنیو کې راتلونکې ته ډېره پاملرنه کېږی او په یوه موخه ژوند تېروی، په دې ډول کورنیو کې ماشوم له مانا څخه ډک، روڼ او ټول هویت ته رسېږی، په متعالی کورنیو کې نه یوازې دا چې یو غړى وده او پرمختګ کوی بلکې د نورو له پاره هم اندېښنه کوی او هڅه کوی نوې لاره او طریقه ورته پیدا کړی، په دې ډول  کورنیو کې مسوولیت ژوند مانا وربښی، د موخې  هیڅکله هم په دې ډول کورنیو کې نه هېرېږی که کومې موخې ته رسېږی ژر بله موخه ټاکی او پوره انګېزه ورته لری، غړی په دې کورنیو کې د تجربې له پار یو بل سره مرسته کوی تر څو موخې ته د رسېدلو لارې چارې اسانه کړی او بله دا چې په دې ډول کورنیو کې د پیښو تعبیر او تفسیر ډېر په خوشبینۍ کېږی او هر ډول ماتې د یوې تجربې په څېر ګڼی او د بریالیتوبونو لپاره یې ارزونه ګڼی.
منابع:
۱٫ ایرنه، ګلدبزګ- هربرت، ګلدبزګ، مترجمان، حمید رضا، حسین شاهی برواتی- دکتر سیامک، نقشبندی، خانواده درمانی، تهران، انتشار ات نشر روان، چاپ چهارم، تابستان ۱۳۸۷، ص  ۹و۱۰.
۲٫ دکتر علی، شریعتمداری: روانشناسی تربیتی،  تهران، انتشارات امیر کبیر،  ۱۳۸۷ص ۱۹۳.
۳٫ زهیر خوشگو، تهرانی، چگونه کودک خود را تربیه کنیم؟، تهران، انتشار ات مهر امیرالمومنین، ۱۳۸۷، ص۱۳۳.
۴٫ خسروامیر، حسینى،خانواده خوشبخت فرزند موفق، تهران، انتشار ات عارف کامل، ۱۳۸۴، ص ۴ الى۱۰.
۵٫ خسروامیر، حسینى،خانواده خوشبخت فرزند موفق، تهران، انتشار ات عارف کامل، ۱۳۸۴، ص ۳ و ۴.
۶٫ حبیب الله، شاملویی،بزرګان چه ګفته اند؟،تهران، انتشارات امید فردا، چاپ دوم،سال ۱۳۸۳، ص ۱۴۴.
۷٫ حسین محمودیان و دیګران، دانش خانوده، تهران، انتشارات سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی پوهنتون ها (سمت) چاپ هفتم زمستان ۱۳۸۳، ص ۷۷،۷۸،۷۹.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر